ولې د ښځو عالي شورا؟ د ښځو عالي شورا د رامنځته کېدو په اړه لنډه شرحه

۱۸ لړم ۱۳۹۹

شننه:

په وروستۍ پرېکړه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشر د یو فرمان په ترڅ کې د (ښځو عالي شورا) رامنځته کړه. د یادې شورا له رامنځته کېدو څخه موخه د هېواد له ښځو څخه پراخ ملاتړ، د ښځو ترمنځ پراخه همغږي او د ښځو د غوښتنو په لړ کې د دولت له رهبرۍ سره د پراخو اړیکو لپاره د لارو چارو جوړل بلل کېږي؛ خو یادهطرحه له غبرګونونو سره هم مخ شوه، چې د افغانستان دولت نیوکې ستایي او د چارو د ښه کولو لپاره یې یو اړين امر بولي. ښځې چې د ښځو په عالي شورا کې دي، يا له دې شورا دباندې؛ د د دولت په چوکاټ کې دي او یا هم په آزادو بنسټونو کې حق لري، څو د خپل برخلیک په هکله ځانته موقف ونیسي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له نظره ورته څېزونه له هر څه ډېر د ښځو بیداري ښیي او دا په ګوته کوي، چې د نن ښځې د پرون ښځې نه دي او هره افغانه مېرمنه خپل موقف لري او هغه په خپلواک ډول بيانولای شي.

په دې لیکنه کې د یادې شورا د رامنځته کېدو په اړه په لنډه توګه بحث کوو او هڅه کېږي، په لازمي ډول د هغې د رامنځته کېدو او موخې په اړه لوستونکو ته مالومات ورکړو.

د ښځو عالي شورا له رامنځته کېدو څخه موخه، د ښځو پیاوړي کول، د ښځو د حقونو ساتنه او پراختیا، له کورنیو او بهرنیو شریکانو سره همغږي، پلان جوړونه، د ښځو د حقونو اړوند نړیوالو ژمنو څارنه او پلې کول او د هغوی د کړنو ارزونه او د ښځو په حال کې د بدلون رامنځته کول بلل کېږي.

د ښځو عالي شورا ۲۶ دايمي غړي لري، چې په هغه کې دولتي ادارې، د ښځو حقونو مدافع بنسټونه، مدني ټولنې او نور شامل دي. له یوه لوري کولای شو، د ښځو عالي شورا ته د افغانستان د ښځو ملي شورا نوم هم ورکړو، ځکه د دې شورا په وړاندیز شوې طرحه کې پرېکړه شوې، چې د هر ولایت د مرستیالۍ په مقام کې باید یوه ښځه/پېغله شتون ولري، چې د ټولو رسمي مسوولیتونو ترڅنګ، د هر ولایت د ښځو وضعیت له نږدې وڅېړي او د ښځو عالي شورا ته یې راپور ورکړي، چې له دې لارې به د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ښځې د يادې شورا له کړنو بې برخې پاتې نه شي.

 

 

د جوړېدو ملاتړ

په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د بنسټ جوړونې امر ته کمه پاملرنه شوې او دا د دې لامل شوی، چې د سیاسي نظامونو په بدلون کې له جوړونې څخه ډېر سلیقې ته ارزښت ورکړل شوی او په هېواد کې د بنسټ جوړونې لړۍ درېدلې ده. دا د دې لامل شوی، چې سیاسي رهبري په هره دوره کې په سلیقه‌يي ډول ځينې پلانونه پلي کړي، چې د ډېرو یې عمر د هماغه دورې تر پایه هم نه و.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دې مسلې په درک سره په پام کې لري، چې د بنسټونو جوړونې او  بنسټونو ته محوري ځای ورکولو ته لومړيتوب ورکړي او د ځواب ورکوونکو سیسټمونو تعریف کولای شي، د نویو جوړ شویو بنسټونو د دوام او ثبات لپاره لارې چارې برابرې کړي. د ښځو چارو وزارت تر نوم لاندې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کابینې په چوکاټ کې وزارت به د ښځو په برخه کې خپلو چارو ته دوام ورکوي؛ خو ښځو ته  زيان رسولو سره دا ښایي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښځو ترمنځ د همغږۍ، د وړتيا جوړونې، ښو پرېکړو نیولو او ملاتړ لپاره نوي جوړښتونه رامنځته شي.

د ښځو عالي شورا په دې مانا نه ده، چې هغه دولتي او یا غیر دولتي بنسټونه چې د ښځو لپاره کار او فعاليت کوي په حاشیه کې وساتي، بلکې موخه يې د ښو کارنده پلانونو رامنځته کول او پلي کول دي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر محمد اشرف غني تر نظر لاندې ترسره کېږي.

د ښځو عالي شورا د ښځو چارو وزارت سره هېڅ کاري تداخل نه لري، بلکې په مهمو پرېکړو کې د ډېرو ښځو ګډون تمثیلوي. له دې امله ده، چې د ښځو عالي شورا د دولت د رهبرۍ په کچه د افغانستان د جمهور رییس تر رياست لاندې کار کوي. دا شورا کولای شي، د ښځو چارې په ښه ډول وڅېړي او په حل کې یې له ډېر صلاحیت سره کړنې ترسره کړي.

 

ښځې او د سولې خبرې اترې

بله اړینه مسله د سولې ګفتمان او بین الافغاني خبرې اترې  دي، چې له سولې وروسته د ښځو ځای، راتلونکی او د شتون څرنګوالی په تېر یو کال کې د ښځو ورته اندېښنې دي او په دې اړه ډېرې خبرې اترې هم ترسره شوې دي. د دې اندېښنو په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دریځ ډېر څرګند دی، چې تل د دولت رهبرۍ بیان کړی دی، له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې (د ښځو پر حقونو معامله نه کول).

د دولت رهبرۍ څو ځلې دا ډاډ ورکړی، چې د سولې په خبرو اترو کې به له نورو ارزښتونو او لاسته راوړنو سره سره د ښځو له حقونو او په دې برخه کې د وروستیو دوه لسیزو له لاسته راوړنو څخه دفاع کوي او هېڅکله به ورباندې معامله ونه کړي.

له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په لړ کې د ښځو عالي شورا رامنځته کول هم دا څرګندوي، چې د افغانستان حکومت له ښځو څخه د ملاتړ په برخه کې ژمن دی او که نه له طالبانو سره د سولې خبرو اتر له پایلې او په راتلونکی سیاسي نظام کې یې له احتمالي  ګډون وروسته د دې امکان درلود، چې دا پریکړه حساسه ووسي او دولت ملاحظه کارانه ورڅخه تېر شي.

له ښځو څخه د افغانستان دولت د ملاتړ په برخه کې یوه بله پریکړه دا ده،

چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د هېواد په کچه په کابینه کې د وزارت لږ تر لږه څلور ۴ څوکۍ او د والیانو د مرستیالۍ يوه څوکۍ ښځو ته ورکوي.

له افغان ښځو څخه د ملاتړ په برخه کې د افغانستان حکومت بله ژمنه، له ښځو سره د هر ډول تبعیض د لرې کولو لپاره په لويه څارنوالۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې د معینیت رامنځته کول دي. دا معینیت به له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي قضیو د څېړنې، د تاوتریخوالي را کمولو لپاره د هڅو، د نافذه قوانینو او اړونده پاليسيو پلې کولو لپاره د هڅو، د ښځو انساني کرامت ، شرعي او قانوني حقوق ساتنې لپاره د هڅو، په بېلا بېلو کاري ځایونو کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د هڅو، د تاوتريخوالي د قرباني شويو ښځو د ساتنې او خونديتوب او د تاوتریخوالي د ترسره کوونکو قضايي څېړنو او د ښځو په وړاندې د ځورونې د عامه پوهاوي او داسې نور برخو کې فعالیت ولري.

کولای شو داسې ډېر څېزونه په ګوته کړو، چې په افغان ټولنه کې د ښځو ځای په ګوته کولو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ملاتړ ښيي: د بېلګې په ډول په امنیتي سکټورونو، ښوونيزو او تحصیلي بنسټونو، ټولنیزو او مدني بنسټونو، دولتي او غیر دولتي رسنیو او داسې نورو کې د ښځو فعال او پر رنګ ګډون...

سره له دې، چې په وروستیو دوو لسیزو کې د هېواد په کچه د ښځو په ژوند کې د بېلابېلو بدلونونو شاهدان یوو؛ خو بیا هم د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی دوام لري. د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، پر موږ ټولو لازمه ده، تر څو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په لمنځه وړلو کې فعاله ونډه واخلو.

 

پراخه حکومتوالي او ښځې:

د افغانستان دولت،(OPG)  یا د پراخې حکومتولۍ ګډون کوونکی دی. د پراخې حکومتوالۍ ګډون، په ۲۰۱۱م کال کې په کار پیل وکړ، چې ۷۵ هېوادونه یې غړیتوب لري او افغانستان په ۲۰۱۶م کال کې د دغه ګډون غړیتوب ترلاسه کړی دی. په پراخه حکومتوالۍ کې خلک کولای شي، د دولتونو د عامه پاليسيو په پروسه او د عامه خدمتونو په کړنو باندې اغېزه وکړي. په همدې ډول عام خلک کولای شي له دولت څخه په پاليسـي جوړونه او د خدمتونو په وړاندې کولو کې حساب واخلي.

دا ځای په دولتونو کې د روڼتیا لامل کېږي او روڼتيا د دولت له کړنو څخه د خلکو د عامه پوهاوي په مانا ده.

له همدې امله د افغانستان پراخې حکومتولۍ ګډون د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې را په  دې خوا څه ناڅه پنځه لوی کنفرانسونه د هېواد په پنځو زونونو کې ترسره کړي، چې د خلکو بېلابېلو قشرونو څخه ۶۰۰ استازو په فعال ډول ګډون درلود، ترسره کړي دي.

په دې کنفرانسونو کې پنځو کاري ډلو شتون درلود، چې يوه له هغو څخه د ښځو د پياوړتيا جوړول و.

د دې کاري ډلو د کار په نتېجه کې له ۴۰۲ وړاندیزونو څخه ۵۰ وړانديزونه يې د ښځو اړوند وو. له څېړنې او د پراخې حکومتولۍ ګډون له معيارونو سره برابر ۱۳ وړانديزونه د ښځو د پياوړتيا جوړولو پروژې اړوند وو. په دې پروسه کې دولتي او د مدني ټولنو او بنسټونو ځانګړو او متخصصو استازو ګډون درلود، چې ياد ۱۳ وړانديزونه په دوو ډلو (د ښځو عالي شورا) او (د ښځو د پياوړتيا جوړولو پلان) باندې پای ته ورسېدل.

د پلان جوړونې او پرېکړو نیولو په برخه کې د ښځو عالي شورا د کړنو کړنلاره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینې ته ورته ده، چې په هغه کې به ښځو د بېلابېلو برخو استازي، مدني ټولنې او نور غړي بنسټونه په فعال ډول ځای ولري.

د دایمي غړو تر څنګ به موقتي غړو ته هم د ګډون لارې چارې برابرې وي، څو د لویو غونډو په بحثونو او اجنډاوو کې خپل وړاندیزونه وړاندې کړي. د ښځو عالي شورا د پلانونو د ښه تطبیق لپاره په پراخه حکومتولۍ سکرتریت(OGP) هم رول ولري،

چې دا به د شورا په ناپېيلتوب او استقلایت شاهد وي.


جمال ناصر فرهمند

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عمومي دفتر د عامه پوهاوي او مطبوعاتو رییس


شریکول