د جمهور رئیس خبرې
د اسلامي نظام اساس «عدالت» جوړوي. حکومت د عدالت د ټینګښت لپاره پرېکنده اراده لري او هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې تاریخي محرومیتونو ته د پای ټکی کېږدي.

ټاپي؛ د سیمې د ثبات او باور پیل

۳۰ سلواغه ۱۳۹۶

لیکوال: سید غفور احمد (جاوید)

جمهور رئیس محمد اشرف غني واک ته له رسېدو سره سم اعلان وکړ، چې نور به افغانستان د سیمې هېوادونو ترمنځ د تقابل پر ځای د تعامل پر نقطې بدلېږي او حکومت یې دې هدف ته ژمن دی. د افغانستان له لارې د وروستیو لویو سیمه ییزو پروژ په عملي کېدو سره افغانستان دې هدف ته په نږدې کېدو دی. له دې ډلې د ټاپي پروژې د کار پیل دی، چې عملي چارې به یې په نږدې راتلونکې کې په هرات کې پیل شي.

دا چې ټاپي څه ده؟ څومره ارزښت لري؟ او کوم هېوادونه یې ګډونوال دي؟ په دې لیکنه کې به روښانه شي.

 ځانګړنې:

ټاپي د ګازو د لېږد نللیکه ده، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې، پاکستان او هند ته رسوي. ټولټال ددې پروژې لګښت ۲۲٫۵ ډالر دی، چې ۷٫۵ ملیارد ډالر یې د نللیکې او پاتې ۱۵ ملیارده ډالر یې د ګازو ارزښت دی.

دا نللیکه ۱۸۱۴ کیلومټره اوږدوالی لري ، چې ۸۱۶ کیلومټره یې په افغانستان کې غځېږي

له دې پروژې څخه ګټه اخستونکي هېوادونه ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند دي او ټاکل شوې، چې د جوړېدو کار یې د ۲۰۱۹ ز کال تر پایه پای ته ورسېږي.

د ټاپي پروژې طرحه په ۱۹۹۰ ز کال کې مطرح شوه، چې په ۲۰۰۳ ز کال کې پرې د آسیا پراختیایي بانک په ملاتړ مذاکرات پیل شول او په ۲۰۰۸ ز کال کې هند هم له دې پروژې سره د یو ځای کېدو اعلان وکړ

ددې پروژې د عملي چارو د پیل په تړاو د اړوندو څلورو هېوادونو د رهبرانو ترمنځ په ۲۰۱۵ ز کال کې تړون لاسلیک شو او عملي کار یې په ۲۰۱۶ ز کال کې د څلورو هېوادونو د مشرانو له لوري په ترکمنستان کې پیل شو

د ټاپي ګازو دغه نللیکه به له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېره شي او له پاکستان څخه په تېرېدو به د هند فاضیلکا ښار ته ورسېږي.

 په ټاپي کې د افغانستان برخه:

ټاپي د ۳۳ میلیارد مترمکعب ګازو په ظرفیت سره افغانستان ته په لومړۍ لسیزه کې ۵۰۰ میلیونه مترمکعب ګاز ورکوي، چې په دویمه لسیزه کې به دغه کچه یو میلیارد مترمکعب او په درېیمه لسیزه کې به یو نیم میلیارد مترمکعب ته ورسېږي. پلان داسې دی، چې ددې نللیکې په اوږدو کې به د فشار ۱۲ پمپونه نصب شي، چې له هغې ډلې به د یو میلیارد ډالرو په ارزښت ۵ یې په افغانستان کې نصب شي.

ټاپي د سیمې د ثبات او باور کیلي:

ټاپي یوازې یوه پروژه نه ده، چې له مرکزي آسیا څخه به سویلي آسیا ته ګاز لېږدوي، بلکې دا په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو تر ټولو مهم ګام دی، چې په زړه کې یې افغانستان ځای لري. همدا اوس د سویلي اسیا خلک انرژۍ ته شدیده اړتیا لري او ټاپي کولای شي د دوی دغه ستونزه ور حل کړي، چې د افغانستان له لارې یې ترسره کېدل پخپله په دې بهیر کې د افغانستان ارزښت په ګوته کوي. په ورته مهال افغانستان د سیمې هېوادونو ته د ګازو او برېښنا د ترانزیټ مرکز هم دی، چې سویلي آسیا له مرکزي آسیا سره نښلوي. دې پروژو ته د اړتیا په توګه، د سیمې هېوادونه اړ دي، څو د بې باورۍ فضا له منځه یوسي او په افغانستان کې په ترهګرۍ ضد مبارزه کې رښتیني همکاري وکړي. هماغسې چې بېوزلي د سیمې هېوادونه ګواښي، نا امني هم ورته جدي ګواښ دی او یوازې لویې سیمه ییزې پروژې له دې وضعیت سره رښتینې مبارزې ته لار هوارولی شي. له اقتصادي اړخه ددې لویو پروژو په عملي کولو سره به د سیمې هېوادونه وکولای شي د کاري فرصتونو په ایجاد سره تر یوې کچې بېکاري راکمه کړي.

 د افغانستان لپاره د ټاپي پروژې ګټې:

افغانستان د آسیا د څلور لارې په توګه د خپل رول لوبولو په حال کې دی او د جمهوررئیس غني په مخامخ هڅو د ټاپي او ورته نورو سیمه ییزو لویو پروژو په پیل سره افغانستان د خپلو خوبونو د رښتیني کولو پر لور په حرکت کې دی. د ټاپي پروژې د عملي کولو له لارې افغانستان لاندې ګټې ترلاسه کوي

  • په کلني ډول د ګازو د حق العبور له درکه افغانستان ته د ۴۰۰ میلیون ډالرو ورکول؛
  • په زرګونو کاري فرصتونه رامنځته کېدل؛
  • د برېښنا سب سټېشنونو جوړېدل؛
  • اقتصادي پیاوړتیا؛
  • د عوایدو زیاتوالی؛
  • د صنایعو پراختیا؛
  • د اړتیا وړ انرژۍ ترلاسه کول؛
  • د مرکزي او سویلي اسیا نښلولو لپاره د افغانستان د موقعیت تثبیت؛
  • په افغانستان کې د پانګونې لپاره د باور رامنځته کېدل


شریکول