د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

ژوندلیک

محمد اشرف غني په ۱۳۲۸ لمریز کال کې په یوې دینداره او روښانفکره کورنۍ کې وزېږېد. د ښوونځي ابتدایي دوره یې په لوګر ولایت کې تېره کړه او د کابل له حبیبیې لېسې فارغ شو. پلار یې په شاهي دوره کې د حکومت په لوړو پوسټونو دنده ترسره کړې ده.

محمد اشرف غني د ځوانۍ په لومړیو کې د زده کړو په موخه لبنان ته سفر وکړ او د لوړو نومرو په اخیستو یې د بیروت له امریکایي پوهنتون څخه د سیاسي علومو په برخه کې د لېسانس او ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړل. په ۱۳۵۳ کال کې د زده کړو له پای ته رسولو وروسته هېواد ته را وګرځېد او د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د انسان پېژندنې په برخه کې یې تدریس پیل کړ. په ۱۳۵۶ کال کې په تحصیلي بورس امریکا ته ولاړ او هلته یې په کلمبیا پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په برخه کې خپله دویمه ماسټري ترلاسه کړه او له هغه وروسته یې له همدې پوهنتون څخه د وګړپوهنې په څانګه کې، خپله دوکتورا هم واخیسته.

محمد اشرف غني په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ زېږدیزو کلونو کې د امریکا له سکرانټن او د کاناډا له ګلف پوهنتونونو دوې افتخاري دوکتوراوې هم ترلاسه کړې دي. دغه راز د یوه کال لپاره یې د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې د نبوي سیرت زده کړې کړې دي. همدا راز هغه د ډنمارک په اورهوس او د امریکا په بیکلي او جانز هاپکنز پوهنتونونو کې په ۱۳۶۲ ــ ۱۳۷۰ کلونو کې د استاد په توګه دندې ترسره کړې دي.

په افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال یې د کورنۍ ډېری غړي زندانیان شول او له همدې امله اشرف غني په امریکا کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه. هغه د دوکتورا زده کړو ته دوام ورکړ او د دکتورا (تېزس) یې د افغانستان د معاصر تاريخ په باب ولیکله.

محمد اشرف غني په ۱۳۷۰ کال کې په نړيوال بانک کې د ستر سلاکار په توګه وګمارل شو، یوولس کاله یې په نړيوال بانک کې دنده ترسره کړه. ده خپل کار په ختيځه آسيا کې د پروژو په طرح کولو پیل او وروسته یې د نړيوال بانک لپاره سیاسي ستراتېژي ترتیب کړه. اشرف غني په ۱۳۷۵ کال په نړۍ كې د ادارو او دولتي بنسټونو په اړه یو لړ بنسټیز اصلاحات وړاندې کړل. نوموړي په چین، هند او روسیې کې د لویو پروژو او اقتصادي اصلاحاتو د پلي کولو لپاره پنځه کاله اغېزناک کار وکړ. محمد اشرف غني په نړيوال بانک کې د کار پر مهال د هارورډ ـــ اېنسيډ او سټنفورډ سوداګریزو پوهنتونونو له لوري د مشرتابه  تر عنوان لاندې جوړ شوي روزنيز پروګرامونه تعقيب کړل.

محمد اشرف غني د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته افغانستان ته را وګرځېد او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ستر سلاکار په توګه يې کار پېل کړ. نوموړي د بُن پروسې په عملي کولو کار وکړ او د بېړنۍ او اساسي قانون لویو جرګو په ترتیبولو کې یې هم بنسټیز رول درلود.

محمد اشرف غني په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د مالیې وزیر په توګه وټاکل شو، چې په دې برخه کې یې یو لړ ارزښتناک کارونه ترسره کړل. په مالي برخه کې یې له بنسټیزو اصلاحاتو او نوښتونو سره د هېواد د مالي سياست، شفافيت او حساب وركونې پروسه عملاً رامنځته كړه او په درې اونيو كې یې د دولت عوايد مركزي كړل. نوي بانکنوټونه یې چاپ او بازار ته وړاندې کړل. خزانه کمپيوټري شوه او د خزانې لپاره واحد سیستم دود شو او د ګمرکونو او تعرفې سیستم اصلاح شو. محمد اشرف غني په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د مالیې وزیر په توګه وټاکل شو، چې په دې برخه کې یې یو لړ ارزښتناک کارونه ترسره کړل. په مالي برخه کې یې له بنسټیزو اصلاحاتو او نوښتونو سره د هېواد د مالي سياست، شفافيت او حساب وركونې پروسه عملاً رامنځته كړه او په درې اونيو كې یې د دولت عوايد مركزي كړل. نوي بانکنوټونه یې چاپ او بازار ته وړاندې کړل. خزانه کمپيوټري شوه او د خزانې لپاره واحد سیستم دود شو او د ګمرکونو او تعرفې سیستم اصلاح شو.

محمد اشرف غني په ۱۳۸۳ کال د برلین په کنفرانس کې، د افغانانو د راتلونکې د خوندیتوب په موخه، د اوه کلن پروګرام وړاندیز وکړ، چې دا طرحه د غوره طرحې په توګه وپېژندل شوه. په همدې اساس د هغه د هڅو او نوښت په پایله کې، د ملي پیوستون پروګرام جوړ شو. په همدې کال کې، د جمهوررئیس په توګه د ښاغلي کرزي له ټاکل کېدو وروسته، محمد اشرف غني په کابینې کې له ګډون کولو ډډه وکړه او د کابل پوهنتون مسؤولیت یې پخپله غاړه واخیست او هلته یې د دولتي اغېزمنتيا انسټېټیوټ د بنسټ ډبره کېښوده.

نوموړی په سلګونه علمي مقالو او اثارو سربېره د اسلام د مبین دین نفاذ، د ښځو حقونو او ټولنیز عدالت، په قبایلي ټولنه کې د اسلام او دولت جوړول او د اسلامي شریعت په محکمه کې د شخړو هواري په اړه څېړنیزې لیکنې لري. د افغانستان معاصر ادبیات، د افغانستان څلور سوه کلن تاریخ، ناکام دولتونه او د هغوى د کاميابۍ تګلاره او د عادلانه نظام لار هم د هغه له څېړنیزو آثارو څخه دي.

 د حامد کرزي په مشرۍ پخواني حکومت د حکومتولۍ په مختلفو مسایلو کې له هغه مشوره اخیسته او د کابل کنفرانس په ګډون یې د ډېرو ملي پروګرامونو په ترسره کولو کې فعاله ونډه لرله.

دغه راز محمد اشرف غني په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې له نړیوالو ځواکونو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مسؤولیتونو د لېږد بهیر مسؤولیت پر غاړه درلود، چې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته په سفرونو یې د پرېمانه تجربو په ترلاسه کولو سره دغه دنده په بریالیتوب ترسره کړه.

محمد اشرف غني په تېرو دواړو ټاکنو کې ځان د هېواد جمهوري ریاست ته کاندید کړی و. بالاخره د ۱۳۹۳ لمریز کال د ټاکنو په دویم پړاو کې د افغانستان د منتخب جمهوررئیس په توګه وټاکل شو او د همدې کال د تلې میاشتې په اوومه نېټه یې د جمهوري ریاست ارګ په سلام خانۍ ماڼۍ کې د افغانستان د قاضي القضات پر وړاندې لوړه ترسره کړه او د افغانستان د منتخب جمهور رئیس په توګه یې خپله دنده پیل کړه.

 محمد اشرف غني د افغانستان د جمهوررئیس په توګه په لومړیو کې د اداري فساد پر ضد پراخه مبارزه پیل کړه او د کابلبانک د بحران قضیې د بیا او دقیقې څېړنې حکم یې صادر کړ. په همدې ترتیب، جمهوررئیس د ادارې د اصلاح او ښې حکومتوالۍ په موخه د خپل کار په لومړیو شپو ورځو کې چټک او عملي ګامونه واخیستل، چې د خلکو له لوري یې ګرم هرکلی وشو. د محمد اشرف غني اصلاحي او اقتصادي پروګرامونو، خلک تر ډېره  ښې، ارامه او هوسا راتلونکې ته هیله مند کړي دي.