د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د افغانستان په تاریخ کې نیمګړی څپرکی څه معنی؟

۰۵ چنګاښ ۱۳۹۸

لیکوال: حزب‌الله اتل

د امیر غازي امان الله خان له لوري د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو تر اعلان وروسته، افغانستان د پرمختګ او اصلاحاتو یوه نوي بهیر ته ور داخل شو. دغه بهیر ډېر ښه پیل شو، خو تر منزله ونه رسېد. د آزادۍ دغه یوه پېړۍ مزل له ګڼو تاریخي او سیاسي تحولاتو سره مل دی، چې ترې د نوي نسل خبرول اړین دي.

په تېر د نوي نسل اګاه کېدل او په تېره یوه پېړۍ کې د خوداګاه او ناخوداګاه تاریخي کتمان په رازونو پوهېدل ایجابوي، چې د افغانستان په تاریخي نیمګړي څپرکې هر اړخیز او تحلیلي بحثونه وشي.

د امیر غازي امان الله خان پیل شوي اصلاحات او د ماډرن افغانستان د هڅو بشپړولو لپاره ګڼو واکمنانو خپلې هڅې وکړې،  خو د ګڼو ستونزو له وجې یو یې هم د پایداره ثبات په ټینګښت ونه توانېدل.

په دې لیکنه کې هڅه شوې، چې ددې تاریخي څپرکي پیل، ماهیت او د نیمګړي پاتې کېدو په بهیر بحث وشي او نوی نسل وپوهېږي، چې د افغانستان په تاریخ کې نیمګړی څپرکی څه معنی لري؟

امیر غازي امان الله خان په ۱۳۰۵ کال کې د نظامنامو تر خپرولو وروسته متوجه شو، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره ټاکل شوې تګلاره وسایلو او سامان آلاتو ته هم اړتیا لري، نو د وزیرانو شورا او د دولتي  شورا د ریاست پر مهال یې پر دې موضوعاتو بحث وکړ، چې د رغاونې، پوهنې، مطبوعاتو او مخابراتو په برخو کې عصري وسایلو او تجهیزاتو ته اړتیا شته، خو دا چې هغه مهال یې په افغانستان کې د تولید امکانات نه وو، نو باید وارد شوي وای.

شاه اروپایي هېوادونو ته د سفر پر مهال دغه وسایل او تجهیزات له نږدې لیدلي وو، نو پرېکړه وشوه، چې له اروپایي هېوادونو دې وپېرل شي. ددې کار لپاره یو تخنیکي پلاوی وګمارل شو او اروپا ته واستول شو.

 

هماغه و، چې د افغانستان د عصري کولو لپاره د امیر هڅو او د اصلاحاتو بهیر عملي بڼه خپله کړه او اروپایي هېوادونو ته د شاه او افغان پلاویو سفرونو له دې هېوادونو سره د افغانستان اړیکو ته نوې دروازه پرانیسته.[1]

د شاه ستر سلاکار او همکار محمود طرزي ټول دغه اصلاحات ډلبندي کړل او وروسته یې له شاه سره د هغه په عملي کولو کې بېسارې مرسته وکړه. ځینو دغو اصلاحاتو ته په لنډیز اشاره کوو، چې خلکو ته د نیمګړي څپرکي ماهیت ښه روښانه شي.

په قانون کې اصلاحات

په قانوني اصلاحاتو کې د غازي امان الله خان لومړنی کار دا و، چې د واک سرچینه یې له مطلقیت مشروطیت ته واړوله. هغه د واک د ترلاسه کولو او واک ته د مشروعیت بښلو په سرچینه کې اصلاحات راوستل او د نظامنامې په تصویب سره یې د دولت واکونه او مسؤولیتونه د قانون پر بنسټ وټاکل شول. لویه جرګه د تصمیم نیونې لویه مرجع وه، نو شاه په ځینو مواردو کې لویه جرګه په مشورتي بنسټ بدله کړه او د سیاسي پوړ یو ځایوالی او جلاوالی یې په همدغو جرګو وکړ.

د افغانستان لومړنی اساسي قانون د ۱۹۲۳ ز کال د فبروري په ۲۹ د جلال‌آباد په لویه جرګه کې د ملت د ۸۷۲ ګډونوالو له لوري تصویب شو، چې وروسته بیا د پغمان په لویه جرګه کې تأیید شو. هغه قوانین چې وړاندې تدوین شوي وو له اساسي قانون سره همغږي شول او په ګڼو نورو برخو کې د قوانینو جوړول چټک شول.[2]

په اداري تشکیلاتو کې اصلاحات

د افغانستان اداري تشکیلات په قانوني توګه تنظیم شول. د اداري مراتبو سلسله له کلي تر علاقه‌دارۍ، لوی حکومت، اعلی حکومت او نایب الحکومه پورې تعریف او د ټولو ادارو او مسؤولینو دندې مشخصې او نظامنامه کې تنظیم شوې. په دې برخه کې د کندهار ولایت د وضعیت بررسي او وروسته یې د کتاب په بڼه د راپور خپرولو ته هم اشاره کولی شو.[3]

اقتصادي او مالي اصلاحات

په اقتصادي برخه کې اصلاحات د صنایعو له انکشاف څخه پیل شول او افغاني محصولات بهرنیو مارکېټونو ته ورسېدل. په عمراني برخه کې نوي ښارونه جوړ شول، کابل ښار څو برابره پراخ شو، د کابل او ولایتونو ترمنځ سړکونه جوړ شول او لویې لارې پرانیستل شوې.

د کابل او ولایتونو ترمنځ د ټلیفون او ټلګراف لیکې پرانیستل شوې. له یوې فرانسوۍ کمپنۍ سره قرارداد وشو، چې کابل له سویل او شمال سره د رېل پټلۍ په وسیله ونښلېږي.

شاه د افغانستان مالي نظام په بنسټیز ډول بدل کړ او هغه یې د اصولو او قواعدو تابع کړ. په ټوله اماني دوره کې د لګښتونو بودجه له عوایدو لږه وه یا په بله وینا د بودجې کسر نه و. په داسې حال کې چې له امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان سره د انګلستان کېدونکې مالي مرستې د ځوان پاچا په وخت کې بندې شوې وې. د سرو زرو او نقرې د چور او چپاول مخنیوي لپاره کاغذي بانک‌نوټونه مروج شول.

فرهنګي اصلاحات او د بیان آزادي

په دې دوره کې فرهنګي تنوع نوې ساه واخیسته. مطبوعات آزاد شول او هر چا حق وموند، چې خپل نظر څرګند کړي. د (سراج الاخبار) پر ځای (امان افغان) خپور شو، چې لومړنۍ ګڼه یې د ۱۹۱۹ ز کال د اپرېل په ۱۲ د عبدالهادي داوي په مدیریت خپره شوه. په دې خپرونه کې د ځوان دولت غوښتنې او کار‌کړنې خپرېدې. دې خپرونې په ګڼو نورو برخو کې په تحولاتو سربېره وکولای شول، چې د عامه اذهانو په روښانه کولو کې دومره رول ولوبوي، چې خلک یې مجبور کړل په داوطلبانه ډول حاضر شي د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکې لپاره دولت سره مرسته وکړي، چې ښوونځي جوړ کړي. د بېلګې په توګه یادونه کولی شو، چې د پکتیا او خوست خلکو له دولت سره ۷۰ زره افغانۍ مرسته وکړه، چې د دوی اولادونو ته پرې ښوونځي جوړ شي.

په ګردېز، خوست، زرمت او څمکنیو کې ۴ ښوونځي جوړ شول او لسګونه زده کوونکو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرې شوې. دا یوازې د افغانستان د یوې څنډې بېلګه ده. بله خوا له پوهنې سره د شاه مینه دومره پراخه وه، چې پخپله به یې د حبیبیې، اماني او امانیه (اوسني استقلال) لېسو په ازموینو کې ګډون کاوه.

له ناستې پاستې نیولې تر اغوستو، خوړو او ظاهري سلیقې پورې ټولو ته پام جبري شو او ان په رسمي غونډو کې خو له ځانګړو جامو په استفادې ټینګار کېده.

په اُردو کې اصلاحات

همدا چې شاه خپلواکي اعلان کړه او مراسم یې په شانداره ډول د کابل په سلام خانې ماڼۍ، شور بازار، عیدګاه او د کابل ښار په ځینو نورو مهمو ځایونو کې ترسره شول، نو هغه په اُردو کې د اصلاحاتو په فکر کې شو. دا کار یې له خپلواکۍ د اُردو د ملاتړ او رښتینولۍ په بدل کې وکړ. شاه اعلان وکړ، چې د عسکرو په میاشتني معاش ۸ افغانۍ اضافه کېږي او دا پیسې د هغوی د میاشتني معاش په ۲۰ افغانیو اضافه ورته ورکول کېدې.

شاه اعلان وکړ، چې دا کار ددې لپاره کوي، څو د افغان دولت عسکر له ورځنیو مالي او ذهني تشویشونو بهر شي او په ارام زړه خپلې دندې ترسره کړي.[4]

دا په اُردو کې د اصلاحاتو پیل و او د امنیت د ټینګښت او د بهرنیو توطئیو د خنثی کولو لپاره پراخ نور اصلاحات هم ترسره شول، خو د دغو اصلاحاتو نیمګړي پاتې کېدو د افغانستان د عصري کولو څپرکی نیمګړی پرېښود او افغانستان یې په سیمه کې له خپلو سیالانو نږدې یوه پېړۍ شاته وغورځوه.

د اماني اصلاحاتي څپرکي د نیمګړي پاتې کېدو عوامل

د افغانستان وروسته پاتې وضعیت، د وخت کموالی او د غازي امان الله خان بېړه هغه څه وو، چې د افغانستان د عصري کولو لپاره یې د هغه هڅې او اصلاحي بهیر له خنډونو سره مخ کړ. اروپا ته د سفر پر مهال شاه له نږدې ولیدل، چې افغانستان څومره وروسته پاتې دی. تاریخي یادښتونه وایي؛ شاه د تداوم او بنسټیز بدلون ترمنځ د تعادل موندو پر ځای د هېواد ظاهري عصري کولو لپاره بېړنی پروګرام پیل کړ او پرته له دې، چې په انساني ځواک د پانګونې پایلو ته منتظر شي، د خلکو ظاهري بدلون ته یې ډېر پام واړوه.

د خلکو په فکري ناسازۍ، وروسته پاتې وضعیت او ناپوهۍ سربېره بهرنۍ مداخلې او دسیسې هم ددې لامل شوې، چې د افغانستان د پرمختګ هڅې او اصلاحي پروګرامونه نیمګړي پاتې شي او شورشونو او نظامي لښکرکشیو دغه څپرکی بیخي وتړه.

د مذهب له زاویې له هرې موضوع سره چلند کوونکو په عقده‌یي ډول دغه اصلاحات وننګول او پایله دا شوه، چې اماني دوره ونړېږي. د دغو شایعاتو یوه بېلګه په ۱۳۰۷ کال کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ځینو مجلو خپرول ښودل کېږي، چې اروپایي هېوادونو ته د شاه د سفر پر مهال خپرې شوې او په‌کې په اوازو خورولو سره د شاه د سفر هدف کمرنګه شو او ان ځای، ځای دیکته کېدونکو شورشونو، خو د شاه پر ضد پاڅونونو ته هم لار هواره کړه.[5]

یو شمېر تاریخ لیکوونکي په دې باور دي، چې بهرنیو توطئه جوړونکو له همدې موضوعاتو د فشارونو په توګه استفاده وکړه او د ملکه ثریا نیمه بربنډ تصویرونه یې بهر جوړ کړل او په خلکو یې ووېشل او داسې تبلیغ یې وکړ، چې شاه د اسلام له دایرې بهر شوی او کورنۍ یې بې‌دینه شوې ده.

د حکومتولۍ په چارو کې له خلکو سره کمرنګه مشوره او د مذهبي قشر د یوې برخې له لوري د ریفورم پیل شوی دغه بهیر بدعت بلل هغه نور عوامل دي، چې په ځینو ځایونو کې یې خلک د شاه پر ضد بغاوت ته وبلل او اماني اصلاحي بهیر تورو تیارو ته داخل شو او د شاه له لوري د اصلاحاتو پیل شوی څپرکی نیمګړی پاتې شو.

 

____________________

[1] ـ سفر های غازي امان الله شاه، عزیز الدین وکیلي پوپلزایي، ۱۳۹۱.

[2] ـ نګاه مختصر به تاریخ افغانستان، کاندید اکادمیسن محمد ابراهیم عطایی، ت: دوکتور جمیل الرحمن کامګار، ۱۳۹۳، ص ۲۴۷.

[3] ـ د افغانستان په تاریخ کې نیمګړی څپرکی، محمد اشرف غني، ۱۳۹۲، د وږي ۵‌مه.

[4] ـ سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان، بخش اول، عزیز الدین وکیلي پوپلزائی، ص، ۸۰.

[5] ـ سفر های غازي امان الله شاه، عزیز الدین وکیلي پوپلزایي، ۱۵۶ مخ، ۱۳۹۱.


شریکول