د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د امنیتي وضعیت ارزولو او ښې حکومتولۍ په موخه هرات ته د جمهوررئیس غني سفر

۰۶ مرغومی ۱۳۹۳

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني په ۶ مرغومې ۱۳۹۳ نېټه، د هرات د امنیتي وضعیت د ارزولو او ښې حکومتولۍ په موخه، دې ولایت ته سفر وکړ.

په دې یو ورځني سفر کې، جمهوررئیس د قومونو له شورا، د علماوو شورا له غړو، سوداګرو، د پوهنتون له استادانو، د ښځو او مدني ټولنو له استازو او همداراز د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو او اداري پلاویو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

جمهوررئیس غني د هرات تر یو ورځني سفر وروسته، د جمعې په شپه، ۶ مرغومی ۱۳۹۳ نېټه، بېرته کابل ته راستون شو.

 

له امنیتي مسؤولینو سره لیدنه

جمهوررئیس غني د هېواد د امنیتي بنسټونو د سرپرستانو په ګډون د هرات له امنیتي مسؤولینو سره وکتل او ددې ولایت د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

جمهوررئیس غني په دې لیدنه کې وویل، چې که چېرې صالح او ځواب‌ویونکي امنیتي مسؤولین وټاکل شي، ددې ولایت امنیتي وضعیت اصلاح کېدونکی دی.

 

له بېلابېلو اقشارو سره لیدنه

  • د هرات د قومونو له شورا سره په ناسته کې، جمهوررئیس غني له حکومت څخه د خلکو د پراخ ملاتړ غوښتنه وکړه او وې ویل، چې ستاسو غوښتنو او وړاندیزونو ته رسېدنه کېږي او هرات ته پخپله د هغه راتلل د خلکو وړاندیزونو او اندېښنو ته د رسېدنې لپاره د هغه جدیت ښیي. هغه زیاته کړه، چې نه غواړم په محاصره کې پاتې شم؛ بلکې غواړم لومړني لاس معلوماتو ته لاسرسی ولرم، څو د خلکو ستونزې په بنسټیز ډول حل شي.

  • جمهوررئیس غني د هرات له سوداګرو او پانګه‌والو سره په لیدنه کې وویل، چې هر سوداګر او پانګه‌وال چې په افغانستان کې پانګونه کوي، د هغه ورته ځانګړې توجه شته ده. جمهوررئیس غني د زعفرانو د کښت په پراختیا او عامولو د ټینګار ترڅنګ یادونه وکړه، چې زموږ صادرات هم غښتلي کېږي او په دې برخه کې به ستونزې هم له منځه یوړل شي. هغه وویل، چې د آبي برېښنا تولید د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري. هغه زیاته کړه، چې زموږ عمده هدف دا دی، چې افغانستان د برېښنا په صادراتي مرکز بدل شي. جمهوررئیس غني زیاته کړه، چې د هرات ولایت د سوداګرو د ستونزو رفع کېدو لپاره جدي اقدامات ترسره کېږي.

  • د جمهوررئیس بله لیدنه د هرات د ښځو له استازو سره وه. هغه وویل، چې هرات ته د ښځینه را استول شوي پلاوي راپور یې ترلاسه کړی او د اقداماتو لپاره دې ولایت ته راغلی دی. هغه زیاته کړه، چې له ښځو سره زور زیاتی په هېڅ ډول ورته د منلو وړ نه دی او له عاملینو سره به یې جدي او قانوني چلند وشي.

  • جمهوررئیس غني د هرات د علماوو له شورا سره په لیدنه کې، د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې. هغه هرات ته د خپل سفر پر مهال له ځوانانو او د مدني ټولنو له استازو سره وکتل او د هغوی وړاندیزونه یې واورېدل.

  • جمهوررئیس غني د هرات د بېلابېلو اقشارو له استازو سره د لیدنو په لړ کې د ولایتي شورا له غړو سره هم وکتل.

  • په دې سفر کې، جمهوررئیس د هرات د ولسوالیو له قوماندانانو سره هم وکتل.

 

مطبوعاتي کنفرانس

جمهوررئیس محمد اشرف غني له خلکو سره تر لیدنې او د هرات د ځایي چارواکو په ګډون په جوړه شوې اداري غونډه کې تر حضور وروسته، په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شو. هغه په دې کنفرانس کې وویل، چې اختطاف او وژنې باید پای ته ورسېږي او د قول‌اردو قوماندان، د ولسوالیو امنیه قوماندانانو، د ملي امنیت رئیسانو او د هرات ولایت ټولو مسؤولینو ته یې دنده وسپارله، چې ددې ولایت د امنیتي وضعیت د مثبت تغییر لپاره پام وړ هڅې وکړي.

هغه د هرات ولایت د امنیتي وضعیت پر سمون د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د هرات ولایت امنیه قوماندان او د ولسوالیو قوماندان له خپلو دندو لرې او پر ځای یې نور وړ کسان وګمارل شي.

جمهوررئیس ښې حکومتولۍ ته په اشارې وویل، چې اداري فساد ورته د منلو نه دی او د هرات خلک د ښایسته‌سالارۍ او وړتیا پر اساس د هغو ولسوالانو ځای نیسي، چې د رقابتي سیالیو له لارې نه دي راغلي.

هغه وویل، چې د هرات څارنوال بدل شو او د پوهنې، نفتي توکو او د برېښنا رئیسان به د خلکو د شکایتونو پر اساس، له دندو لرې او عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

همداراز جمهوررئیس غني د هرات د ګمرک رئیس او غړي له خپلو دندو لرې کړل، چې خلکو ترې شکایت کاوه او له کارونو یې خوښ نه وو.

 

کابل ته راستنېدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني هرات ته تر یو ورځني سفر او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره تر لیدنې وروسته، د جمعې په شپه ناوخته، ۶ مرغومی ۱۳۹۳ نېټه، بېرته کابل ته راوګرځېد.


شریکول