په ۱۳۹۶ کال کې د ملي وحدت حکومت مهمو لاسته راوړنو ته ځغلنده کتنه

۲۹ کب ۱۳۹۶

سید غفور احمد جاوید 

۱۳۹۶ کال د ملي وحدت حکومت لپاره په سیاسي او اقتصادي برخه کې له لاسته راوړنو ډک کال و. په دې کال کې افغانستان د افغان سولې په تړاو له اسلامي هېوادونو سره پراخې سلا مشورې وکړې او د سیمې او په ځانګړي ډول د مرکزي آسیا هېوادونو لپاره یې د یوه باوري اقتصادي شریک په توګه، ځان ثابت کړ. غواړم همدې موضوعاتو ته په ځغلنده نظر په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ملي وحدت حکومت د لاسته راوړنو یوه برخه له تاسو سره شریکه کړم. افغانستان په دې کال کې مخالفو وسله والو ته د سولې عملي طرحه وړاندې کړه او د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې یې هم مهمې غونډې لرلې. 

سوله او امنیت

▪د کابل پروسې لومړنۍ ناسته: د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي په ۱۶ او ۱۷، کابل، د کابل پروسې د لومړۍ ناستې کوربه و. دا نړیواله غونډه د افغانستان په نوښت رابلل شوې وه، چې په‌کې د ۲۵ هېوادونو ترڅنګ د ۳ نړیوالو سازمانونو استازو هم ګډون درلود او موخه یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د یوه چتر رامنځته کول و. ددې ناستې ګډونوالو په روانه جګړه کې د افغانستان له موقف ملاتړ اعلان کړ. 

▪د کابل پروسې دویمه ناسته:  د ۱۳۹۶ د کب په ۹، کابل، د کابل پروسې دویمې ناستې کوربه و. افغانستان په دې ناسته کې وسله والو مخالفینو ته د سولې طرحه وړاندې کړه، چې د امریکا متحده ایالتونو په ګډون د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو له لوري یې هرکلی وشو. په دې ناسته کې پر دې هوکړه وشوه، چې د سولې خبرې به د افغانستان په ملکیت ترسره کېږي او ګډونوال یې کلک ملاتړ کوي. دا د سولې په تړاو د یوې اجماع د رامنځته کېدو زېری دی، چې افغانستان د دغو ناستو او سیمه ییزې اجماع له لارې ترلاسه کړی دی.

▪د افغانستان او سویلي آسیا په تړاو د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتېژۍ اعلان: د ډونالډ ټرامپ په مشرۍ د نوې ادارې له رامنځته کېدو وروسته امریکایي ستراتېژي جوړونکو سره له نږدې د افغانستان د کار او هلو ځلو په پایله کې امریکا د افغان جګړې په تړاو روښانه او واضح ستراتېژي اعلان کړه، چې د افغان حکومت له لوري یې هم هرکلی وشو. په دې ستراتېژۍ کې د افغانستان دوامداره ملاتړ او د شرایطو پر اساس پوځي پرېکړې هغه مهم ټکي دي، چې عملاً د جګړې په ډګر کې د افغانستان لویه لاسته راوړنه ثابتوي. دا د ملي وحدت حکومت د فعال بهرني سیاست لاسته راوړنه ده، چې تر دې وروسته به د ترهګرۍ په منشاء ډېر تمرکز کېږي او دې ستراتېژۍ د جګړې ډګر د افغان ځواکونو په ګټه اړولی دی. ددې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته لاندې موضوعات تر پخوا ډېر پیاوړي څرګندېږي: 

1. په پاکستان د فشارونو زیاتوالی او د ولسمشر ټرمپ له لوري د ترهګرو د ملاتړي په توګه د پاکستان تورنول؛ 

2. د افغان امنیتي ځواکونو اوږد مهالی ملاتړ او تر څنګ یې د هغوی د تجهیز لپاره پراخې هڅې؛

3. د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو د مهالوېش نه ټاکل، چې له افغانانو اوږدمهالی ملاتړ ثابتوي؛ 

4. د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ؛ 

5. په اقتصادي برخه کې له افغان حکومت سره ګډ کار، څو افغانستان پخپلو پښو ودرېږي؛ 

6. او د خپلې ستراتېژۍ پراخول، څو په سیمه ییزه کچه افغانستان له روان حالت څخه د خلاصون حللاره ومومي. 

▪ افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو راتګ: د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۲۳ نېټه، په امنیتي برخه کې د افغانستان لپاره بله لویه لاسته راوړنه دا وه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو کابل ته سفر وکړ او دلته یې له نږدې له افغان مقاماتو سره د امنیتي ستونزو په تړاو خبرې وکړې. هغوی د ترهګرۍ پر وړاندې له افغان موقف غوڅ ملاتړ وکړ او دا کار په نړیوال سټېج د افغانستان د نوم او نښان لپاره بې جوړې فرصت رامنځته کړ، څو افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د خپلې داعیې برحقي ثابته کړي. افغانان یو وار بیا د نړۍ د تمرکز ټکی وګرځېدل او ترڅنګ یې له افغانستان څخه د نړۍ دوامداره ملاتړ ته زمینه برابرېږي، چې ځان له دې حالت څخه وباسي. 

اقتصادي اړیکې

▪ریکا کنفرانس: د ۱۳۹۶ د لړم له ۲۳ ــ ۲۴، د ریکا کنفرانس لړۍ اووم کنفرانس په ترکمنستان کې ترسره شو، چې په‌کې د ۶۸ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلود. په دې کنفرانس کې د نړیوالو جګپوړو استازو ګډون د افغان حکومت د نړیوالو هڅو او په بهرني سیاست کې د پراخ فعالیت ښکارندویي کوي، همدا راز ددې کنفرانس په څنډو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ۶ هوکړه لیکونه لاسلیک شول. 

▪د اسیا زړه کنفرانس اوومه ناسته: د ۱۳۹۶ کال د لېندۍ په لسمه د افغانستان په تړاو د آسیا زړه کنفرانس اوومه ناسته، د افغانستان او آذربایجان په ګډه مشرۍ ترسره شوه، چې په‌کې د افغان سولې ترڅنګ د افغانستان او سیمې پر اقتصادي همکاریو هم خبرې اترې وشوې. 

▪د هند او افغانستان ترمنځ د هوایي دهلېز پرانسته: د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي په ۲۹ افغانستان وکولای شول د خپلو تولیداتو لپاره د نورو لارو چارو ترڅنګ له هند سره هم هوایي دهلېز پرانېزي. افغان سوداګرو وکولای شول له دې لارې ۲۰۰۰ ټنه تازه او وچه میوه، طبیعي بوټي او لاسي صنایع د هند مارکېټونو ته ولېږدوي. دا د سیمې په کچه د افغانستان لپاره یو لوی اقتصادي پرمختګ بلل کېږي، چې نور به په یوه هېواد پورې محدود او تړل شوی نه وي، بلکې تولیدات او صادرات یې تر هند پورې هم رسېږي. دا په عملي بهیر د یوې نظریې د بدلېدو په برخه کې د ولسمشر غني لوی اقتصادي نوښت ګڼل کېدای شي.

▪ټاپي: په سیمه ییزه کچه د افغانستان د همکاریوه بله بېلګه د ۱۳۹۶ کال د کب په ۴ نېټه په هرات کې د ټاپي ګازو نللیکې د عملي چارو پیل و. دا پروژه چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند سره تړي، په پرانستل کېدو یې افغانستان خپل جیوپولیټیک ارزښت څرګند او ثابت کړ او له درکه یې ترلاسه کېدونکي عواید د افغانستان د اقتصاد لپاره ښه لاسته راوړنه ثابتېږي. 

▪ له قزاقستان سره د سوداګریز هوایي دهلېز پرانسته: د ټاپي پروژې د عملي چارو تر پرانستې وروسته، د کب په ۵  افغانستان له مرکزي آسیا سره د اړیکو پراختیا یوه بله دروازه پرانسته، چې هغه د کابل او د قزاقستان له الماتا سره د هوایي دهلېز پرانسته وه او افغان سوداګر تر دې وروسته له دې لارې خپل مالونه تبادله کوي. تر اوسه له دې هوایي دهلېز څخه ۱۰ ټنه تازه میوه، سابه او لاسي صنایع صادر شوي دي. 

 سیمه ییزې اړیکې او له اسلامي هېوادونو سره د نوي باب پرانستل

▪ له ازبکستان سره د اړیکو د نوي باب پرانسته: د مرکزي آسیا هېوادونه او په ځانګړې ډول ازبکستان د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه موږ له دې هېوادونو سره ګډې پولې لرو او کولای شو د دوی له لارې خپل ترانزیټ له چین سره ونښلوو، چې بدبختانه په تېر کې په دې برخه کې پام وړ کار نه دی شوی. د ملي وحدت حکومت له راتلو سره جمهوررئیس غني وکولای شول له دې هېواد سره اړیکې پراخې کړي. په همدې موخه د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۳ جمهوررئیس ازبکستان ته سفر وکړ او له دې هېواد سره د اړیکو د نوي باب پرانستو په درشل کې یې تر ۲۰ زیات تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړل او ددې ترڅنګ له کابل څخه مخامخ ازبکستان ته الوتنې هم پیل شوې. 

▪ د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې فعال کډون: د ۱۳۹۶ کال د لېندۍ په ۲۲ د اسلامي هېوادونو کنفرانس په وروستۍ ځانګړې ناسته کې، چې د ترکیې له لوري د فلسطین د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په ملاتړ جوړه شوې وه، جمهوررئیس لومړنی شخص و، چې د فلسطینانو په ملاتړ یې په هوکړه لیک لاسلیک وکړ. په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس تاریخي وینا وکړه، چې په کور دننه او د اسلامي هېوادونو له لوري یې ګرم هرکلی وشو. 

▪ کابل ته د اندونیزیا د جمهوررئیس سفر: د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۹ نېټه له لسګونه کلونو وروسته د اندونیزیا جمهوررئیس افغانستان ته سفر وکړ. د نوموړي سفر د سولې په برخه کې ښکاره پیغام درلود او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې له بهیر څخه د اندونیزیا په څېر د یوه غښتلي اسلامي هېواد ملاتړ وښود. دې سفر وښوده، چې افغانستان په بهرني سیاست کې اوس غښتلی مقام خپل کړی. د اندونیزیا جمهوررئیس د افغانستان له سولې او ثبات کلک ملاتړ وکړ او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د سولې په تړاو دغه هېواد یوه ناسته ترسره کړي، چې د اسلامي هېوادونو عالمان به په‌کې له افغان سولې ملاتړ وکړي او د افغانستان جګړه به ناروا وبولي. 

▪ د نړیوالو سازمانونو غړیتوب: په ۱۳۹۶ کال کې د ملي وحدت حکومت بله پام وړ لاسته راوړنه دا وه، چې ویې کولای شول د آسیا پراختیایي بانک، د لویو بندونو نړیوال کمېسیون، د اوبو نړیوالې ټولنې، د نړۍ ښاري حکومتولۍ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د برېښنایي حکومتولۍ سازمان او د کرکېټ نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړي. 

پایله

که په ۱۳۹۶ کال کې د ملي وحدت حکومت اقتصادي، سیاسي او پوځي لاسته راوړنو ته وګورو، نو ویلی شو، چې افغانستان د تېر په پرتله په مثبت لوري روان دی، خو دا څه بسنه نه کوي او لا اوږده لار په مخکې ده، چې ووهل شي. افغانستان په خورا مسؤولیت مخ پر وړاندې ځي او په کور دننه له امنیتي او اقتصادي ستونزو نیولې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ستونزو د حل لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ددې ښودنه کوي، چې ملي وحدت حکومت د خپلو خلکو روښانه راتلونکې ته ژمن دی.

دغه څه د خلکو له ملاتړ او حوصلې پرته نشي ترلاسه کېدای. هغسې چې په تېر کې ولس د لویو ملي پروژو، سولې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او په ټوله کې د حکومت ملاتړ کړی، په راتلونکې کې هم د دوی ملاتړ له حکومت سره مرسته کوي، چې پر ستونزو برلاسی شي. 


شریکول