د نوي ولایت مقام د ودانۍ پرانیستې او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره د لیدنې په موخه پکتیکا ته د جمهور‌رئیس غني سفر

۱۲ لړم ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوشنبې ورځې په سهار، ۱۲ لړم ۱۳۹۷ نېټه، پکتیکا ولایت ته سفر وکړ. په دې سفر کې هغه د ولایت مقام نوې ودانۍ د پرانیستو ترڅنګ له ملکي او نظامي مسؤولینو او د پکتیکا ولایت له بېلابېلو اقشارو سره په جلا، جلا ډول وکتل.

جمهوررئیس غني پکتیکا ته تر یو ورځني سفر وروسته، د هماغې ورځې په ماښام بېرته کابل ته راوګرځېد.

 

د پکتیکا ولایت مقام د نوې ودانۍ پرانیسته

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پکتیکا ولایت مقام نوې ودانۍ د ملکي او نظامي مسؤولینو او ددې ولایت د مشرانو په ګډون پرانیسته.

د پکتیکا ولایت نوې ودانۍ د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې ده.

 

له امنیتي او دفاعي مسؤولینو سره لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس او د وسله‌وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د دې ولایت له امنیتي او دفاعي مسئولینو سره وکتل.

په پیل کې د وسله وال پوځ لوی‌درستیز محمد شریف یفتلي او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان دادان لونګ د پکتیکا د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د ښې همغږئ ډاډ یې ورکړ.

جمهوررئیس غني د پکتیکا والي او ددې ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غوره مدیریت مننه وکړه او ویې ویل، هغه ځواکونه چې د امنیت په تأمین کې یې اغېزناک رول لرلی باید تقدیر شي.

جمهوررئیس وویل، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د کنډکونو او لواګانو په کچه عملي پلانونه ولري، ترڅو له ځواک څخه په مؤثره توګه ګټه واخیستل شي. هغه زیاته کړه چې ۲۰۳ تندر قول اردو باید د زون لپاره په پراخه کچه واضح پلان ولري.

جمهوررئیس غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په همکارۍ کې د پکتیکا د ولس رول اغېزناک وباله او د دې رول پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

 

د ولایتي شورا له غړو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر پر مهال ددې ولایت د ولایتي شورا له غړو سره وکتل.

د ولایتي شورا غړو جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په اقتصاد، زېربنایي او امنیتي برخو کې یې د جمهوررئیس له هلو ځلو او برنامو مننه وکړه.

هغوی د ګواشتې د لارې د خلاصولو او ددې لارې د امنیت د تأمین، د وازې خوا ولسوالۍ ته د ملي اردو د یوه کنډک د لېږد، له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته د ولایت د ارتقاء، په معارف کې د اصلاحاتو، د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه کې د پوهنځیو د ډېرښت، د ښرنې د ملکي روغتون د ظرفیت لوړولو، د ولسوالیو د سړکونو د رغاولو او د غیررسمي ولسواليو د رسمي کولو په برخه کې خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني پکتیکاوالو څخه د خپل ولایت د امنیت تامینولو په خاطر مننه وکړه. هغه وویل چې، د پکتیکا ټولو په ځانګړي ډول د ډیورنډ په کرښه پرتو ولسوالیو امنیتي ترتیبات نېول شوي او ملي امنیت ته مو لارښوونه کړې، چې د لارې امنیت د تأمین لپاره عاجل اقدامات وکړي. هغه زیاته کړه چې له امنیتي نظره پکتیکا، پکتیا او غزني سره اړیکه لري او په لویه کچه ددې سیمې د امنیت د لا تامینولو لپاره بحث کېږي.

جمهوررئیس وویل، چې د پکتیکا ولایت قومي جوړښت، یووالی او همغږي پیاوړې ده او موږ باید په یوه داسې طرحه کار وکړو څو د امنیت په برخه کې مؤثریت ایجاد شي.

جمهوررئیس غني وویل، چې د ۶ زره ښوونځیو ودانولو لړۍ پیل شوې ده، چې په پایله کې به یې د پکتیکا د ښوونځیو ستونزه حل شي او د پکتیکا د لوړو زده کړو په مؤسسه کې به یو پوهنځی زیات شي.

جمهوررئیس همداراز ژمنه وکړه، چې د خلکو لپاره د ښو خدماتو د عرضې په خاطر به د پکتیکا ولایت له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته ارتقاء وکړي. هغه د ولایتي شورا له غړو څخه وغوښتل چې د یوه ملي کمپاین له لارې دې خلک وهڅوي، څو ددغه ولایت د نفوس شمېر دقیق شي.

 

له علماوو، متنفذینو او قومي مشرانو سره لیدنه

علماوو، متنفذینو او قومي مشرانو له جمهوررئیس سره په لیدنه کې، د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي، د لویو لارو د امنیت د تأمین، د ټاکنو په پایله کې د لاسوهنې مخنیوي او د شفافیت رعایتولو، د بندونو او سړکونو رغاولو، د ارګون د ماسټر پلان د تطبیق، په دولتي ادارو کې د پکتیکا د ځوانو کادرونو د استخدام، علماوو او دیني علومو ته د پاملرنې او دویمې درجې ته د پکتیکا د ولایت د ارتقاء په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس د پکتیکا له ولس څخه د وطن د دفاع او ساتنې او د سولې په اړه د علماوو د متفقې فتوا له امله مننه وکړه، چې په پایله کې یې حکومت د اوربند تصمیم ونیوه او د همدغه اوربند له امله زموږ ملي یووالی ثابت شو. هغه وویل چې پکتیکا د شخړو، ناامنیو او بې‌اتفاقۍ وطن نه دی، بلکه د وحدت، یووالي او عزت سیمه ده او د دغو ټولو ارزښتونو د پالنې له امله پر تاسې ټولو ویاړ کوم.

جمهوررئیس غني وویل، چې په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې کمبود وجود لري او په دې برخه کې له تاسې غوښتنه کوم، چې خپل ځوانان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې شمولیت ته وهڅوئ.

جمهوررئیس همداراز وویل، چې د لارو خلاصول زموږ په لومړیتوبونو کې دي او په دې برخه کې د اړونده مسئولینو ترڅنګ د ولسونو رول هم مؤثر دی.

جمهوررئیس وویل، چې له سیاسې اړخه د سولې زمینه برابره شوې ده، اسلامي نړۍ او سیمه سولې ته چمتو ده، موږ له پاکستان سره سوله غواړو او پاکستان باید په دې پوه شي، چې باثباته افغانستان د دوی په ګټه دی. هغه وویل، چې طالبان دې بین‌الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، ځکه چې موږ د سولې اختیار پردیو ته نه ورکوو.

جمهوررئیس غني تېرو ټاکنو ته په اشارې وویل، چې د خلکو ونډه د قدر وړ ده او د ټاکنو دواړه کمېسیونونه د شفافیت د تأمینولو لپاره ژمن دي، څو د ولس د ارادې ساتنه وکړي.

 

د پوهنتون له استادانو او د ښوونځیو له ښوونکو سره لیدنه

جمهوررئیس محمداشرف غني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر پر مهال د ښوونځیو له ښوونکو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل. په دې لیدنه کې، هغوی په شخصي پیسو د ۲۴ ښوونځیو د جوړو له امله د جمهوررئیس قدرداني وکړه او د پوهنې په برخه کې د اصلاحاتو، د مسلکي استادانو د کموالي، نجونو لپاره د لیلیې د جوړولو، د پوهنتون د پراختیا او د عملي کار لپاره د کرنیزو فارمونو د جوړولو په برخو کې یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

د هېواد جمهوررئیس د استادانو او ښوونکو له زحمتونو څخه، چې په ستونزمنو شرایطو کې د هېواد د اولادونو په ښوونه او روزنه بوخت دي مننه وکړه او وې ویل: تاسې د بدلون وسیله یاست او د پکتیکا روښانه راتلونکی تاسو پورې اړه لري.

جمهوررئیس ژمنه وکړه، چې د پوهنتون احاطوي دېوال له ځانګړې بودجې څخه جوړېږي او د لوړو زده کړو وزیر ته یې لارښوونه وکړه، ترڅو د پکتیکا په پوهنتون کې دې داسې څانګې زیاتې شي چې د دغه ولایت پراختیا لپاره مؤثرې وي.

همداراز جمهوررئیس زیاته کړه، د هېواد د پوهنې په برخه کې اصلاحات د ترسره کېدو په حال کې دي او په ټول افغانستان کې د ۶ زره ښوونځیو جوړېدل پیل شوي، چې ددې پروژې په تطبیق سره به د ښوونځیو د کمښت ستونزه حل شي.

 

له ښځو سره لیدنه

ښځینه فعالانو له جمهوررئیس سره په لیدنه کې، د پکتیکا ولایت د ښځو استازو د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو د نشتوالي، په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت، د سولې په خبرو کې د ښځو د ونډې، په دولتي بستونو کې د ښځو د استخدام او ښځو لپاره د روغتیایي خدمتونو د زیاتوالي په برخو کې خپلې ستونزې جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس غني د ټاکنو په پروسه کې د ښځو د فعال ګډون او مور و ماشوم د مړینې کچې د کموالي په برخو کې د دغه ولایت د ښځو د هڅو قدرداني وکړه وې ویل، د پکتیکا ولایت په کچه د نرسانو او قابلو زیاتوالې د دغه ولایت د ښځو د نېکې ارادې ښکارندوې ده.

جمهوررئیس غني وویل، یوه لېسه د ښرنې په ښار کې او یوه لېسه په ارګون کې له ځانګړي بودجې څخه نجونو لپاره جوړېږي.

دغه راز جمهوررئیس غني د ښځو حقوقي ستونزو ته په اشارې وویل، د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو نشتون لویه ستونزه ده او حکومت چمتو دی هغو ښځینه څارنوالانو ته، چې دغه ولایت کې خدمت وکړي زیات امتیاز ورکړي.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: حکومت چمتو دی، د ادارو په ټولو کچو کې ښځینه کارکوونکي وګوماري، خو د هغوی پر تعلیمي او مسلکي ظرفیت لوړونې باید زیات تمرکز وشي.

 

د مدني ټولنو او ځوانانو له استازو سره لیدنه

د پکتیکا ولایت ځوانان او د مدني ټولنې استازو د جمهوررئیس پر اقتصادي او زېربنایي پروګرامونو، چې د هېواد د اقتصادي ودې لامل شوي خوښي څرګنده کړه.

هغوی څرګنده کړه، سره له دې چې د پکتیکا ولایت خلک زیاتې قربانۍ زغلمي، خو دغه ولایت ته کافي پاملرنه نه ده شوې. دوی د لوړوزده کړو لرونکو ځوانانو د بې کاری، په ولسوالیو او مواصلاتي لارو کې د امنیتي ګواښونو، خپلواک پوهنتون ته د پکتیکا د لوړو زده کړو مؤسسو ارتقا، د تحصیلي بورسونو د عادلانه وېش، د ښرنې روغتون د ظرفیت زیاتوالي، د بندونو د جوړولو، د برېښنا انرژۍ د تأمین او په ټاکنو کې د شفافیت په برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې جمهوررئیس سره شرېکې کړې.

جمهوررئیس غني د ټاکنو په ملي پروسه کې د پکتیکا ولایت خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو او مدني ټولنې د فعال ګډون قدرداني وکړه وې ویل: د افغانستان خلک بدلون او ولسواکۍ ته رایه ورکړې او دا نړیوالو ته ستر پیغام دی. هغه زیاته کړه، له ټاکنیزو کمېسیونونو سره مې په غونډو کې له هغوی څخه د ټاکنو په پایلو کې د شفافیت غوښتنه کړې او هیچاته به اجازه ورنکړم چې د ټاکنو شفافیت زیانمن کړي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د پکتیکا پوهنتون ته پراختیا ورکول کېږي او د دغه پوهنتون احاطوي دېوال د ارګ عملیاتي واحد له خوا په اساسي ډول جوړېږي. هغه زیاته کړه، د لوړو زده‌کړو وزارت ته لارښوونه شوې، چې د دغه پوهنتون ودانۍ او د نجونو لپاره لیلیه جوړه کړي.

جمهوررئیس له ځوانانو او مدني ټولنې له استازو وغوښتل، چې د دغه ولایت د نفوسو د دقیق تثبیت په برخه کې همکاري وکړي ترڅو د هغه پر اساس سهمیه په پام کې ونیول شي. هغه زیاته کړه، ډېر ژر به پکتیکا ولایت له دریم درجه ولایت څخه دویم درجه ولایت ته ارتقاء وکړي.

جمهوررئیس غني په دولتي بستونو کې د ځوانانو استخدام ته په اشارې وویل، هغه ریاستونه چې له پنځو کلونو راهیسې په‌کې رئیسان کار کوي اعلان ته وړاندې کېږي او ټولو ته به د مساوي سیالۍ زمینه برابرېږي.

جمهوررئیس غني سولې پروسې ته په اشارې وویل، د پکتیکا ولایت ځوانانو، علماوو، استادانو، مېرمنو او مشرانو دا ثابته کړه، چې سولې ته بشپړ اجماع لري. هغه زیاته کړه، سوله راتلونکې ده او دا زموږ د ټولو ملي دنده ده، چې د سولې کاروان د مقصد منزل ته ورسوو.

 

د خلکو غونډې ته وینا

جمهوررئیس محمد اشرف غني پکتیکا ته د خپل سفر پرمهال په مرکز ښرنه کې د پکتیکا مشرانو، علماوو، د ولایتي شورا استازو، ځوانانو، ښځو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

جمهوررئیس غني د هېواد د ساتنې او د نظام د ملاتړ له امله د پکتیکاوالو کوښښونه او سرښندنې وستایلې او په جشنونو د لویو اقتصادي پروژو د نمانځنې له امله یې له هغوی څخه په مننې دا د پکتیکاوالو ملي روحیه وبلله.

جمهوررئیس وویل، پکتیکا نن دویمې درجې ته ارتقاء کوي. د پکتیکا لپاره به اداري کمپلکس، د غونډو تالار، د مېرمنو لپاره د فاتحې ځای، په ښرنه او ارګون کې د نجونو یو، یو ښوونځی او یوه، یوه لېسه جوړه شي. د ښرنې روغتون ۱۵۰ بستریز کېږي. پکتیکا پوهنتون به مستقل او د دوه نورو پوهنځیو لرونکی شي. د پوهنتون د احاطې دېوال به جوړ او د انګور اډې سړک په پاتې برخه به هم پانګونه وشي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د بېلابېلو اقشارو استازو سره په کتنه کې مې لویه بشري پانګه او د پکتیکا نوې څېره ولېده، د پکتیکا اصلاحات او د ولسونو تحرک باید ادامه او انکشاف پیدا کړي. هغه زیاته کړه، د ښوونځیو د ودانیو او اړوندې ستونزې به په اساسي توګه حل شي.

جمهوررئیس د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر او میدان‌وردګو والیانو ته لارښوونه وکړه چې په ګډه سلا د اړوندو ولایتونو لپاره امنیتي پلان ترتیب او تطبیق کړي او همدارنګه د لویو لارو د خوندیتوب په برخه کې خپله همغږي او همکاري زیاته او د ولسونو رول ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

جمهوررئیس غني وویل، د پکتیکا د ځنګلونو احیا او ساتنې ته اساسي پام کېږي او کرنې وزارت ته یې لارښوونه وکړه، چې پکتیکا پوهنتون ته د کرنیزو څېړنو یو فارم او د جلغوزیو د پروسس یو مرکز هم په پکتیکا کې جوړ کړي. همدارنګه به امکاناتو ته په پام یو یا دوه بندونه هم په پکتیکا کې جوړ شي.

محمد اشرف غني وویل، پکتیکاوال په ولسواکۍ باورمند دي او له ټاکنیزو کمېسیونونو یې غوښتنه داده، چې د پایلو په اعلان کې بشبړ شفافیت تامین کړي. هغه په ټینګار سره وویل، کمېسیونونه باید د ولس د پاکو رایو درناوی وکړي.

جمهوررئیس غني وویل، د پکتیکا لپاره مسلکي ښځینه ښوونکو ته به امتیازي معاش او ښځیه قاضیانو او څارنوالانو ته دېرش سلنه زیات معاش ورکړي. هغه زیاته کړه، سوله چې د پکتیکاوالو او ټولو افغانانو اساسي غوښتنه ده، ملي زغم او ارادې ته اړتیا لري.

جمهوررئیس په وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې له خپلو وسلو سره مخه ښه وکړي، له پردیو سره خپلې اړیکې پرې کړي او له خپل هېواد سره چې د مور او پلار حیثیت لري یو ځای شي، ځکه هېڅوک هم له مور او پلار څخه زیات مهربان نه دی.

په دې غونډه کې د پکتیکا والي او د ولایتي شورا رئیس هم وینا وکړه او د بشپړو شویو او تر کار لاندې پروژو په اړه یې معلومات ورکړل. هغوی له سولې، نظام او ملي پروژو د ملاتړ ترڅنګ، د پکتیکا ولایت د خلکو هېوادپالنه او هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې ددې ولایت د خلکو ستونزو او وړاندیزونو ته به په اساسي ډول پاملرنه وشي.

 

کابل ته راستنېدنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني پکتیکا ولایت ته تر یو ورځني سفر، د ولایت مقام لپاره د نوې ودانۍ تر پرانیستو او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره تر لیدنې وروسته په، ۱۲ لړم ۱۳۹۷ نېټه، ماښام مهال بېرته کابل ته راستون شو.


شریکول