د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

د څو پروژو د پرانیستو او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره د لیدنې په موخه دایکنډي ولایت ته د جمهوررئیس غني سفر

۲۳ لړم ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني او د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش د جمعې ورځې په سهار، ۱۸ لړم ۱۳۹۷ نېټه، د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ دایکنډي ولایت ته سفر وکړ.

جمهوررئیس غني په دې سفر کې د سولري برېښنا د تولید پروژه؛ د نیلي ښار د برېښنا د وېش او لېږد شبکه؛ د نیلي ښار داخلي سړکونه او د بند سوختوک اوبو ذخیره کولو د کار پرانیستې ترڅنګ له ملکي او نظامي مسؤولینو؛ علماوو او متنفذینو؛ ښځو؛ له استادانو او ښوونکو او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره په جلا، ډول ډول وکتل.

جمهوررئیس غني او ورسره پلاوی دایکنډي ولایت ته تر یو ورځني سفر وروسته، د جمعې ورځې په مازیګر ۱۸ لړم ۱۳۹۷ نېټه، بامیان ولایت ته روان شول.

 

د سړک جوړولو؛ د برېښنا د تولید او لېږد او د سوختوک بند د اوبو ذخیره کولو پروژو پرانیسته

جمهوررئیس د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ته په رسېدو سره د نیلي ښار د داخلي سړک د جوړولو چارې، د لمریزې برېښنا د توليد پروژه، د نیلي ښار د برېښنا د لېږد او وېش شبکه او د سوختوک د اوبو بند پرانیستل.

د نیلي ښار داخلي سړک د دشت سیمې نه د دایکنډي تر زاړه بازار پورې ۹ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د پخولو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي. دا سړک د فواید عامې وزارت له لوري د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره طرحه او ډېزاین شوی او په مجموعي ډول ۴۳۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي، چې د حکومت له انکشافي بودجې ورکول کېږي.

همداراز د دایکنډي ولایت د ۵٫۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د توليد په پروژې له ۱۳ میلیون افغانیو زیات لګښت راځي، چې د حکومت له انکشافي بودجې ورکول کېږي. ددې پروژې په بشپړېدو سره به پر نیلي ښار سربېره په اشترلي، شهرستان او مېرامور ولسوالیو کې ۱۴۰ زره کورنۍ د برېښنا له انرژۍ څخه برخمنې شي.

د نیلي ښار لپاره د برېښنا د لېږد او د وېش شبکه د ۱۸ میلیون افغانیو په مجموعي لګښت جوړېږي. په دې پروژه کې د لېږد شبکې ۱۵ کیلومټره تمدید او نیلي ښار ته د برېښنا د وېش معیاري شبکې ایجاد شاملېږي، چې د سوختوک تولیدي برېښنا منبع سره وصلېږي.

د سوختوک اوبو برېښنا بند له لزیر سیند څخه تأمینېږي، چې د بند د بدنې او حوض د پاور ودانېزي چارې بشپړې شوې دي. په دې بند کې به په مجموعي ډول د ۷۰۰ کیلوواټو تولیدي برېښنا په ظرفیت د دوه توربینونو د نصبولو چارې ژر پیل شي.

 

له پوځي او امنیتي مسؤولینو سره لیدنه

جمهوررئیس غني ددې ولایت له نظامي او امنیتي مسؤولینو سره وکتل او د دایکنډي ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه یې د دوی د اجراآتو راپور واورېد.

هغه د ولسي جرګې په ټاکنو کې د دایکنډي ولایت د ملکي او پوځي مسؤولینو د ښه مدیریت ستاینه وکړه او لوی‌درستیز ته یې لارښوونه وکړه، چې د دایکنډي وضعیت په هر اړخیز ډول وڅېړي او عاجل اقدامات وکړي.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال هم خبرې وکړې او د دایکنډي ولایت له امنیتي ټیم څخه یې مننه وکړه وې ویل، د بهرنیو ګواښونو ترڅنګ ځینې سیمه‎ییزې ستونزې هم شته، چې د سالم مدیریت له لارې به حل شي.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت لوی‌درستیز سترجنرال محمد شریف یفتلي او د دایکنډي ولایت د همغږۍ مرکز قوماندان محمد علي شجاعي ددې ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه، په دایکنډي ولایت کې امنیت تأمین دی، یوازې په یو شمېر ګاونډیو ولسوالیو کې د دښمن له لوري ځینې تحرکات وجود لري چې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې پر دفع کولو بریالي شوي دي. دوی دغه راز په دایکنډي ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا زیاتو تأسیساتو او اکمالاتو غوښتونکي شول.

 

د ولایتي شورا له غړو سره لیدنه

د ولایتي شورا غړو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، له نظام او ډیموکراتیکو پروسو د دایکنډي د خلکو په استازولۍ هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

د دایکنډي ولایتي شورا غړي سبحان نایبي وویل، د نورو ټولو هغو کسانو خلاف چې په رسنیو کې منفي تبلیغات کوي، موږ د حکومت د کړنو په اړه متفاوت لیدلوری لرو او په بېلابېلو برخو کې د حکومت لاسته راوړنې ستایو او له برنامو یې ملاتړ کوو.

ښاغلي نایبي د ولایتي شورا د غړو په استازیتوب له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته د دایکنډي ولایت د لوړولو، د دایکنډي هوايي ډګر پروژې د کار د پیلولو، د ملي اردو د کنډک د استقرار او له بامیانو ولایت سره د دایکنډي د سړک د نښلولو په اړه ددې شورا غوښتنې بیان کړې.

جمهوررئیس غني د دایکنډي د ولایتي شورا او د ښځو شبکې له فعال رول څخه مننه وکړه او د دوی رغاونکی او منصفانه فکر او وړاندېزونه یې وستایل.

هغه وویل، د نیلي ښار پر پلان جوړولو کار کېږي او د دایکنډي ولایت بادام به د کرنې وزارت په لومړیتوب کې قرار ولري، دغه راز د هوايي ډګر پر سړک به د کار له امله د دایکنډي ولایت د کرنیز پیداوار لېږد ته زمینه برابره شي.

همدرازا د جمهوري ریاست دویم مرستیال هم په دې لیدنه کې د ولایتي شورا له اګاهۍ، متفاوت درک او منصفانه قضاوت څخه مننه وکړه وې ویل، د دایکنډي ولایتي شورا تل د خلکو ستونزې تعقیب او منعکس کړې دي.

 

له علماوو او متنفذینو سره لیدنه

د دایکنډي عالمانو او متنفذینو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول له جغرافیایي زندان څخه د دایکنډي ولایت د اېستلو، په دایکنډي ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز ته د پاملرنې، د کټه سنګ بند جوړولو، د شاه طوس او صدخانې ولسوالیو د منظورۍ، د جوماتونو د امامانو د تشکیل د رسمي کېدو، د دایکنډي لوړو زده‌کړو مؤسسې په چوکاټ کې د شرعیاتو پوهنځي د ایجاد او په هره ولسوالۍ کې د یو جومات د جوړولو په اړه خپلې ستونزې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني وویل، نیلي څلور کاله مخکې ښار نه دی او د مثبت بدلون او جغرافیایي زندان د ماتېدو په حال کې دی، د حکومت تر ټولو زیاته پاملرنه او د بودجې لګښت پر لویو لارو دی چې مرکزي سیمې په ځانګړي ډول دایکنډي له طبیعي زندان څخه راوباسي.

هغه علم او پوهنې ته د خلکو په هڅولو کې د علماو رول مهم وباله وې ویل، اړوندو مسؤولینو ته لارښوونه کوم چې د دایکنډي په دوو ولسوالیو کې جامع جوماتونه جوړ کړي او د نیلي د جامع جومات پر جوړولو کار روان دی.

جمهوررئیس زیاته کړه، لوړو زده‌کړو وزارت ته مې لارښونه ده، چې د دایکنډي لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې دې د شرعیاتو پوهنځي د جوړولو په اړه ارزونه او د مراحلو بشپړول پیل کړي.

د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش هم په دې لیدنه کې وویل، سره له دې چې دایکنډي په ټولو برخو کې ستونزې لري، خو په اجتماعي، فرهنګي، سیاسي او د پوهنې چارو د مشارکت په برخو کې یوه بېلګه ده. هغه د ملي وحدت او ددې ولایت د امنیت په ټینګښت کې د دایکنډي د علماوو او متنفذینو رول غښتلی وباله.

 

له ښځو سره لیدنه

د دایکنډي ښځو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، د حکومت له پروګرامونو او د جمهوررئیس د هڅو د ملاتړ ترڅنګ د پوهنې؛ ځوانانو ته د بورسونو د ورکړې؛ د مور و ماشوم د روغتیا؛ د ښځو لپاره د مارکېټ جوړولو؛ د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو د نشتوالي؛ د بېوزلۍ د کمولو او په ادارو کې د ښځو د مشارکت په اړه خپلې غوښتنې او ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس غني د ټاکنو په څېر په ملي پروسو کې د ښځو رول وستایه او وې ویل، پر پوهنې او لوړو زده کړو ستاسو تمرکز ښه اقدام دی. هغه زیاته کړه، چې د ښځو د اقتصادي ودې لپاره به په نیلي ښار کې د ښځو یو مارکېټ او په دایکنډي کې د ښځو مشاوریت جوړېږي.

 

د غیر پلاني سیمو د ملکیت اسنادو وېش

په نیلي ښار کې د غیر پلاني سیمو د ملکیت اسنادو وېش پروسه پیل شوه.

تر اوسه د ځمکو خپلواکې ادارې په ډېټابېس کې د نیلي ښار د غیر پلاني سیمو ۷۰۴۵ ملکیتونه ثبت شوي دي، چې جمهوررئیس غني پنځو تنو ته د ملکیت سند په ورکولو سره، دغه پروسه پیل کړه.

د غیر پلاني سیمو ملکیت اسنادو ترلاسه کوونکو جمهوررئیس غني ته د ستاینلیک په ورکولو سره د هغه ستاینه وکړه او په هغه کې یې د خوندي ملکیتونو د بنسټګر په توګه یادونه کړې ده.

 

د خلکو غونډې ته وینا

جمهوررئیس غني دایکنډي ولایت ته د خپل سفر پر مهال د خلکو لویې غونډې ته، چې په نیلي ښار کې جوړه شوې وه، وینا وکړه.

جمهوررئیس پخپله وینا کې د ملت شهید سید مصطفی کاظمي او نورو شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ وویل، د دایکنډي خلکو په تېرو ۱۷ کلونو کې دا ثابته کړه، چې پیاوړی ولسواک نظام غواړي او په ټوله هڅه ترې ملاتړ کوي.

هغه د پوهنې د ودې په برخه کې د خلکو رول وستایه وې ویل، پر پوهنې پانګونه د دایکنډي ولایت له باارزښته دودونو څخه ده.

جمهوررئیس د ټاکنو پروسه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو فعاله رول وستایه وې ویل، وطن ته د خدمت په ټولو برخو کې د دایکنډي نجونو خپله ونډه اداء کړې ده.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، دویمې درجې ته د دایکنډي ولایت د لوړولو په برخه کې ستاسې وړاندېز ته لبیک وایم او دا ولایت له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته لوړېږي.

جمهوررئیس لوی‌درستیز ته لارښوونه وکړه، په دایکنډي ولایت کې دې د اردو د یوه کنډک د جوړولو ترتیبات ونیسي او په عین حال کې ۲۱۵ او ۲۰۵ قول اردوګانو ته لارښوونه وکړه، چې ددې ولایت په ناامنو ولسوالیو کې دې چاڼيز عملیات وکړي.

هغه وویل، په دایکنډي ولایت کې ۷۰ کیلو متره سړک باندې کار کېږي او فوایدعامې وزیر ته یې لارښوونه وکړه، چې د شمال او سوېل دهلېز تخنیکي مطالعاتو کار دې چټک کړي، دغه راز د نیلي ښار هوايي ډګر جوړول تمويلېږي.

هغه زیاته کړه، د دایکنډي ولایت مقام کې ښځینه مشاوریت ایجادېږي چې تر ډېره به یې دنده د دې ولایت ښځو ته خدمت وي. دغه راز جمهوررئیس وویل، دې ولایت ته ښځینه څارنوالانې هم استخدامېږي او هغه ځانګړی بودجه چې د ولایتونو لپاره په پام کې نیول شوی ده، له هغې به په دایکنډي ولایت کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو لپاره یو مارکیټ جوړ شي.

جمهوررئیس د سیمه‎‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال په مشرۍ دې د دایکنډي د ظرفیتونو واضح ارزونه وکړي.

په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش هم خبرې وکړې او د پوهنې او لوړو زده کړو د ودې او ښېرازۍ په برخه کې یې د دایکنډي ولایت د خلکو له هڅو مننه وکړه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې یې د دایکنډي ځوانانو سرښندنې او قربانۍ وستایلې.

هغه وویل، د پاتو، کجران او ناوه میش ولسوالیو امنیت د حکومت د برنامو په لومړیتوب کې قرار لري او ددې ولایت نور ټول هغه لومړیتوبونه، چې ورته رسیدګي کېږي د سړکونو جوړولو، هوایي ډګر او برېښنا انرژۍ د تأمین څخه عبارت دي.

استاد دانش د دایکنډي له خلکو وغوښتل، د تېر په څېر د یووالي، پيوستون، له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او ولسواک نظام په ساتنه کې خپله ونډه اداء کړي.

په دې غونډه کې، د دایکنډي والي انجینر محمود بلیغ او د ولایتي شورا مرستیال زکریا هاشمي هم خبرې وکړې او د حکومت له سیاستونو څخه د ملاتړ ترڅنګ یې وویل، دایکنډي تر اوسه هم په امنیت، کرنې، مواصلاتو، روغتیا او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دی او هغه انکشافي بودجه چې ددې ولایت لپاره په پام کې نیول شوی ده، د اړتیاوو ځواب نشي ویلای، نو له دې امله غوښتنه کوو چې دایکنډي ولایت دې دویمې درجې ته لوړ شي.

 

له استادانو او ښوونکو سره لیدنه

جمهوررئیس غني د دایکنډي له استادانو او ښوونکو سره وکتل.

په دې لیدنه کې، د دایکنډي د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس سید انور سیرت او ښاغلي برلاس د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او په تحصیلي او تعلیمي برخو په ځانګړي ډول د نوي پوهنځي د ایجادولو، زېربناو، د ښوونځیو د ودانیو د کموالي، د ښوونکو د ظرفیت د لوړولو، نجونو ته د لیلیې او د دایکنډي د لوړو زده‌کړو په تحصیلي موسسه کې یې د ماسټرۍ د ایجاد په برخو کې یې خپلې ستونزې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني زده‌کړو ته د دایکنډي ولایت د خلکو له پاملرنې مننه وکړه وې ویل، د پوهنې او لوړو زده‌کړو په برخه کې زموږ برنامې نتیجه محوره دي.

هغه زیاته کړه، تحصیلي رشتې باید د ولایت د شرایطو برابرې وي، ترڅو د لاسي صنایعو او بادامو د سوداګرۍ په برخو کې ممدې واقع شي.

جمهوررئیس زیاته کړه،د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو په برخه کې د کلیو پراختیا وزارت پلان لري او ښوونځي د ولسي تړون برنامې له لارې جوړېږي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، چې د ښوونکو بایومټریک پېلېږي چې وکولای شو ښوونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړو، دغه راز سږ کال په هر ولایت کې یو تخنیکي ښوونځی او په راتلونکي کال کې په ټولو ولسوالیو کې یو، یو تخنیکي ښوونځی جوړېږي.

 

له مدني ټولنو او ځوانانو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني دایکنډي ولایت ته د خپل سفر پر مهال ددې ولایت د مدني ټولنې له استازو او ځوانانو سره وکتل.

ځوانانو او مدني فعالانو دې ولایت ته یې د جمهوررئیس د پاملرنې قدرداني وکړه وې ویل، دایکنډي ولایت د ودې لپاره پرېمانه فرصتونه او سرچینې لري او اړتیا ده، چې دا سرچینې وپېژندل شي او له فرصتونو څخه د انکشاف او اقتصادي ودې په برخه کې استفاده وشي.

هغوی د معیاري روغتون او هوايي ډګر نشتوالی، د ښوونځیو د ښوونکو کموالي، د ښځو لپاره د روغتیایي خدمتونو کموالی، په ولسوالیو او دې ولایت ته په پرتو غځېدلو لویو لارو کې د ناامنیو، د ښځو اقتصادي ودې او کرنې ته د زمینې نه برابرېدل، اساسي ستونزې وبللې.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، چې د نیلي ښار د انکشاف لپاره اساسي ماسټر پلان جوړ او پلی کېږي. هغه د دایکنډي له خلکو وغوښتل چې د ساختمان جوړولو په چارو کې دې له سیمه‎ییزه موادو څخه استفاده وکړي.

جمهوررئیس غني له بې‌عدالتۍ سره د مبارزې او له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په برخه کې د دایکنډي ولایت د ځوانانو او مدني ټولنې د فعالانو هڅې وستایلې.

هغه وویل، د جغرافیایي زندان د له منځه وړلو لپاره عملي اقدامات کېږي او د کانونو د نوي قانون په توشیح کولو سره به ددې ولایت کانونو ته ځانګړي پاملرنه کېږي.

جمهوررئیس غني د دایکنډي په ولسوالیو کې امنیتي ګواښونو ته په اشارې وویل، سراسري امنیت د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې قرار لري. هغه زیاته کړه دایکنډي ولایت ته پر غځېدلو لویو لارو او ددې ولایت په ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت په موخه یې لازمې لارښوونې کړې دي.

 

بامیان ته سفر

جمهوررئیس غني او ورسره پلاوی، دایکنډي ولایت ته تر یو ورځني سفر او د څو پروژو تر پرانیستو او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره تر لیدنې وروسته، د جمعې ورځې په مازیګر، ۱۸ لړم ۱۳۹۷ نېټه، بامیان ولایت ته روان شول.


شریکول