د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

کورني‌ سفرونه

د سترپاسوال عبدالرازق له کورنۍ سره د غمشریکۍ په موخه کندهار ته د جمهوررئیس غني سفر
۰۱ لړم ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د کندهار پخواني امنیه قوماندان سترپاسوال شهید عبدالرازق له کورنۍ، قومي مشرانو او ددې ولایت له خلکو سره د غمشریکۍ په موخه، د سې شنبې ورځې په سهار، ۱ لړم ۱۳۹۷ نېټه، کندهار ښار ته ورسېد.

د باریک‌آب صنعتي او کرنیز پارک د پرانیستې په موخه پروان ته د جمهوررئیس غني سفر
۲۳ تله ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دوشنبې ورځې په سهار، ۲۳ تله ۱۳۹۷ نېټه، د باریک‌آب صنعتي او کرنیز پارک د کار پرانیستې، د جبل‌السراج ــ نجراب سړک د لومړي فاز د بشپړېدو،...

بلخ ته د جمهوررئیس غني سفر او د ابو علي سینای بلخي ۳۶۰ بستریز روغتون پرانسته
۱۴ تله ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني له لومړۍ مېرمنې سره یو ځای د جمعې ورځې په سهار، ۱۳ تله ۱۳۹۷ نېټه، د یوه جګپوړي دولتوي پلاوي په مشرۍ مزار شریف ښار ته ورسېد.

غزني ته د جمهوررئیس غني سفر او له مختلفو اقشارو سره لیدنه
۰۵ تله ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې ورځې په سهار، ۵ تله ۱۳۹۷ نېټه، د غزني ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ غزني ښار ته ورسېد.

کاپیسا ته د جمهوررئیس غني سفر
۱۸ زمری ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې ورځې په سهار، ۱۷ زمری ۱۳۹۷ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کاپیسا ولایت ته سفر وکړ.

بادغیس ته د جمهور رئیس غني سفر
۰۶ زمری ۱۳۹۷

جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې ورځې په سهار، ۴ زمری ۱۳۹۷، د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ د قلعه‌نو سب‌سټېشن د پرانستې او د بادغیس ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه قلعه‌نو ښار ته ورسېد.

پنجشیر ولایت ته د جمهوررئیس غني سفر
۲۴ چنګاښ ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني له بلجیم څخه تر راګرځېدو وروسته، د یکشنبې ورځې سهار، ۲۴ چنګاښ ۱۳۹۷ نېټه، پنجشیر ولایت ته سفر وکړ. له دې سفر څخه د جمهوررئیس موخه، د غره د ښوئېدو او د سېلابونو تر راوتو وروسته د زیانمنو سیمو لیدنه وه.