د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته د جمهوررئیس غني سفر

۲۱ سلواغه ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د یکشنبې په ورځ، ۲۱ سلواغه ۱۳۹۷ نېټه، د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړ.

جمهوررئیس غني په دې سفر کې د ننګرهار د غني خېلو، اچین، نازیانو او مومند درې ولسوالیو له مشرانو سره وکتل او په دې سیمه کې یې د داعش د ماتې لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همکارۍ کې د هغوی د پام وړ رول مننه وکړه.

په دې لیدنه کې د ننګرهار والي شاه‌محمود میاخېل وویل، چې د ننګرهار د خلکو، ملکي او نظامي ادارو ترمنځ همغږۍ موږ ته د لا ښه خدمت کولو روحیه راکوي. هغه زیاته کړه، چې ستونزو ته به په معقولو لارو رسېدنه وشي، خپل یووالی ساتو او ننګرهار او افغانستان به په ګډه پخپله جوړو.

همداراز د خلکو په استازولۍ ملک نذیر او د پاڅونوالو په استازولۍ حاجي معاون، جمهوررئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې ویاړو او خوښ یوو، چې د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان جمهوررئیس شینوارو ته تشریف راوړی دی. هغه وویل، تاسو نن داسې سیمې ته تشریف راوړی، چې څه وخت وړاندې یې ان ولسوال نشوای کولای د ولسوالۍ له چهاردېوالۍ ووځي.

هغوی د یادې سیمې په تصفیه کې د خلکو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او مبارزې ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې موږ باعزته او دوامداره سوله غواړو.

یادو مشرانو وویل، چې په افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال، هغوی یو نیم میلیون کسان شهیدان کړل؛ خو دلته یې ماته وخوړه. په وینا یې، هغوی افغانستان ته سوله نه راوړي؛ بلکې خپل غچ اخلي. نه د مسکو سوله او نه هم لنډمهالی حکومت د افغانستان په ګټه دي.

هغوی وړاندیز وکړ، چې د سولې د مذاکراتو لپاره دې طالبانو ته په کابل کې دفتر ورکړل شي او همداراز د پاڅوانو ځواکونو د ملاتړ لپاره یې د تمویل غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني د خلکو له هرکلي د مننې ترڅنګ وویل، چې زه د ننګرهار او په ځانګړي ډول د شینوارو او مومند درې له خلکو د مننې لپاره راغلی یم؛ دا ځکه چې هغوی یو ځل بیا د خپلو نیکونو په څېر د افغانستان شمله پورته کړه.

هغه زیاته کړه، چې غواړم له همدې ځایه ټول افغانستان ته مبارکي ووایم او ورته ووایم، چې هغه تورې تیارې نور پای ته ورسېدې، چې خلکو فکر کاوه پای ته به ونه رسېږي او دا ټول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ننګرهار د خلکو د قربانیو او اتلولیو پایله ده.

جمهوررئیس غني وویل؛ د ننګرهار د خلکو اتلولي یوازې د ننګرهار لپاره نه، بلکې د ټول افغانستان لپاره ویاړ دی؛ ځکه خلک د دښمن پر وړاندې اوږه په اوږه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېدل.

هغه وویل، چې په تېر کې همغږي نه وه، خو نن له خلکو او د هغوی له واقعي استازو سره د کار په پایله کې، له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همغږي او همکاري رامنځته شوې ده. محمد اشرف غني زیاته کړه، چې هلمند، کاپیسا او ټول افغانستان دې دا معادله عملي او په بریالیتوب ترسره کړي.

هغه د ۲۰۱ سیلاب‌ قول‌اردو له قوماندان، د ننګرهار امنیه قوماندان او د هغه ولایت له امنیت رئیس مننه وکړه، چې د ننګرهار ولایت له خلکو سره یې په همغږۍ کار کړی دی.

همداراز هغه د ټولو شهیدانو کورنیو ته د تسلیت ویلو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د شهیدانو سرښندونې به هېڅکله هم له یاده ونه اېستل شي.

جمهوررئیس وویل، چې موږ په مکه معظمه کې سوله غواړو، د مکې سوله خوږه ده او که د مسکو سوله؟ خلک وایي، چې مکې معظمې ته ولاړ نشول، خو مسکو ته ولاړل. هیله ده چې د خلکو دې پوښتنې ته ځواب ووایي. هغه زیاته کړه، چې باعزته او پایداره سوله راتلونکې ده او زه تل تیار یم، چې د دا ډول سولې لپاره ان خپل سر هم نذرانه کړم.

جمهوررئیس غني هغو خلکو ته په اشارې چې وایي، د سولې لپاره خپله چوکۍ قرباني کړه، څرګنده کړه، چې چوکۍ د چا د پلار او نیکه مال نه دی؛ بلکې د خلکو امانت او اختیار دی. هغه وویل، چې یو شمېر ګاونډیان داسې افغانستان غواړي، چې اشرف غني په‌کې نه وي؛ مګر هغوی له اشرف غني نه، بلکې د هغه له مغز او تدبیر وېرېږي.

محمد اشرف غني زیاته کړه، چې آیا اوبه او جلغوزي زموږ دي او که د دوی د پلار دي، چې پرې دعوه کوي؟ هغه ټینګار وکړ، چې افغانان باعزته خلک دي، باعزته سوله او ژوند غواړي؛ دا ځکه چې په باعزته سوله کې د ټولو ګټه او عزت خوندي دی.

جمهوررئیس غني وویل، چې که طالبان د مذاکراتو لپاره کابل ته راشي، ورته به دفتر ورکړو او امنیت یې هم ټینګوو او د کوچني اختر د اوربند په څېر به هر څه مدیریت کړو.

هغه زیاته کړه، چې موږ یو واحد ملت یوو او دا وطن د کوم بهرني قرارداد په اساس نه دی جوړ شوی؛ زموږ د نیکونو او پلرونو په قربانیو او سرښندونو ساتل شوی دی.

جمهوررئیس وویل، چې په عمل کې مو ټولو ته ثابته کړې، چې زموږ وطن د آسیا زړه او څلور لارې  ده. پخوا به یې چې تورخم وتړه، نو په کابل به لړزه راغله، خو اوس یې که موږ وتړو، نو په اسلام‌آباد به لړزه راشي. خو موږ دا کار ځکه نه کوو، چې موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، چې جمهوري ریاست د خلکو له رایې او ارادې سره تعلق لري او هغه څوک چې خلکو ته د خدمت منشور نه لري، خلک ترې مننه کوي؛ خو ورته رایه نه ورکوي. د ولسواکو نظامونو ګټه دا ده، چې په هغه کې د خلکو اراده او ثبات نغښتی دی.

محمد اشرف غني د شینوارو او مومند درې مشرانو ته ډاډ ورکړ، هغه کورونه چې دښمن وران کړي، بېرته به جوړ شي او د بررسۍ یو پلاوی ټاکل شوی، څو د اوښتو زیانونو په اړه معلومات راټول کړي او په پانګونې او اساسي بیارغاونې سره به ننګرهار بېرته هوسا او په ځان بسیا شي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني له خلکو سره تر لیدنې او هغوی ته تر وینا وروسته، هماغه ورځ بېرته کابل ته راوګرځېد.

 


شریکول