د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

کورني‌ سفرونه

د عمومي وضعیت ارزونې په موخه جمهور رئیس غني کاپیسا ولایت ته سفر وکړ
۲۶ مرغومی ۱۳۹۴

جمهور رئیس غني کاپیسا ولایت ته په ورتلو له امنیتي چارواکو ، د اداري چارو له رْئیسانو ، مشرانو ، علماوو او په ملي شورا کې د خلکو له استازو سره په ځانګړو غونډو کې ددې ولایت عمومي وضعیت وارزوه.

ننګرهار ته د جمهور رئیس د سفر راپور
۲۵ مرغومی ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د روان کال د مرغومې په ۲۰ د ختیځ زون ولایتونو د عمومي وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

میدان وردګو ولایت ته د جمهوررئیس غني سفر
۲۷ لیندۍ ۱۳۹۴

جمهوررئیس محمد اشرف غني ۲۷ لېندۍ ۱۳۹۴ نېټه سهار مهال د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ.

لوګر ته د جمهور رییس محمد اشرف غني د سفر راپور
۱۵ لړم ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف لوګر ولایت ته پخپل سفر کې له بېلابېلو اقشارو سره د لیدنې پر مهال د یاد ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.

د عمومي وضعیت ارزونې په موخه کندز ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر راپور
۲۴ تله ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني کندز ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت لپاره یې د درېیمه درجې درې نویو ولسوالیو رامنځته کېدل منظور کړل.

کندهار ولایت ته د جمهوررئیس غني د سفر راپور
۱۹ غبرګولی ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د روان کال د غبرګولي په ۱۹ دغه ولایت ته سفر وکړ.

د عمومي وضعیت ارزونې په موخه بدخشان ولایت ته د جمهور رئیس د سفر راپور
۲۹ وری ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني، د بدخشان ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او په جرم ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.