د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس، محمد اشرف غني، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزې په اتلسم کنفرانس کې د ګډون په موخه، د شنبې ورځې په سهار ۱۹ غبرګولی ۱۳۹۷، په دوه ورځني سفر چین ته روان شو. جمهوررئیس غني ته د چین په کوینګدو لیتونګ هوایي ډګر کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال، د شاندونګ ایالت د والي، د چینګداو ښاروالۍ مرستیال، په افغانستان کې د چین سفیر او په چین کې د مېشتو افغان ډیپلوماتانو او چیني ماشومانو له لوري د ګلونو ګېډۍ په ډالۍ کولو سره هرکلی وشو.
د غونډې له ترسره کېدو وړاندې، جمهوررئیس غني د تاجکستان، ایران، ازبکستان او چین له جمهوررئیسانو سره وکتل او د سیمه ییزو همکاریو، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په تړاو یې خبرې اترې وکړې.
په چین کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدنه او د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل د جمهوررئیس د لیدنو بله برخه وه.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر په دویمه ورځ، د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د سولې او سیمهییز اتصال په تړاو وینا وکړه او د یکشنبې ورځې په سهار، ۲۱ غبرګولی ۱۳۹۷، کابل ته راوګرځېد.

د تاجکستان له جمهوررئیس سره لیدنه
جمهوررئیس محمد اشرف غني د خپل سفر په لومړنۍ ورځ د تاجکستان له جمهوررئیس سره وکتل.
د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخیزه سیمهییزو همکاریو پر تقویت او پراختیا، په ځانګړي ډول د اقتصادي، سوداګریزو، امنیتي او د ترهګرۍ ضد مبارزې په تړاو خبرې اترې وکړې.
د تاجکستان جمهوررئیس له ترهګرۍ سره پر ګډې سیمهییزې همکارۍ او مبارزې ټینګار وکړ او د افغان دولت په مشرۍ د سولې له پروسې او له طالبانو سره د اوربند له اعلان یې ملاتړ وکړ او هغه یې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهم ګاله وباله.
په دې لیدنه کې جمهوررئیس غني په سیمهییزو اقتصادي او ترانزیټي همکاریو کې د تاجکستان رول مهم وباله او وې ویل، چې تاجکستان د برېښنا انرژۍ د صادرونکي او افغانستان د هغه د ترانزیټ کوونکي په توګه، په سیمه ییز اقتصادي اتصال او پرمختګ کې ځانګړی رول لري.

د ایران له جمهوررئیس سره لیدنه
جمهوررئیس محمد اشرف غني د شنبې ورځې په مازیګر، ۱۹ غبرګولی، د ایران له جمهوررئیس حسن روحاني سره وکتل.
دواړه لوري په مختلفو برخو کې د همکاریو د پراختیا غوښتونکي شول او ترڅنګ یې له نړیوالې ترهګرۍ او نشه یي توکو له قاچاق سره پر مبارزې ټینګار وکړ او دا دوه پدیدې یې د سیمې او په ځانګړي ډول افغانستان او ایران لپاره جدي ګواښونه وبلل.
د دواړو هېوادونو جمهوررئیسانو د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې مثبتې وارزولې.
په دې لیدنه کې، په مختلفو برخو کې د پنځه ګونو کمېټو د ګډې همکارۍ په تړاو بحث وشو او دواړه لوري په چټکۍ د پنځه ګونو کمېټو د فعالیت پیلېدو غوښتونکي شول.
د ایران جمهوررئیس وویل، چې د افغانستان د سولې په تړاو د هر هغه ګام ملاتړ کوي، چې د جګړې او وینې توئېدو د مخنیوي لامل کېږي.

د ازبکستان له جمهوررئیس سره لیدنه
د ازبکستان له جمهوررئیس سره په لیدنه کې جمهوررئیس غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر تقویت او پر سیمهییزو موضوعاتو بحث وکړ.
دواړو لوریو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو په تړاو وویل، چې اوسمهال یو لوی اقتصادي لید لوری رامنځته شوی او د ازبکستان له لارې د چین او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې به لا پسې غښتلې او قوي شي.
په دې لیدنه کې د زېربنایي پروژو لکه د برېښنا انرژۍ او رېل پټلۍ شبکو د کار پیل په تړاو بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به ډېر ژر خپلې کاري غونډې پیل کړي.

له سوداګرو سره لیدنه
محمد اشرف غني چین ته د خپل سفر په دویمه ورځ، په چین کې له مېشو افغان سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
سوداګرو له جمهوررئیس څخه د مننې ترڅنګ، د پاکستان د کراچۍ بندر او د ایران د بندر عباس له لارې د صادراتو مالي او زماني لګښت ته په اشارې، د بدیلو او ارزانو لارو د پرانستو غوښتنه وکړه او چین ته یې د ازبکستان او منځنۍ آسیا له لارې د پنبې او میوې د صادراتو پر وړاندې د شته خنډونو یادونه وکړه.
هغوی چین ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په موخه د افغانستان او چین ترمنځ د یوه لوی سهامي شرکت د جوړېدو خبر ورکړ.
جمهوررئیس په چین کې د مېشتو افغان سوداګرو د بریالیتوبونو د ستاینې ترڅنګ وویل، چې د ازبکستان له لارې د انتقالاتو ستونزه تر یوې کچې حل شوې او د ازبکستان په ترمذ ښار کې د افغانستان د محصولاتو او صادراتو د بستهبندۍ مرکز په جوړېدو، دغه ستونزه په بشپړ ډول حل شوې ده.

د چین له جمهوررئیس سره لیدنه
جمهوررئیس محمد اشرف غني چین ته د خپل سفر په دویمه ورځ، د چین له جمهوررئیس سره وکتل.
په دې لیدنه کې د چین جمهوررئیس وویل، باید هڅه وکړو، څو دوه اړخیزه اړیکې تقویه شي، او په دې هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه له افغانستان سره د همکاریو پراختیا زموږ لپاره یو اساسي اصل ګڼل کېږي.
هغه د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د جمهوررئیس غني هڅې او د اقتصادي پرمختګونو ستاینه وکړه او طالبانو ته یې د موقتي اوربند او سولې له وړاندیز ملاتړ وکړ.
جمهوررئیس غني وویل، چې د سولې موخې ته نږدې شوي یوو: خو د دوستو هېوادونو همکاري موږ دې هدف ته نور هم نږدې کولای شي.
هغه د چین د جمهوررئیس مننه وکړه، چې د امریکا له جمهوررئیس او د هند له لومړي وزیر سره یې په لیدنو کې د افغانستان په تړاو د دغو هېوادونو د همکاریو غوښتنه کړې وه.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو جمهوررئیسانو په امنیتي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو د لا زیات ټینګښت په موخه پر دوامداره بحثونو ټینګار وکړ.

د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزې ناسته کې وینا
جمهوررئیس محمد اشرف غني د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزې په اتلسمه ناسته کې وینا وکړه.
جمهوررئیس وویل، چې د شانګهای همکاریو سازمان چاپیریال د تاریخ په اوږدو کې یوه پرانستې شېبه تجربه کوي، چې د سیمهییزو همکاریو یوه ستراتېژي کولای شي هغه ته د یوې پېړۍ دوامداره فرصت په توګه پراختیا ورکړي. هغه زیاته کړه، چې دا ستراتېژي د افغانستان د ستونزو او بالقوه ظرفیت په تړاو د لیدلوري بدلون ته اړتیا لري.
جمهوررئیس پخپله وینا کې پنځو موضوعاتو ته اشاره وکړه، چې د تحمیل شوې جګړې د لوړې بیې د پرېکولو ترڅنګ د همکاریو او اتصال په بستر د خپل هېواد د بدلولو په تړاو د خلکو د لیدلوري د ښه کېدو لامل شوی دی:
لومړی، زموږ د سولې هر اړخیز غیرمشروط وړاندیز، د جګړې د درېدو په تړاو د افغانستان د علماوو دلایل، د اختر په ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند منل، د بینالافغاني سولې د خبرو اترو پرمخ وړو لپاره یوه دریڅه ده.
دویم، د سویلي آسیا لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ستراتېژۍ په چوکاټ کې نړیوال همکاران، د غوڅ ملاتړ ماموریت او د بروکسل کنفرانس تمویل؛ او ددې مېز شاوخوا حاضر ټول دوستان، د افغانستان ټینګ ملاتړ کوي.
درېیم، د افغانستان پر ثبات او له هېوادونو سره په نښلېدو د سیمهییزې اجماع د ظهور شاهد یوو، چې د سولې په تړاو د تاشکند کنفرانس؛ د افغانستان پر مسایلو د چین او هند هوکړه؛ له روسیې، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان سره د دوه اړخیزه خبرو اترو تقویت؛ له ایران سره جامع خبرې اترې؛ او د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د چوکاټي هوکړه لیک (APAPPS) لاسلیک یې بېلګې دي.
څلورم، د سیمهییز اتصال په برخه کې زموږ اجنډا واقعي پرمختګونه لرل. د رېل پټلۍ له لارې د وچې درېیو بندرونو پراختیا؛ له چابهار بندر سره د نښلېدو لپاره رېل پټلۍ؛ د بلخ ـــ هرات رېل پټلۍ؛ د افغانستان سرحد ته د ټاپي رسېدل؛ د کاسا زر تحقق؛ په انرژۍ او نوري فایبر کې د خصوصي سکتور پام وړ پانګونه؛ د سیمهییز ترانزیټ هوکړه لیکونه؛ او د هوایي دهلېزونو په پراختیا کې چټکتیا، ټول پهکې شامل دي.
پنځم، موږ په چټکۍ د هر اړخیزو اصلاحاتو د تطبیق او ځوانانو ته د واک د لېږد په حال کې یوو او د فساد ضد مبارزې ستراتېژۍ په تطبیق کې واقعي پرمختګونه لرو؛ موږ په ۲۰۱۸ کال کې د پارلماني او په ۲۰۱۹ کال کې د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن یوو.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې زموږ پرمختګونه واقعي دي، خو د ترهګرۍ او نشهیي توکو له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دي، چې باید له دې دوو شیطانانو سره منسجمه، هر اړخیزه او همغږې مقابله وشي. د سیمهییزو همکاریو او اتصال لپاره د یوه بستر په توګه د افغانستان د ګټې ـــ ګټې طرحې پر بنسټ د همکاریو د یوه ټولیز تصویر پر جوړېدو او په هغه پسې د سیمهییزو همکاریو د اړتیا وړ عملي پلانونو د رامنځته کېدو لپاره د شانګهای له ماهیت څخه ګټې اخیستنې ته اړتیا ده. افغانستان د آسیا د څلورلارې په چوکاټ کې رول لوبولو ته تیار دی، چې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمهییزو همکاریو ته زمینه برابروي، څو موږ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام په لټه کې شوو او د سیمهییز او نړیوال ثبات عامل واؤسو.

د افغانستان د سولې له پروسې د شانګهای مشرانو ملاتړ
د شانګهای غړو هېوادونو رهبرانو په یوه غږ د افغانستان د سولې له پروسې او اوربند ملاتړ وکړ او په افغانستان کې سوله یې د سیمې د اتصال او پرمختګ لپاره مهمه وبلله، هغوی ژمنه وکړه، چې سولې او ثبات ته په رسېدو کې به له افغانستان سره همکاري کوي.
په دې ناسته کې، د چین جمهوررئیس شي جینګ پېنګ وویل، چې د شانګهای غړي هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت ته بشپړه ژمنتیا لري او افغانستان د شانګهای سازمان لپاره مهم دی.
د هند لومړي وزیر نریندار مودي په افغانستان کې د امنیتي وضعیت، ترهګرۍ او په افغانستان کې د افراطیت ودې په تړاو خپل نظر څرګند کړ او د سازمان له غړو یې وغوښتل، چې ټول باید د جمهوررئیس غني له لیدلوري ملاتړ وکړو، څو افغانستان ثبات ته ورسېږي.
هغه په افغانستان کې د داعش ګواښ ته په اشارې وویل، چې دې ترهګرې ډلې په افغانستان کې ډیموکراتیک قواعد او جوړښتونه له ګواښ سره مخ کړي او موږ باید د شانګهای سازمان په چوکاټ کې د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره کار وکړو.
د قزاقستان جمهوررئیس وویل، چې د افغانستان د قضیې حل زموږ لپاره مهم دی او موږ نشو کولی په دې برخه کې بې اعتنا واوسو. هغه زیاته کړه، چې موږ د افغانستان له قانوني دولت څخه ملاتړ کوو او تیار یوو، چې د شانګهای سازمان له لارې له افغانستان سره مرسته وکړو، څو په دې هېواد کې پایداره سوله ټینګه شي.
ښاغلي نور سلطان نظربایف وویل، چې د پاکستان او افغانستان په ګډون د سویلي آسیا لپاره پروژې تر کار لاندې دي، خو په لومړۍ مرحله کې باید جګړه پای ته ورسېږي، څو د دغو پروژو عملي کېدو ته زمینه برابره شي.
د پاکستان جمهوررئیس ممنون حسین د جمهوررئیس غني د سولې له پلان او د اوربند له اعلان ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې پاکستان د سولې په برخه کې له افغانستان سره هوکړې ته رسېدلی دی او د هغه د مثبتو پایلو هیله یې وښوده.
د روسیې جمهوررئیس ولادیمیر پوتین، هم ترهګرۍ سیمې ته خطر وباله او د شانګهای همکاریو سازمان له غړو هېوادونو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې باید له افغانستان سره همکاري وکړي.
د تاجکستان جمهوررئیس امام علي رحمان وویل، چې د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی دی. هغه زیاته کړه، چې موږ له افغانستان سره د سولې او ټولنیزو مرستو په برخه کې همکاریو ته ژمن یوو او خپلو همکاریو ته به پراختیا ورکړو.
د ازبکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایوف وویل، چې په افغانستان کې له سولې او ثبات ملاتړ کوو او په همدې موخه مو د تاشکند کنفرانس جوړ کړ، څو له شرط پرته خبرو اترو ته لار پرانستل شي.

د اړیکو ډلې جوړېدو هوکړه
د شانګهای همکاریو سازمان په حاشیه کې، د سازمان د سکرترجنرال او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ترمنځ هوکړه لاسیک شوه، چې د هغه پر اساس به د افغانستان او شانګهای سازمان ترمنځ د اړیکو ډله جوړېږي.