د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

اصلاحات؛ د تقویې، پایښت او انسجام متضمن

۲۲ زمری ۱۳۹۷

مجیب‌الرحمن لمر

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بیااحیا په هدف ابتدايي کار د ۲۰۰۲ زېږديز کال په لومړيو کې پیل او ځینې محدود قطعات رامنځته شول؛ خو د شمېر په اړه یې بحث روان و. په لومړیو کې پتېل شوې وه، چې د افغان پوځ شمېر به شاوخوا اویا زره (۷۰۰۰۰) وي او باور دا و چې دغه شمېر به د دې وړتیا ولري چې د ټول هېواد امنیت ټينګ کړي. خو وروسته ناټو سازمان پر دې سلا شو، چې د پوځ شمېر به زیات وي. د پوځ د شمېر زیات‌والي دوه عمده دلایل درلودل:

۱. د افغان چارواکو او مسوولینو له‌خوا د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اړتیا وړ شمېر په اړه د لومړیتوبونو او ضرورت ناسم تشخیص؛ او

۲. په ابتدا کې ناټو سازمان ګڼلې وه، چې د دغه سازمان د پوځیانو په موجودیت کې، زیات شمېر افغان ځواکونو ته اړتیا نه‌ده؛ اما وروسته چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل مطرح شول، واضح شوه چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شمېر له زیات‌والي پرته بله چاره نه‌شته.

د ګاونډي هېواد مداخله او د افغان ځواکونو د شمېر کم‌ ساتلو په هدف پر لوېدیځو هېوادونو د غوښتنو تحمیل بل عامل و، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر کم ساتل شوی و. خو د وسله‌والو طالبانو بیااحیا، د دوی روزنه، ترې ملاتړ او د افغان حکومت او په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د دوی جنګول؛ هغه څه و، چې لوېدیځ هېوادونه یې پر دغه ګاونډي شکمن کړل.

کله چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله مطرح شوه، نو د رامنځته کېدونکې تشې ډکولو او ځای‌ناستي پیدا کولو په هدف، ناټو سازمان د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د شمېر زیات‌والي په تړاو وړاندیزونه ومنل او په‌دې برخه کې د لګښت متقبل شول. خو دغه چاره ناوخته پیل شوه. په مشخصه توګه د هوايي ځواک بیااحیا په هدف له ۲۰۰۷ کال وروسته هڅې پیل شوې دي.

له‌دې امله چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې مېشت وو او جګړه د دوی له لوري پر مخ وړل کېده، نو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کم ‌شمېر، د روزنې په برخه کې ستونزې، ناکافي تجهیز، د اصلاحاتو نه راوستل او... ستونزې جدي نه ګڼل کېدې. ځکه د جګړې مشري او رهبري د بهرنیو ځواکونو پر غاړه وه؛ خو کله چې د ۲۰۱۴ زېږديز کال په پای کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د ټول هېواد امنیتي چارې وسپارل شوې، ټولې ستونزې یو په یو واضح شوې.

د جګړې په ډګر کې د ستونزو د زیاتېدو اساسي لامل؛ په منځنۍ کچه د رهبرۍ ضعف په ګوته شوی و. د رهبرۍ د ضعف اساسي عوامل د ځواکونو په روزنه کې ستونزې، د تجهیزاتو نشتوالی او د نامسلکي منسوبینو موجودیت بلل کېده.

د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې عام تصور دا و چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د دې وړتیا ونه‌لري چې له هېواد څخه دفاع وکړي؛ اما امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړې پاملرنه او په امنیتي اورګانونو کې د پراخو اصلاحاتو راوستل؛ هغه څه و چې له یوې خوا د حکومت بقا یې تضمین کړه او له بلې خوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې د ښه‌والي پر لور درومي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د امنیتي چارو له لېږد سره جوخت؛ وسله‌والو مخالفینو او د دوی د ملاتړیو هڅه دا وه چې د یو شمېر ولایتونو په سقوط سره افغانستان په دوو جغرافیو و وېشي؛ خو د دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنو او د دوی له اقداماتو څخه د حکومت ملاتړ پر دې منتج شو چې د مخالفینو دغه هدف خنثی شي.

د امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړولو په هدف؛ د حکومت له‌خوا څلور (۴) کلن امنیتي پلان جوړ شو. د دغه پلان پر اساس د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ارزونې زمینه برابره شوه او پر اساس پر تشکیلاتو له سره کتنه وشوه. د دغه پلان په تطبیق سره به د امنیتي او دفاعي ځواکونو ظرفیت لوړ شي او حاکمیت به پراختیا ومومي.

د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په هدف د ملي اردو ټول منسوبین او سرتېري بایومټریک شوي دي. د اکمالاتو کچه ۹۰٪ ته لوړه شوې ده. همداراز د فساد کمول او د هغه ناوړو پایلو د مخنیوي په هدف، په تېرو څلورو کلونو کې د ملي دفاع وزارت په قراردادونو کې د اداري فساد کمولو لپاره پراخې هڅې شوې چې له لاسته‌راوړنو سره ملې وې. ملي دفاع وزارت د لومړي ځل لپاره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي بورډ جوړ کړ. د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون او نورې کمېټې جوړې شوې او د ملي دفاع وزارت قراردادونه د ملي تدارکاتو کمېسیون ته راوړل شول چې له‌دې لارې د میلیاردونو افغانیو له حیف و میل څخه مخنیوی وشو.

په ورته وخت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مورال لوړولو په هدف، زیاتې هڅې وشوې چې په ترڅ کې یې د تاریخ په اوږدو کې له‌دغو ځواکونو بې‌ساری ولسي ملاتړ وشو او لا هم دوام لري. د دښمن واضح تعریف هغه څه دي چې د ځواکونو مورال په لوړولو کې اغېزمن تمام شوی دی. د دغه تعریف پر اساس درې عمده ډلې د دښمن په صف کې قرار لري:

          ۱. هغه ترهګر چې پر خلکو برید کوي او خلک وژني؛

          ۲. هغه قاچاق کوونکي چې د هېواد امنیت او سوکالۍ ته ضرر رسوي؛ او

          ۳. د مخدره توکو مافیا او د جرمي اقتصاد مافیايي کړۍ چې ملي خیانت کوي.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو یوه بله اساسي ستونزه چې په مستقیمه توګه د جګړې پر ډګر یې منفي اغېز درلود؛ د همغږۍ کموالی و. د دې لپاره چې دغه ستونزه له‌منځه یوړل شي، د امنیتي ځواکونو په صفوفو کې همغږي زیاته شي او جګړه کنټرول کړی شي؛ د ملي یووالي حکومت له‌خوا د توحید ملي مرکز جوړ کړی شو. همداراز د اعلی سرقوماندانۍ تشکیل هم جوړ شو چې د جګړې د سمې رهبرۍ لپاره جمهور رئیس د دغو ادارو رهبري په‌خپله غاړه واخیسته او د امنیتي ځواکونو همغږۍ ته یې لازیاته توجه وکړه. د دغو هڅو په ترڅ کې جمهور رئیس د لوړپوړیو امنیتي مسوولینو په ګډون په مستقیمه توګه د جګړې له ډګر سره اړیکه ټینګوي، د سرتېرو او منسوبینو ستونزې اوري او د هواري په هدف یې لازمې لارښوونې کوي.

په ورته وخت کې د امنیتي ځواکونو تجهیز په هدف هم کوټلي ګامونه پورته شوي چې په ترڅ کې یې هوايي ځواک په پښو درول شوی او اوسمهال په لسګونه بېلابېل ډوله ترانسپورتي او جنګي الوتکې او هليکوپټرې لري. ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې به د هوايي ځواک کچه درې برابره زیاته شي.

د ملي دفاع وزارت د اصلاحاتو په لړ کې، په دوو برخو کې اصلاحات رامنځته شوي. لومړۍ برخه هغه پوځي بستونه وو، چې اړتیا نه وه نظامي واوسي او دویمه برخه هم پوځي جوړښت و.

د ملکي برخې اصلاحاتو په ترڅ کې د جمهور رئیس د فرمان پر اساس، د ملي دفاع وزارت او لوی درستیز اړوند ۱۰ اول او دویم بستونه او ۵۰۱ د افسرۍ بستونه د ملي دفاع وزارت د ریاست مقام او د ستر‌درستیز اړوند ملکي بستونو ته تعدیل شول. له‌دې جملې څخه ۲۴۵ بستونه د اداري اصلاحاتو او ازاد رقابت له لارې په شفافه توګه پرته له کوم قومي یا سیاسي دخالته وګمارل شول. پاتې بستونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمېسیون ازموینه پورې مشروط شول. په ورته وخت کې ۱۸۸۱ ملکي بستونه چې د بریدملۍ او سربازۍ بستونو معادل دي د یاد کمېسیون له‌خوا ریفورم شوي دي.

دا چې د روانې جګړې ماهیت ګوریلايي دی، نو اړتیا وه چې ځانګړو قطعاتو او کماونډو ځواکونو ته پاملرنه وشي. له همدې امله د ځانګړو عملیاتو فرقه چې د ملي اردو یوه مهمه برخه ده، قول اردو ته ارتقا ورکړل شوه. له‌دې سره د دغو ځواکونو تشکیل هم دوه برابره شو.

د دغو اصلاحاتو په پایله کې امنیتي ځواکونه لا پياوړي شوي او لا هم اصلاحات دوام لري. باور دا دی چې د دغو اصلاحاتو دوام د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر لاانسجام، لا تقویې او لا روزنې منتج کېږي، چې په نتیجه کې دښمن له‌منځه تلوونکی دی.


شریکول