د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

د باریک‌آب صنعتي او کرنیز پارک د پرانیستې په موخه پروان ته د جمهوررئیس غني سفر

۲۳ تله ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دوشنبې ورځې په سهار، ۲۳ تله ۱۳۹۷ نېټه، د باریک‌آب صنعتي او کرنیز پارک د کار پرانیستې، د جبل‌السراج ــ نجراب سړک د لومړي فاز د بشپړېدو، د جبل‌السراج ارګ د بیارغاونې له کارونو د لیدنې او ددې ولایت له ملکي او پوځي مسؤولینو سره د کتنې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.

جمهوررئیس غني پروان ته تر یو ورځني سفر وروسته، ۲۳ تله ۱۳۹۷ نېټه، ماښام مهال بېرته کابل ته راستون شو.

 

د باریک‌آب صنعتي او کرنیز پارک پرانیسته

د باریک‌آب صنعتي او کرنیز پارک په ۱۰۲۵ جریبه ځمکه جوړ شوی او تر اوسه ۶۵ نمرې پانګوالو ته ویشل شوې، چې ۳۴۰ نورې نمرې وېشلو ته چمتو دي. جمهوررئیس محمداشرف غني د لوړپوري پلاوي په مشرۍ پروان ولایت ته د سفر پر مهال دغه پارک پرانیست.

جمهوررئیس وویل: د دغه پارک پرانیسته یو ستر ګام دی او د جوړولو موخه یې دا ده، چې افغانستان د میوو او سبزیجاتو پر صادراتي هېواد بدل شي.

هغه د پایتخت زون او نورو اړوندو ادارو څخه د باریک‌اب د صنعتي او کرنیز پارک د جوړونې د چټک بهیر د قدرداني ترڅنګ وویل، ژر تر ژره دې بروکراسي رالنډه او په چټک کار سره دې له خصوصي سکتور سره د باور فضا رامنځته شي.

 

د جبل‌السراج ـ نجراب سړک د لومړي فاز پرانیسته

جمهوررئیس غني د باریک‌آب صنعتي او کرنیز پارک تر پرانیستې وروسته د جبل‌السراج ــ نجراب سړک پرانیست.

جمهوررئیس غني د یاد سړک له پرانیستو وروسته د پروان او کاپیسا ولایت خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، ددې سړک پرانیستنه د پروان او کاپیسا د خلکو او کرنیزو پیداوارو د لېږد لپاره زیات ارزښت لري. هغه زیاته کړه، چې د بګرام له څلور‌لارې څخه تر جبل‌السراج پورې د سړک جوړولو د تدارک کار هم تر یوې اونۍ بشپړېږي.

د جبل‌السراج ــ نجراب سړک د ۵۰ کیلومټرو په اوږدوالي په دوو برخو کې بشپړ شوی، چې دویم فاز یې د ۲۷٫۵ کیلومترو په اوږدوالي له محمودراقي څخه تر نجراب پورې مخکې پرانیستل شوی و او لومړی فاز یې د ۲۲٫۴۸ کیلومترو په اوږدوالي له جبل‌السراج څخه تر محمود راقي پورې د جمهوررئیس له لوري تر پرانیستل کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

د جبل‌السراج ماڼۍ د بیارغاونې د کارونو لیدنه

جمهوررئیس د جبل‌السراج ماڼۍ د بیارغاونې کاري بهیر څخه د لېدنې پر مهال وویل، د پروان د خلکو د غوښتنو پر بنسټ مې لارښوونه وکړه د جبل‌السراج تاریخي ماڼۍ چې زموږ د ویاړونو او سترو فرهنګي میراثونو یوه برخه ده، احیا او بیاورغاول شي.

جمهوررئیس غني له مسوولینو څخه د یادې ماڼۍد بیارغاونې د بهیر د چټکتیا او د غازي امان‌‌الله خان د دورې د ټولو آثارو د احیا په خاطر له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه وې ویل، هیله لرم راتلونکی کال چې د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۰ کلیزه نمانځو د ۴۰ کلن بحران او جګړې له امله رامنځته شوې ویجاړۍد خلکو د استفادې پر وړ ځایونو بدلې شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، د پغمان د بالا باغ ودانۍ د احیا په حال کې دي، د جمهوري ریاست ارګ د ترمیم او احیا په وروستي پړاو کې قرار لري او د دارالامان او تاج بېګ پر ماڼیو سربېره په لغمان او ننګرهار کې پر نورو آثارو هم کار روان دی.

جمهوررئیس ټینګار وکړ، له تېر پرته موږ خپل راتلونکی سم نه شو انځورولی. هغه زیاته کړه، دا ټولې ماڼۍ په خلکو پورې اړه لري او هر یو یې ملي پارک دی.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې هیله څرګنده کړه، چې د راتلونکي او نورو کلونو په بودجه کې دې د تاریخي او فرهنګي میراثونو د احیا لپاره مشخصې مبلغ ځانګړې شي.

 

د ولایتي شورا له غړو سره لیدنه

د پروان ولایتي شورا غړو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، د پوهنې، لوړو زده‌کړو، بورسونو ورکړې، د باګرام د سړک او بازار انکشاف، د چاریکار سړک انکشاف، ځوانانو ته د کارموندنې، د ولسوالیو لپاره برېښنا او د جامع مسجد د جوړېدو په اړه خپل وړاندیزونه او ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس له امنیتي او دفاعي ځواکونو د پروان د خلکو له ملاتړ د مننې ترڅنګ وویل، چې پروان ولایت ځانګړی اهمیت لري او په ځانګړي ډول اوس چې له منځنۍ آسیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې ده.

هغه د جامع مسجد د جوړېدو په اړه د ولایتي شورا غوښتنې ته په اشارې وویل، چې په پروان ولایت کې به د معمارۍ په ځانګړي سبک او ټولو امکاناتو یو جامع مسجد جوړ شي.

همداراز جمهوررئیس غني د کرنیزو تولیداتو پر صادراتو او معیاري بنسته‌بندۍ ټینګار وکړ او وې ویل، چې افغانستان اوسمهال د ځمکې او هوا له لارې د هند، منځنۍ آسیا او اروپا له بازارونو ته لاسرسی لري او زموږ محصولات باید په لوړو معیارونو پروسس او بسته‌بندي شي.

 

له پوځي او امنیتي مسؤولینو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پروان له پوځي او امنیتي مسؤولینو سره په لیدنه کې، د ولسي جرګې ټاکنو امنیت ټینګښت لپاره د هغوی امنیتي راپور واورېد.

د پروان امنیتي مسؤولینو د عمومي امنیتي وضعیت، لاسته راوړنو او خنډونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه، چې په دې ولایت کې مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه ځانګړی محاربوي مورال لري او تل یې د دښمنانو د توطئو د شنډولو په برخه کې په همغږۍ ګډې هڅې کړې دي.

جمهوررئیس غني د یاد راپور تر اورېدو وروسته، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا وستایله او په لویو لارو کې د ترافیکو سالم مدیریت، د بګرام امنیت، د پروان ــ بامیان او دوشي ــ بامیان په ډول د سالنګ د بدیلې لارې د امنیت پر تأمین یې ټینګار وکړ.

هغه پر وخت په پروان کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو پر تجهیز ټینګار وکړ او امنیتي مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې په لا زیاتې همغږۍ او ګډو هڅو د ولسي جرګې د ټاکنو امنیت ټینګښت لپاره هڅه وکړي.

 

له خلکو سره روغبړ

جمهوررئیس غني د جبل‌السراج په بازار کې له خلکو سره روغبړ وکړ او د هغوی حال احوال یې واخیست. خلکو له نږدې له هغه سره خبرې وکړې او جمهوررئیس یې خبرې واورېدې.

 

له ښځو سره لیدنه

جمهوررئیس غني د پروان له ښځو سره په لیدنه کې، د ښځو لپاره د کمپلکس او د حقوقي مشورو د ورکړې مرکز جوړولو؛ د ظرفیت لوړولو پروګرامونو ترسره کولو او د کاندیدانو د امنیت ټینګښت په برخه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

هغه د پروان ولایت د ښځو د فعالیتونو ستاینه وکړه او وې ویل، چې ښځو ته احترام زموږ د ملي فرهنګ یوه برخه ده او دغه فرهنګ باید غښتلی شي.

 

له مشرانو سره لیدنه

د پروان مشرانو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، د جمهورر ئیس له کار‌کړنو او پروګرامونو د ملاتړ اعلانولو ترڅنګ، د جبل‌السراج د سمنټو فابریکې د پراختیا، د چاریکار ښار په منځ کې د سړکونو پخولو، د حلقوي سړک د جوړولو، د اوبو ذخیره کولو بندونو، د کرنې او فارمدارۍ د پراختیا او ځوانانو ته د کارموندنې په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د پروان د ځوانانو قرباني او اتلولي وستایله او ددې ولایت له متنفذینو یې وغوښتل، چې د سیمه‌ییزې اردو د جوړېدو په برخه کې همکاري او هڅه وکړي.

جمهوررئیس زیاته کړه: منځنۍ آسیا ته د صادراتي دروازې په توګه د پروان ارزښت ته په کتو د سالنګ اوسنی تونل کفایت نه کوي او د نوي تونل د جوړولو په سروې کار روان دی او اړتیا ده، چې د بدیلې لارې په توګه د غوربندونو امنیت تأمین شي.

جمهوررئیس د تولیدونکو اتحادیو پر ایجاد ټینګار وکړ وې ویل، د اتحادیو په جوړولو سره د پور د ورکړې ستونزه حل کېږي او د پروان ولایت له مشرانو یې وغوښتل، چې د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو او پروسس ځانګړی تمرکز وکړي.

همداراز جمهوررئیس غني وویل، د جبل‌السراج د سمنټو او نساجۍ فابریکو پراختیا زموږ په کاري لومړیتوبونو کې ده او د فواید عامې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د تُتُم‌درې - د بګرام دوسرکې حلقوي سړک سروې او ډیزاین کړي.

 

له صنعتکارانو او سوداګرو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني پروان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ددې ولایت له صنعتکارانو او سوداګرو سره په کتنه کې د دوی د امنیت، صنعتکارانو ته د پور د ورکړې د زمینې برابرولو، د سړو خونو د ایجاد او د سنجددرې صنعتي پارک ته د پاملرنې په اړه د هغوی ستونزې او وړاندېزونه واورېدل.

جمهوررئیس له سوداګرو او صنعتکارانو څخه په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له امله مننه وکړه وې ویل، د پانګه‌والو او دولت همکاري د افغانستان د پرمختګ شرط دی. هغه زیاته کړه په قوانینو او مقرراتو کې راغلي بدلونونه د پانګونې په برخه کې د زیاتو ستونزو د حل لامل شوی.

جمهوررئیس غني له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې د تولیدونکو، پروسس کوونکو او صادرونکو اتحادیې ایجاد کړي، چې پور ورکولو ته زمینه برابره شي. جمهوررئیس زیاته کړه، د افغانستان د برېښنا منظمه شبکه به تر ۱۸ میاشتو وصل او د فابریکو د برېښنا ستونزه حلېږي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، هر سکتور چې خودکفایۍ ته ورسېږي د دولت په تدارکاتو کې ارزښت ورکول کېږي. هغه زیاته کړه: بین‌المللي بازارونه پرانیستل شوي او اوس اړتیا ده، چې د محصولاتو پر معیاري کولو تمرکز وشي.

 

له ځوانانو او د مدني ټولنو له استازو سره لیدنه

ځوانانو او د مدني ټولنو استازو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې د زېربنایي پروژو د تطبیق، د جبل‌السراج د سمنټو فابریکې د نوي کولو، د پنجشېر د برېښنا بند، د پروان ولایت د فوټبال فدراسیون ته د ځمکې د ورکړې، ځوانانو ته د شغلي فرصتونو د ایجاد او هغوی ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې ترڅنګ په پروان کې د ځمکې عادلانه وېش په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې.

دوی دغه راز د پوهنتون د مسلکي استادانو، د لابراتوارونو او د څښاک اوبو د کمبود، د پوهنتون د تحصیلي نصاب د عصري‌کولو، په مرکز او ولایتي ادارو کې د پروان ولایت ځوانانو ته د لازیاتې سهمیې د ورکړې په برخو کې خپلې ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس د هغوی د غوښتنو تر اورېدو وروسته وویل، چې ستاسې مشترک فکر، د افغانستان د جوړولو لپاره زما اراده څو برابره کوي. هغه پروان د اتلانو سیمه، د علم زانګو او د امام ابوحنیفه ټاټوبی وباله وې ویل، پروان د یونان، کوشانیانو او نورو تمدنونو ستر مرکز هم و.

جمهوررئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د پروان ولایت د ځوانانو له فعالې ونډې مننه وکړه وې ویل، پروان د هغو څلورو ولایتونو له ډلې دی، چې د ملي اردو او پولیسو د علم مبارک تر سیوري لاندې یې زیات ځوانان دنده ترسره کوي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، موږ غواړو افغانستان د آسیا په څلور لارې بدل کړو او موږ د پروان ترانزیټي موقعیت ‎ژوندی کوو.

هغه د پروان ولایت د فوټبال فدراسیون ته د ځمکې د ورکړې په اړه د پروان د ځوانانو وړاندیز تائید کړ وې ویل، پر دې سربېره په پروان ولایت کې د ورزش د ودې په خاطر لس میلیونه افغانۍ ورکوو.

جمهوررئیس وویل، د هېواد د لوړو زده کړو د کیفیت پر غوره والي کار روان دی او د هېواد پوهنتونونه له انټرنیټ سره وصلېږي.

جمهوررئیس غني په کانکور پروسه کې د روڼتیا له امله د لوړو زده کړو وزارت څخه مننه وکړه او پر مسلکي تعلیماتو د ټینګار ترڅنګ یې وویل، سږ په هر ولایت کې یوه مسلکي لېسه او په راتلونکي کال کې به په ټولو ولسوالیو کې مسلکي لېسې جوړې شي.

جمهوررئیس پر اتفاق او یووالي ټینګار وکړ وې ویل، که ځوان نسل اتفاق او یووالی ولري، په دې اتفاق او اتحاد کې به د افغانستان د بحران پای وي. هغه ځوانانو ته په خطاب کې وویل، اجازه مه ورکوئ، چې فکر مو اختطاف شي او هر څوک چې په افغانستان کې نفاق رامنځته کوي، په حقیقت کې له هېواد سره خیانت کوي.

جمهوررئیس د سولې په اړه وویل، سوله یوه اړتیا ده او په دې برخه کې اجماع وجود لري او ان‌شاالله سوله راځي. هغه ټینګار وکړ، سوله د یوه قوم او یوه ولایت نه، بلکې د ټول افغانستان ده.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان خلک فردمحوره نه دي، بلکې نظام محوره دي. هغه له ځوانانو او د مدني ټولنې له غړو وغوښتل چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي او د جمهوري ریاست ټاکنې هم بریالۍ کړي.

 

له استادانو او ښوونکو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پوهنتون له استادانو او د ښوونځیو له ښوونکو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د پروان پوهنتون او پوهنې رئیسانو د خپلو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او له جمهوررئیس سره یې د پروان پوهنتون د ځمکې د انکشاف، د ښوونکو د ښارګوټي او د ښوونکو او درسي کتابونو د کموالي په اړه خپلې ستونزې او وړاندېزونه شریک کړل.

جمهوررئیس د استادانو او ښوونکو د خبرو له اورېدو وروسته د دوی د همېشنیو هڅو مننه وکړه او د ځمکو خپلواکې ادارې او پروان والي ته یې لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره د پروان پوهنتون د انکشاف لپاره مناسبه ځمکه مشخصه کړي.

د هېواد جمهوررئیس د تعلیمي نصاب په اړه وویل، هندوستان سره هوکړې ته رسېدلي یوو، چې د پوهنتونونو تر ټولو غوره نصاب به د انټرنیټ له لارې زموږ سره شریکېږي او غوره محصلین به مو په هند کې له پنځه میاشتنۍ دورې وروسته تحصیلي سند ترلاسه کوي.

جمهوررئیس غني وویل، د شپږ زره ښوونځیو بودجه منظور شوې او دا ښوونځي به په راتلونکو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې جوړېږي.

دغه راز جمهوررئیس د پوهنې وزارت سرپرست او د لوړو زده کړو وزیر ته لارښوونه وکړه، چې د پوهنتونونو د رئیسانو او استادانو او د ښوونځیو د معلمینو ملي کنفرانسونه په جلا ډول جوړ کړي، ترڅو پر ستونزو په اساسي ډول بحث وشي.

 

له علماوو سره لیدنه

د پروان علماوو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې د عیدګاه جومات جوړولو، د امام ابوحنیفه علمي مرکز د ایجاد، د پروان د جوماتونو د امامانو د تشکیل د زیاتوالي، د پروان د علماو شورا ریاست او د دارالعلوم د ودانیو د جوړولو او اسلامي هېوادونو ته د علمي او فرهنګي سفرونو د برابرولو او علماو ته د بورسونو د ورکړې په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، تاسو دیني علما د خلکو او حکومت همکار او د شریعت په لاره روان یاست او عدالت غواړئ.

د هېواد جمهوررئیس په پروان کې د جامع جومات د جوړولو په هکله د هغوی وړاندیز ته په اشارې وویل، حکومت جامع جومات جوړوي او یو منزل یې باید ښځینه لمونځ کوونکو ته ځانګړی شي. هغه زیاته کړه، ۲۰ جوماتونه په هغو ولایتونو کې جوړېږي چې جامع جومات نه لري.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، د امام ابوحنیفه علمي مرکز هم جوړېږي او د امام اعظم(رح) شخصیت دوه ورځنی کنفرانس په پروان او ارګ کې جوړېږي.

 

د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دوشنبې ورځې په ماښام، ۲۳ تله ۱۳۹۷ نېټه، د پروان په چاریکار ښار کې د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره وکتل.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د پروان بچیان د افسر، بریدمل، سرتېري او جنرال په توګه په ټول هېواد کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې له افغانستان څخه ساتنه کوي.

جمهوررئیس د ثبات او نظام د تحکیم په خاطر د پروان خلکو او شمالي شورا څخه د مننې پرمهال وویل، د پروان د خلکو د عادلانه قضاوت او ښو نظریاتو د شریکولو، مننه کوم.

جمهوررئیس څرګنده کړه، پروان د افغانستان د جوړولو اراده لري، د نظام او ثبات پیاوړتیا ته ژمن دي او په ټول شموله نظام کې خپل راتلونکی ويني.

جمهوررئیس غني وویل، د پروان پیغام د وصل پیغام دی نه د فصل، له تفرقې په تنګ دي اتفاق او اتحاد غواړي.

جمهوررئیس د پروان د خلکو وړاندیزونو په اړه وویل، دا وړاندیزونه بررسي او طبقه‌بندي کېږي او په دوه میاشتو کې به خپلې ژمنې اعلان کړي.

هغه وویل، د جمهوري ریاست عملیاتي واحد پروان پوهنتون کې د یوې لیلیې د جوړولو کار پیلوي. هغه زیاته کړه، پروان کې د ترافیکو وضعیت بشپړ مدیریت غواړي او په دې اړه د کورنیو چارو وزارت واضح طرحه غواړم.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د ولسي جرګې او جمهوري ریاست ټاکنې اساسي وبللې او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامدار ولسي ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

په دې لیدنه کې، والي، د پروان ولایتي شورا رئیس او د جمهوررئیس سلاکار حاجي الماس زاهد هم خبرې وکړې او د خپلو وړاندیزونو ترڅنګ یې د ملي وحدت حکومت له پرګرامونو ملاتړ وکړ.

 

کابل ته راستنېدنه

جمهوررئیس غني پروان ولایت ته تر یو ورځني سفر او هغلته د څو پروژو تر پرانیستل کېدو او ددې ولایت له بېلابېلو اقشارو سره تر لیدنې وروسته، ۲۳ تله ۱۳۹۷ نېټه، ماښام مهال بېرته کابل ته راستون شو.


شریکول