د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د سولې او اوربند په اړه خبري کنفرانس ته د جمهورئیس محمد اشرف غني وینا

۱۰ چنګاښ ۱۳۹۷

۹ چنګاښ ۱۳۹۷ | ۳۰ جون ۲۰۱۸ | چهارچنار ماڼۍ - کابل

 خلاصه:

لومړی، د ټولو شهیدانو روح ته دعا کوم. د ټولنې له ټولو اقشارو سره د ملي وحدت حکومت تر مشورې وروسته، اوسمهال سوله په یوې ملي اجماع او ټولیزې غوښتنې بدله شوې ده. د جهاد حماسه کې ټول خلک دخیل دي او څوک حق نه لري، چې د سولې پروسه انحصار کړي. په روژې میاشت او اختر کې مې له زرګونه هېوادوالو سره لیدلي، چې ۹۵ سلنه کسانو یې وویل، سوله غواړو.

له حزب اسلامي سره سوله لومړی ګام و او په دې لاره کې زموږ هر ګام به پر پلان او ستراتېژۍ ولاړ وي، عاجل او احساساتي به نه وي. بل ګام د سولې د مذاکراتو پر طرحې اجماع ده. د سولې په تړاو سیمه‌ییزه اجماع شته او د سیمې هېوادونو د همکاریو ژمنه راکړې؛ هماغسې چې د شانګهای غړو هېوادونو په یو بېساري ګام کې تېره میاشت د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړ.

د جمهوررئیس صلاحیتونه او مسؤولیتونه، او دا چې څوک له خپلو خلکو استازیتوب کوي او د جګړې او سولې اعلان له کومو سرچینو کېږي، روښانه او څرګند دي. هماغسې چې موږ د جګړې لوری تعریف کړی، اوس د سولې لوری هم تعریفولی شو. که څوک د ملت په استازولۍ خبرې کوي باید مشخص کړي، چې مشروعیت یې له کوم ځایه دی. اوسنی نظام او دولت، د افغانانو د برحق جهاد میراث دی او د سولې په تړاو پرېکړه په ملت پورې اړه لري. د افغانستان او سویلي آسیا په تړاو د امریکا په ستراتېژۍ کې هم د قوې له استعمال څخه موخه، سوله، ثبات او امنیت دی.

درې شیان ددې لامل وګرځېدل، چې موږ د سولې پروسه چټکه کړو: د ټول هېواد د ۲۹۰۷ دیني عالمانو متفقه فتوا؛ د قراني احکامو پر اساس د دیني عالمانو له لوري د سولې انتخاب؛ د روژې، قدر شپې او کوچني اختر تقدس. دا ټول ددې لامل وګرځېدل، چې ژر اوربند اعلان شي. اوربند هغه خنډونه مات کړل، چې د سولې په اړه د یوې اجماع د نشتوالي په تړاو مطرح کېدل.

د سولې تړون په پټه نشي ترسره کېدای؛ د افغانستان د سولې سیاست، پرانستی او د مذاکرې سیاست دی. باید د سولې د اجماع او طرحې ترمنځ په تفکیک قایل شوو؛ د اوربند، سولې او د سولې تړون ترمنځ تفکیک اړین دی. هیله ده، چې منظمې، منطقي او منسجمې مفکورې په لیکلي ډول شریکې شي او په ملي کچه پرې بحث او خبرې اترې وشي. هماغسې چې زموږ لوی ملت د اوربند پر مهال خپل ظرفیت او له ځانه تېرېدنه وښوده، زموږ سیاسي قشر هم باید له خپلو خلکو زده کړي، چې څومره حوصله لري. د خلکو احساساتو ته احترام مهم او لازمي دی.

اوس، طالبان له خلکو، د اندونیزیا او پاکستان له علمانو، د مکې او مدینې له خطیبانو، او د اسلامي نړۍ له علمانو سره مواجه دي. حکومت خپل مسؤولیت ترسره کړ، اوس دې طالبان پرېکړه وکړي، چې څه ډول چلند کوي. طالبه، د سولې اراده وکړه، دا فشار د افغانانو فشار دی، نه بهرنی فشار؛ د علماوو، خلکو او ښځو غوښتنه ده. اوس پرېکړه وکړه، چې خلکو ته مثبت ځواب وایې او کنه؟

 بشپړ متن:

بسم‌الله الرحمن الرحیم.

ژورنالیستان عزیز! خوش آمدید.

خرسندم که امروز پیام‌های اساسی مربوط به کشور را از طریق شما ژورنالیستان عزیز با ملت عظیم خود شریک می‌سازم.

در نخست، درود می‌فرستم به روح همه شهدا به خصوص شهدای نیروهای امنیتی و دفاعی و شهدای آزادی بیان که جان‌های شیرین‌شان را قربانی نمودند و نام‌های‌شان در تاریخ افغانستان جاویدانه خواهد ماند.

ګرانو وطنوالو!

ما د ملي وحدت حکومت له ابتداء څخه اول د ټولنې له مختلفو اقشارو سره د سولې په اړه مشورتي ناستې پیل کړې او کوشش مې وکړ، چې د سولې د راتلو په اړه د هر چا نظر ته غوږ ونیسم. د افغانستان د سولې په اړه اوسنۍ بین المللي، منطقوي او ملي اجماع په دوامداره او تکراري ډول له مختلفو مرحلو تېره شوې ده، چې اوس الحمدالله په یوې سرتاسري ملي اجماع او غوښتنې بدله شوې ده.

د سولې دا اجماع له بېلابېلو اجتماعي اقشارو او ټول ولس سره د مشورو په نتیجه کې رامنځته شوې ده، هماغسې چې د افغانانو د جهاد حماسه د چا په انحصار کې نه ده او ټولو خلکو پورې اړه لري، دغه راز هېڅوک د سولې په پروسه کې هم د انحصار حق نه لري، ټولو سره مشوره شوې ده او د ټولو اجماع په سولې ده او د ټولو افغانانو غوښتنه سوله ده.

دا د مشورو وطن دی، یوازې د روژې په مبارکه میاشت کې مې زرها وطنوالو سره ليدل وکړل او د اختر په ورځ تقریباً څلور زره نورو ته مې د اختر مبارکي وویله، زه ټولو سره روغبړ کوم. ۹۵ فیصده دا خلک چې راغلل ماته یې ویل، سوله غواړو. د روژې میاشت کې د ۳۴ ولایتونو قاریان او د حج او اوقافو رئیسان ارګ ته راغلل، او ټولو د سولې غوښتنه وکړه.

زما د انتخاباتي کمپاین اوله ژمنه سوله وه او ټولو ته مې وویل، اول کار به مې دا وي چې سوله راولم، زما تګلاره سوله وه او سوله ده. له حزب اسلامي سره سوله د دغې ژمنې د پوره کولو اول قدم و، چې له اوږدو مذاکراتو وروسته بریالۍ شوه. اوس به وړاندې ځو، د سولې لپاره زموږ هر قدم په پلان او ستراتېژۍ استوار دی، عاجل او احساساتي نه دی.

بل قدم د سولې د مذاکراتو لپاره پر طرحو اجماع ده. سولې باندې منطقوي اجماع تر ډېره جوړه شوې ده، د جنګ په هکله منطقوي اجماع نشته، د پخوا برعکس د سیمې هېوادونو راسره ژمنه کړې ده، چې د سولې لپاره راسره همکاري وکړي، موږ نه غوښتل چې منطقه د افغانستان په جنګ کې دخیله شي.

څلور کاله پخوا د شانګهای کنفرانس غړو هېوادونو د افغانستان د وضعیت په هکله اندېښنې درلودې، هغه اندېښنې مو رفع کړې، اوس وضعیت بدل شوی دی، تاسې ولیدل تېره میاشت د شانګهای کنفرانس ټولو غړو هېوادونو په اتفاق سره د افغانستان له سولې ملاتړ وکړ او د همکارۍ ډاډ یې راکړ. د افغانستان په هکله د شانګهای کنفرانس دا ګام بې سابقې و.

هموطنان گرامی!

مشوره به حیث یک اصل برای ما اهمیت خاص دارد، به خصوص مشوره در مورد صلح که ریشه در ارزش‌های اسلامی ما دارد؛ چون ما یک عنعنه‌ی عظیم صلح داریم، ما سعی می‌کنیم که در تسلسل و تداوم ارزش‌های اسلامی خود به آن دست یابیم. بحث ما در رابطه به صلح در چوکات دین مبین اسلام و متعلق به رفتار پيامبر(ص) است؛ زندگی او برای ما یک الگوی بارز است.

صلاحیت‌ها و مسؤولیت‌های رئیس‌جمهور در قانون اساسی مشخص و واضح است. این که چه کسی از مردم نمایندگی می‌کند، این هم معلوم است؛ این که اعلام جنگ و صلح از کدام مراجع صورت گیرد، واضح و روشن است.

همان طوری که ما طرف مقابل جنگ را تعریف کردیم که با کی درگیر هستیم، حالا طرف صلح را نیز تعریف کرده می‌توانیم که با کی صلح می‌کنیم.

مشروعیت، نیابتی نیست. اگر کسی به نمایندگی از ملت صحبت می‌کند، باید مشخص شود که مشروعیتش ناشی از چیست؟ و بر اساس کدام قانون و میکانیزم حق صحبت کردن به نمایندگی از ملت را دارد؟

حماسه جهاد، افتخار علما و ملت افغانستان است؛ نظام و دولت فعلی، میراث جهاد برحق مردم افغانستان می‌باشد. همان طوری که افتخار حماسه جهاد از ملت است، تصمیم‌گیری در مورد صلح نیز متعلق به ملت می‌باشد. از این جهت باید به صورت واضح بدانیم که تصامیم ما بر اساس شخصی و سلیقوی گرفته نمی‌شود.

در استراتیژی امریکا در رابطه به افغانستان و جنوب آسیا، هدف از استعمال قوه، صلح است. هدف یک افغانستان باثبات و امن در یک منطقه‌ی باثبات و امن است.

سه چیز باعث شد که پروسه صلح را تشدید بخشیم:

اول – گردهم آمدن ۲۹۰۷ عالم دین از سرتاسر کشور در کابل که دیدگاه واضح و فتوای متفقه‌شان را طبق اوامر و احکام قرآنی در مورد ضرورت صلح بیان داشتند و علمای کشور صدای‌شان را به خاطر تأمین صلح بلند نمودند.

دوم – علمای دینی ما دو انتخاب داشتند: جنگ و صلح، اما علمای دینی ما طبق احکام قرآنی، راه صلح را انتخاب کردند؛ چون صلح از سنت رسول اکرم(ص) است و این بحث ریشه‌ی عمیق در دین مبین اسلام دارد.

سوم – برای این که بحث صلح به باورمندی تبدیل شود، ما برای آتش‌بس نیت، اراده و آمادگی داشتیم. تقدس ماه مبارک رمضان، تقدس شب قدر و عید سعید فطر باعث شد که این آتش‌بس را زود اعلام کنیم. بعد از ختم آتش‌بس به‌خاطر ارج گذاشتن به زندگی، آن را تمدید نمودیم.

با وجود اجماعی که در مورد صلح موجود بود، هیچ حرکت فعال در مورد آتش‌بس و صلح دیده نمی‌شد. اگر ما اول منتظر این می‌بودیم که پیمان صلح به امضا برسد و بر اساس آن آتش‌بس صورت بگیرد، ما باید تا زمان نامعلوم منتظر اقدام برای توقف خونریزی می‌بودیم. ما در یک بن‌بست قرار داشتیم، مانند دو موتری که در یک پُل از دو طرف می‌آیند و هیچ کس نمی‌خواهد که یک عقب‌نشینی موقتی کند تا هر دو بگذرند؛ آتش‌بس این بن‌بست را شکستاند و یک تحرک ایجاد کرد.

این یک تجربه کنترول‌شده بود؛ جنگ جریان داشت و در صورت حمله جواب می‌دادیم. همه نیروهای امنیتی و دفاعی در حالت تیارسی و احضارات درجه یک قرار داشتند و دارند.

پس له اوربنده فضا بدله شوه، کله چې چمن حضوري ته د هلمند د سولې کاروان ته ورغلم او د اوربند د تمدید غوښتنه یې وکړه، ما همالته ځای په ځای د دوی غوښتنه ومنله او د سولې کاروان ته زموږ ريښتینولي، استقلال او د حکومت نیت او اراده ثابته شوه. ټولو ته معلومه شوه چې بل څوک موږ ته سوله نشي راوستی، یوازې افغانان سوله، رفاه او امنیت راوستی شي.

فساد، قانون‌شکنی و جرم، میراثی است که از دهه‌های گذشته به ارث برده‌ایم. ما اراده محکم داریم تا تصمیم بگیریم که انحصار در رابطه به صلح از بین برود. اقدام مسؤولانه، مسؤولیت می‌خواهد و در این مورد معامله نخواهد شد؛ هیچ‌کس حق وتو ندارد.

در مورد اجماع صلح تواضع، شجاعت و اراده در کار است تا به صدای مردم گوش داده شود و بر اساس فرمایشات آنها اقدام صورت گیرد. منافع ملت باید همیشه بالای منافع عده‌ی محدود – با تمام احترام به آزادی‌ و افکارشان – ترجیح داده شود.

تشویش و نگرانی در کجاست؟

من به نمایندگی از مردم افغانستان می‌پرسم که، با دوام جنگ چه قدر افغان باید از بین برود؟ و تا چه وقت این جنگ و کشتار ادامه داشته باشد؟ قصه ماه‌گل از یادم نمی‌رود. خانم ماه‌گل که تازه با امیدهای زیادی با خانواده خویش از ایران به وطن برگشته بود، در رویداد تروریستی در هنگام توزیع تذکره، یک دختر کوچکش شهید و دیگرش زخم برداشت و شوهرش هم زخمی گردید. در شفاخانه ایمرجنسی ماه‌گل به من گفت که دخترم را برایم دوباره بده! چگونه قلبی باشد که از شنیدن این تقاضا آب نگردد.

افغانستان، یک جامعه‌ی باز است. پیمان صلح به شکل پنهانی صورت گرفته نمی‌تواند. سیاست صلح افغانستان نیز سیاست باز و سیاست مذاکره است. اعلام آتش‌بس ما مشروعیت دینی و اسلامی داشت، به همین خاطر مورد استقبال گرم مردم و جهان قرار گرفت.

مشوره یک چیز است و تصمیم‌گیری چیزی دیگر است. بین اجماع و طرح صلح باید تفکیک قایل شویم، بالای طرح صلح بعداً در جریان مذاکره بحث می‌شود. تفکیک بین آتش‌بس، صلح و پیمان صلح ضروری است. روزی که به پیمان صلح ان‌شاءالله برسیم، این پیمان به تأیید و تصویب نیاز دارد.

مسأله داخلی صلح افغانستان سه بعد دارد: مردم، حکومت و طالبان. مردم از حکومت و طالبان خواستار صلح و قطع جنگ هستند. حکومت این خواست مردم را پذیرفته است؛ زمان آن است که طالبان به این خواست مردم جواب مثبت بدهند.

اوس طالبان له ولس سره مواجه دي، د افغانستان له دیني علماوو سره مواجه دي، د اندونیزیا، پاکستان او د مکې او مدینې خطیبانو سره مواجه دي، د اسلامي نړۍ له علماوو سره مواجه دي. پر حکومت هم دغه فشار موجود و، خو حکومت د یو مسؤول حکومت په څېر د دغه فشار پر وړاندې خپل مسؤولیت ادا کړ. اوس باید طالبان تصمیم ونیسي چې د سولې په خاطر له دومره فشارونو سره څه ډول برخورد کوي.

اولین وظیفه من این است که از خونریزی جلوگیری کنم. اول امنیت و بعد از آن رفاه آمده می‌تواند. این مرحله‌ی تجدید نظر است و آمادگی برای آغاز گفت‌وگوی صلح بین‌الافغانی است.

هر تشویش بجاست. من بارها در جلسات مشورتی با سیاسیون، احزاب سیاسی، جامعه مدنی، شبکه‌های زنان، جوانان و همه اقشار، نه‌تنها خواستار فهرست نگرانی‌ها، بلکه خواستار طرح‌های کتبی‌شان شده‌ام. باز هم از این تریبون اعلام می‌کنم که خواهان طرح‌ها هستیم. امید است که مفکوره‌های منظم، منطقی و منسجم به صورت کتبی شریک شوند و مورد بحث و گفتمان ملی قرار بگیرند.

من اطمینان می‌دهم که در زمان آغاز مذاکرات، نظریات همه اقشار در نظر گرفته می‌شود. از آغاز حادثه هفت ثور تا کنون طرح عملی برای حل بحران که موجب اجماع ملی قرار بگیرد، متأسفانه ارائه نشده است.

مشروعیت نظام، دوامدار است؛ جامعه و قوانین ما مردم‌سالار است. ابزار من در هر اقدامی، قانون بوده است و برای اصلاحات، هر اقدام بر اساس اصول و قوانین صورت گرفته است که مثال‌های متعددی در این (زمینه) وجود دارد.

ملت ما بزرگ است و در زمان آتش‌بس، بزرگی خود را نشان داد. من بالای مردم خود افتخار می‌کنم که ظرفیت و خویشتن‌داری خود را نشان دادند؛ به جای ابراز خشم بر طالبان با آنها با تواضع و محبت روبه‌رو شدند. قشر سیاسی ما نیز باید از مردم بیاموزند که چگونه از خود حوصله نشان دهند. احترام به احساسات مردم مهم و لازم است و نباید در مقابل احساسات مردم قرار بگیریم.

فساد، کار یک اقلیت کوچک است. آرزوی ملت، از بین بردن فساد است و به خاطر برآورده شدن آرزوهای ملت، اقدام می‌شود. با وجود تمام مشکلات میراثی، ما در جهت مثبت قرار داریم. ما در حال حل مسایل هستیم. اولین خواست مردم ختم جنگ و صلح است، صلح خیر و نعمت است.

طالبه! راشه د سولې اراده وکړه، دا افغاني فشار دی، بهرنی نه دی. د علماوو غوښتنه ده، د ولس او ښځو غوښتنه ده، فیصله وکړه! علما درته قران مخې ته کوي. خلک درته اولادونه مخې ته کوي. اوس به ته فیصله کوې، چې ولس وژنې او که ولس ته مثبت ځواب ورکوې.

تل دې وي افغانستان، یشه سن افغانستان، زنده باد افغانستان!


شریکول