د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

نوروز جشن کې د ګډون په موخه بلخ ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني سفر

۰۱ وری ۱۳۹۸

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې ورځې په سهار، ۱ وری ۱۳۹۸ نېټه، نوروز جشن کې د ګډون په موخه مزارشریف ښار ته سفر وکړ. هغه د نوروز جشن په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ، د مزارشریف د ۵۰ مېګاواټه ګازي برېښنا پروژه او د بلخ ولایت مقام نوې ودانۍ پرانیسته.

جمهوررئیس بلخ ته تر یو ورځني سفر وروسته، د پنجشنبې ورځې په مازیګر، ۱ وری ۱۳۹۸ نېټه، بېرته کابل ته راستون شو.

 

نوروز جشن کې وینا

جمهوررئیس غني نوروز جشن او د ۱۳۹۸ نوي کال په مراسمو کې، چې د یو شمېر جګپوړو دولتي چارواکو، د نوروز حوزې د بهرنیو مېلمنو او د زرګونه بلخیانو او هېوادوالو په ګډون جوړه شوي، ګډون او وینا وکړه. هغه د نوروز د مبارکۍ ترڅنګ هیله وښوده، چې ۱۳۹۸ کال د هېواد لپاره د سولې او ثبات کال وي.

هغه لرغونی بلخ د تمدن زانګو وبلله او زیاته یې کړه، چې د بلخ لپاره زما لیدلوری، په نوي کال کې د هغه د عظمت را ژوندي کول دي او تاسو به په نوي کال کې د مزار ــ شانګهای کوریډور د پرانیستې شاهدان واوسئ. جمهوررئیس په ۱۳۹۸ کال کې د مهمو کارونو په اړه وویل، چې په دې کال کې به یو تر ټولو مهم کار د ولسمشرۍ ټاکنې وي. د هغه په وینا، وړاندې به خلکو له پادشاهۍ وېره لرله؛ خو نن د افغانستان جمهوري ریاست تر ټولو لوړ مقام د خلکو د شفافې ارادې پر اساس ګمارل کېږي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، چې د بادارۍ وخت تېر شوی او د ملي خدمت وخت رسېدلی دی. هغه پخپلې وینا کې لارښوونه وکړه، چې ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه او ملکي ادارې باید په ټاکنو کې بې‌پرې واؤسي، څو خلک وکولای شي په آزادې ارادې سره خپل تصمیم ونیسي، چې راتلونکی زعیم یې باید څوک وي. جمهوررئیس د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړې ته احترام وکړ او ټینګار یې وکړ، چې نور ورته په هېڅ صورت د ټاکنو ځنډ د منلو وړ نه دی.

هغه څرګنده کړه، چې ۱۳۹۸ کال د هوساینې کال دی او د خدای په رحمت سره پرېمانه باران او واوره ورېدلې ده او نن د بلخ، فاریاب او بادغیس هغه دښتې چې تېر کال وچکالۍ ځپلې وې، سږ د واورو او بارانونو له امله ښې شنې شوې دي او په دې برخه کې دې کرنې او مالدارۍ وزارت ځانګړې پاملرنه وکړي. جمهوررئیس وویل، چې سږ کال به د بلخ خلک د قوش‌تپې برېښنا پروژې شاهدان وي او همداراز د امو سیند د سواحلو جوړولو کار به هم پیل شي.

جمهوررئیس غني دې ته په اشارې چې زموږ موخه پر ځان تکیه کېدل دي، زیاته کړه چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به افغانستان خپله ټوله عادي بودجه پخپله برابروي او له یوه وارداتي مملکت څخه به په صادراتي مملکت بدلېږي او خپلو لویو پانګو ته به لکه اوبه، ځمکه او کانونه پراختیا ورکوي.

هغه وویل، چې د افغانستان د خلکو بېوزلي د منلو نه ده او زیاته یې کړه، چې موږ یووالي او داسې طرحې ته اړتیا لرو، څو د خلکو هوساینه تأمین کړي.

جمهوررئیس وویل، چې ۱۳۹۸ کال به د سولې کال وي. سوله د هر افغان لپاره لکه د اکسیجن مهمه ده؛ خو تر ټولو مهمه دا ده، چې موږ پایداره سوله غواړو، نه داسې سوله چې له هغه د وینې بوی راځي. هغه زیاته کړه، چې سوله او ټاکنې د یو بل لازم و ملزوم دي او زه پخپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړم، چې په یوه امر یې په ټول افغانستان کې اوربند وکړ.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، چې ۱۳۹۸ کال د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه ده او د ملي اتل غازي امیر امان‌الله خان د خدمتونو په ویاړ به، د هغه د دورې ټولې تاریخي ودانۍ بېرته ورغاول شي او موږ به د دارالامان، پغمان، تاج بېک او د هغه د دورې د ټولو ودانیو د بیارغاونې شاهدانو واؤسو. جمهوررئیس وویل، چې زه پر خلکو غږ کوم، چې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمه کلیزه د ټولو اقشارو له لوري په ټول افغانستان کې د ملي یووالي د ممثل په توګه ونمانځي.

همداراز په دې مراسمو کې د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر هم خبرې وکړې او د نوروز د مبارکۍ او جمهوررئیس او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې، د بلخ د لرغونیت او مدنیت په اړه خبرې وکړې او وې ویل، چې د ټول افغانستان خلک په دې ولایت کې د سولې او ارامۍ په فضا کې ژوند کوي.

 

د سخي زیارتګاه بیرغ پورته کول

په دې مراسمو کې، د حضرت علي (کرم‌الله وجهه) د زیارت بیرغ د جمهوررئیس غني په لارښوونه پورته شو او د نوروز جشن ګډونوالو د الله(ج) له دربار څخه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د خلکو د هوساینې دعا وکړه.

 

د مزارشریف د ۵۰ مېګاواټه ګازي برېښنا پروژې د بنسټ ډبرې ایښودل

جمهوررئیس محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر پر مهال، په نوروز جشن کې تر ګډون وروسته، د مزارشریف د ۵۰ مېګاواټه ګازي برېښنا پروژې د بنسټ ډبره کېښوده.

په دې مراسمو کې د کانونو او پټرولیم سرپرستې وزیرې نرګس نهان وویل، چې دغه پروژه په افغانستان کې د انرژۍ او ګازي برېښنا په تولید کې د خصوصي سکتور لومړنۍ پروژه ده. هغه زیاته کړه، چې په دې پروژه کې به پنځه زره افغانانو لپاره په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

همداراز د غضنفرګروپ رئیس او ددې پروژې تطبیق کوونکي پخپلو خبرو کې وویل، چې ددې پروژې لومړی فاز ۵۰ مېګاواټه برېښنا او دویم فاز به یې د ۲۰۰ مېګاواټو ظرفیت ولري. لومړی فاز به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي.

جمهوررئیس غني پخپله وینا کې د افغانستان پر راتلونکې د غضنفر ګروپ له باور د مننې ترڅنګ وویل، چې غنضفر ګروپ نن د افغانستان پټه انرژي رابهر کړه او له هغه څخه د هېواد د تحرک په برخه کې استفاده کوي. هغه څرګنده کړه، چې انرژي د زېربناوو زېربنا ده او افغانستان د انرژۍ د تولید لپاره مهمې سرچینې لکه لمر، باد او ګاز لري.

محمد اشرف غني وویل، هر څومره چې د انرژۍ د تولید کچه زیاتېږي، هماغومره ورسره تقاضا هم زیاتېږي. هغه زیاته کړه، چې د کرنې پراختیا د انرژۍ له تولید سره تړلې ده. جمهوررئیس څرګنده کړه، چې دولت د خصوصي سکتور ملاتړی دی او له دې سکتور سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی او حکومت په بهرنیو مارکېټونو کې د خصوصي سکتور لپاره د بازار موندنې هڅه کوي. هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې سوله له کارموندنې او اقتصادي ودې سره تړلې ده او د بېوزلۍ له محوه کولو پرته، سوله ناممکنه ده.

 

د بلخ ولایت مقام د ودانۍ پرانیسته

جمهوررئیس غني بلخ ته د خپل سفر پر مهال، د پټۍ په پرېکولو سره د بلخ ولایت مقام نوې ودانۍ پرانیسته او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د بلخ ولایت مقام ودانۍ په ۱۶۸۰ مترمربع ساحه کې په پنځو پوړونو کې په اساسي ډول د ښار جوړونې او ځمکو وزارت له لوري د ۲۷۴ میلیون افغانیو په لګښت د خانه سبز ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري جوړه شوې ده. یاده ودانۍ ۴۷ کاري څانګې، د غونډو ۳ سالونونه، ۴ مجهز پخلنځي او ۲۴ عصري تشنابونه لري او د لفټ او د وسایطو پارکېنګ هم لري.

 

کابل ته راستنېدنه

جمهوررئیس غني په نوروز جشن کې تر ګډون، د مزارشریف د ۵۰ مېګاواټه ګازي برېښنا پروژې او د بلخ ولایت مقام ودانۍ تر پرانیستې وروسته، د پنجشنبې ورځې په مازیګر، ۱ وری ۱۳۹۸ نېټه، کابل ته راستون شو.


شریکول