د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې کار پای ته رسېدو په مراسمو کې د ګډون په موخه دې هېواد ته د جمهوررئیس غني سفر

۰۴ کب ۱۳۹۶

جمهوررئیس غني او ورسره پلاوی په ۴ کب ۱۳۹۶ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې کار پای ته رسېدو په مراسمو کې د ګډون په موخه دې هېواد ته ورسېد.

د ترکمنستان د مرستیال جمهوررئیس له لوري په سلیم‌چشمه کې د جمهوررئیس غني تود هرکلی وشو او ماشومانو د ګلونو په ګېډیو د هغه هرکلی وکړ.

جمهوررئیس غني په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د کار پای ته رسېدو په مراسمو کې تر ګډون او وینا وروسته، ۴ کب ۱۳۹۶ تر ماسپښین وروسته هرات ته روان شو. 

 

په ترکمنستان کې د ټاپي کار د پای ته رسېدو په مراسمو کې ګډون

جمهوررئیس غني د ټاپي کار د پای په مراسمو کې، چې د ترکمنستان د جمهوررئیس، د پاکستان د لومړي وزیر، په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر او د بهرنیو ډیپلوماتانو په ګډون جوړ شوي وو، برخه واخیسته.

په دې پروګرام کې د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف، د ټاپي پروژې د تطبیق له امله جمهوررئیس غني او حاضرو مشرانو ته مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، چې ټاپي پروژه د اړوندو هېوادونو د پایداره انکشاف او د هغوی د انرژۍ اړتیاوو د تأمین لپاره ګټور دی. د ترکمنستان جمهوررئیس له آسیایي انکشاف بانک څخه د ټاپي اړوند پروژو د تمویل له امله مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې نوري فایبر پروژه به هم د ترکمنستان د مخابراتو وزارت له لوري له افغانستان او پاکستان سره یو ځای په بریالیتوب ترسره شي.

 

په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د پای ته رسېدو په مراسمو کې وینا

جمهوررئیس د ټاپي پروژې د کار پای ته رسېدو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، نن موږ په ګډه د سیمه ییزې همکارۍ جشن نیسو او افغانستان ددې همکارۍ د وصل مرکز دی. هغه همدارنګه د ترکمنستان جمهوررئیس ته د یاد هېواد د بې‌طرفۍ سیاست او په بریالیتوب د آسیا المپیک سیالیو د ترسره کولو مبارکي وویله، چې په سیمه کې یې ښې اړیکې ایجاد کړې دي.

جمهوررئیس د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې د ترکمنستان د نېکې ارادې او همکارۍ قدرداني وکړه او وې ویل، ترکمنستان لومړنی هېواد و، چې د وصل د نقطې په توګه یې د افغانستان ظرفیت درک کړ او په دې برخه کې یې پانګونه وکړه او له همدې امله د ټاپي تصور په عمل بدل شو، چې نن ټاپي د لمس وړ ده او څلورو واړو هېوادونو ته یې ددې مهمې پروژې د کار د پیل مبارکي وویله.

محمد اشرف غني له افغانستان سره د ټاپي پروژې د اتصال په برخه کې د ترکمنستان هېواد د ښه مدیریت او هلو ځلو قدرداني وکړه او له جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف څخه یې هیله وکړه، چې دغه کارکوونکي تقدیر کړي، ځکه دوی نه یوازې ترکمنستان، بلکې د افغانستان ، پاکستان او هند لپاره کار وکړ او موږ یې قدرداني کوو.

جمهوررئیس د ترکمنستان له جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف څخه له دې امله مننه وکړه، چې ټاپي پروژه یې په اقتصادي او انکشافي دهلېز بدله کړه. هغه زیاته کړه، د افغانستان سیاست د وصل سیاست دی، نه د جدایي او موږ غواړو ټولو ګاونډیانو سره د ښو مناسباتو ترڅنګ منظمه اقتصادي همکاري هم ولرو.

جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان یو ځل بیا د سیمې هېوادونو د همکارۍ په مرکز بدلېدونکی دی. هغه زیاته کړه زموږ ښارونه ازاد او مرتبط ښارونه وو او متفکرینو مو هم د سیمې هېوادونو له متفکرینو سره نږدې اړیکې لرلې، موږ ټول باید هغه درک کړو.

جمهوررئیس وویل ، د دغو اقتصادي پروژو په تطبیق سره به د اړوندو ولایتونو ټول خلک هوساینې ته ورسېږي، ځکه اقتصادي هوساینه د فزیکي، اجتماعي او سیاسي هوساینې اساس جوړوي.

هغه د پاکستان لومړي وزیر څخه ددې پروژې د تعقیب له امله مننه وکړه، وې ویل، دا پروژه نړیوالو ته دا څرګندوي چې د سیمې هېوادونه د اقتصادي هوساینې مشترکې نتیجې ته رسېدلي او هیله ده، چې ددې پروژې له تطبیق سره د سلګونه نورو پروژو زمینه برابره شي.

جمهوررئیس وویل، ټاپي یوازې پروژه او اقتصادي دهلېز نه، بلکې د هغه لیدلوري اساس دی چې ناامني، فقر، بېوزلي او وزګارتیا ته به د پای ټکی کېږدي. هغه زیاته کړه، د دغو څلورو هېوادونو پایداره توسعه به نړۍ ته دا وښیي، چې طلایي عصر نه یوازې ممکن، بلکې عملي او د لمس وړ دی.

ددې مراسمو نور ویناوال د پاکستان لومړی وزیر شاهدخاقان عباسي او د هند د دولت وزیر مبشر جواد اکبر وو.

 

د تفاهم‌لیکونو لاسلیک

د دغو مراسمو په پای کې د افغانستان او ترکمنستان د جمهوررئیسانو، د پاکستان د لومړي وزیر او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر په حضور کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان استازو د دوه اړخیزه اړوندو همکاریو تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل.

 

هرات ته سفر

جمهوررئیس غني په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د کار پای ته رسېدو په مراسمو کې تر ګډون او وینا وروسته، ۴ کب ۱۳۹۶ تر ماسپښین وروسته هرات ته روان شو. 

 

 


شریکول