د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

کورني‌ سفرونه

د واورې ښوئیدنې طبیعي پېښې له قربانیانو سره د غمشریکۍ په موخه پنجشیر ولایت ته د جمهوررئیس غني سفر
۰۸ کب ۱۳۹۳

جمهوررئیس محمد اشرف غني د واورې ښوئیدنې پېښې له قرباني کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه، په ۸ کب ۱۳۹۳ نېټه، پنجشیر ولایت ته سفر وکړ.

د مس عینک کان د لیدو په موخه لوګر ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني سفر
۲۳ سلواغه ۱۳۹۳

جمهوررئیس محمد اشرف غني د مس عینک کان د لیدو په موخه، په ۲۳ سلواغه ۱۳۹۳ نېټه، لوګر ولایت ته سفر وکړ. جمهوررئیس غني تر یو ورځني سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو.

د لغمان د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه دې ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني سفر
۱۵ سلواغه ۱۳۹۳

جمهوررئیس محمد اشرف غني په لغمان ولایت کې د وروستۍ ترهګریزې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ او ددې ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه په ۱۵ سلواغه ۱۳۹۳ نېټه، دې ولایت ته سفر وکړ.

د امنیتي وضعیت ارزولو او ښې حکومتولۍ په موخه هرات ته د جمهوررئیس غني سفر
۰۶ مرغومی ۱۳۹۳

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني په ۶ مرغومې ۱۳۹۳ نېټه، د هرات د امنیتي وضعیت د ارزولو او ښې حکومتولۍ په موخه، دې ولایت ته سفر وکړ.