د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

د سترپاسوال عبدالرازق له کورنۍ سره د غمشریکۍ په موخه کندهار ته د جمهوررئیس غني سفر

۰۱ لړم ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د کندهار پخواني امنیه قوماندان سترپاسوال شهید عبدالرازق له کورنۍ، قومي مشرانو او ددې ولایت له خلکو سره د غمشریکۍ په موخه، د سې شنبې ورځې په سهار، ۱ لړم ۱۳۹۷ نېټه، کندهار ښار ته ورسېد.

 

د شهید عبدالرازق روح ته دعا

جمهوررئیس غني او ورسره پلاوی کندهار ښار ته له رسېدو سره سم خرقې مبارکې ته ولاړل او هلته یې د شهید سترپاسوال عبدالرازق روح ته دعا وکړه او هغه ته یې د فردوس جنت غوښتنه وکړه.

 

د جنرال عبدالرازق له مور سره غمشریکي

جمهوررئیس محمد اشرف غني په منډیګک ماڼۍ کې د سترپاسوال شهید عبدالرازق له مور سره د غمشریکۍ پر مهال د هغه اتلولي او قرباني وستایله. هغه د سترپاسوال شهید عبدالرازق له مور څخه مننه وکړه، چې دغسې ریښتینی، زړور او هېوادپاله اولاد یې روزلی و. جمهوررئیس غني د الله(ج) له دربار څخه شهید عبدالرازق ته د جنت فردوس او د هغه کورنۍ ته د جمیل صبر دعا وکړه.

 

د کندهار د مشرانو غونډې ته وینا

محمد اشرف غني په منډیګک ماڼۍ کې د کندهار قومي مشرانو او متنفذینو ته وینا وکړه. هغه د سترپاسوال عبدالرازق پر شهادت د کندهار ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ پرمهال وویل، نن هر افغان پر شهید جنرال عبدالرازق ویاړي او په غم کې یې ځان شریک بولي، ځکه هر افغان د نوموړي په څېر له وطن سره مینه لري، د ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یې قرباني ورکوي.

جمهوررئیس د هېواد د دفاع او د بین‌المللي تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د زړورتیا، اتلولیو او مبارزې ستاینه او قدرداني وکړه. هغه وویل، که دښمنان فکر کوي چې د عبدالرازق او د هغه د ملګرو له شهادت وروسته به په کندهار کې امنیتي تشه راشي، نو یو ځل بیا دې فکر وکړي، ځکه دا د اتلانو ټاټوبی دی.

هغه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د تسلیت پرمهال وویل، نن د امنیتي ځواکونو هر سرتېری اتلولۍ او سرښندنې ته چمتو دی. جمهوررئیس د شهید قوماندان عبدالرازق اتلولیو ته په کتو نوموړي ته د سترجنرالۍ رتبه ورکړه او په وینا یې، نوموړي دا هر څه په خپلو مبارزو او وینو وګټل او دا یې د هغه لپاره لوی ویاړ وباله، چې د خرقې شریفې په حرم کې خاورو ته وسپارل شو.

جمهوررئیس څرګنده کړه، په خرقې شریفې به د ځانګړې طرحې له مخې پانګونه وشي او د شهید سترپاسوال عبدالرازق مزار به داسې ورغاول شي چې هر هېوادوال هم ورباندې وویاړي او هم لا ډېر وطنپالنې ته وهڅېږي.

جمهوررئیس غني شهید سترپاسوال عبدالرازق ته د خپلواکۍ د اتل شهید لقب ورکړ، د کندهار د پولیسو ښوونیز مرکز یې د هغه په نوم ونوماوه او د کابل او کندهار ښاروالانو ته یې لارښوونه وکړه، چې په  کابل او کندهار کې واټونه د شهید سترپاسوال عبدالرازق په نوم ونوموي.

محمد اشرف غني د افغانستان دښمنانو ته په خطاب کې وویل، د شهید عبدالرازق میلیونه ملګري او د خپلواکۍ د لارې لارویان لا ژوندي دي او د افغانستان خاوره به ستاسو په ګور بدله کړي. هغه زیاته کړه، د کندهار امنیت، ثبات او پرمختګ زموږ لومړیتوب دی.

جمهوررئیس همدارنګه پاکستان ته په خطاب کې وویل، د شهید سترپاسوال عبدالرازق او د ده د ملګرو د شهیدولو توطئه په پاکستان کې جوړه شوې وه او له پاکستان یې په ټینګار وغوښتل، چې دغه مجرمین او قاتلین د مجازاتو لپاره  افغانستان ته وسپاري.

هغه د کندهار په مشرانو او ولسونو غږ وکړ، چې د میرویس نیکه او لوی احمدشاه بابا اتفاق او ملي اراده بیا راژوندۍ کړي. هغه د کندهار ولسونو ته په خطاب کې وویل، تاسې د افغانستان سیاسي زړه یاست، د وحدت اراده او پیغام باید پیاوړی کړئ.

محمد اشرف غني وویل، د شهید سترپاسوال عبدالرازق وروستۍ غونډه د ولسي جرګې ټاکنو د امنیت د تأمین په اړه وه، نو د کندهار ولسونه دې د هغه اروا ته په درناوي د شنبې ورځ د ولسي جرګې ټاکنې په خپل پراخ ګډون سره بریالۍ کړي. هغه زیاته کړه، افغانستان تر بل هر وخت د ولسونو او قومونو ملي یووالي، پیاوړي عزم او ټینګ تدبیر ته زیاته اړتیا لري.

جمهوررئیس له ټولو هېوادوالو څخه د سترپاسوال عبدالرازق پر شهادت د غمشریکۍ له امله مننه وکړه او وې ویل پر شهید جنرال عبدالرازق افتخار پر ملي یووالي ویاړ دی، ځکه نوموړي د افغانستان د بقا لپاره مبارزه او د اغزن سیم د غځولو کلک مخالفت وکړ. هغه زیاته کړه، کندهار د ویر په ټغر ناست دی، موږ دغه غم درک کوو. کندهار چې څومره ډېر غمجن دی، نو ملي اراده یې د هغه لس برابره پیاوړې ده.

جمهوررئیس د سترجنرال عبدالرازق پر شهادت د افغانستان د بین‌المللي ملګرو په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو د جمهوررئیس د مرستیال د تسلیت پیغام، چې پرون شپه یې پر ټلیفون جمهوررئیس ته ویلی و، د کندهار او ټول افغانستان ولسونو سره شریک کړ. هغه زیاته کړه، د بین‌المللي شریکانو ژمنه داده، چې د تروریزم ضد مبارزه کې او د افغانستان د ثبات او انکشاف لپاره د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ دي.

په دې غونډه کې، د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان او د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال جمهوررئیس او ورسره لوړپوړي دولتي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د هغه له غمشریکۍ څخه په مننې وویل، د کندهار ولسونه د حکومت او نظام ټینګ ملاتړي دي او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

هغوی د شهید سترجنرال عبدالرازق پر شخصیت، هلو ځلو، مبارزې او اتلولیو د خبرو پرمهال وویل، دښمن په دغسې وحشیانه بریدونو سره زموږ د ولسونو ټینګه ملي اراده نشي کمزورې کولی او موږ به په ټول قوت سره دښمن مات کړو.

 

د ټپیانو عیادت

جمهوررئیس غني د کندهار له مشرانو سره تر لیدنې وروسته په کندهار نړیوال هوایي ډګر کې د کندهار د والي زلمي ویسا او د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان پوښتنې ته ورغی او هغوی ته یې د الله(ج) له دربار څخه د عاجلې روغتیا غوښتنه وکړه.

 


شریکول