د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د مس عینک کان د لیدو په موخه لوګر ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني سفر

۲۳ سلواغه ۱۳۹۳

جمهوررئیس محمد اشرف غني د مس عینک کان د لیدو په موخه، په ۲۳ سلواغه ۱۳۹۳ نېټه، لوګر ولایت ته سفر وکړ. جمهوررئیس غني تر یو ورځني سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو.

 

د مس عینک کان لیدنه

جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي په دې سفر کې د مس عینک کان بېلابېلې برخې ولیدې. هغه ددې کان د لیدو پر مهال وویل، چې اوسمهال د افغانستان او چین اړیکې نوې مرحلې ته داخلې شوې دي او اړتیا ده، چې د دغو اړیکو د پراختیا په اړه مهم ګامونه واخیستل شي.

هغه د لوګر مس عینک کان د هېواد د اقتصاد لپاره یوه مهمه سرچینه وبلله او وې ویل، ملګری هېواد (چین) چې ددې کان قرارداد ورسره لاسلیک شوی، ددې کان د امنیت په تړاو اندېښنه لري. جمهور رئیس غني څرګنده کړه، ددې لپاره چې ددې لوی کان د استخراج کارونه ژر تر ژره پیل شي، نو لازمه ده چې د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي رامنځته شي، څو هغوی ددې کان امنیت ټینګ کړي.

همداراز جمهوررئیس غني ددې کان د لرغونې سیمې ولیدې او په دې سیمه کې د لرغونو آثارو د څارنې او ساتنې لپاره یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤولینو ته لازمې لارښونې وکړې.

جمهوررئیس غني په همدې ورځ بېرته کابل ته راوګرځېد.


شریکول