د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

کورني‌ سفرونه

د عمومي وضعیت ارزونې په موخه جمهور رئیس غني کاپیسا ولایت ته سفر وکړ
۲۶ مرغومی ۱۳۹۴

جمهور رئیس غني کاپیسا ولایت ته په ورتلو له امنیتي چارواکو ، د اداري چارو له رْئیسانو ، مشرانو ، علماوو او په ملي شورا کې د خلکو له استازو سره په ځانګړو غونډو کې ددې ولایت عمومي وضعیت وارزوه.

د مشرقي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته د جمهور رئیس غني سفر
۲۰ مرغومی ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د روان کال د مرغومې په ۲۰ د ختیځ زون ولایتونو د عمومي وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

میدان وردګو ولایت ته د جمهوررئیس غني سفر
۲۷ لیندۍ ۱۳۹۴

جمهوررئیس محمد اشرف غني ۲۷ لېندۍ ۱۳۹۴ نېټه سهار مهال د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ.

لوګر ته د جمهور رییس محمد اشرف غني د سفر راپور
۱۵ لړم ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف لوګر ولایت ته پخپل سفر کې له بېلابېلو اقشارو سره د لیدنې پر مهال د یاد ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.

د عمومي وضعیت ارزونې په موخه کندز ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر راپور
۲۴ تله ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني کندز ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت لپاره یې د درېیمه درجې درې نویو ولسوالیو رامنځته کېدل منظور کړل.

کندهار ولایت ته د جمهوررئیس غني د سفر راپور
۱۹ غبرګولی ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د روان کال د غبرګولي په ۱۹ دغه ولایت ته سفر وکړ.

د جرم ولسوالۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه بدخشان ولایت ته د جمهوررئیس غني سفر
۲۹ وری ۱۳۹۴

جمهوررئیس محمد اشرف غني د بدخشان ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې او د جرم ولسوالۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه، ۲۹ وری ۱۳۹۴ نېټه دې ولایت ته سفر وکړ.