د جمهور رئیس خبرې
د بې ګناه خلکو له وژلو وروسته، د الهي عبادت کوونکو تر وېرولو بله لویه ګناه نشته، چې د دیني فرایضو د ترسره کولو پر مهال له هغوی امنیت او ارامي سلب شي. هغه کسان چې په اسلامي ټولنه کې د مسلمانانو د عبادت مراسمو د ترسره کولو خنډ ګرځي، له دین او ایماندارۍ سره خپله ښکاره دښمني ښیي او له خدای او پیغمبر سره یې جګړه پرمخ وړي.

خبرې

له جغرافیایي اړخه د آسیا په زړه کې په موقعیت او له تاریخي اړخه د هند د شبه‌قارې د دروازې په توګه، افغانستان اماده دی، چې د آسیا د څلور لارې په توګه عمل وکړي. دا مرسته نه ده، بلکې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمه ییزو همکاریو ته لاسرسی دی، چې موږ د هغه له لارې د نړیوال او سیمه‌ییز ثبات د عامل په توګه د پرمختللو دولتونو او هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو.

د فساد، کمزورې حکومتولۍ او له طبیعي او انساني پانګو څخه د استفادې محدودیت په ډول پر میراثي ستونزو د بريالي کېدو په موخه، موږ په چټکۍ د هر اړخیزو اصلاحاتو د عملي کولو په حال کې یوو. د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې د نسلي بدلون په راوستو، موږ فعالو او ځواکمنو ځوانو نارینه او ښځینه ډلو ته د واک او صلاحیتونو د لېږد په حال کې یوو.

هغه بنیادي اصلاحات چې د پوهنې په نظام کې د افغانستان ولس غواړي، ټول ولس به یې شاهد وي. زه په ټول ولس باندې نعره کوم، چې په ټول افغانستان کې د پوهنې لپاره ملي حشر پلی کړي.

دا چې پر ازادیو د هر اړخیزو بریدونو له لارې د پنځمې څپې اساسي موخه د خلکو او دولت ترمنځ د ټولنیز قرارداد له منځه وړل دي، هغه قرارداد چې د ملي او نړیوالو نظامونو د رامنځته کېدو له امله جوړ شوی، پر دې څپې د بریالي کېدو په موخه په ټوله کچه د دولتي نظام پرمخ وړل ځانګړی اهمیت لري.

د ابهام په له منځه تللو، نړۍ ته زموږ د ځواکونو وړتیا ثابته شوې، هغوی ته زموږ د خلکو باور غښتلی شوی او جنګي معادلات د امنیتي ځواکونو په ګټه د بدلېدو په حال کې دي او دا ټول زموږ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو پایله ده.

لازمه ده، موږ داسې ټاکنې ولرو، چې بشپړې رڼې وي او د کاندیدانو ترمنځ د عادلانه، مساوي او منصفانه سیالۍ په فضا کې ترسره شي. په جدیت باید د دولتي مسؤولینو له هغې ډلې د ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، والیانو او د دولت په کچه د ټولو چارواکو د هر ډول لاسوهنې مخنیوی وشي.

د بې ګناه خلکو له وژلو وروسته، د الهي عبادت کوونکو تر وېرولو بله لویه ګناه نشته، چې د دیني فرایضو د ترسره کولو پر مهال له هغوی امنیت او ارامي سلب شي. هغه کسان چې په اسلامي ټولنه کې د مسلمانانو د عبادت مراسمو د ترسره کولو خنډ ګرځي، له دین او ایماندارۍ سره خپله ښکاره دښمني ښیي او له خدای او پیغمبر سره یې جګړه پرمخ وړي.