د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

د شهیدانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه هلمند ته د جمهوررئیس غني سفر

۰۶ لړم ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یکشنبې ورځې په سهار، ۶ لړم ۱۳۹۷ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته ورسېد.

جمهوررئیس غني په دې سفر کې په پارلمان کې د خلکو د استازي شهید عبدالجبار قهرمان او د شهید صالح محمد اڅکزي له کورنیو، ملکي او پوځي مسؤولینو، مشرانو، علماوو، ځوانانو، د ولایتي شورا استازو، ښوونکو، استادانو او د هلمند له بېلابېلو اقشارو سره په جلا، جلا ډول وکتل.

جمهوررئیس غني هلمند ته تر یو ورځني سفر او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره تر لیدنې وروسته، ماښام مهال، ۶ لړم ۱۳۹۷ نېټه، بېرته کابل ته راوګرځېد.

 

له امنیتي او دفاعي مسؤولینو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني هلمند ته پخپل سفر کې ددې ولایت له امنیتي او دفاعي مسؤولینو سره وکتل.

په دې لیدنه کې، د ملي دفاع وزارت لوی‌درستیز جنرال محمد شریف یفتلي او د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال عبدالهادي ترین جمهوررئیس ته د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهوررئیس له ځانګړې پاملرنې یې مننه وکړه.

جمهوررئیس غني په هلمند ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ له همغږۍ څخه د مننې ترڅنګ د ولسي جرګې په ټاکنو کې د دوی د غوره مدیریت قدرداني وکړه. هغه د هلمند په قول اردو کې په راغلو تغییراتو خوښي څرګنده کړه او په قول اردوګانو کې یې د منسوبینو په ښوونې او روزنې او ظرفیت لوړولو ټینګار وکړ.

جمهوررئیس د خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د باور جوړولو تجربه چې د دغه ولایت په امنیت کې د مثبت بدلون لامل شوې وستایله او زیاته یې کړه له دغې تجربې څخه دې په ټولو ولایتونو کې استفاده وشي.

 

د هلمند ولایتي شورا له غړو سره لیدنه

د هلمند ولایتي شورا غړو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، د کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکېټ نشتوالي؛ د ښوونکو د کموالي؛ د کجکي او فرهاد بندونو جوړولو؛ د بست تصدۍ د فعالولو؛ پوهنتون ته د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې لوړولو؛ د جوارو د غوړیو تولید فابریکې جوړولو؛ د رخام ډبرو د قاچاق مخنیوي او د هغو د استخراج فني کولو؛ د هلمند سیند په اوږدو کې د شپږو پلونو جوړولو؛ د بست روغتون ته پاملرنې؛ د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او د شهیدو امنیتي ځواکونو او خبریالانو کورنیو ته د رسېدنې په اړه خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې.

جمهوررئیس غني د هغوی د وړاندیزونو او ستونزو له اورېدو وروسته، د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو په ځانګړي ډول د عبدالجبار قهرمان او صالح محمد اڅکزي روح ته دعا وکړه.

جمهوررئیس زیاته کړه، زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ په هېڅ ډول د هېرولو نه دي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي او پاملرنه د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د کجکي بند د پراختیا کار ډېر ژر پیلېږي او ترکي شرکت د ۱۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت چمتو دی پانګونه پرې وکړي، چې د یو میلیارد مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.

هغه زیاته کړه، د زمینداور کانال مطالعه هم په وروستیو پړاونو کې ده او د دغه کانال د فعالولو لپاره جدي اراده شته.

جمهوررئیس غني وویل: د شهید خبریالانو د کورنیو ملاتړ لپاره صندوق جوړ شوی، چې د حکومت د مالي مرستې ترڅنګ ما هم دغه صندوق سره مرسته کړې. جمهوررئیس له هغوی وغوښتل چې د دغه ولایت د شهید شویو خبریالانو د کورنیو لېست ترتیب کړي، ترڅو هغوی سره هم مرسته وشي.

جمهوررئیس د بُست تصدۍ او د جوارو غوړيو د فابریکې د فعالولو په اړه د ولایتي شورا د وکیلانو غوښتنې ته په اشارې وویل، د اقتصادي هوساینې لپاره ستاسو وړاندیزونه مؤثر دي او باید په اساسي توګه پرې فکر وشي. هغه وویل، ستاسو وړاندیزونه د وېډیو کنفرانس له لارې تعقیبېږي.

 

د هلمند له مشرانو سره لیدنه

جمهوررئیس محمداشرف غني په لښکرګاه ښار کې د هلمند ولایت له مشرانو سره وکتل.

د هلمند مشرانو په ټاکنو کې د لاسوهنو د مخنیوي، د هلمند ولایت د ځوانانو د بې کارۍ کچې د راټیټېدو، د اوبو د ذخېروي بندونو جوړولو او د کاریزونو د فعالولو، د دغه ولایت د نفوسو په تناسب د حجاجو د ونډې د زیاتېدو، له فساد سره د مبارزې او د امنیتي او نظامي مسؤولینو په استخدام کې د زورواکو د لاسوهنې د مخنیوي په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني په ټاکنو کې د فعال ګډون په خاطر د هلمند ولایت د مشرانو او خلکو د همکاریو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، په ټاکنو کې لاسوهنه د منلو نه ده او هر څوک چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه کوي، د قانون او جمهوررئیس پر وړاندې درېدلي دي.

جمهوررئیس غني په ملکي او نظامي استخدامونو کې د زورواکو لاسوهنو ته په اشارې وویل، د ۲۱۵ میوند قول اردو د پیاوړي کېدو په حال کې ده او د استخدام په چارو کې هېڅ ډول مداخله ځای نه لري. هغه زیاته کړه، په پولیسو کې هم اصلاحات دوام لري او پایله به یې په ټول هېواد کې د ناامنیو د کمېدو لامل شي.

جمهوررئیس غني همداراز ژمنه وکړه، چې د دغه ولایت د نفوسو په تناسب به د هلمند ولایت د جحاجو ونډه زیاته شي او د هلمند ولایت له خلکو یې وغوښتل چې د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره دې د نوم لیکنې په پروسه کې ونډه واخلي، ترڅو د نفوسو د دقیق شمېر د روڼتیا لپاره زمینه برابره شي.

جمهوررئیس غني ټولو وزیرانو ته لارښوونه وکړه، ولایتونو ته دې په دولتي بستونو کې د سرپرست له لېږلو څخه ډډه وکړي.

 

له ځوانانو او د مدني ټولنو له استازو سره لیدنه

د هلمند ځوانانو او د مدني ټولنو غړو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، د ملي وحدت حکومت هڅې او په ځانګړي ډول په بېلابېلو برخو کې د جمهوررئیس لاسته راوړنې وستایلې.

هغوی په دولتي پوسټونو کې د ځوانانو د ګومارنې لپاره د مننې ترڅنګ د سرحدي ولسوالیو د امنیت د تامینولو، د زورواکو پر وړاندې د عملي ګامونو، د برېښنا د نرخ د راټیټولو، د ځوانانو لپاره د تحصیلي بورسونو د ورکړې او د صنعتي پارک د جوړولو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د ځوانانو او د مدني ټولنو د استازو د غوښتنو تر اورېدو وروسته وویل، زه د ځوانانو پر ارادې ولاړ یم او د ځوانانو د پیاوړتیا او د افغانستان د ادارو د ځوانولو لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلم. هغه زیاته کړه، ځوان نسل په امنیت، معارف، روغتیا او زراعت کې اصلاحات غواړي او زموږ تګلاره له اختطاف څخه د دولت ژغورل دي.

جمهوررئیس د هلمند ولایت د امنیت په اړه وویل، چې د دفاع وزارت په ګومارنو کې د زورواکو لاسوهنه اتیا سلنه راټیټه شوې ده او په ۲۱۵ میوند قول اردو به د هلمند ولایت د ولسوالیو د امنیت بنسټيز تأمین لپاره ډېره پانګونه وشي.

جمهوررئیس غني وویل، چې د هلمند ولایت لپاره به د لومړي درجه ولایت ټولې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي او د هلمند ولایت لپاره د یو معیاري اداري کمپلکس بودجه نهایي شوې ده.

هغه زیاته کړه، ځوانان دې ته اړتیا نه لري چې په واسطو او وسیلو پسې وګرځي، ځکه ادارې د ولس د خدماتو لپاره دي او تاسو به له شفافې لارې څخه د ولس د ښه خدمت په موخه په ادارو کې وګومارل شئ.

 

له علماوو سره لیدنه

د هلمند علماوو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، له حکومت څخه د کلک ملاتړ د څرګندولو ترڅنګ د علماوو د تشکیل د پراختیا، په جنګ ځپلو ولسوالیو کې د جوماتونو د ترمیم او بیارغاونې، د حج د سهمیې د ډېروالي او د یوه دیني مرکز د ودانولو په اړه خپل وړاندیزونه له هغه سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني وویل، د علماوو له متفقې فتوا څخه مننه کوم چې له امله یې ما د اوربند اعلان وکړ. هغه زیاته کړه، د سولې راوستل زموږ لومړنۍ دنده ده او په دغه پروسه کې د علماوو رول خورا اغېزناک دی.

جمهوررئیس وویل، د هلمند د علماوو شورا تشکیل به د لومړۍ درجې ولایت پر بنسټ پراختیا ومومي او له علماوو څخه یې وغوښتل چې د شهید شویو او ترمیم ته اړ جوماتونو لېست دې جوړ او له جمهوري ریاست سره دې شریک کړي، تر څو د بیارغاولو او ترمیم لپاره یې عملي اقدامات وشي.

هغه زیاته کړه، د هلمند د علماوو د حج سهمیه به د دغه ولایت د نفوس پر بنسټ ورکول کېږي، خو له علماوو یې وغوښتل خلک دې وهڅوي چې تذکرې واخلي، تر څو د نفوسو دقیقه شمېره په ډاګه شي. همداراز هغه زیاته کړه، د حج او اوقافو وزارت د طرحې له مخې به په ټول هېواد کې علماو کرامو ته د معاشاتو د ورکړې لړۍ پیل شي.

 

د شهیدانو له کورنیو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د خپل سفر پر مهال د شهید عبدالجبار قهرمان او شهید صالح محمد خان اڅکزي له کورنیو سره وکتل او له هغوی سره یې غمشریکي وکړه. هغه د شهید قهرمان او شهید اڅکزي اتلولۍ وستایلېط او هغوی یې د ولسواکۍ او آزادۍ د لارې شهیدان وبلل. جمهوررئیس وویل، چې حکومت به د هغوی کورنۍ له یاده ونه باسي او په ټولو برخو کې به د هغوی ملاتړ وکړي.

 

له ښځو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال ددې ولایت د ښځو له استازو سره وکتل.

په دې لیدنه کې، د هلمند ولایت د ښځو چارو سرپرستې قمر نیازۍ ښځو ته د ځانګړې پاملرنې په خاطر له جمهوررئیس څخه مننه وکړه وې ویل، ټول هېواد په ځانګړي ډول ښځې ستاسې د هلو ځلو قدرداني کوي. هغې وویل، ملکي ادارې د ښه‌والي په حالت کې دي او د هلمند ښځو ته دې په هره برخه کې د خدمت فرصت ورکړل شي.

هغې د ښځو لپاره د امن خونو، د ښځو لپاره د ځانګړي سوداګریز مارکېټ، د کارموندنې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کورنیو سره د مرستې په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د هېواد په کچه د ښځو د اغېزناک رول په اړه وویل، د سولې په اړه د ښځو سرتاسري جرګه جوړېږي، ځکه د افغانستان په ثبات کې د ښځو ونډه حتمي ده.

جمهوررئیس د هلمند والي ته لارښوونه وکړه، د هلمند د هغو ښځو لېست دې ترتیب او د چارو له ادارې سره شریک کړي، چې د ولایت او افغانستان په کچه کار کولی شي. هغه همداراز ښځو ته ډاډګېرنه ورکړه چې په هلمند ولایت کې به د ښځو لپاره د امن خونه جوړه او ټول وړاندېزونه به یې تعقیب شي.

 

له استادانو او ښوونکو سره لیدنه

د ښوونځیو ښوونکو او د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د کاري روغتون د بودجې منظورولو، د پوهنتون انکشاف، په پوهنه کې د فساد ضد مبارزې، د ښوونکو معاشونو ته متوازن لاسرسي، کتابونو او قرطاسیې، د ساینس لابراتوار نشتوالی او د هلمند د امنیت او ثبات د ټینګښت په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له هغه سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني په پیل کې د هلمند د وروستیو پېښو د شهیدانو روح ته دعا وکړه او له استادانو او معلمینو څخه یې په سختو شرایطو کې د افغان ماشومانو د روزنې له امله مننه وکړه. هغه زیاته کړه چې د هلمند امن او ثبات به تأمین شي، زموږ مشترک عزم پیاوړی دی.

جمهوررئیس زیاته کړه، په زېربنایي چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار ډاکتر محمدهمایون قیومي ته مې لارښوونه کړې چې د زېربناوو په برخه کې د افغانستان په کچه د ټولو پوهنتونونو ستونزې په اساسي ډول وارزوي او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي. هغه وویل چې په پوهنتونونو کې دې د عایداتي امکاناتو لپاره ملي پروګرامونه تطبیق شي.

جمهوررئیس وویل چې، معارف د هېواد د اوسني او راتلونکو نسلونو د فکري روزنې اساسي بنسټ دی او په دغه بنسټ کې هېڅ ډول مداخله د منلو وړ نه ده. هغه زیاته کړه چې د ۶ زره ښوونځیو د ودانولو لپاره بودجه منظوره شوې ده، چې عملي چارې یې پیل شوې دي او هلمند ولایت ته به ډېر ژر دغه لړۍ وغځیږي.

جمهوررئیس د هلمند والي ته لارښوونه وکړه، هر زورواکی چې د معارف او پوهنتون په چارو کې مداخله کوي، نو لطفاً یې مخه ونیسئ او یا یې د مخنیوي په اړه له مرکز څخه مرسته وغواړئ، ځکه په دې برخه کې لاسوهنه د زغم وړ نه ده. هغه مسؤولینو ته ډاډ ورکړ چې د اصلاحاتو په برخه کې د ده بشپړ ملاتړ ورسره دی.

 

د خلکو غونډې ته وینا

جمهوررئیس محمد اشرف غني هلمند ته د خپل سفر په جریان کې د هلمند مشرانو او متنفذینو، علماو، ځوانانو، ښځو، د مدني ټولنې او بېلابېلو اقشارو څخه په جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه.

جمهوررئیس غني یو ځل بیا د شهید عبدالجبار قهرمان او د شهید صالح محمد اڅکزي د شهادت له امله د هلمند ولسونو سره غمشریکي وکړه او دښمنانو ته یې په خطاب کې وویل، افغانان ترور ته نه تسلیمېږي، که دوی مو رانه واخیستل، مګر زرګونه افغانان به د دوی غچ درنه واخلي، ځکه افغانان ترور ته نه تسلیمېږي. هغه زیاته کړه، د شهید قهرمان او شهید اڅکزي کورنیو ته اساسي توجه کېږي.

جمهوررئیس د هلمند د ولسونو زغم ته په اشارې وویل، دا ستر ولس د ملي یووالي نمونه دی، که د دوی پرځای تیږه هم وای نو چادولې به وای. د هلمندیانو اراده، زغم او عزم د قدر وړ دی. هغه زیاته کړه، هلمندیانو تل د نظام ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې قربانۍ ورکړي.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، هلمند لومړی درجه ولایت دی او په واقعي توګه به د لومړۍ درجه ولایت امکانات ورکړل شي او ټولو ادارو ته مې لارښوونه ده چې د هلمند لپاره خپل تشکیلات زیات کړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د ښځو په ځانګړي ډول د کونډو مېرمنو ستونزو ته اساسي پام کېږي. د دښمنانو له لوري شهیدان شوي او زیانمن شوي جوماتونه بیا رغاول کېږي. د شهیدو علماو او خبریالانو کورنیو ته رسیدګي کېږي. هغه زیاته کړه، د هلمند خبریالان د حقایقو د بیانولو په برخه کې ستونزې او خطرونه ګالي او حکومت به د خبریالانو د ملاتړ صندوق له لارې د شهیدو خبریالانو کورنیو سره همکاري وکړي.

محمداشرف غني وویل، د بست تصدۍ ته ورکړل شوی تخصیص به اجرا شي او همدارنګه یې د هلمند له پانګوالو وغوښتل چې له دولت سره په مشارکت دغه تصدۍ په پښو ودروي. هغه زیاته کړه، د ټاپي او له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان د برېښنا د لېږد او نورې لویې پروژې هلمندیانو ته هوساینه او خوشالي راوړي.

جمهوررئیس وویل: د جنګونو او وچکالۍ له امله د هلمند زیانمن شویو ولسونو سره به د شته امکاناتو په رڼا کې مرسته وشي. کجکي انکشاف مومي او د زمینداور کانال په جوړولو هم اساسي کار کېږي. هغه په ټینګار سره وویل، د هلمند د خلکو بنیادي او ملي پیغامونه د افغانستان ټولو ولسونو ته ورسوي.

هغه زیاته کړه، هلمندیان له جنګ، فساد، بې‌قانونۍ او زورواکۍ ستړي دي. د پوهنې، امنیت، کرنې او نورو برخو کې پراخ او ژور اصلاحات راځي. اصلاحات د ولسمشر د کورنۍ شخصي پرېکړه نه ده دا د هلمند لس غوښتنه ده.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، هلمندیانو د نورو هېوادوالو په څېر په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ او د ټاکنو کمېسیون دې د دوی دې پوښتنو ته چې ولې د رای ورکولو مرکزونه پر وخت خلاص نشول او نه هم مواد پر وخت مرکزونو ته ورسېدل باید ځواب ووایي. هغه زیاته کړه، په ټاکنو کې هېڅ ډول مداخله د منلو او زغم وړ نه ده.

جمهوررئیس وویل، د هلمند ستونزې د قوې په استعمال نه، بلکې په پوهنه، کرنه، اقتصاد او ښې حکومتولۍ حلېږي، حکومت او ولس نور د اختطاف وړ نه دی او نه یې هم چاته د اختطافولو اجازه ورکوو.

محمد اشرف غني وویل، په داسې حال کې چې ولسونه د زده کړې، روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې زیاتې ستونزې لري، مګر وزارتونه لا هم خپله بودجه نشي لګولی، نو دوی دې ولسونو ته ځواب ووایي. هغه زیاته کړه، د هلمند ښځې صدقه نه بلکې معقول کار غواړي، ځکه د دوی وړاندیز دا و، چې بست تصدي دې فعاله شي چې ښځو ته د کار زمینه برابره شي.

جمهوررئیس وویل، هلمندیان سوله غواړي، د سولې شرایط برابر شوي، داسې سوله نه غواړو چې د جنګ بل فصل پرانېزي. سوله په تدبیر او دقت کېږي. ولس په سوله اجماع لري او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي. هغه زیاته کړه، هلمند مې په زړه کې ځای لري، د هلمند هره ستونزه خپله ستونزه ګڼم او په هر غم کې ورسره شریک یم.

 

د ۲۱۵ میوند قول‌اردو لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د ۲۱۵ میوند قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په جلا جلا غونډو کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

وروسته جمهوررئیس غني د ۲۱۵ میوند قول اردو د غونډو په تالار کې د یادې قول اردو منسوبینو او مسوولینو سره په عمومي غونډه کې ګډون او وینا وکړه. په پیل کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالهادي ترین جمهوررئیس او ورسره لوړ پوړي دولتي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.

نوموړي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهوررئیس همېشنۍ پاملرنې څخه په مننې وویل، ستاسو هڅونه او پاملرنه د هېواد د دفاع او د دښمن د ځپلو په برخه کې د سرتېرو مورال او روحیه لاپیاوړې کوي.

په دغه غونډه کې جمهوررئیس غني د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان بریدجنرال عبدالهادي ترین ته د هغه د ښې رهبرۍ او د دښمن د ځپلو په برخه کې د هلو ځلو د قدردانۍ له امله د شجاعت مډال ورکړ.

جمهوررئیس غني د ۲۱۵ میوند قول اردو مسوولینو او منسوبینو ته د وینا پرمهال وویل، زه نن راغلی یم چې د ۲۱۵ میوند قول اردو د هر سرتېري، بریدمل، افسر او رهبرۍ مننه وکړم، ځکه تاسو په هلمند کې د دښمن د ځپلو او د امنیت د تامین په برخه کې د قدر وړ هڅې او مبارزه وکړه.

د هېواد جمهوررئیس وویل، په تېرو دوه کالو کې په هلمند کې د دندې ترسره کول د زمري زړه، د وطنپالنې روحیه او صداقت غوښت چې تاسو دا هر څه لرل، ځکه تاسې د دې وطن اتلان او صادق بچیان یاست. هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې ټاکنو د بریالي ترسره کېدو له امله ستاسو ځانګړې مننه کوم، ځکه په دې برخه کې مو د دښمن ټول پلانونه او هڅې ناکامې کړې.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو له میندو، پلرونو، مېرمنو، اولادونو او کورنیو څخه له دې امله مننه وکړه، چې د هېواد د دفاع او د ولس د ساتنې لپاره یې له خپلو کورنیو لیرې سخت شرایط وزغمل.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو ستونزو په ځانګړي ډول هغو مواردو ته پر وخت رسیدګي وکړي، چې له جمهوررئیس سره یې په جلا کتنو کې شریک کړل. هغه زیاته کړه، د دوی د امتیازاتو، ترفیعاتو، د معاشونو د ورکړې او رخصتیو ستونزه باید په اساسي توګه حل شي.

محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه، بریدملان چې هم د دفتر او هم د سنګر خلک دي د دوی لپاره دې د بریدملانو په نوم د شجاعت مډال جوړولو چارې له اړوندو مسوولینو سره تعقیب کړي. هغه په ټینګار سره وویل، قراردادیان باید پر وخت په قرارداد کې ذکر شوي موارد او شرایط پوره کړي، ځکه په دې برخه کې هېڅ ډول ځنډ او فساد د منلو وړ نه دی.

جمهوررئیس وویل، سرتېرو ته دې موسمي سبزیجات او مېوې او همدارنګه بریدملانو ته د تقاعد امتیازات او حقوق ورکړل شي. هغه زیاته کړه، زه چې هر ځل قول اردوګانو ته راځم، نو د وطنپالنې، اتلولۍ او شجاعت نوی درس زده کوم.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د جګړې د لومړۍ کرښې د اتلو سرتېرو امتیازاتو ته باید ځانګړی پام وشي او همدارنګه یې د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وسایطو د ترمیم ستونزه باید په اساسي توګه حل شي.

جمهوررئیس د ۲۱۵ میوند قول اردو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، زه او د افغانستان ټول ولس درباندې ویاړو، ځکه تاسو ددې هېواد د پت او عزت لپاره مبارزه کوئ. هغه په ټینګار سره وویل، جنګ په هېڅ صورت نه خصوصي کېږي، ځکه دا هېواد ستاسو غوندې اتل او زړور بچیان لري.

 

کابل ته راستنېدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني هلمند ته تر یو ورځني سفر او د هلمند له بېلابېلو اقشارو سره تر لیدنې وروسته ماښام مهال، ۶ لړم ۱۳۹۷ نېټه، بېرته کابل ته راوګرځېد.


شریکول