د لاجورد لارې د پرانیستو په موخه هرات ته د جمهور رئیس غني سفر

۲۲ لیندۍ ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې ورځې په سهار، ۲۲ لېندۍ ۱۳۹۷ نېټه، د لاجورد لارې د پرانیستو په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.

جمهور رئیس غني ددې سفر پر مهال  د لاجورد ځمکنی دهلېز او د هرات حلقوي سړک پرانیست او همداراز ددې ولایت د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره یې وکتل.

جمهور رئیس غني هرات ته تر یو ورځني سفر وروسته، د پنجشنبې ورځې په ماښام، ۲۲ لېندۍ ۱۳۹۷ نېټه، بېرته کابل ته راوګرځېد.

د هرات د حلقوي سړک د پرانیستو په مراسمو کې ګډون

جمهور رئیس محمد اشرف غني هرات ولایت ته له رسېدو وروسته، ددې ولایت حلقوي سړک پرانیست.

جمهور رئیس غني د هرات د حلقوي سرک د پرانیستې پر مهال په خپلو خبرو کې د دغه ولایت خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، دغه سرک هرات ته د بین المللي ترافیک په زیاتولو سره د ترانزیټ له پلوه د دغه ولایت ارزښت زیاتوي.

دغه راز د هېواد جمهور رئیس د زیربناو په برخه کې د ایټالیا د حکومت او د خلکو د همکاریو مننه وکړه.

د هرات ۴۵ کیلومتر اوږد حلقوي سړک د ایټالیا حکومت د ۲۲٫۵ میلیون ډالرو په مالي مرسته  د اسلام کلا سړک  او د هرات ـ کندهار لویې لارې ترمنځ جوړ شوی دی.

د لاجورد ځمکني دهلېز د پرانیستو په مراسمو کې وینا

د لاجورد لارې د پرانیستې شانداره مراسم د لوړو پوړو دولتي مسوولینو، د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې د لوړپوړو مقاماتو او په افغانستان کې د مېشتو کورډيپلوماتیک غړو په ګډون د هرات په مولانا تالار کې ترسره شول.

جمهور رئیس غني د هرات د بڼوال ګل احمدخان د ځمکنیو دهلېزونو د پرانیستې غوښتنې ته په اشارې وویل، د یو مسؤول حکومت معیار دا دی، چې د خپلو خلکو غوښتنې عملي کړي.

جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو په ځانګړي ټول د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستیال جنرال نعمت الله خلیل او د هغه د ملګرو روح د دعا پرمهال وویل، زموږ د هر جنرال، افسر، سرتېري او ساتنمن درد د ټولو افغانانو درد دی. هغه له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د افغانستان د دفاع په ځانګړي ډول د ملي پروژو له امله مننه وکړه.

د هېواد جمهور رئیس وویل، د فاریاب ولایت خلکو ته چې د لاجورد لارې بله نقطه ده هم ددې لارې د پرانیستې مبارکي وایم. هغه زیاته کړه، نن زموږ ددې موخې پر وړاندې چې په صادراتي او نښلول شوي هېواد د افغانستان بدلول دي، یو لوی خنډ لیرې شو.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، ۱۷ کاله وړاندې افغانستان په انزوا کې و، اما نن افغانستان اتصال پیدا کړی. هغه زیاته کړه، د افغانستان، خلکو او اقتصادي قشر موخه وصل دی، موږ وصل غواړو نه فصل؛ موږ جدایي نه،  اړیکې او همکاري غواړو.

جمهور رئیس وویل، لاجورد لار څلور زره کاله سابقه لري، مصر او هند ته د بدخشان لاجورد له همدې لارې صادرېدل. موږ پراخې لارې لرو، له یوې لارې پورې محدود نه یوو او سلګونه د وصل لارې غواړو.

هغه وویل، هرات د سیمه‌ییزو اړیکو زیور کې د یاقوت حیثیت لرلی او طاهر فوشنجي د سیمې او اسلامي هېوادونو تاریخ بدل کړ او له ختیځ څخه لویدیځ ته علم او صنعت د هغه په وسیله لاره ومونده.

جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې موږ غواړو خپل روښانه تېر بیا احیا کړو وویل، افغانستان په عمومي او هرات په خاصه توګه څلور لارې وه. پخوا موږ د څلور لارې، د تفکر او لویو لارو موقعیت درلود. نن د هند د نیمې وچې، مرکزي اسیا، قفقاز او اروپا څلور لارې هم یوو.

جمهور رئیس په منطقوي اتصال کې په ځانګړي ډول د لاجورد لارې د بریالۍ پرانیستې په اجرا کې د ترکمنستان د جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف، د آذربایجان د جمهور رئیس الهام علي یوف، د ګرجستان د جمهور رئیس مارګولا شویلي او د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د رول مننه وکړه.

 جمهور رئیس زیاته کړه، دا همکارۍ ددې نښه ده چې زموږ شمالي ګاونډیان پر افغانستان باور لري او ژر به د هرات انګور، مرمر ډبرې او زعفران هم اروپا ته ورسېږي. همدارنګه به د کندهار انار، د سمنګان  او زابل بادام او د افغانستان ټول کرنیز پیداوار د نړۍ بازارونو ته ورسېږي.

جمهور رئیس هیله څرګنده کړه، چې ټول افغانان دې د لاجورد دهلېز د پیل جشن ونیسي او زیاته یې کړه، نورو ۲۰ سرحدي ولایتونو ته مې پیغام دا دی، چې څه مو په هرات کې پیل کړل، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به تکرار شي.

هغه وویل، د لاجورد لارې پرانیسته به د افغانستان سوداګرو او پانګه‌والو ته د محصولاتو او پیداوار د انتقال فرصت برابر کړي، تر څو له خپلو ظرفیتونو څخه د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې استفاده وکړي. هغه ټینګار وکړ هر قدم باید په تدبیر، دقت او سرعت واخیستل شي.

په دې مراسمو کې د ترانسپورت وزیر محمدحمید طهماسي د اړوندو بنسټونو او خصوصي سکتور په استازیتوب وویل، د لاجورد لارې پرانیسته د افغانستان او سیمې هېوادونو د ګډو هڅو بله نمونه ده، چې د سوداګریزو او ترانزیتي همکاریو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.

 هغه زیاته کړه، د لاجورد لارې پرانیسته ددې لارې د اجرا لپاره د غړو هېوادونو د تعهد څرګنده نمونه ده او د هغې موافقتنامې لاسلیک د افغانستان پر محور د سیمه‌ییزو هڅو د عطف نقطه ده.

د ترانسپورټ وزیر وویل، د لاجورد موافقتنامې اجراء د اروپا او اسیا وچو ترمنځ اتصال او سوداګرۍ سره مرسته کولی شي او له لاجورد لارې څخه ترکیې ته د لومړۍ صادراتي جوپې په انتقال کې د پنبې تار، کشمش، د هندواڼې تخم او کونځلې شاملې دي، چې د افغانستان پلېټ لرونکو ۹ بار وړونکو موټرو په وسیله د (TIR) سیستم چوکاټ کې انتقالېږي.

همدارنګه  د ترکمنستان د ترانسپورټ وزیر اوراز دوردي سوخالوف افغانستان د ترکمنستان نږدې او ورور ګاونډی وباله وې ویل، افغانستان او ترکمنستان ستراتیژیکې اړیکې لري او دا اړیکې به په راتلونکي کې لا  پراخې شي.

 نوموړي سیمه‌ییزې همکارۍ ته د خپل هېواد د جمهور رئیس د پاملرنې یادونه وکړه او د لاجورد لارې پرانیسته یې د لنډوالي، د سوداګریزو مالونو چټک لېږد رالېږد، د سیمه‌ییزو کارخانو د همکارۍ زیاتوالي، د توکو ودې او همدارنګه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهمه وبلله او په یادو همکاریو کې یې د خپل هېواد د زیاتې ونډې ډاډ ورکړ.

 په همدې ترتیب په کابل کې د ترکیې مېشت سفیر وویل، لاجورد لار د غړو هېوادونو په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې ډېره مهمه ده، ځکه امنیت او اقتصاد سره تړلي دي.

هغه پر دې په ټینګار، چې افغانستان سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري زیاته کړه، د لاجورد لارې په څېر ترکیه د سیمه‌ییز اتصال پروژو، ملاتړ کوي.

د ترکیې سفیر وویل، زموږ همکارۍ تر سیمه‌ییزو همکاریو پورې ځانګړې نه دي، موږ په وروستیو کې هڅه کړې چې د افغانستان او ترکیې اړیکې تر پخوا لا زیاتې پراخې شي.

 

د لاجورد لارې پرانیسته

جمهور رئیس محمد اشرف غني د لاجورد لارې د پرانیستو په مراسمو کې تر ګډون وروسته، د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې د لوړپوړو چارواکو او په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو هېوادونو کورډیپلوماتیکو غړو په ګډون د لاجورد ترانزیټي دهلېز پرانیست.

لاجورد لاره د افغانستان یو له سیمه‌ییزو نوښتونو ده، چې د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې سویلي آسیا له اروپا سره نښلوي.

 

د خلکو په غونډه کې ګډون

جمهور رئیس محمد اشرف غني هرات ته د خپل سفر پر مهال، په مولانا تالار کې ددې ولایت د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره وکتل.

د خلکو د بېلابېلو اقشارو استازو، جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د سولې، ټاکنو، انکشاف او اصلاحاتو په اړه خپل لیدلوري شریک کړل.

هغوی د لاجورد لارې پروژې او هرات حلقوي سړک د پرانیستې له امله له جمهور رئیس مننه وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې غوښتنې شریکې کړې. 

جمهور رئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان په ځانګړي ډول د هرات خلکو ته د لاجورد لارې د پرانیستې مبارکۍ پرمهال وویل، سوله یوه اړتیا ده، تر څو سراسري ودې او انکشاف ته کافي فرصت ومومو. جمهور رئیس وویل، ویاړم چې د سولې تعهد، رهبري او مالکیت د افغانستان د حکومت په لاس کې دي. هغه زیاته کړه، ملي یووالي حکومت د یوې ملي اجماع په اساس سولې ته واضح ژمنتیا لري او زموږ لاره د تدبیر لاره ده، هغه لاره چې نقشه یې د هېواد علمای کرامو برابره کړې. 

جمهور رئیس غني وویل، د افغانستان د خلکو له غوښتنې پرته به د سولې هېڅ تړون د پردې تر شا ونشي او د سولې په اړه هره پرېکړه به پارلمان او د خلکو په رایه تصویب شي.

جمهور رئیس ټینګار وکړ: د هېواد ښځو ته ډاډ ورکوم چې په سوله کې به د هغوی په برخلیک لوبې ونشي، دولتي مذاکره کوونکی ټیم تشکیل او کمېټې هم ایجاد شوې دي، ترڅو مذاکرات پیل شي. جمهور رئیس غني وویل، ټاکنې پر ټاکلي وخت ترسره کېږي او د افغانستان راتلونکی حکومت باید د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره واضح او روښانه صلاحیت ولري. هغه زیاته کړه، د خلکو د رایو ساتنه د ټولو دولتي بنسټونو دنده ده او د رڼو ټاکنو د کېدو لپاره به د هر ډول امکاناتو برابرولو کوښښ وشي. جمهور رئیس وویل، زموږ ملي یووالی د انکشاف اساسي وسیله ده.

هغه زیاته کړه، راتلونکي ته باید وګورو، ځکه موخې ته د رسېدو لپاره راتلونکي ته پام او واضح لیدلوري ته اړتیا ده. جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، راځئ واړه اختلافونه یوې خواته کړو او په خپلو ژمنو او موخو وفا وکړو.

 

له مشرانو او متنفذینو سره لیدنه

د هرات ولایت مشرانو او متنفذینو له جمهور رئیس سره په لیدنه کې د سولې، معیاري روغتون جوړولو، د هرات پوهنتون انکشاف، ولسي جرګې ټاکنو کې د خلکو د پاکو رایو د خوندیتوب، محلي اداره کې د مشارکت، د سلما بند ساتنې، مراقبت او امنیت ته د پاملرنې، د اوبو مدیریت، د هرات ښار د ماسټر پلان، د کُرخ او پښتون زرغون ولسوالیو د سړکونو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره  شریک کړل. هغوی هرات ته د جمهور رئیس د پاملرنې او اته ځله  سفرونو مننه وکړه او د سولې بهیر او زېربنایي پروګرامونو لکه ټاپي او لاجوردو لارې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. 

 جمهور رئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته د هرات د مشرانو نظریاتو څخه په مننې وویل، زموږ عمده تمرکز په زیربناو او د افغانستان پر ځان بسیاینې دی. هغه وویل، هرات د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره لوړ ظرفیت څخه برخمن دی او د لاجورد لارې پرانیستې او اورګاډي کرښې ته د لاسرسي سره فرصتونه زیاتېږي.

 د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، راتلونکو شپږو میاشتو کې د هرات د برېښنا ستونزه حلېږي او پر هرات سربېره فراه به هم له برېښنا برخمنه شي. جمهور رئیس همدارنګه د سړکونو جوړول د حکومت له برنامو څخه وبلل او وې ویل، د پښتون زرغون او کُرخ په ګډون د هرات د څلورو ولسوالیو سړکونه ژر د نهایي کېدو لپاره  تدارکاتو ته ځي.

جمهور رئیس غني وویل، ټول هغه رئیسان چې له پنځو کالو زیات یې په  یوه بست کې دنده ترسره کړې، د هغوی بستونه اعلان ته ځي او ټولو ته د عادلانه سیالۍ فرصت برابرېږي. جمهور رئیس په پای کې څرګنده کړه، پخوا میلیاردونه ډالر افغانستان ته راغلل، اما د څو کسانو جیبونو ته ولاړل، اوس ددې وخت دی چې د فساد پر وړاندې ودرېږو او پر خپلو طبیعي منابعو تمرکز وکړو.

له سوداګرو او صنعتکارانو سره لیدنه

جمهور رئیس غني هرات ته د خپل سفر پر مهال، ددې ولایت له سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل. په دې لیدنه کې، جمهور رئیس وویل، چې ملي وحدت حکومت له خصوصي سکتور سره دوامداره او اغېزناکه اړیکه لري. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان صنعتي کېدل زموږ له ملي لومړیتوبونو څخه دی او سوداګر او پانګه‌وال باید پر صادراتو تمرکز وکړي، څو د صادراتو او وارداتو بېلانس برابر شي.

جمهور رئیس سوداګرو او پانګه‌والو ته په خطاب کې وویل، چې باید ژمنه وکړو، چې خپلې پانګې بهر ونه باسو او هغه په افغانستان کې په کار اچولو سره محفوظې وساتو. هغه د مارکېټونو په معیاري کېدو سربېره وویل، چې هغه عمده واردات چې افغانستان ته کېږي، په کور دننه یې د تولیداتو امکانات شته دي. هغه زیاته کړه، چې دولت د خصوصي سکتور د ملاتړ ترڅنګ، د هغوی د تولیداتو اخیستو ته هم لومړیتوب ورکوي.

کابل ته راستنېدنه

جمهور رئیس غني هرات ته تر یو ورځني سفر او د لاجورد ترانزیټي دهلېز او د هرات د حلقوي سړک تر پرانیستو او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره تر لیدنې وروسته، د پنجشنبې ورځې په ماښام، ۲۲ لېندۍ ۱۳۹۷ نېټه، کابل ته راوګرځېد.


شریکول