د انتاليا غونډه او د افغانستان ونډه

۱۴ وری ۱۴۰۱

اسلام، هېواد او ولس ته د ژمنو حکومتونو او نظامونو يوه ځانګړنه دا ده، پرته له دې چې اشخاص پکې ځاني ګټې او اهداف په پام کې ونيسي،  تل ټولګټو اهدافو او د خپلو خلکو د سوکالۍ، هوساينې او پر ځان بسياينې لپاره هڅې کوي. د افغانستان اسلامي امارت تر واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او سياسي چارواکو د همدغې سپېڅلې موخې لپاره مټې رانغاړلې دي، شپه او ورځ يې پر ځان يوه کړې، لنډ وخت کې يې ډېرو ګاونډيو، د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د رسمي سفرونو ستړياوې ګاللې دي او د ډيپلوماسۍ پر نړيوال سټېج يې په هسکه غړۍ د افغانستان د مظلوم ولس غږ پورته کړی دی، چې وروستی سفر د دوست اسلامي هېواد ترکيې انتاليا ښار ته و.

د انتالیا ډيپلوماسۍ فورم، د پاليسۍ، ډيپلوماسۍ، سوداګرۍ او ټولنيزو مسايلو په اړه د نړۍ په کچه د نظرونو د ادلون بدلون غونډه ده، چې ۲۰۲۰ز کال کې د ترکيې په نوښت رامنځته شوه. ناسته يې هغه مهال د کرونا ناروغۍ له کبله وځنډېډه، خو لومړنۍ ناسته يې بيا په ۲۰۲۱ز کال کې ترسره شوه. په دغه فورم کې د نړۍ ډيپلوماتان، سياسي مشران، نظر خاوندان او د نړيوالو سازمانونو استازي برخه اخلي. دويمه ناسته يې د (ډيپلوماسۍ بیا تعریفول) تر سرليک لاندې روان ۲۰۲۲ ز کال د مارچ مياشتې په ۱۱ مه، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان په وينا پيل او د مارچ تر۱۳ مې نېټې پورې دوام وکړ. يادې غونډې ته د نړۍ له مختلفو هېوادونو او سازمانونو څخه شاوخوا ۲۰۰۰ نماينده ګان، سیاستوال، ډیپلوماتان او پالیسي جوړونکي وربلل شوي وو. که څه هم پر ياد فورم د روسيې او اوکراين بحران خپل اغېز درلود، خو بيا هم د افغانستان ونډه پکې غوښنه وه. غږ يې اوچت او نړيوالو واورېد.

د بهرنیو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د ترکيې د انتاليا ډيپلوماسۍ فورم په څنډه کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره

په دغه فورم کې د افغانستان په استازولۍ د بهرنيو چارو سرپرست وزير ښاغلي متقي ګډون کړی و، د بېلابېلو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو او استازو سره خصوصي او رسمي ليدنې وکړې او د نړۍ هېوادونه يې وهڅول، چې له افغانستان سره ډيپلوماتيکي، اقتصادي او بېلابېلې اړيکې ټينګې کړي. همداراز، له سياسي پلوه د يوه با ثباته او په اقتصادي لحاظ د پر ځان بسيا افغانستان جوړولو لپاره له نړۍ څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

بل لور ته د ياد فورم په څنډه کې د ترکيې له بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو سره په کتنه کې د هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير د کابل نړيوال هوايي ډګر او څلورو نورو هوايي ډګرونو د امنيتي او تخنيکي چارو د کنټرول پر موضوع هم غږېدلی، چې له قطر هېواد سره د هوکړې پر اساس به د هوايي ډګرونو دننه امنيتي او تخنيکي چارې، لکه: تخنيکي معاينه، هوايي ټرافيک، د مسافرو تالاشي، د افغانستان له فضا څخه د تېرېدونکو پروازونو تنظيم او د ترمينلونو د تخنيکي پلټنې چارې ترسره کېږي.

ياد فورم کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په زغرده دا وينا وشوه، چې د افغانستان نوي حکومت د رسميت پېژندلو ټول شرايط او معيارونه پوره کړي او بايد په رسميت وپېژندل شي. د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې پيسې بايد ازادې شي، بنديزونه بايد لرې شي، ځکه دې سره سياسي اړيکې او اقتصاد وده کوي او دا د افغانانو مشروع حق دی.

د غونډې په حاشيه کې د قطر له بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د افغانستان لپاره د امريکا له ځانکړي استازي ټام ويسټ سره هم د هېواد بهرنيو چارو سرپرست وزير کتلي او هغوی يې هېواد کې د وروستيو مثبتو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه قانع کړي، چې د رسميت پېژندلو موضوع ته د نژدې کېدو يو بل مهم ګام ګڼل کېږي، ځکه تر دې ناستې وروسته ټام ويسټ دغه غونډه ګټوره بللې او ويلي، چې له خپلو مهمو شريکانو سره به افغانستان سره د نړيوال تعامل په اړه خبرې وکړي او د دې مهمې نړيوالې غونډې د کوربه توب له کبله له انقرې مننه کړې او په افغانستان کې يې د هلکانو او انجونو د پوهنتونونو د پرانيستلو هرکلی کړی او دا يې مهم ګام ګڼلی دی.

په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت او افغان ولس لپاره د نړۍ په کچه دغه مهمه غونډه، ځکه ګټوره او ارزښتمنه وه، چې د ناستو لوريو د اړيکو د پرمختګ لپاره يو ښه فرصت و او ورته غونډو کې ګډون به له نړيوالې ټولنې سره زموږ اړيکې لا ټينګې، پراخې او د سوء تفاهم فضاء به ورو ورو له منځه يوسي.

همدارنګه ويلی شوو، په دا شان غونډو کې اسلامي امارت ته د افغان ولس په نماينده ګۍ وخت ورکول، په دې معنا ده، چې په تدريجي ډول نړيوالو ناستو کې را څرګند او د افغانستان استازيتوب وکړي. دا ډول فعاليتونه د يوه حکومت په رسميت پېژندلو کې ډېره مهمه ونډه لرلای شي، ځکه ښکېلو غاړو سره د خبرو له لارې ستونزې کمېږي او رسميت ته لاره پرانيزي. په ورته ناستو کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو ور بلل کېدل او د افغانستان په استازولی يې منل او د هغوی ګډون پر دې دلالت کوي، چې دوی د هېواد رسمي استازي او په ملي او نړيواله کچه اوسنی واکمن دولت يوه مشروع دولت دی.

ويلی شوو، چې دې او نورو ورته ناستو کې د بهرنيو چارو وزارت په استازولۍ د ښاغلي متقي دريځ د اسلامي افغاني ټولنې په ټولو عيني حقايقو ولاړ نيول شوی موقف دی، چې کولی شي په نړيواله ډيپلوماتيکه صحنه کې مهم رول اداء کړي، چې له نېکه مرغه تر دا مهاله له دې رامنځته شوي فرصت او دريځ څخه د اسلام، هېواد او ولس په ګټه کار اخيستل شوی دی. په دې غونډه کې زموږ د بهرنيو چارو د سرپرست وزير څرګندونې، د ټولې نړۍ لپاره د خير خواهۍ، ښېګڼې، سولې، ثبات او د ازاد او بې پرې وطن غږ و، چې تر ډېره نړیوالو ته د منلو وړ دي. تر دې وروسته مغرضو نړيوالو رسنيو لپاره نور د افغانستان راتلونکي برخليک او د روانو حالاتو په اړه د منفي پروپاګند او تبليغاتو کومه پلمه او بهانه نه پاتې کېږي، چې زموږ د مسلمان ملت او اسلامي نظام پر وړاندې ترسره او عامه اذهان مغشوش او مشکوک کړي. د يوه سوکاله، پرځان بسيا او له نړۍ سره د سيال افغانستان په هيله!

 


شریکول