د جمهور رئیس خبرې
زموږ د سیندونو اوبه نورو ته توېږي، د سېلابونو له وجې زموږ اوبه زموږ د تخریب لامل ګرځي. په راتلونکو لسو کلونو کې به زموږ د اوبو هره قطره زموږ د ګاونډیانو د تېلو له هرې قطرې ډېر ارزښت ولري. په همدې اساس اړتیا ده، چې د اوبو سرچینې مو مدیریت کړو او ترې ګټه پورته کړو.

خبرې

د سیمې د ځینو خلکو صادرات ترهګري ده؛ خو زموږ د درېیو هېوادونو (افغانستان، ایران او هند) صادرات هیله، باورمندي او همکاري ده. زموږ پیغام دا دی، چې ټوله سیمه باید په ګډې همکارۍ او نښلېدو کې شریکه وي. مرکزي آسیا، اروپا او چین، ټول په دې ګډ لیدلوري کې شامل دي.

زموږ د بریالیتوب کیلي؛ د حکومتولۍ په ښاروند‌محور سیستم د ریښه دار فساد د حکومتولۍ فرهنګ بدلول دي.

زموږ اساسي ستونزه څه ده، چې خلک، خصوصي سکتور او دولت نشي کولای له یو بل سره یو ځای شي؟ زموږ ستونزه فساد، د ژمنتیا نشتوالی، د وخت جدي نه نیول او د بادارۍ فرهنګ دی. دولت یوازې او یوازې ملت ته د خدمت وسیله ده. ثبات په ټوپک نه، بلکې پر دولت د خلکو له باور ترلاسه کېږي. زما ژمنه دا ده، چې له فساد سره په اساسي ډول مبارزه کوم، څو هغه خلک چې ملت ته کار کوي تقدیر او وستایل شي او له خلکو او خصوصي سکتور سره کار وکړي.

تر ټولو لویه دنده، په سیمه کې د بېوزلۍ له منځه وړل دي. زموږ د دوو لویو ستونزو په څېر د «بېوزلۍ» او «ترهګرۍ» تعریف لپاره په سیمه کې زموږ تمرکز او سیاسي اراده جوړه شوې ده. ترهګري یوه لنډمهاله پدیده نه ده، که چېرې د ترهګرۍ څلور پخوانۍ څپې یوازې نښې وي، متأسفانه پنځمه څپه، یوه منځمهالې پدیده ده. موږ باید خپل ځواکونه سره یو ځای کړو، خپل تمرکز وساتو او مخ پر وړاندې حرکت وکړو. افغانان د انعطاف‌پذیرۍ له فرهنګ څخه د راپورته شوې وړتیا پر اساس پر دې خنډونو بریالي کېږي

امنیتي ځواکونه چې له هېواده د دفاع لپاره ځانونه قرباني کوي، ټولو ته باید د شهید خطاب وکړو او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته باید لا زیاته توجه ولرو.

په هغه هېواد کې چې جګړه هره ورځ زموږ نږدې عزیزان اخلي، د سولې ټینګښت له موږ لوی قیمت غواړي. هغه پیغام چې موږ ته د شهیدانو له وینو رسېږي دا دی، چې ددې هېواد د ارامۍ او ابادۍ لپاره باید فریب خوړلیو ته یاده کړو، چې هر مرګ شهادت نه دی. هغه مرګ چې له امله یې بېګناه خلک په وینو او خاورو کې لوغړېږي او مېرمنې او ماشومان یې قرباني دي، هماغسې چې د اسلام مقدس دین بیان کړی، شهادت نه دی؛ بلکې انتحار دی، چې د نورو ژوند ته د ضرر رسولو او پخپله د هغوی د اخرت د تباهۍ لامل ګرځي.

زموږ د سیندونو اوبه نورو ته توېږي، د سېلابونو له وجې زموږ اوبه زموږ د تخریب لامل ګرځي. په راتلونکو لسو کلونو کې به زموږ د اوبو هره قطره زموږ د ګاونډیانو د تېلو له هرې قطرې ډېر ارزښت ولري. په همدې اساس اړتیا ده، چې د اوبو سرچینې مو مدیریت کړو او ترې ګټه پورته کړو.