د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د څو پروژو د پرانیستو او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره د لیدنې په موخه بامیان ته د جمهوررئیس غني سفر

۱۸ لړم ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني او د جمهوررئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش دایکنډي ولایت ته تر یو ورځني سفر وروسته، د جمعې ورځې په مازیګر، ۱۸ لړم ۱۳۹۷ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ بامیان ته سفر وکړ.

په دې سفر کې جمهوررئیس غني د برېښنا رسونې د درېیو پروژو او د دوشي ــ بامیان سړک د جوړېدو کار پرانیست او له پوځي او امنیتي مسؤولینو، ولسوالانو، د ولایتي شورا غړو، د پوهنتون استادانو، ښوونکو، مشرانو او متنفذینو، دیني عالمانو او د بامیان له ښځو سره وکتل.

محمد اشرف غني بامیان او دایکنډي ولایت ته تر دوه ورځني سفر وروسته، په ۱۹ لړم ۱۳۹۷ نېټه بېرته کابل ته راوګرځېد.

 

د برېښنا رسونې د درېیو پروژو د کار پرانیسته

جمهوررئیس محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د دویم مرستیال استاد سرور دانش، وزیرانو او د بامیان د ځایي چارواکو په ګډون، په دشت اژدر سیمه کې د برېښنا رسونې د درېیو پروژو د بنسټ ډبره کېښوده.

هغه په دې مراسمو کې وویل، چې ددې پروژو په بشپړېدو سره به بامیان، چې تل د روښنایۍ مظهر و، دا ځل به یې د خلکو کورونه روښانېږي. هغه زیاته کړه: برېښنا د زېربناو زېربنا او د کرنې، صنعت او ترانسپورټ د پراختیا امکان دی، چې په لومړي قدم کې به د بامیان د خلکو په ژوند کې بنیادي تغییر راولي او بیا به دایکنډي ولایت ته غځېږي.

په پرانیستل شویو پروژو کې د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټ سب‌سټېشن جوړول، له دوشي تر بامیان پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد مزي تمدید او ۲۰ زره کورنیو ته د برېښنا د وېش شبکې شاملې دي.

د دغو پروژو مالي لګښت د آسیایي پراختیایي بانک له لوري ورکول کېږي، چې په دوو کلونو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 

له پوځي او امنیتي مسؤولینو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په ګډون د بامیان له پوځي او امنیتي مسؤولینو سره ولیدل او ددې ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه یې د هغوی راپور واورېد.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت لوی‌درستیز سترجنرال محمد شریف یفتلي ددې ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او وې ویل، چې بامیان د هېواد له امنو ولایتونو څخه دی او د ټاکنو پروسه هم په دې ولایت کې په بریالیتوب ترسره شوه.

هغوی وویل، په بامیان کې د سړک‌جوړولو پروژو کار په چټکۍ جریان لري، خو د بامیان اوسېدونکي د غوربند ــ جلرېز لوېې لارې په اږدو کې له امنیتي ستونزو سره مخ دي.

جمهوررئیس غني د ملي دفاع وزارت لوی‌درستیز ته لارښوونه وکړه، چې بامیان ته د غځېدلو لارو امنیت ته دې پاملرنه وکړي او ټینګار یې وکړ د بامیان اوسیدونکي او سوداګر باید په تګ او راتګ کې خوندي وي.

جمهوررئیس زیاته کړه، سالنګ به د بیارغاونې له امله وتړل شي او بدیله لاره به یې دوشي ــ بامیان او پروان ــ بامیان وي، له همدې امله لویې لارې له ځانګړي امنیت څخه برخمنې دي.

 

له ولسوالانو سره لیدنه

جمهوررئیس غني د بامیان ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل. په دې کتنه د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې د ورث ولسوال علي پناهي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، ولسوالۍ باید له انټرنیټ سره ونښلول شي، ترڅو په ارتباطاتو کې چټکتیا راشي. نوموړی دغه راز په دې ولایت د ولسوالیو بودجې، د ولسوالانو کاري خوندیتوب او د وچکالۍ له امله ځپل شویو خلکو ته د توجه غوښتونکی شو.

جمهوررئیس غني د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ولسوالانو د ښه مدیریت مننه وکړه او د بامیان والي ته یې لارښوونه وکړه، چې د وچکالۍ له امله د اوښتي زیان کچه دې وارزوي، څو له زیانمنو شویو سره مرسته وشي. هغه ټینګار وکړ چې مرستې به عادلانه وېشل کېږي. جمهوررئیس زیاته کړه، د ولسوالانو کنفرانس به ژر جوړ شي، د ولسوالانو ستونزې حل کېږي او پر شغلي خوندیتوب به یې هم بحث وشي. هغه څرګنده کړه، افغان ټېلي کام به د ولسوالیو د اړیکو د تامین په اړه کار وکړي.

 

د ولایتي شورا له غړو سره لیدنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني بامیان ته د خپل سفر پر مهال ددې ولایت د ولایتي شورا له غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې د بامیان د ولایتي شورا رئیس د ګردن‏ دېوال سړک د کار دوام، حوزوي روغتون ته د بامیان روغتون ارتقا، د بامیان پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځي د ایجاد، د کهمرد او سیغان ولسوالیو ستونزو ته رسیدګي، د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو ته پاملرنه او د بابا ښارګوټي د منظورۍ په اړه د دغه ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندېزونه مطرح کړل.

جمهوررئیس غني د ولایتي شورا رئیس د خبرو له اورېدو وروسته، د بامیان والي سره د ولایتي شورا له منسجمو نظرونو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د مرکزي سیمو د سړکونو په اړه واضح تعهد وجود لري.

 

د دوشي ــ بامیان سړک د جوړونې کار پرانیسته

جمهوررئیس غني بامیان ولایت ته د خپل سفر پر مهال په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او یو شمېر وزیرانو یې ملتیا کوله د دوشي ـــ بامیان سړک د جوړونې کار پرانیست.

جمهوررئیس د بامیان خلکو ته د دوشي ـــ بامیان سړک د جوړولو د پیل د مبارکۍ ترڅنګ ویل، مرکزي افغانستان د انزوا د نقطې پر ځای د افغانستان په خوځنده زړه بدلېږي. هغه زیاته کړه، هیله ده په هره میاشت او هر کال کې ددې شاهد واؤسئ چې دا ژمنې په عمل کې پلې کېږي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د دوشي ـــ بامیان سړک اهمیت په دې کی دی چې د سالنګ د لویې لارې بدیل شي، ځکه سالنګونه اساسي بیارغاونې ته اړتیا لري. دغه راز دا سړک مرکزي افغانستان د شمال ختیځ او وروسته له مرکزي اسیا سره نښلوي.

هغه زیاته کړه: مهمه دا ده په هر قېمت چې کېږي ګردن دېوال ته ورسېږو، خو زموږ تر ټولو مهم کار د مزارشریف ــ کندهار اتصال دی چې د شمالي دهلېز په نامه یادېږي.

جمهوررئیس غني وویل، که څه هم دا څو بینادي کورېدورونه له یوې خوا د ملي یووالي او د ملي اقتصاد د ایجاد ضامن دي، خو بل پلو بیا ټول افغانستان له یوه بل سره نښلوي، چې زموږ دا ارتباط د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د وصل د نقطې په توګه هم تأمینېږي.

جمهوررئیس فواید عامې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې یادې پروژې دې په موقع تطبیق او جدي څارنه دې وکړي.

دوشي ـــ بامیان سړک ۲۵ کیلومټره اوږدوالی لري، چې ۲۷ میلیون ډالر لګښت پرې راځي او د نړیوال بانک له لوري پرانیستل کېږي.

 

له استادانو او ښوونکو سره لیدنه

د بامیان استادانو او ښوونکو له جمهوررئیس سره په لیدنه کې، د پوهنتونونو د ودانیو کموالي، د لیلیې لپاره د اعاشې، استادانو ته د ځمکو د وېش، د طب پوهنځي جوړېدل او د پوهنې ریاست لپاره د معیاري ودانۍ جوړېدو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې له هغه سره شریکې کړې.

جمهوررئیس د بامیان د استادانو او ښوونکو له هڅو د مننې ترڅنګ وویل، د بامیان پوهنتون سیمه به د ارګ علمیاتي واحد له لوري هواره شي او په بامیان پوهنتون کې به د طب پوهنځي د ایجاد په موخه د لوړو زده کړو وزیر خپلې ارزونې پیل کړي.

هغه زیاته کړه، چې په بامیان کې به د ولسي تړون پروګرام له لارې ۶۴ ښوونځي جوړ او د پوهنې ریاست ودانۍ به هم په بهترین معیار جوړه شي.

جمهوررئیس غني له استادانو او ښوونکو وغوښتل، پر هغو څانګو دې تمرکز وکړي، چې د کار له بازار سره اړیکه لري.

 

له مشرانو او متنفذینو سره لیدنه

د بامیان مشرانو او متنفذینو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، بامیان ته د جمهوررئیس غني له پاملرنې د مننې ترڅنګ، د بامیان داخل او دغه ولایت ته د غځېدلو لویو لارو د امنیت، دویم درجه ولایت ته د بامیان د ارتقا د اجرایي حکم، د بامیان هوایي ډګر د جوړولو د عملي کار، د ملکیت د اسنادو وېش او د ښارګوټو د بهیر چټکتیا ته د پاملرنې، د کرنې ودې او کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې، حوزوي روغتون ته د بامیان روغتون ارتقا او د ملکیتونو د استملاک په اجرا کې شفافیت په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.

جمهوررئیس په دې لیدنه کې وویل، چې بامیان ولایت ته پاملرنه زموږ په لومړیتوبونو کې ده او د تېرو څلورو کلونو په اندازه د تاریخ په اوږدو کې په دې ولایت کې پانګونه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه، د بامیان ولایت د امنیت تامین، د سړک جوړولو پروژې په ځانګړي ډول د شکاري درې پروژه، د ځانګړو عملیاتو ترسره کول او د ملي امنیت عمومي ریاست په چوکاټ کې د ۴۴۳ کسانو په کمیت د یوې قطعې د جوړولو حکم مې صادر کړی.

جمهوررئیس د سیمه‏‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، چې دویمې درجې ته د بامیان ولایت ارتقا اداري بهیر دې چټک کړي. هغه زیاته کړه هغه اسانتیاوې چې بامیان ولایت ته په واک کې ورکړل شوې د دویمې درجې ولایت له امتیازونو هم زیاتې دي.

جمهوررئیس غني وویل، زموږ موخه د بامیان ولایت صنعتي کېدل دي او د همدې لپاره دغه ولایت ته ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا رسېږي، چې د صنعت او کرنې په وده کې به اساسي رول ولري.

هغه د ښار جوړونې وزارت او د ځمکو ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د ښارګوټو او د هغه د اسنادو د بشپړولو بهیر چټک کړي او په بامیان کې دې د ځمکو د استملاک موضوع د څېړلو لپاره ډېر ژر لوړپوړی پلاوی دغه ولایت ته واستوي.

 

له علماوو سره لیدنه

د بامیان دیني عالمانو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې هغه او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په بامیان ولایت کې د مساجدو جوړولو، د ملا امامانو د تشکیل زیاتېدا او دیني تعلیماتو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني وویل، د اسلامي نظام د جوړېدو اساس عدالت تشکیلوي او حکومت د عدالت د تأمین لپاره پرېکنده اراده لري او هڅه کوي په ټول هېواد کې تاریخي محرومیتونو ته د پای ټکی کېږدي.

هغه زیاته کړه، مذهبي وفاق زموږ د ملي امنیت له کلیدي ټکو څخه دی او بامیان د یو بل زغملو او مذهبي وفاق د تحکیم الګو ده. جمهوررئیس د بامیان علماو ته په خطاب کې وویل: هیچاته اجازه مه ورکوئ چې دغه مذهبي او د یو بل زغملو وفاق زیانمن کړي.

جمهوررئیس وویل، د علماو د امتیازاتو زیاتېدو لپاره مې لارښوونه کړې، دغه راز د ملا امامانو د تشکیل زیاتوالی په پام کې دی. هغه له دیني علماو څخه وغوښتل پر داسې طرحې دې کار وکړي چې له مخې یې جوماتونه د دیني مضمونونو تدریس کې دخیل شي.

همداراز په دې لیدنه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش د بامیان د علماوو رول د ستاینې ترڅنګ وویل، چې د بامیان علماوو د ملي وحدت د ټینګښت، د افراطي افکارو د له منځه وړو او د همپالنې فضا د رامنځته کېدو په برخه کې الګو دي. هغه همداراز د بامیان له دیني عالمانو مننه وکړه، چې له آثارو او تألیفاتو څخه یې په کور دننه او بهر کې استفاده کېږي.

 

له ښځینه فعالانو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د بامیان له ښځینه فعالینو سره وکتل. د بامیان ښځو، د ښځو د ودې او ظرفیت جوړولو، په روغتونونو کې د ښځینه ډاکترانو د زیاتېدو، نجونو لپاره د تحصیلي بورسیو د ورکړې، په روغتونو کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره د بسترونو د زیاتېدو، د ښځو لپاره د پولیسو د اکاډمۍ جوړولو او د ولایت په مقام کې د ټولنیز معاونیت د ایجاد، چې په راس کې یې ښځه وي، په برخه کې خپلې غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس غني د بامیاني مېرمنو له فعالیت څخه په مننې وویل، بامیان د عدالت غوښتنې، تعادل او د یو بل زغملو مرکز دی چې په دغو ټولو برخو کې د ښځینه‎وو فعالیتونه روښانه دي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د بامیاني مېرمنو د صنایعو د ودې لپاره په بامیان ښار کې ښځینه مارکېټ او مسلکي لېسې جوړېږي.

جمهوررئیس وویل، چې د ښځو چارو ته د ښې رسېدنې او د هغوی د ظرفیتي ودې لپاره د بامیان ولایت مقام کې د ښځو چارو مشاوریت جوړېږي، چې په رأس کې به یې یوه مېرمن وي.

 

د خلکو لویې غونډې ته وینا

جمهوررئیس محمد اشرف غني بامیان ولایت ته د خپل سفر پر مهال، د خلکو د بېلابېلو اقشارو هغې سترې غونډې ته وینا وکړه، چې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په ګډون جوړه شوې وه.

جمهوررئیس غني د بامیان د خلکو، ښځو، مدنې ټولنې او ځوانانو څخه له دې امله مننه وکړه، چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې تر ټولو اوږد سفر باعزته طی کړ.

جمهوررئیس وویل، د نفاق ردول او افغانستان لپاره د ملي یووالي او پرمختګ هرکلی د بامیانو پیغام دی. هغه د امنیت په خاطر د بامیان د خلکو غوښتنې ته په اشارې وویل، بامیان لپاره مې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې د ایجاد حکم لاسلیک کړی چې ژر به خپل کار پیل کړي او لوی درستیز ته یې لارښوونه وکړه، چې بامیان لپاره دې د سیمه‌ییزې اردو د یو کنډ د ایجاد ترتیب نهايي کړي.

جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان جګړه پېچلي ابعاد لري او د افغانستان دښمنان هېڅ اصولو ته پایبند نه دي. هغه زیاته کړه د بامیان امنیت زموږ لپاره باارزښته دی، په همدې موخه یې په ګاونډویو ولایتونو کې ځانګړي عملیات شدت مومي.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، له دې جګړې څخه د تېرېدو په خاطر ملي بسیج ته اړتیا ده او له همدې ځایه پر افغان ولس غږ کوم چې ددې ملي بسیج لپاره چمتووالی ولري.

محمد اشرف غني د ځمکو خپلواکې ادارې او ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په بامیان کې دې د دولتي او خصوصي ښارګوټو د اسنادو د مرحلو بشپړول چټک کړي. دغه راز یې زیاته کړه، په بامیان کې د اغاخان روغتون به حوزوي روغتون ته لوړ کړو، که چېرې یې امکاناتو ته اړتیا لرله، حکومت به یې تأمین کړي.

جمهوررئیس د ځمکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د کامل شفافیت په پام کې نېولو سره دې د هوايي ډګر او بامیانو ښار د ټولو برخو د ځمکو استملاک ژر تکمیل کړي. هغه د بامیاني ښځو غوښتنو ته په اشارې وویل: د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو او لاسي صنایعو د ودې په موخه به د سوداګریز مرکز د ایجاد ترڅنګ د بامیان په ادارې چوکاټ کې د ښځو لپاره ستر مشاوریت هم ایجاد شي.

جمهوررئیس وویل، د بامیان پوهنتون سړک او د بودا مجسمې په مقابل کې پرتې سیمې مسطح کول او د ډبرو فرش او د بند امیر د سړک پخول به ترسره شي. هغه څرګنده کړه، په ټول هېواد کې د محرومیت د ختمولو لپاره واضح اراده وجود لري او دې موخې ته د رسېدو په خاطر به له هیڅ راز امکاناتو څخه دریغ ونه کړو.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د بامیانو کانونه د هېواد له باارزښته کانونو څخه دي او دا چې تراوسه نه دې استخراج شوي لامل یې د کانونو ناقص قانون دی. اوس د کانونو قانون په جامع ډول جوړ شوی او زموږ هڅه دا ده چې لږ تر لږه په دې دوره کې ددې ولایت د یو کان د استخراج چارې ترسره کړو.

په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم خبرې وکړې او د بامیان له خلکو یې د عقلانیت، مدنیت، نظم، قانون او ملي ګټو ته د پایبندۍ او د نظام د ملاتړ له امله مننه وکړه. هغه د بامیان تاریخي او تمدني برم یاد کړ وې ویل، بامیان د تېر تمدن یادګار دی.

استاد دانش زیاته کړه، د امنیتي ستونزو او نورو ټولو ننګونو ترڅنګ حکومت نه یوازې دا چې د بیان ازادي یې محدوده نه کړه، بلکې د بیان ازادۍ د ملاتړ لپاره یې زیاتې هڅې کړي دي.

د جمهوررئیس مرستیال وویل، هزاره ګان په افغانستان کې له ټولو اوسېدونکو قومونو سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي او هر څوک چې ددې باور خلاف حرکت کوي، د هزاره ګانو استازولي نشي کولی.

استاد دانش د حکومت په ټولو سطحو کې د عادلانه مشارکت، د افغانستان د ټولو خلکو په ځانګړي ‌ډول د مرکزي سیمو د متوازن انکشاف، د اداري واحدونو د تعدیل او د امنیت د تأمین په برخو کې د مرکزي سیمو په ځانګړي ډول د بامیان ستونزې مطرح کړې.

همداراز د بامیان والي طاهر زهیر جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه‌راغلاست ترڅنګ وویل، چې په بامیان کې د زېربنایي پروژو پرانیسته، ستره لاسته‌راوړنه ده. هغه زیاته کړه، د بامیان اوسېدونکو ددې ډول پروژو تطبیق خوب باله، خو نن د جمهوررئیس او خلکو په هڅو دا خوب په حقیقت بدل شو.

د مدني ټولنو او ځوانانو استازو هم د خپلو خبرو پر مهال، له جمهوررئیس څخه د مرکزي سیمو د طبیعي زندان د له منځه وړو په اړه د خپلو ژمنو د پوره کېدو غوښتنه وکړه.

همداراز هغوی د شیبرتو هوایي ډګر د جوړېدو؛ د تورېزم صنعت ته د ځانګړې پاملرنې؛ د بامیان په مرکزیت کې د یوې لوا د ګمارنې؛ د بودا مجسمو مخ ته د ډبرو فرشولو؛ د کابل ـــ بامیان لویې لارې د امنیت ټینګښت؛ د بند امیر ملي پارک او د بامیان پوهنتون د سړکونو پخولو؛ د کرنې او باغدارۍ د میکانیزه کېدو او د کچالیو او مڼو په ګډون کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې؛ د حاجي‌ګګ په ګډون د کانونو د استخراج او د بامیان برېښنا د تأمین په اړه خپلې غوښتنې بیان کړې.

 

د بامیان ښار د ماسټرپلان سند لاسلیک او د ملکیت اسنادو وېش پیل

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د بامیان ښاروال او د بامیان د سلګونه اوسېدونکو په حضور کې د بامیان ښار د ماسټرپلان سند لاسلیک او ددې ولایت پنځو تنو اوسېدونکو ته یې د بامیان ښار د غیرپلاني ساحو د ملکیت د سندونو په وېش سره دغه بهیر پیل کړ.

 

کابل ته راستنېدنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني بامیان او دایکنډي ولایتونو ته تر دوه ورځني سفر، د څو پروژو تر پرانیستو او ددې ولایت له بېلابېلو اقشارو سره تر لیدنې وروسته، د شنبې ورځې ماسپښین، ۱۹ لړم ۱۳۹۷ نېټه، بېرته کابل ته راوګرځېد.


شریکول