د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د علماوو شورا او سولې عالي شورا په ګډه ناسته کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني د وینا

۰۶ چنګاښ ۱۳۹۷

۵ چنگاښ ۱۳۹۷ | ۲۶ جون ۲۰۱۸ | چهارچنار

خلاصه:

نن ټولو ته څرګنده ده، چې ټول افغان ملت په لوړ غږ د سولې غوښتونکی دی. د اوربند د اعلان اساس، د خدای(ج) اوامر، سیرت نبوي او له هغه وروسته د علمای کرامو متفقه فتوا وه. هغه فتوا چې په جګړې نه، بلکې پر سولې یې ټینګار کاوه. د ۲۹۰۷ افغان علماوو متفقه فتوا وه، نه دولتي فتوا! زموږ ریښې په مبین دین کې نغښتې دي او کوچنی اختر او د روژې مبارکه میاشت موږ ته ځانګړی اهمیت لري، په دې میاشت کې جګړه حرامه ده. اوربند تثبیت کړه، چې افغانان، واحد او په الله او افغانیت باورمند او په اسلامیت ویاړمند ولس دی. زه له طالبانو مننه کوم.

د دې مملکت اجماع د عامه نبض په پام کې نیول دي. له روژې یوه میاشت وړاندې، زموږ اوه زره او پنځه سوه هېوادوال ارګ ته راغلي وو، په اختر کې حد اقل څلور زره کسان راغلي وو. د خلکو غږ او د هغوی اجماع د سولې په تړاو وضاحت لري. باید په واضح ډول وپوهېږو، چې پرېکړې په شخصي اساس نه ترسره کېږي، د ملت ګټو ته باید تل د یو شمېر محدودو کسانو د ګټو په پرتله لومړیتوب ورکړل شي، دا کار هم د هغوی افکارو او آزادۍ ته په ټول احترام کېږي.

د سولې په برخه کې چې هره اندېښنه موجوده وي، له سولې عالي شورا سره یې شریکه کړئ او د سولې پروسې د ښه کولو لپاره چې هر وړاندیز لرئ، د سولې عالي شورا سره یې شریک کړئ.

سوله په روښنایۍ او د افغانانو په همت، اتحاد او یووالي سره رامنځته کېږي. موږ اوس په داسې مرحله کې واقع یوو، چې د سولې مذاکرات ممکن شوي دي. ټولو نظریاتو ته پام کېږي او ستاسو د مسؤول او خادم په توګه هره ستونزه حل کوو. د طالبانو له لوري هره مطرح شوې ستونزه مو حل کړې ده او د نړیوالو ځواکونو په تړاو هم خبرې کوو. د سولې کاروان څه وایي؟ د افغانستان په هر ځای کې چې غواړي ورسره ګورو. موږ باید خپل افغانیت ومنو، هماغسې مو چې د اوربند په درېیو ورځو کې ثابته کړه. سوله په یوه ورځ کې نه راځي، خو د سولې اړخ مثبت دی.

په ملي اجماع سربېره، قوي سیمه‌ییزه اجماع هم رامنځته شوې، چې ښه بېلګه یې د شانګهای وروستی کنفرانس دی. د اسلامي نړۍ اجماع هم رامنځته شوې او په دې برخه کې د حرمینو شریفینو د مسجدونو د امامانو فتوا بېسارې وه.

جګړه، جرئت نه دی. جرئت په سوله کې دی او همدا راز عزت او حیثیت په سوله کې دی. موږ به ددې شاهدان واوسو چې هر ولایت به یو جامع جومات ولري. د قاریانو او د ۳۴ ولایتونو د حج او اوقافو د رئیسانو په غوښتنه، چې په روژې مبارکه میاشت کې مو ولیدل، د فتواوو څو زره نسخې په ټول هېواد کې او د قرانکریم یو میلیون نسخې مدارسو ته وېشو. د احادیثو شریفو په مجموعه، واحد نصاب، د مدارسو انسجام او د علماوو د عزت ساتلو لپاره کار کوو. له ۱۴۶ زره مسجدونو څخه یوازې ۳ زره یې د دولت ملاتړ لري او موږ په واضح ډول په دې موضوع کار کوو، څو د علماوو حیثیت اعاده شي.

د افغانستان سوله یو اړخه نه ده. بین‌الافغاني اړخ یې باید بین‌الافغاني حل شي. د ځای او وخت د پرېکړې په اړه به یې، د سولې عالي شورا د مذاکرې پلاوی وټاکي، چې د اجماع په اساس به ورته صلاحیتونه ورکړل شي او د حکومت یو پلاوی به هم ورسره د ممد په ټول وي.

د سولې تړون نړیوال او سیمه‌ییز اړخونه لري. زموږ نړیوال او سیمه‌ییز همکاران په ځانګړي ډول پاکستان به واضح رول او مسؤولیتونه ولري. د سولې په تړون کې باید عملي کول هم موجود وي.

د اوربند په درېیو ورځو کې دوه نقطې موجودې وې: د افغانستان لوی ملت سولې ته تیار دی. دویم، د ملت په منځ کې د بښلو ظرفیت شته او زموږ خلک راتلونکې ته پام لري. جهاد د افغانستان د ټولو خلکو دی او باید یو داسې عادل او اساسي نظام رامنځته شي، چې ټول په هغه کې برخه ولري.

موږ لا زیاتو مشورو ته اړتیا لرو او هر وړاندیز اورو. هغه څه مې چې د ټاکنو پر مهال ویلي وو، نن پرې ادعا کولای شم. ارګ د علمای کرامو او د سولې عالي شورا ځای دی. فاصله د منلو وړ نه ده او ملي اجماع به د ملي ګټو او اساسي باورونو پر اساس ټینګېږي.

 

پوره متن:

بسم الله الرحمن الرحیم.

برادر عزیز جناب استاد خلیلی [رئیس شورای عالی صالح]، جناب کشاف صاحب [رئیس شورای سراسری علمای افغانستان]، علمای کرام، جناب وزیر صاحب وردک [وزیر دولت در امور پارلمانی]، معاونین شورای عالی صلح، معاونین شورای علمای کرام، همه علمای کرام، همه حضار، خواهران و برادران، هموطنان عزیز! اول‌تر از همه تحفه پیشوای بشریت را خدمت‌‌تان تقدیم می‌کنم؛ السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

من از سپاس و تشکر شروع می‌کنم. اول از جناب استاد خلیلی و شورای صلح که یک نقشه راه واضح صلح را همزمان و باهم ترتیب کردیم و در ایجاد اجماع ملی بالای صلح، زحمت‌‌های همه‌‌جانبه کشیدیم.

امروز یک نکته مبرهن است که تمام ملت افغانستان با آواز بلند و مصمم خواستار صلح هستند و از این جهت به شورای عالی صلح که این فضا را مساعد کردند، تبریکی می‌دهم و تشکر می‌کنم.

دوم، از من سؤال می‌شود که چرا در این وقت اعلام آتش‌‌بس کردی؟ جواب من بسیار ساده است؛ اوامر خداوند(ج)، سیرت نبوی و علمای کرام ما در فتوای متفقه خود به من هدایت داده‌اند.

دلته دې شک او شبهه نه وي، دا د افغانستان اسلامي جمهوریت دی. او د افغانستان اسلامي جمهوریت کې، تر هغو چې دا خادم مو ددې مسؤولیت ولري، همېشه به علمای کرامو ته او د ولس غږ ته نه یوازې ګوري [= احترام کوي]، ورباندې به عمل هم کوي.

من از علمای کرام خاصتاً ابراز امتنان می‌کنم. شما خبر دارید، (ممکن) بعضی‌تان خبر نداشته باشید، من یک سال سیرت نبوی خوانده‌ام و صدها فتوا را من تحلیل کرده‌ام، مخصوصاً فتاوای مدارس مختلف پاکستان را. من می‌خواهم افتخار کنم که فتوای علمای ما، فتوای جنگ نبود، فتوای صلح بود و فتوای علمای ما، فتوای متفقه ۲۹۰۷ عالم افغان و فتوای ملت بود نه فتوای دولتی؛ خودجوش بود، به اراده علمای کرام و با مشوره شورای عالی صلح بود. جناب قاضی صاحب و همه بزرگان! این نشان‌دهنده تمدن اسلامی (است) و بهترین اصول ما از خاطر این که نقطه‌ی پایان به جنگ گذاشته شود. شما انتخاب‌های دیگر داشتید، می‌توانستید انواع فتوا را بدهید که خدای ناکرده موجب تشدید جنگ شده می‌توانست، عوض این که اجماع مملکت را راجع به صلح تقویت بدهیم.

سؤال دوم این بود که چرا در این وقت؟ – من نکته اول را برای‌تان جواب دادم - غیر از ماه مبارک رمضان، غیر از بیست و هفتم ماه مبارک رمضان، غیر از عید سعید فطر، تنها راه دیگرش عید قربان بود، روزهای دیگر در عرف ما و دربین مردم ما، این اهمیت را ندارد. این را باید درک کنیم که تمام ریشه‌‌های ما در دین مبین ماست.

روزهایی که در سیرت نبوی اهمیت خاص دارد، در ماه مبارک رمضان نیست؟ جنگ در این ماه حرام نیست؟ (در این ماه) تمام خونریزی را همراه کفار مکه ایستاده نکردند؟ دلته (دې) واضح وي، چی موږ پخپلو عقایدو باندې او پخپل دود او دستور باندې درېږو.

نتیجه را شما به الفاظ بسیار خوب گفتید، من ساده می‌گویم؛ دفعه اول بود که در لب اطفال ما لبخند بود، در چهره مادران ما اطمینان بود، در چهره ریش‌سفیدان و جوانان ما امید بود!

نکته اصلی را که آتش‌بس تثبیت کرد، این بود که ملت بزرگ هنوز یک ملت بزرگ و معظم است، یک ملت واحد است، عقیده به خداوند(ج) دارد، سر افغانیت و اسلامیت خود افتخار می‌کند. [تکبیر حاضرین] من مخصوصاً اول از مردم تشکر می‌کنم، اگر این ملت حس تواضع، حس ترجیح آینده را برای گذشته نمی‌داشت، هزارها طالب آمده بودند، اگر یک مملکت دیگر می‌بود، خدای ناکرده صدهایش کشته می‌شد. دا د ملت زور دی، دا ددې ولس آرزو ده او تاسې ته یې وښوده. جوماتونه ته یوړل، کورونو ته یې یوړل، چای‌خانو ته یې یوړل، ورسره وغږېدل، او پدې برخه کې زه د طالبانو له مشرۍ نه هم مننه کوم. دوی ته هم دا فیصله آسانه نه وه، اما دوی ته ځکه آسانه شوه، چې د فتوا په مقابل کې کوم دلیل وجود نه درلود. که دا شی د افغانستان له نورو اقشارو نه راغلی وای [= شوی وای]، دا رقم منل به نه کېدل [= نه وای شوي]. دا ځکه ممکنه شوه چې علمای کرامو ممکنه کړه، د سولې شورا دا ممکنه کړه.

این مملکت، مملکت مشوره است. اجماع این مملکت در گرفتن نبض عامه است و هر اقدامی که من کرده‌ام، با گرفتن نبض مردم بوده است. پیش از ماه مبارک رمضان، (بخش) تشریفات حساب کرده بودند که هفت هزار و پنجصد هموطن ما به ارگ آمده بودند در یک ماه. [سؤال از کارمند تشریفات:] چند هزار نفر در ماه مبارک رمضان آمده بودند؟ در هر هفته ماه مبارک رمضان یک و نیم هزار و بعد از آن در عید حداقل چهار هزار نفر آمده بودند. من را که دیده‌اید! عادت من این است که همراه همه مصافحه می‌کنم، هر چاته روغبړ وایم [= روغبړ کوم]، پنځه نوي فیصده دا خلک چې راغلل، ماته یې وویل، چې سوله غواړو! د ولس غږ او د ولس اجماع واضح وه، موږ کوم خاص شجاعت نه دی کړی، له تاسو مننه جناب استاد (خلیلی) تشکر! اما این شجاعت نیست، این تعهد به اراده ملت است، این تسلیمی به اراده خداوند، احکام قرآنی، هدایت علمای کرام، سنت نبوی و خلفای راشدین ماست. از این جهت باید به صورت واضح بفهمیم که تصامیم ما بر اساس مسایل شخصی گرفته نمی‌شود، منافع ملت باید همیشه سر منافع عده‌ای محدود، با تمام احترام به آزادی‌شان و افکارشان ترجیح داده شود. من برای‌تان یک مثال می‌دهم، دو افغان اگر در یک پل بیایند که یک موتر در آن جای می‌شود و در وسط پل این دو موتر به هم برسند، کدامش اول پس می‌رود؟ یک حادثه بسیار ساده است، هر کدامش می‌تواند برای یکی دیگرش تیر شود؛ اما یک دفعه اگر شِق کنیم؟! جناب وزیر صیب وردګ، تاسو ته معلومه ده، چې که یواز په خره باندې کېناستو بیا وایو، چې شاته نه ځو. [خندا] همداسې ده کنه؟ اوس خبره دا وه، چې اول حرکت څوک وي. په دې کې کوم خاص حیثیت نشته. که زرهاوو نفره د یو بل په لاس وژل کېږي، نو دلته عقل په کار دی، یا دا چې له خپل ځای څخه نه ښورېږو. دوه دقیقې شاته نه ځم ددې لپاره چې سل کیلومتره مخکې ولاړ شم. خبره دا وه، چې جرئت په دې کې و، چې باید اول اقدام سړي کړی وای او دا اقدام وشو.

بین دیروز و امروز من ده تا والی را دیده‌ام؛ تا روز پنج‌شنبه هر سی و چهار والی را می‌بینم.

برداشت عمومی را باید به صورت واضح بسنجیم. حالی جناب استاد (خلیلی)، خدمت شما پیشنهاد من این است: یک، هر تشویشی را که در قسمت صلح برای تمام ملت افغانستان وجود دارد، همراه شورای عالی صلح شریک بسازید.

دوم، هر پیشنهادی را که برای بهتر ساختن پروسه صلح وجود دارد، همراه شورای عالی صلح و همراه من شریک سازید.

تمام اقشار و بزرگان، اتحادیه‌ها و نهادهای زنان و تمام اقشار افغانستان در این دخیل هستند، نکته‌ای که موجب نگرانی بعضی مردم شده بود،

دا وه چې دوی فکر وکړ، چې کار د سولې خلاص شو. زه تاسو ته همدا اوس وایم، ټول له جومات څخه راغلي یوو، ټول اودس لرو. ما تر اوسه له یوه طالب سره هم نه دي لیدلي، اما د ولس په نبض باندې پوهېدم، ځکه مې اقدام وکړ. دلته هر اقدام د سولې لپاره باید روښانه هوا کې [= په روښنایۍ] وشي، سوله په تیاره کې لکه غله غوندې نه راځي، سوله به په روښانه ورځ کې په همت د افغانانو راځي! او زموږ په اتحاد او اتفاق باندې به راځي. [د تکبیر نارې] نو دلته اوس ضرور ده، چې موږ پوه شو چې کومې مرحلې کې یوو. موږ اوله مرحله کې یوو، چې د سولې مذاکرات ممکن کړو. ټول نظریات لرو او معلومدار د مسؤول په حیث، ستاسې د خادم په حیث ما شپې ورځې په دې تېرې کړې دي، چې د هرې ستونزې لاره څنګه هواره کړو؟ او هیله ده تاسې ددې شاهد اوسئ. هره ستونزه چې طالبانو مطرح کړې، موږ یې لار هواره کړې کنه؟ په بین المللي قواو باندې زر وارې راشئ چې وغږېږو. کومه مسئله ده، چې تاسې غواړئ ورباندې وغږېږو؟ بیا درته وایم، لکه د سولې کاروان ته مې چې وویل؛ هر ځای د افغانستان چې غواړئ ما سره وګورئ، په سترګو! هر ځای د افغانستان کې چې غواړئ له جناب استاد خلیلي سره وګورئ، په سترګو! جناب خپلواک صیب سره ګورئ، د علماوو شورا سره، جناب کشاف صیب سره او که ملي شورا سره ګورئ. جناب وزیر صیب وردګ او همکاران یې ټول حاضر دي، خدمت کې مو دي.

موږ خپل افغانیت باید ومنو او دا درې ورځو ثابته کړه، چې موږ ټول افغانان یوو. اوس باید په ګده راشو چې لوی قدمونه واخلو.

مثلی که جناب استاد گفت، صلح در یک روز نمی‌آید اما جهت صلح مثبت است، اقدامات دیگر ضرور است که ما این را سریع بسازیم.

علاوه بر اجماع ملی، امید است ثابت شده باشد که امروز اجماع قوی منطقه‌یی در حال به وجود آمدن است. به کنفرانس شانگهای در چهار سال گذشته ببینید و کنفرانس شانگهای امروز را ببینید. برای کشورهای منطقه تصمیم گرفتن در جنگ بسیار مشکل است، تصمیم گرفتن برای تقویت صلح به مراتب آسان‌تر است و اجماع کامل منطقه‌یی به جز مشکلاتی که همه خبر دارید، وجود دارد که سر آن باید کار کنیم.

دوم، اجماع جهان اسلام وجود دارد. من از برادر عزیزم خادم حرمین شریفین، پادشاه عربستان خاصتاً ابراز تشکر می‌کنم و از شخصیت‌های بزرگ مسجدهای حرمین شریفین ابراز امتنان می‌کنم. اعلام و فتوای اینها بی‌سابقه بود؛ و این را باز هم در نهایت احترام به ملت افغانستان می‌گویم که این کار را فتوای علمای افغانستان ممکن ساخته است و همچنین تصمیم دولت افغانستان که صلح را به صورت جدی سر جنگ ترجیح بدهد.

د افغانانو منځ کې (له) بده مرغه جنګ خو هر وخت کولی شو. کورنۍ کې یې نشو کولای؟ موږ خو تیار کېناستلي یوو... [خندا] جرئت اوس په جنګ کې نه دی، جرئت په سوله کې دی، عزت په سوله کې دی، حیثیت په سوله کې دی. افغانستان ته خدای (ج) هر شی ورکړي، که سوله وي تاسې فکر وکړئ، زما ټولې زده کړې په دې کې وې، چې څنګه آبادي راولو او که یو کال سوله وي، تاسو به وګورئ، چې انشاء الله و تعالی د علمای کرامو ټولې غوښتنې عملي شي، چې موږ وکړای شو د افغانستان په هر ولایت کې یو جامع جومات ولرو.

من از قاری‌هایی که از ۳۴ ولایت افغانستان در ماه مبارک رمضان (به ارگ) آمدند و از رؤسای حج و اوقاف ۳۴ ولایت هم تشکر می‌کنم. د دوی د غوښتنې په اساس نه یوازې څو سوه زره د فتواوو نسخې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خپرېږي، د قران کریم یو میلیون نسخې به په دې راتلونکو څو میاشتو کې د افغانستان ټولو مدرسو ته موږ ورسوو، او پس له هغه نه به د احادیثو شریفو په مجموعو باندې ددې کمېتې د وړاندیز په اساس [کار وکړو]. تاسې وړاندیز وکړئ، چې موږ څنګه واحد نصاب راولو او مدرسو ته انسجام راولو او د علماوو د عزت [خوندي کولو لپاره] چې هر رقم کېږي، انشاء الله و تعالی اقدام به وکړو.

بررسی کل رؤسای حج و اوقاف این است که از 146 هزار مسجد شریف، تنها 3 هزار آن را دولت حمایت‌ می‌کند. من آواز اینها را به صورت واضح شنیدم، امروز روز اعلان نیست اما به صوت واضح سر این کار می‌کنیم که ما چه طور زمینه وسیع اعاده حیثیت علما - که همیشه در متن جامعه ما بوده - و ضرورت و گفته‌های اینها را تأمین کنیم. ان‌شاءالله روز به روز قدم‌ها گذاشته شود.

مسأله صلح افغانستان یک‌بعدی نیست. بنابراین تشریک مساعی همه‌جانبه کار دارد. یک بعد آن، بعد بین‌الافغانی ما است. _مسأله صلح باید بین‌الافغانی حل شود و چاره‌ای جز راه‌حل بین‌الافغانی وجود ندارد. باید به نتیجه برسیم که مذاکرات را در کجا و چه وقت آغاز می‌کنیم؛ وقتی که سر این تصمیم گرفته شد، هیئت مذاکره را شورای عالی صلح تعیین خواهد کرد و یک هیئت از حکومت به صورت ممد می‌باشد، مشابه آن که در مری اقدام شده بود. حدود صلاحیت‌‌های این هیئت را اجماع تعیین می‌کند. وقتی که روزی ان‌شاءالله تعالی سر پیمان صلح به نتیجه برسیم، معلومدار که ملت باید سر آن صحه بگذارد. قدم‌های بعدی است که به چی وسیله و از کدام راه ما آن را تصویب می‌کنیم، مسأله‌ای است که ملت باید سرش صحبت کند.

در عین حال پیمان صلح ابعاد بین‌المللی و منطقه‌یی دارد و این همزمان بعد از این که ان‌شاءالله تعالی ما به اجماع بین‌الافغانی می‌رسیم، باید مورد موافقه قرار بگیرد. در این بخش، هم همکاران بین‌المللی ما نقش و مسؤولیت‌های واضح خواهند داشت و هم همکاران منطقه‌یی ما، مخصوصاً کشور پاکستان. مرحله سوم، مرحله عملی کردن است و این خودش باید در پیمان صلح وجود داشته باشد که مراحل عملی شدنش چیست.

(در این سه روز) کل ملت در تشویش بود و آن تشویش ان‌شاءالله تعالی کم شده است. نکته که این سه روز نشان داد دو چیز است:

یک، آتش‌بس تقریباً ۹۹ فیصد بدون مشکل عملی شد. زیادترین تشویش در یک پیمان صلح سر آتش‌بس می‌باشد و این نشان می‌دهد که ملت عظیم افغانستان آماده صلح است و ان‌شاالله تعالی آتش‌بس به برکت خداوند(ج) انجام خواهد شد که در این بخش ما تجربه بسیار (داریم).

مسأله دوم این بود که مردم تشویش جدی داشتند که ملت ظرفیت بخشیدن را نخواهند داشت و نخواهند بخشید؛ و برای آشتی واقعی آمادگی نخواهد بود، چون به اندازه‌یی خون‌ریخته شده، به اندازه‌یی فاجعه‌ها به وجود آمده که هر کس در خشم خواهد بود. حرکت خودجوش مردم نشان داد که مردم ما آینده‌نگر هستند.

زموږ ولس یو عظیم ظرفیت لري، شاته نه ګوري، پوهېږو چې شاته څه دي. یو سل کاله بعد شاید تاریخ دې ته آماده شي، چې قضاوت وکړي، نن ددې وخت نه دی. زما عرض دا دی، چې موږ باید مخې ته وګورو نه شاته، اما سطحه د جهاد واضح وه، د ټول ولس ده. هېڅوک باید افغانستان کې دا اجازه ونه لري، چې جهاد ته په سپکه وګوري. اما فاجعه د بعدي [= راتلونکې فاجعه] یوه واضح فاجعه ده او دا زمینه ددې نه ده، چې موږ راشو په دې باندې ساعتونه او ورځې تېرې کړو. باید خبره په دې وي، چې په افغانستان کې یو عادل نظام ته، یو اساسي نظام ته، چې خوندور وي او د ټول ولس برخه په‌کې وي [څنګه ورسېږو؟]، دې ته باید آمادګي ونیسو او دا یوازې په ولسواکۍ کېږي.

زه بیا هم په آخر کې له ټولو نه مننه کوم، نورو مشورو ته ضرورت لرو. ستاسې مشورې به همېشه په دقت لیدل کېږي او ځکه ما دا فرمان صادر کړ. تشکر جناب مولوی صاحب اچقون [معاون شورای عالی صلح]! خواسته شما بود که من به پیشنهاد امروز جامه‌ی عمل دادم. هر پیشنهاد که باشد، به آن به صورت واضح گوش شنوا موجود است. امید است که ثابت شده باشد که چیزی را که من در دوران انتخابات گفته بودم، امروز به جرأت ادعا کرده می‌توانیم، که ارگ جای حضور علمای کرام و شورای عالی صلح است. فاصله در این مملکت قابل قبول نیست. اجماع ملی ما بر این اساس می‌شود که عقاید و منافع ما به صورت واضح تأمین شود.

خدای مو ساته! ژوندي اوسئ، تل دې وي افغانستان، یشه سن افغانستان، زنده باد افغانستان!

او بریالۍ دې وي د سولې شورا او د علماوو شورا!

مننه!


شریکول