د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د جمهور رئیس غني ولایتي سفرونه؛ اهداف، پایلې او لاسته‌راوړنې

۲۹ وری ۱۳۹۸

لیکوال: ضیا دانش
ژباړن: حزب الله اتل

جمهور رئیس غني په تېرو څلور نیمو کلونو کې نږدې ۹ زره انفرادي او ډله‌ییز ملاقاتونه کړي دي، چې موخه یې د کاري بهیر ښه‌والی او خلکو ته خدمت کول، د خلکو د نظریاتو اورېدل او په پرېکړو او ملي پروګرامونو کې د مشورو اخیستل دي.

جمهور رئیس مخامخ د خلکو د نظریاتو ترلاسه کولو لپاره، په دې موده کې، د ناامنه سیمو په ګډون، محرومو او له یاده اېستل شویو ولایتونو ته ۷۰ سفرونه وکړل او د قول‌اردو د قوماندانانو په ګډون یې له سرتېرو او بېلابېلو اقشارو سره له نږدې وکتل. دغه لیدنې په مخامخ ډول د خلکو د نظریاتو د اورېدو، د ستونزو د کلیدي نقطو د تشخیص، د خلکو د غوښتنو او وړاندیزونو د ترلاسه کولو او په ملي او سیمه‌ییزو کچه ستونزو ته د واقعي حللارو د موند لامل شوي دي.

 

ولې جمهور رئیس باید د خلکو په منځ کې راڅرګند شي؟

له شک پرته د افغانستان د لرې او نږدې سیمو خلک هماغسې، چې د حکومتونو په تداوم او ملاتړ کې او په خلکو د خلکو د حاکمیت بهیر د تقویت لامل ګرځي او خپل مسؤولیت او رول ترسره کوي، له امتیازاتو برخمنېدو، د پراختیایي پروژو تطبیق، ستونزو ته رسېدنې او په ملي او سیمه‌ییزو پرېکړو کې د مشارکت مسلم حق هم لري، چې د افغانستان په اساسي قانون کې ذکر شوي دي.

حکومتونه مکلف او مؤظف دي، چې د قانوني لارښونو په رڼا کې د خپلو خلکو د حقونو ملاتړ او ساتنه وکړي، د هغو د عملي کېدو زمینه برابره کړي او خلکو ته د خادم په توګه د هغوی د ستونزو د حل په موخه اقدامات وکړي او پوښتنو ته یې ځواب ووایي. له شک پرته، ددې ماموریت ترسره کول او د خلکو د ستونزو او نظریاتو ترلاسه کولو لپاره د خلکو په منځ کې د زمامدارانو مخامخ حضور ته اړتیا ده. جمهور رئیس غني د درېیو قواوو (مقننه، قضائیه او مجریه) د ریاستونو د متصدي په توګه تر بل هر جګپوړي چارواکي زیات مسؤولیت لري، څو د خپلو خلکو د حقونو ساتنه وکړي او د هغوی له حال احوال خبر شي.

له بل لوري، د مطلوبو او مناسبو خدمتونو ترسره کول، د دولتي او حکومتي بنسټونو په کړنو مناسب څار او چلند، له خلکو سره د جمهور رئیس مخامخ اړیکو ته اړتیا لري، څو وکولای شي حکومتي او مطلوب قانوني او مقتضي اوامر مسؤولو بنسټونو ته صادر کړي.

په همدې اساس، د جمهور رئیس ولایتي سفرونه او د خلکو په منځ کې راڅرګندېدل د دولتي چارو په تحکیم او پراختیا کې حیاتي اهمیت لري او دغه کار په نږدې او لرې سیمو کې د پراختیایي بهیر له چټکیتا سره اساسي مرسته کوي.

 

جمهور رئیس په ولایتي سفرونو کې له چا سره ګوري؟

په ولایتي سفرونو کې د جمهور رئیس پروګرامونو، فعالیتونو او لېست ته په کتو کولای شو ووایو، چې جمهور رئیس پخپلو ډېری سفرونو کې له لاندې ډلو او اشخاصو سره لیدلي دي:

  • علما او دیني شخصیتونه
  • مېرمنې
  • ځوانان
  • د قول‌اردو مسؤولین
  • سیمه‌ییز چارواکي
  • متشبثین او صنعتکاران
  • فرهنګي شخصیتونه او ډلې
  • د پوهنتونونو استادان او مسؤولین او د ښوونځیو ښوونکي
  • د ولایتي شورا غړي
  • ولسوالان
  • او...

په دې لیدنو کې، والي، د پارلمان استازو او اړوندو حکومتي چارواکو هم له جمهور رئیس سره ملتیا کړې او د لیدنو پر مهال جمهمور رئیس اړوندو مسؤولینو ته لازمې لارښونې کړې دي. د ولایتي سفرونو پر مهال جمهور رئیس درېیو زیانمنو قشرونو؛ ښځو، ځوانانو او بېوزلانو ته ځانګړې پاملرنه کړې او همداراز هڅه شوې، څو د هغو کسانو غږ واورېدل شي، چې معمولاً د یو نه یو دلیل له وجې یې غږ نه دی اورېدل شوی یا کم اورېدل شوی دی.

 

د جمهور رئیس د سفرونو موخې او عوامل

هغو مطالبو ته په پاملرنې، چې یادونه یې وشوه او همداراز د ولایتي سفرونو پروګرامونو ته په کتو، کولای شو د دغو سفرونو موخې په لاندې ډول ووېشو:

  • د خلکو په یاد ساتل: تر ټاکنو وروسته د خلکو منځ ته ورتلل او د هغوی په منځ کې راڅرګندېدل، ددې ښودنه کوي، چې حکومت اوس هم خلکو ته پاملرنه لري او هغوی یې د پرېکړو او پروګرامونو جوړولو کې په متن کې ځای لري.
  • خلکو ته د ځواب وینې لپاره د سیمه‌ییزو چارواکو مجبورول: د جمهور رئیس ترڅنګ په غونډو کې د سیمه‌ییزو چارواکو حضور، هغوی دې ته مجبوروي، څو تل د خلکو په خدمت کې وي او خلکو ته د خدمت پرمهال د کم‌کارۍ په صورت کې به خلکو او قانون ته ځواب ویونکي وي.
  • په پرېکړو کې مشارکت ته د خلکو هڅول: د سیمه‌ییزو او ملي مسایلو او چارو اړوند خبرو کې د خلکو ترمنځ حضور، هغوی هڅوي، څو باور وکړي، چې په حاشیه کې نه دي؛ بلکې اصلي پرېکړه کوونکي دي. د دغه فکر بنسټیزه کېدل او پراختیا یې په هېواد کې د ډیموکراسۍ بهیر غښتلی کوي او د خلکو او حکومت د نږدې کېدو لامل ګرځي.
  • د واقعي ستونزو تشخیص او د منطقي حللارو موندل: د بېلابېلو سیمو د خلکو لپاره یوازې د هېواد له مرکز څخه پرېکړې کول منطقي کار نه دی او اغېز به یې هم زیات نه وي، نو په همدې دلیل دی، چې په تېر کې پراختیایي پروژې د خلکو د واقعي اړتیاوو او غوښتنو پر اساس نه دي تطبیق شوې. د خلکو منځ ته ورتلل او د هغوی د واقعي اړتیاوو او اساسي غوښتنو ترلاسه کول، کولای شي د هغو د عملي کېدو لپاره حللارې برابرې کړي او همداراز د هېواد پراختیا کې هم ګټور ثابت شي.
  • له زیانمنو خلکو سره غمشریکي: د جمهور رئیس د سفرونو په لړ کې، د جګړو، طبیعي پېښو یا له تاریخي محرومیتونو د زیانمنو سیمو لیدل کم نه دي؛ تر طبیعي پېښو وروسته د بدخشان، غزني، کندز، فراه، پکتیا، پنجشېر او... ولایتونو څخه د جمهور رئیس لیدنې ددې ښودنه کوي، چې د دولت رئیس ددې سیمې له خلکو سره همدردي او ورته توجه لري، چې له هغوی سره د غمشریکۍ ترڅنګ یې هڅه کړې، څو په چټک مممکنه وخت کې یې په ټپونو د مرحم پټۍ کېږدي.
  • د پراختیایي پروژو پرانیسته: جمهور رئیس په ولایتي سفرونو کې، زېربنایي او پراختیایي پروژې پرانیستې دي او ترڅنګ یې، د پروژو د تطبیق لپاره د فرصتونو ارزونه هم کړې ده.
  • د خلکو او دولتي ادارو ترمنځ د فاصلو له منځه وړو هڅې: په هېواد کې د کلونو جګړو او انارشۍ له وجې، د خلکو پر وړاندې د بې‌تفاوتۍ فرهنګ دود او غښتلی شوی دی. جمهور رئیس د خپل حکومت په موده کې هڅه کړې، څو د خلکو منځ ته د سیمه‌ییزو چارواکو په بوتللو سره، د خلکو او دولتي ادارو ترمنځ دېوالونه او خنډونه له منځه یوسي.

 

د ولایتي سفرونو پایلې او لاسته‌راوړنې

په تېرو څلور نیمو کلونو کې د جمهور رئیس غني ولایتي سفرونه له شک پرته پام وړ پایلې او لاسته‌راوړنې لري، چې په لنډیز ورته اشاره کېږي:

  • د خلکو د ټولو غوښتنو او وړاندیزونو اورېدل: د خلکو ترمنځ د جمهور رئیس حضور ددې لامل شوی، چې د حکومت رهبري په مستقیم ډول د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه واوري او مسؤولین مؤظف کړي، چې د هغوی د تأمین په برخه کې اقدامات وکړي.
  • د پراختیایي پروژو چټکول او اسانه کول: لرې او نږدې سیمو ته د جمهور رئیس سفر د پراختیایي پروژو د چټکتیا لامل شوی، چې ځینې یې له کلونو راپدېخوا ځنډېدلې وې یا یې کارونه ډېر سست پرمخ تلل. دغه سفرونه په بنسټونو کې د عمل د چټکتیا او ورته د اړوندو مسؤولینو د پاملرنې لامل شوي دي.
  • په مخامخ ډول د حکومت رهبرۍ ته د خلکو لاسرسی: د ولایتي سفرونو له لارې د خلکو په منځ کې د جمهور رئیس حضور، ددې لامل شوی دی، چې د حکومت رهبرۍ ته د خلکو د لاسرسي زمینه برابره شي.
  • د خدمت‌محوره فرهنګ بنسټ ایښودل: ان په سختو امنیتي شرایطو کې، جمهور رئیس ولایتونو ته په مکرر ډول پخپلو سفرونو سره هڅه کړې، چې د خدمت‌محوره فرهنګ بنسټ کېږدي، چې موخه یې د واک او امتیازاتو ترلاسه کول نه دي؛ بلکې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول دي او دا چې حکومت او مسؤولین یې په کومو شرایطو کې خلکو ته ځواب ویونکي وي.
  • د واک له بنسټونو سره د خلکو د فاصلو لنډول: په تېر کې خلکو د حکومت د رهبرۍ چارواکو او د واک بنسټونو ته لاسرسی نه درلود یا یې ډېر محدود لاسرسی درلود. همداراز، د خلکو او د حکومتي چارو د متولیانو ترمنځ فاصله ډېره وه. خو حاضر دمه، په پرېکړو، د حکومت په فعالیتونو یا د حکومت د فعالیتونو په څرنګوالي کې خلک په مخامخ ډول شریک دي.


شریکول