د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د لغمان د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه دې ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني سفر

۱۵ سلواغه ۱۳۹۳

جمهوررئیس محمد اشرف غني په لغمان ولایت کې د وروستۍ ترهګریزې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ او ددې ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه په ۱۵ سلواغه ۱۳۹۳ نېټه، دې ولایت ته سفر وکړ. جمهوررئیس غني لغمان ولایت ته تر یو ورځني سفر، ددې ولایت له امنیتي او د ۲۰۱ سیلاب قول‌اردو له مسؤولینو سره تر لیدنې وروسته، بېرته کابل ته راوګرځېد.

 

د امنیتي مسؤولینو او شهیدانو له کورنیو سره لیدنه

جمهوررئیس غني د شهیدانو له کورنیو سره د لیدنې پر مهال، له هغوی سره خپله غمشریکي وکړه او شهیدانو ته یې د لوی الله(ج) له دربار څخه د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس محمد اشرف غني په هېواد کې د امنیت پر ټینګښت د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د امنیتي ځواکونو پر انسجام په جدیت کار روان دی، څو په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شي او خلک هوسا شي. هغه له امنیتي ځواکونو سره د خلکو پر همکاریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، تر هغو چې خلک له امنیتي ځواکونو سره همکاري ونه کړي سراسري امنیت نشي ټینګېدای.

 

د ۲۰۱ سیلاب قول‌اردو لیدنه

جمهوررئیس غني د لغمان له امنیتي مسؤولینو سره تر لیدنې وروسته ۲۰۱ سیلاب قول‌اردو ته ولاړ او هلته یې د شهیدانو روح ته دعا وکړه.

محمد اشرف غني د هېواد په دفاع کې ددې قول‌اردو د مؤظفینو اتلولي او قربانۍ وستایلې او هغه یې د هر افغان لپاره ویاړ وباله. هغه څرګنده کړه، چې ملي دفاع وزارت ته لارښونه شوې، څو د شهیدانو حقوقو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هېڅ شهید کورنۍ باید د دولت له توجه څخه لرې پاتې نشي.

جمهوررئیس وویل، چې د امنیتي ځواکونو ټپیانو ته پاملرنه په لومړیتوب کې ځای لري او په مشخصو وختونو  کې تل د هغوی د درملنې پوښتنه کوي او په روغتونونو کې یې له نږدې هغوی کتلي دي.

جمهوررئیس غني په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د مکافاتو او مجازاتو اصل عملي کېدو ته په اشارې وویل، چې د افغانستان په ملي اردو کې به د مکافاتو فرهنګ عام شي، ستاسو هر یو چې د افغانستان لپاره قرباني ورکوئ او خپلې چارې تر دې مقدس شعار «خدای، هېواد، دنده» لاندې پرمخ وړئ، نو حتمي به ستایل کېږئ.

جمهوررئیس محمد اشرف غني په ملي دفاع وزارت کې د مجازاتو عامولو فرهنګ د اصلاحاتو یوه برخه وبلله او وې ویل، چې هر سرتېری باید پوه شي، چې وزارت یوه وسیله ده، څو هغوی له دې لارې د هېواد ساتنه وکړي او هر سرتېری باید یقین ولري، چې ستونزه یې حل کېږي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، چې د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه، د اړتیا پر مهال جزو تامونو ته پر وخت د تېلو، وسلې او خوراکي توکو نه رسول ورته د منلو وړ نه دي او په منظم او اونیز ډول له هرې قول‌اردو حساب اخلي. هغه زیاته کړه، چې که په ملي دفاع وزارت کې هر څوک پر وخت دغه امکانات او لوجستیکي او محاربوي وسایل جزوتامونو ته ونه رسوي، نو له دندې به ګوښه کړای شي.

جمهوررئیس د ۲۰۱ سیلاب قول‌اردو سرتېرو ته په خطاب کې وویل: زه دلته راغلی یم، څو ستاسو ستونزې وارزوم او په بنسټیز ډول هغو ته حللارې پیدا کړم، نو کولای شئ په آزادانه ډول خپلې ستونزې له ما سره شریکې کړئ.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، چې تاسو ددې هېواد رښتیني اولادونه یاست او په رضاکارانه ډول له اردو سره یو ځای شوي یاست. هغه ویل، هغه یونیفورم چې د هېواد د دفاع لپاره تاسو اغوستی، زه ورته ځانګړی احترام لرم او د افغانستان ټول خلک ورته احترام لري.

 

په امنیتي غونډه کې ګډون

جمهوررئیس غني د ۲۰۱ سیلاب قول‌اردو او د لغمان امنیتي مسؤولینو په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

هغه ددې ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې ترڅنګ د وضعیت د ښه‌والي لپاره مسؤولو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

کابل ته راستنېدنه

جمهوررئیس غني لغمان ولایت ته تر یو ورځني سفر او د ۲۰۱ سیلاب قول‌اردو او ددې ولایت له امنیتي مسؤولینو سره تر لیدنې وروسته بېرته کابل ته راستون شو.

 


شریکول