ترکمنستان ته د جمهوررئیس غني سفر

۲۶ وږی ۱۳۹۶

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د صالون په داخل کې او د رزمي هنرونو د آسیایي سیالیو پنځم دور د پرانستې په مراسمو کې د ګډون په موخه، د یکشنبې ورځې تر ماسپښین وړاندې، ۲۶ وږی ۱۳۹۶ نېټه، د ترکمنستان پلازمېنې عشق‌آباد ته ورسېد.

د عشق‌آباد نړیوال هوایي ډګر ته د جمهوررئیس غني له رسېدو سره سم د تېلو او ګازو په چارو کې د ترکمنستان د جمهوررئیس د مرستیال مقصد بابایوف، د پنځم دور سیالیو د استازو، د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر او په عشق‌آباد کې د افغانستان سفیر او د سفارت غړو له لوري یې ګرم هرکلی وشو.

جمهوررئیس غني په دې سفر کې د ترکمنستان له جمهوررئیس او د آسیا المپیک شورا له رئیس سره ولیدل او د آسیایي نړیوالو سیالیو د پرانستې په مراسمو کې تر ګډون وروسته، په ۲۷ وږي ۱۳۹۶ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دوه اویایمه عمومي غونډه کې د ګډون په موخه، د امریکا متحده ایالتونو ته روان شو.

 

د ترکمنستان له جمهوررئیس سره لیدنه

د دواړو جمهوررئیسانو په لیدنه کې، د ترکمنستان جمهوررئیس قربان‌قلي بردي محمدوف، جمهوررئیس غني ته په دې لویو ورزشي مراسمو کې د ګډون له امله ښه راغلاست ووایه او په وینا یې دا زموږ او تاسو ګډ جشن دی.

د ترکمنستان جمهوررئیس ټینګار وکړ، چې ددې ورزشي سیالیو تر شا سلامتي، آبادي او د سیمې او نړۍ د خلکو هوساینه نغښتې ده. هغه جمهوررئیس غني ته په خطاب کې وویل، چې تاسو زما ورور یاست او په دې مراسمو کې ستاسو په ګډون خوښ یم.

د ترکمنستان جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، غواړم له زړه ووایم، هماغومره چې د خپلو ورزشکارانو ملاتړی یم، ستاسو د ورزشکارانو ملاتړی هم واوسم او هیله لرم، چې ښې لاسته راوړنې ولري او هېواد ته له بریالیتوبونو سره وګرځي.

جمهوررئیس غني د ترکمنستان جمهوررئیس او خلکو ته د ورزش، سیاست او اقتصاد په برخو کې د لویو لاسته‌راوړنو مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، چې د ورزش او دوستۍ شعارونه، هغه شعارونه دي، چې ټوله سیمه او نړۍ په هغه راټولېږي.

جمهوررئیس وویل، چې د ترکمنستان فعال او بې طرفه سیاست، نن په بې‌طرفه مثبت سیاست بدل شوی دی. هغه زیاته کړه، چې دغه سیالۍ په سیمه کې بېسارې دي او د سیمې او آسیا لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او ویاړ دی، چې د ترکمنستان د ملت غښتلې اراده ښیي.

محمد اشرف غني د ترکمنستان ددې دوامداره لاسته‌راوړنې، په ځانګړي ډول د ورزشي کمپلکس او په غوره معمارۍ د هوایي ډګر د ترمینل جوړېدو له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د ترکمنستان خلک او د سیمې راتلونکي نسلونه به له دې تأسیساتو استفاده وکړي.

هغه څرګنده کړه، چې زموږ اړیکې ژورې، هر اړخیزې او دوستانه دي او د ترکمنستان د خلکو خوشالي د خپلو خلکو خوشالي بولو. هغه زیاته کړه، چې د ترکمنستان په آسیایي سیالیو کې ډېر شمېر افغان ورزشکاران حضور لري او هیله ده ښه وځلېږي.

محمد اشرف غني وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي او نږدې اړیکې ددې لامل شوې دي، چې زه ددې سیالیو د پرانستې په مراسمو کې ګډون وکړم.

هغه زیاته کړه، چې د اقتصاد په اړه ستاسو لیدلوری او له افغانستان سره په فرهنګي اړیکو ستاسو ټینګار، واقعاً هیلې رابښي.

د آسیا المپیک شورا له رئیس سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني ترکمنستان ته د خپل سفر د دویمې ورځې په مازیګر، ۲۷ وږی ۱۳۹۶، د المپیک شورا رئیس شیخ احمد الفهد الصباح، په عشق‌آباد کې پخپل مېشتځي کې خپل حضور ته ومانه.

د آسیا المپیک شورا رئیس د آسیایي نړیوالو سیالیو د پرانستې په مراسمو کې د جمهوررئیس غني د ګډون مننه وکړه او همدا راز هغه ته یې ددې سیالۍ په لومړۍ ورځ د افغان ورزشکارانو له لوري د مډالونو ترلاسه کولو مبارکي وویله.

شیخ احمد الفهد الصباح وویل، چې د آسیا المپیک شورا موخه د ورزش وده او د ورزشکارانو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول دي او په دې موخه هر ډول همکاریو ته چمتو یوو.

جمهوررئیس غني په ترکمنستان کې د آسیایي نړیوالو سیالیو د پرانستې مراسمو له امله د آسیا المپیک شورا رئیس ته مبارکي وویله. هغه په دې سیالیو کې د افغان ورزشکارانو له لوري په بریالیتوب د مډالونو د ترلاسه کولو له امله خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې په پام کې لرو، د افغانستان د ورزش د ودې لپاره بودجه ځانګړې کړو او څلورکلن پلان ترتیب کړو.

هغه د آسیا المپیک شورا له رئیس څخه وغوښتل، چې د المپیک ملي شورا ټولنې د رامنځته کېدو په موخه، د تګلارې جوړولو او د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره، یو پلاوی کابل ته واستوي. هغه په ورزش کې د حکومت په بې طرفه سیاست ټینګار وکړ.

شیخ احمد الفهد الصباح د ورزش ودې ته د جمهوررئیس غني د ځانګړې پاملرنې او همدا راز د عشق‌آباد په آسیایي نړیوالو سیالیو کې د افغان ورزشکارانو د ګډون لپاره د بودجې ځانګړي کولو له امله مننه وکړه.

هغه وویل، چې په ترکمنستان کې د آسیایي نړیوالو سیالیو تر پای ته رسېدو وروسته، د المپیک ملي شورا د ټولنې جوړېدو په موخه به د آسیا المپیک شورا یو پلاوی، د تګلارې جوړولو او رڼو ټاکنو لپاره د زمینې برابرولو په موخه، کابل ته سفر وکړي.

 

د آسیایي نړیوالو سیالیو د پرانستو په مراسمو کې ګډون

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس په ۲۷ وږي ۱۳۹۶ نېټه د آسیایي نړیوالو سیالیو د پرانستو په مراسمو کې ګډون وکړ. هغه د ګډونوالو او د آسیایي المپیک سیالیو د رئیسانو پلاوي په ویاړ د ترکمنستان د جمهوررئیس له لوري په جوړه شوې مېلمستیا کې ګډون وکړ او د ترکمنستان جمهوررئیس قربان‌قلي بردي محمدوف یې هرکلی وکړ.

د یادولو وړ ده، چې د ترکمنستان په آسیایي نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په ګډون، په ۲۱ برخو کې د ۶۴ هېوادونو ورزشکارانو سیالي وکړه.

جمهوررئیس غني په عشق‌آباد کې د آسیایي نړیوالو سیالیو د پرانستو په مراسمو کې تر ګډون وروسته، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان په دوه اویایمه عمومي غونډه کې د ګډون په موخه، امریکا ته روان شو.


شریکول