د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

غزني ته د جمهوررئیس غني سفر او له مختلفو اقشارو سره لیدنه

۰۵ تله ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې ورځې په سهار، ۵ تله ۱۳۹۷ نېټه، د غزني ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ غزني ښار ته ورسېد. په دې سفر کې له جمهوررئیس غني سره د هېواد لومړۍ مېرمنې هم ملتیا کوله. په دې سفر کې جمهوررئیس له علماوو، متنفذینو، د ښوونځیو له ښوونکو او د پوهنتون له استادانو، ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنو له استازو سره په جلا، جلا ډول وکتل. جمهوررئیس په امنیتي غونډه کې تر ګډون، لیدنو او د خلکو تر وینا وروسته ماښام بېرته کابل ته راوګرځېد.

 

په امنیتي غونډه کې ګډون

جمهوررئیس محمد اشرف غني د غزني ولایت په امنیتي غونډه کې د ګډون پر مهال، د امنیتي وضعیت، ښاري کمربندونو او تحکمیاتو، بېزونو جوړولو او امنیتي پوستو په اړه د لوی‌درستیز او ۲۰۳ تندر قول اردو راپور واورېد.

هغه امنیتي مسؤولینو ته لارښوونه وکړه، چې د عملیاتو، د امنیتي ځواکونو د تجهیز او امکاناتو د وېش په اړه دې د یوه معین وخت لپاره واضح پلان برابر شي. جمهوررئیس د ځواکونو په واحدې قوماندې او همغږۍ ټینګار وکړ.

 

د غزني له ښوونکو او د پوهنتون له استادانو سره لیدنه

د غزني د ښوونځیو ښوونکو او د پوهنتون استادانو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، د پوهنتون د زېربناوو، د ناامنه ولسوالیو د زده‌کوونکو لپاره د لیلیې د امکاناتو برابرولو، د ښوونځیو لپاره د ودانیو کموالي، بورسونو د ورکړې، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د مالي تخفیف او د ښوونکو لپاره د ځمکو وېش په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې.

جمهوررئیس غني د پوهنې په برخه کې د هغوی د بنسټیزو هڅو مننه وکړه او وې ویل، چې غزني روښانه علمي او فرهنګي تاریخ لري. هغه زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې د ښوونځیو د ودانیو جوړولو لپاره بودجه په پام کې نیول شوې ده او د یوه واضح مهالوېش پر اساس به ښوونځي جوړ شي. جمهوررئیس غني زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت تشکیل به په راتلونکو کلونو کې د اړتیاوو پر اساس زیات شي او همداراز د ناامنه ولسوالیو د لیلیو لپاره به هم بودجه په نظر کې ونیول شي.

جمهوررئیس غني دې ته په اشارې سره، چې د هېواد په پوهنه کې به اساسي بدلونونه راشي وویل، چې د هېواد ښوونځي به له انټرنېټ سره وصل شي، څو له لرې واټن څخه د تدریس زمینه برابره شي او له انلاین لابراتوارونو سره د وصلېدو په برخه کې به هند همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه، چې د غزني پوهنتون ماسټرپلان دې په معیاري ډول ترتیب شي او پوهنتونو ته د مالي تخفیف په برخه کې دې له مالیې وزارت سره خبرې وشي. جمهوررئیس غني زیاته کړه، چې خصوصي تحصیلي بنسټونه دې تدریسي څانګې د ټولنې د اړتیاوو پر اساس رامنځته کړي.

هغه د ښار جوړونې او د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارتونو ته لارښوونه وکړه، چې د ښوونکو د ښارګوټو موضوع په جدي ډول تعقیب کړي او زیاته یې کړه، چې محصلینو ته به لیلیه د ودانیو جوړولو تصدۍ له لارې جوړه شي.

جمهوررئیس همداراز برېښنا ادارې ته لارښوونه وکړه، چې په پوهنتونونو کې د برېښنا ستونزه حل کړي او د محصلینو د ترانسپورټ ستونزه هم باید له منځه یوړل شي. هغه د غزني والي ته لارښوونه وکړه، چې د پوهنتونو او ښوونځیو د تحصیلي پارکونو جوړولو لپاره ساحې مشخصې کړي.

 

له ځوانانو او د مدني ټولنو له غړو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د مدني ټولنې له غړو او د غزني ولایت د ځوانانو له استازو سره په لیدنه کې، د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

جمهوررئیس غني وویل، چې د غزني ښاري حوزې پراخېږي او د ټاکنو د امنیت په ټینګښت کې د خلکو رول مهم دی. هغه زیاته کړه، چې له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره کارېزونه جوړېږي. جمهوررئیس غني د عادلانه او رڼو ټاکنو په ترسره کېدو کې د خلکو رول او تفاهم اساسي وباله.

 

له ښځو سره لیدنه

د غزني ښځو له جمهوررئیس غني او لومړۍ مېرمنې سره په لیدنه کې، د ښځینه بندیانو، د نجونو روزنتون، نسایي ــ ولادي روغتون، ښځینه ښوونځیو، د ښځینه خبریالانو د امنیت ټینګښت او د کاري فرصتونو ایجاد په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

لومړۍ مېرمنې د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل، چې د افغان ښځو تر ټولو لویه ستونزه ناامني ده او موږ باید سولې ته کار وکړو. جمهوررئیس غني د سولې لپاره د ښځو هڅې او حوصله وستایله او ترڅنګ یې د غزني والي ته لارښوونه کړه، چې د ښځینه بندیانو لېست دې برابر کړي، څو په شرایطو برابرو هغو لپاره د بښنې فرمان صادر شي. هغه څرګنده کړه، چې د زندانونو د نامناسبو شرایطو له امله، په ټول هېواد کې د ښځینه بندیانو شمېر کمېږي.

جمهوررئیس په غزني ولایت کې د ښځینه خبریالانو ستونزو ته په اشارې وویل، چې حکومت د خبریالانو هر اړخیز ملاتړ کوي او والي ته یې لارښوونه وکړه، د هغوی خبریالانو لېست برابر کړي، چې په وروستیو پېښو کې یې زیان لیدلی، څو له هغوی سره مرسته وشي.

همداراز جمهوررئیس د غزني والي ته لارښوونه وکړه، چې د نسایي ــ ولادي روغتون جوړولو، د تخصص پروګرام او د نجونو لپاره د روزنتونونو د برابرولو لپاره د اټکلي بودجې واضح وړاندیز وکړي، څو د هغه په رڼا کې اقدام وشي.

 

له علماوو سره لیدنه

د غزني علماوو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، د الجهاد مسجد د اساسي جوړونې او د حج او اوقافو ریاست د تشکیل د زیاتولو په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې.

هغوی وویل، چې علماوو تل د افغان حکومت له انکشافي او اقتصادي پروګرامونو او د سولې له سیاست ملاتړ کړی او د حکومت ترڅنګ ولاړ دي.

جمهوررئیس غني د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره د هغوی هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د علمای کرامو فتوا ددې لامل شوه، څو د طالبانو جګړه مشروعیت له لاسه ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې الجهاد مسجد په اساسي ډول جوړېږي او تجهیز کېږي او د ملي وحدت او یووالي په ټینګښت کې یې د علماوو رول ارزښتناک وباله.

 

له متنفذینو او قومي مشرانو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د غزني ولایت له متنفذینو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې متنفذینو او قومي مشرانو، د امنیت، بندونو جوړولو، کرنیزو سړو خونو جوړولو، د برېښنا شبکې پراختیا، د صنعتي پارک جوړولو، د غزني هوایي ډګر د کار بشپړولو او مناسب ځای ته د امنیه قوماندانۍ د لېږد په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

جمهوررئیس غني د غزني د امنیت په ټینګښت کې د قومي مشرانو د هڅو او د هغوی د همکاریو ستاینه وکړه او وې ویل، چې د امنیت له درکه اندېښنې درک کوم. هغه زیاته کړه، چې د غزني امنیتي پلان په شپږو مرحلو کې جوړ شوی دی او د تطبیق په حال کې دی. جمهوررئیس په ټينګار سره وویل، چې د غزني د پېښې د بیا تکرار اجازه به ور نه کړي.

هغه د غزني له قومي مشرانو وغوښتل، چې په دې ولایت کې د ټاکنو په اړه اجماع ته ورسېږي او خپلې طرحې د جمهوري ریاست له دویم مرستیال محمد سرور دانش او د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینر محمد خان سره شریکې کړي.

همداراز جمهوررئیس غني برېښنا ریاست ته لارښوونه وکړه، چې په غزني کې دې برېښنا په عادلانه ډول ووېشل شي او د برېښنا د وېش په شبکې دې بیا غور وشي.

 

د خلکو لویې غونډې ته وینا

جمهوررئیس محمد اشرف غني د ولایت مقام د کنفرانسونو په تالار کې له بېلابېلو اقشارو سره وکتل او هغوی ته یې وینا وکړه.

په دې مراسمو کې والي وحیدالله کلیمزي، د غزني د ولایتي شورا رئیسې لطیفه اکبري او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال محمد خان هم وینا وکړه. هغوی د غزني ولایت عمومي وضعیت ته د جمهوررئیس غني له پاملرنې مننه وکړه.

ویناوالو وویل، چې خلک له جګړې ستړي شوي دي او نور د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي. همداراز د حکومت له انکشافي پروګرامونو ملاتړ کوي او په دې ولایت کې یې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني پخپله وینا کې د غزني ولایت د خلکو د سولې غوښتنې له غږ مننه وکړه او وې ویل، دښمنان فکر کوي، چې فرهنګي پلازمېنه به سقوط کړي، خو زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د همت له وجې په دې کار بریالي نشول او زموږ زړورو ځواکونو پرېنښودل چې پخپل شوم پلان کې بریالي شي.

هغه زیاته کړه، چې زه او د هېواد لومړۍ مېرمن د بېلابېلو اقشارو د ستونزو ارزونې لپاره دلته راغلي یوو، څو د امنیت موضوع او اوسنیو خنډونو په اړه ټول څه د ښځو په ګډون د خلکو له ژبو واورو او ورته د حللارې ولټوو.

جمهوررئیس غني له هغوی وغوښتل، چې د خلکو په استازولۍ دې یو کس د ویډیو کنفرانس له لارې مخامخ په غزني ولایت کې د وروستیو پرمختګونو او کارونو راپور له هغه سره شریک کړي او ټینګار یې وکړ، چې د غزني د خلکو د ځاني او مالي امنیت ټینګښت موضوع زموږ په لومړیتوبونو کې ځای لري.

جمهوررئیس غني د برېښنا ستونزې حل، د غزني ښار د حدودو ټاکلو، بندونو مدیریت، د ښوونځیو جوړولو، کرنې، د ښځو د بنسټیزو ستونزو حل، د لیلیې کار بشپړولو، د تعلیمي او تحصیلي پارک جوړولو او د غزني د جامع مسجد جوړلو په اړه اړوندو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

جمهوررئیس وویل، چې غزني ولایت ته سل میلیون افغانۍ ځانګړې شوې دي او له خلکو یې وغوښتل، چې له والي او ځایي مسؤولینو سره په همغږۍ دې په اغېزناک ډول د بودجې د مصرف په برخه کې هوکړې ته ورسېږي.

 

کابل ته راستنېدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني غزني ولایت ته تر یو ورځني سفر وروسته د هماغه ورځې په ماښام بېرته کابل ته راستون شو.


شریکول