د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د واورې ښوئیدنې طبیعي پېښې له قربانیانو سره د غمشریکۍ په موخه پنجشیر ولایت ته د جمهوررئیس غني سفر

۰۸ کب ۱۳۹۳

جمهوررئیس محمد اشرف غني د واورې ښوئیدنې پېښې له قرباني کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه، په ۸ کب ۱۳۹۳ نېټه، پنجشیر ولایت ته سفر وکړ.

 

د واورې ښوئیدنې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره لیدنه

په هغه غونډه کې چې د پنجشیر ولایت د طبیعي پېښو د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه ددې ولایت په مرکز کې جوړه شوې وه، لومړی د پنجشیر والي ددې پېښې د قربانیانو د شمېر او له زیانمنو شویو کسانو سره د ترسره شویو اقداماتو په تړاو جمهوررئیس ته راپور ورکړ. همداراز د قربانیانو د کورنیو غړو پخپلو خبرو کې زیانمنو سره د عاجلې مرستې او هغوی ته د رسېدنې غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د قربانیانو کورنیو ته د جمهوررئیس له پاملرنې او هغوی سره له مرستې مننه وکړه.

جمهوررئیس غني د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ پر مهال، ددې پېښې د قربانیانو روح ته دعا وکړه او ټپیانو ته یې د الله(ج) له دربار څخه د عاجلې روغتیا دعا وغوښته. هغه له قربانیانو او اړمنو کورنیو سره ۲۰ میلیون افغانۍ نغدي مرسته وکړه او وې ویل، چې د افغانستان خلک په دې غم او «ملي ماتم» کې له تاسو سره شریک دي.

جمهوررئیس ډاډ ورکړ، چې دولت به ددې پېښې له قربانیانو سره د عاجلې مرستې لپاره د خوراکي توکو او کالیو د بستو وېشلو اقدام وکړي. همداراز ټپیانو ته به روغتیایي مرستې برابرې شي او ناروغان او ټپیان به په سمدستي ډول مرکزي روغتونونو ته ولېږدول شي.

جمهوررئیس غني وویل، چې ددې ولایت ټولې مواصلاتي لارې به پرانیستل شي او هغه کسان چې په واورو کې بند پاتې دي، ورسره به اړیکې ونیول شي، چې د هغوی د موقعیت تر تثبیت وروسته لازم اقدامات ترسره شي.

هغه زیاته کړه، په هغو ولایتونو کې چې سږ طبیعي پېښې رامنځته شوې، حکومت به زیانونه هر اړخیز وڅېړي، څو د یوه منسجم پروګرام له لارې د نړیوالې ټولنې مرستې تطبیق شي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، چې طبیعي پېښو ته د رسېدنې لپاره باید په یوه بنسټیز پروګرام کار وشي، څو د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو پر مهال عاجل اقدامات ترسره شي او د زیانونو مخه ونیول شي. هغه په واورو کې د ایسارو خلکو په ژغورنه او د ټپیانو په ایستو کې د ملي امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې.

 

کابل ته راستنېدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني پنجشیر ولایت ته تر سفر او د واورې ښوئیدنې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره تر لیدنې وروسته، د جمعې ورځې په ماښام، ۸ کب ۱۳۹۳ نېټه، بېرته کابل ته راستون شو.


شریکول