د جمهور رئیس خبرې
ټول باید بشپړ باور ولرو چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د خپلې وینې او ځان په بدله کې څه لاسته راوړي، د سیاست په ډګر کې به له لاسه ور نه کړل شي. دولت په ټوله معنی له هغوی دفاع کوي.

خبرې

لازمه ده، موږ داسې ټاکنې ولرو، چې بشپړې رڼې وي او د کاندیدانو ترمنځ د عادلانه، مساوي او منصفانه سیالۍ په فضا کې ترسره شي. په جدیت باید د دولتي مسؤولینو له هغې ډلې د ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، والیانو او د دولت په کچه د ټولو چارواکو د هر ډول لاسوهنې مخنیوی وشي.

د بې ګناه خلکو له وژلو وروسته، د الهي عبادت کوونکو تر وېرولو بله لویه ګناه نشته، چې د دیني فرایضو د ترسره کولو پر مهال له هغوی امنیت او ارامي سلب شي. هغه کسان چې په اسلامي ټولنه کې د مسلمانانو د عبادت مراسمو د ترسره کولو خنډ ګرځي، له دین او ایماندارۍ سره خپله ښکاره دښمني ښیي او له خدای او پیغمبر سره یې جګړه پرمخ وړي.

تر هغو چې په ټولنه کې یو قوي دولت موجود نه وي، د پایداره سولې شاهدان به ونه اوسو. قوي دولت د شخصي قدرت لرلو په معنی نه دی؛ بلکې د قانون حاکمیت، اساسي قانون تطبیق او له هر افغان سره د بل افغان د برابرۍ ټینګښت دی.

د افغانستان ښکلا، قوت او ثبات ددې خاورې د برابرو او مساوي قومونو او د خلکو په وجود کې دی. زما لپاره تر دې لوی ویاړ نشته، چې زه په ویاړ د هغوی استازیتوب کوم.

افغانستان له سیاسي اړخه، د غوره نسلي بدلون شاهد دی. زموږ نیمه کابینه له څلویښتو کلونو کم عمر لري. دا کار د هغه هېواد لپاره چې څلویښت کاله په جګړه کې ښکېل دی، د هیلو یوه خارق العاده لار ده.

موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو په برکت نړۍ قانع کړې او دا مهال افغانستان د نړیوالې ټولنې د توجه محور ګرځېدلی. د افغانستان په تړاو دا اجماع له ۴۰ کلونو وروسته رامنځته شوې. موږ د قانونیت، عدل او تدبیر له لارې نظام غښتلی کوو او زما په ګډون هېچاته اجازه نشته، چې د هېواد ملي ګټې تر پښو لاندې کړي.

ټول باید بشپړ باور ولرو چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د خپلې وینې او ځان په بدله کې څه لاسته راوړي، د سیاست په ډګر کې به له لاسه ور نه کړل شي. دولت په ټوله معنی له هغوی دفاع کوي.