د ا.ا.ا د امیرالمومنین لخوا والیانو ته سپارښتنې او لارښوونې

۰۶ زمری ۱۴۰۱

د روان ۱۴۴۳هـ ق کال د ذي الحجې میاشتې له ۲۸ مې نیټې سره سمون خوري په کندهار کې د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله په مشرۍ د والیانو یوه لویه غونډه کې لاندې سپارښتنې او لارښوونې وشوې:

- اسلامي نظام د ولس د ډېرو قربانیو، ستړیاوو او شهادتونو په برکت را منځته شوی، په دې لاره کې ډېرو علماوو، طالبانو او عامو افغانانو ځانونه قرباني کړي دي. تاسو کوښښ وکړئ، چې دغه قربانۍ ضایع نه شي او د اسلامي نظام کلک حفاظت وشي.
- د نړۍ د لسګونو اشغالګرو هیوادونو سره زموږ جهادي مبارزه د مادیاتو او چوکیو د ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د عقیدې پر بنیاد مبارزه وه، اوس خو شل کاله دغې جهادي مبارزې دوام وکړ؛ که څلوېښت کاله یې هم دوام کړی وای بیا به هم د دوی پر ضد زموږ مبارزه روانه وه،چې په پایله کې به يې ټول اشغالګر له ماتې سره مخ کیدل او ددې هیواد څخه به په ټیټ سر وتل.
- وروڼو! موږ واکمنان نه یوو، بلکې د دین خادمان یوو، خلکو ته به شرعي احکام رسوو ترڅو نافذ شي، امیر په فرائضو، واجباتو او حرامو کي هیڅ تصرف نه شي کولای، بلکې یوازې مباحات د امیر په امر سره واجب یا په نهي سره حرام ګرځي.
- موږ مکمل شریعت غواړو، ټول مسوولین باید پر شریعت برابر وي، په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام او شریعت پر ضد خورا ډېر تبلیغات شوي او جمهوریت ته دعوت شوي، هغه قوانین چې د خلکو له خوا جوړ شوي وي د تطبیق وړ نه دي.
- په اسلامي امارت کې حکم یوازې او یوازې الله تعالی لره دی او د هرې ستونزې حل په شریعت کې دی، ټولې پرېکړې په شریعت باندې کوئ.
- په اسلامي امارت کې حاکمیت د الله جل جلاله د حکمونو حاکمیت دی، د خلکو په غوښتنه او د دوی د مزاج مطابق پرېکړې نه کېږي او نه هم دا جمهوریت دی، لهذا تاسو د خپل مشرتابه ټولې فیصلې چې د شریعت مطابق وي په ورین تندي عملي کوئ او اعتراض مه ورباندې کوئ.
- د مشرانو اهانت مه کوئ، ځکه څوک چې د شرعي امام اهانت وکړي نو الله تعالی به دده اهانت وکړي.
- د محاکمو سره ښه هماهنګي ولرئ، اړتیاوې یې ورپوره کړئ او د فیصلو په تطبیق کې پوره همکاري ورسره وکړئ! ټول والیان باید په خپل منځ کې ښې اړیکې ولري، له یو بل سره همکاري وکړئ او همدارنګه خپلې تجربې سره شریکې کړئ.
- د کونډو او یتیمانو سره مرسته وکړئ، سوالګرو ښځو ته معاش مقرر کړئ، ترڅو سوال ته محتاجې نه شي، که دومره څه مو نه درلودل چې مرسته ورسره وکړئ نو ما ته پیشنهاد وکړئ، چې زه کومک در سره وکړم.
- د تېرې ادارې د یتیمانو سره هم کومک وکړئ، ځکه دوی هم د دغه ولس یوه برخه ده او اوس ستاسو رعیت دی، پر سر یې د شفقت لاس ورتېر کړئ! قومیت او عصبیت له منځه یوسئ.
- علماء او د مسجدونو امامان باید خلک د اسلامي نظام په ښېګڼو پوه کړي او متوجه یې کړي، څو ولس د منطقه پرستۍ، ژب پرستۍ او عصبیت څخه راوګرځوي.
- ښځو ته ټول شرعي حقوق ورکړئ! د ښځو د حقونو په هکله چې کوم شپږ مادییز فرمان صادر شوی هغه په بشپړه توګه تطبیق کړئ.


شریکول