د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

هند ته د جمهور رئیس غني سفر

۰۳ لړم ۱۳۹۶

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني د لړم په دویمه نېټه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یوه ورځني رسمي سفر د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته ولاړ. د سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا وه.

په‌ دغه سفر کې جمهور رئیس د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج، د هند له ولسمشر رام‌نات کوویند او لومړي وزیر نریندرا مودي سره ولیدل. په ورته وخت کې جلالتمآب جمهور رئیس د ویویک انندا په نړیوال بنسټ کې وینا وکړه. جمهور رئیس هېواد ته له ستنېدو وړاندې په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت ته ولاړ او د پټۍ په پرېکولو سره یې د سفارت د کنفرانسونو تالار پرانیست.

د همدې ورځې په ماښام جمهور رئیس او وروسره پلاوی بېرته هېواد ته راستانه شول.

 

د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره لیدنه

جمهور رئیس غني هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد په پلازمېنه نوي ډیلي کې پخپل استوګنځي کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج خپل حضور ته ومنله.

په‌ دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمه‌ییزو مسایلو، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو بحث او د نظر تبادله وکړه. همداراز د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا متحده ایالتونو د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته د سیمې د شرایطو په اړه یې خبرې وکړې او دغه ستراتېژي یې د سیمې د وضعیت ښه‌والي لپاره ګټوره وبلله.

جمهور رئیس د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته په اشارې سره وویل، د افغانستان ـ هند هوایي دهلیز له لارې صادرات په بریالۍ توګه دوام لري او زیاته یې کړه، موږ غواړو چې بحري دهلېز د مرکزي آسیا له لارې هند سره وصل شي. ولسمشر زیاته کړه، افغانستان د کانونو سکتور، نساجۍ او د ښځو لاسي صنایعو په برخو کې ښه ظرفیتونه لري او له هند څخه یې وغوښتل چې د هغه هېواد  ارزښتناکو تجربو څخه په استفادې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ویلو سره ډاډ ورکړ چې هېواد به یې د پخوا په څېر له افغان دولت او افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې همکار وي. سوشما سواراج وویل، خوشحاله یوو، چې له افغانستان سره د ستراتېژيک همکار په توګه موږ خپل رول لوبوو او په بېلابېلو برخو کې د ژورو اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو.

 

د هند له جمهور رئیس سره لیدنه

د سفر په اوږدو کې جمهور رئیس غني له خپل هندي سیال رام‌نات کوویند سره د هند د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې لیدنه او خبرې وکړې. په‌ دې لیدنه کې چې د دواړو لوریو لوړپوړو پلاوو هم حضور درلود، د هند جمهور رئیس، دغه هېواد ته د ولسمشر غني او ورسره پلاوي پر سفر خوښي څرګنده کړه او دغه سفر یې د دوه اړخیزه اړیکو په پياوړتیا کې ارزښتناک وباله.

همداراز جمهور رئیس غني هم د هند د ولسمشر او خلکو له مېلمه‌پالنې مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان او هند پخوانۍ اړیکې لري او د دواړو هېوادونو مشترکات زموږ د دولتونو او ملتونو د ژورو اړیکو لامل شوي.

په‌ دې لیدنه کې دواړو لوریو د همکاریو پر پراختیا ټينګار وکړ.

 

د هند له لومړي وزیر سره لیدنه

جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د نوي ډیلي په حیدر‌آباد ماڼۍ کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تود هرکلی ووایه او دواړو لوریو په پام وړ موضوعاتو خبرې او بحث وکړ.

د هند لومړي وزیر په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو له امله جمهور رئیس غني او ورسره پلاوي ته خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړه.

دواړو لوریو د افغانستان او سویلي آسیا په اړه د امریکا متحده ایالتونو د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته د رامنځته شوي فرصت په اړه خبرې وکړې او د هغې د ارزښتناک بللو ترڅنګ یې، د یادې ستراتېژۍ تطبیق په افغانستان او سیمه کې د دوامداره سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهم وبلل. همداراز دواړو لوریو د سیمې د بېلابېلو مسایلو، ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې. 

جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو په ځانګړي ډول د زېربنایي پروژو تطبیق قدردانۍ وکړه او وې ویل، د افغانستان او هند همکارۍ زیاتې پیاوړې شوې دي. د جمهور رئیس په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ستراتېژۍ همغږې دي او دا به زموږ د پرمختګ او ترقۍ لامل شي. هغه وویل، د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګډو موخو ته د رسېدو په خاطر د دواړو هېوادونو پر پالیسيو، ګډ کار کوو.

د هند لومړي وزیر وویل، حکومت او د دغه هېواد ۱٫۲میلیارد وګړي به په ټولو برخو کې د هوسا او آباد افغانستان په خاطر تل د افغانستان دولت او خلکو ترڅنګ وي، ځکه د دواړو هېوادونو  خلک په خپلو کې تاریخي او پراخې اړیکې لري. ده د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ وکړ او وې ویل، د سیمې هېوادونه باید د ترهګرۍ شومې پدېدې پر وړاندې په صادقانه ډول مبارزه وکړي او د ترهګرو خوندي پټنځایونه له‌منځه یوسي.

د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او هند تر منځ د ستراتېژیکو همکاریو پر تعهداتو بحث وکړ او ددې مذاکراتو پایلې یې مثبتې وارزولې وې ویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د انکشافي همکاریو نوی سند چې دمخه لاسلیک شوی، بریالی دی او پام وړ پایلې به ولري.

په کتنه کې د اقتصادي مسایلو پر اهمیت، سیمه‌ییز اتصال، د افغانستان – هند هوايي دهلېز او له‌دې لارې د افغانستان په صادراتي محصولاتو بحث وشو او هغه یې د افغان کروندګرو د تولیداتو  د ملاتړ لپاره وړ فرصت وباله. په‌دې اړه تفاهم وشو، چې په داسې میکانیزم دې کار وشي چې د هند په بازارونو کې د افغانستان محصولاتو لپاره، بازار موندنه وشي.

په دې کتنه کې موافقه وشوه چې دواړه هېوادونه دې د همکارۍ د ستراتېژيو په اړه په ټولو کچو همغږۍ او خبرو ته دوام ورکړي، دغه راز دې د بحري دهلېز په اړه چې منځنۍ اسیا له هند سره نښلوي هر اړخیز بحثونه وشي. همداراز موافقه وشوه چې دواړه هېوادونه دې په بېلابېلو برخو کې د خپلو سیمه‌ییزو او بین‌المللي شریکانو سره همغږۍ، همکارۍ او مشورو ته دوام ورکړي، څو عمده اهداف په ځانګړي ډول سوله او ثبات په سیمه کې په تلپاتې او دوامدار ډول تامین شي.

دواړو لورو د چابهار بندر ارزښت ته په اشارې دغه بندر ته د غنمو د لومړۍ محمولې د رسېدو هرکلی وکړ وې ویل، افغانستان، هند او ایران دې له دې بندر څخه د زیاتې ګټې اخیستنې په موخه خپلې ګډې هڅې چټکې کړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني له افغانستان سره په تحصیلي برخه کې د هند د همکارۍ مننه وکړه او له هندي لوري یې وغوښتل چې د افغانستان د محرومو ولایتونو ځوانانو ته دې د حرفوي کورسونو او کرنیزو تخصصي روزنې په برخو کې تخصیص ورکړي.

هغه زیاته کړه دېته په کتو چې هند په نړۍ کې د ډیموکراسۍ یو ستر تمثیلونکی هېواد دی، موږ غواړو د تخنیک او رڼو ټاکنو په برخه کې د دې هېواد له ارزښتناکه تجربو ګټه واخیستل شي. په دې اړه موافقه وشوه چې د دواړو هېوادونو ټاکنیز کمېسیونونه دې همغږي او تجربې سره شریکې او تبادله کړي.

دغه راز یې څرګنده کړه، په هند او افغانستان کې دې د افغان محصلینو اتحادیه جوړه شي چې له ولس سره د ولس د ښو اړیکو پیاوړتیا ته زمینه برابره او دغه راز دې د افغانستان او هند د ځوانانو متقابلو لیدلوریو څخه استفاده وشي.

 

په ویویک انندا نړیوال بنسټ کې وینا

جمهور رئیس محمد اشرف غني، نوي ډیلي ته د سفر په ترڅ کې د لړم په دویمه له غرمې وروسته په ویویک انندا نړیوال بنسټ کې د سویلي آسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژۍ سره سم د رامنځته شوي نوي بستر په اړه وینا وکړه. جمهور رئیس پخپله وینا کې لومړی نړیوال بستر تشریح کړ او ویې ویل چې د څلورو عواملو له امله نړۍ د ابهام له بنسټيزو شرایطو سره ژوند کوي. جمهور رئیس دغه عوامل داسې بیان کړل:

۱) هغه قالب، چې یوویشتمه پېړۍ په‌کې معرفي شوې، روښانه نه دی؛

۲) نړیوال اقتصاد په چټکۍ د حرکت په حال کې دی؛ خو د نړیوالتوب لرلید دغه ډول نه ښکاري؛

۳) ابهام هغه ښکارنده ده، چې «د سیاسي تاوتریخوالي پنځمه څپه» بلل کېږي؛ او

۴) صنعتي انقلاب.

جمهور رئیس د خپلې وینا په دوام کې په سیمه‌ییزه کچه د سیمه‌ییز بستر د فرصت په اړه هم خبرې وکړې. له یوه لوري موږ د آسیا په تاریخ کې تر ټولو سترې شېبې سره مخ یوو. د آسیا د قاره‌یي اقتصاد لید لوری د ظهور په حال کې دی. یوازې یو وار په ۱۸۶۹ ز کال کې، چې د امریکا متحده ایالات د اتلانتیک او ارام اقیانوس له اوسپنیزې کرښې سره ونښلېد او په قاره‌یي اقتصاد بدل شو، موږ د دغسې ښکارندې شاهدان وو. که په ساده ډول ووایو، گرنډ ټرانک  لویه لار د ابرېښمو لویې لارې ته رسېږي. د آسیا قاره‌یي اقتصاد نور یو خوب نه دی. دا لید لوری به په ځانګړي ډول له پرمختګ ـ نه یوازې د هند او چین لپاره، چې په اړه یې پوهېږئ ـ سره مل وي؛ او موږ به د هرې ورځې په تېرېدو ترانسپورټي زېربنا، د نوري فایبر زېربنا، د انرژۍ د لېږد لېنونه او نورې زېربناوې، چې د آسیا قاره‌یي اقتصاد ټول دار و ندار سره تړي، ته نږدې کېږو.

ده زیاته کړه، ؛ متأسفانه د لوبې قوانین، په هغه سیمه کې چې موږ په‌کې یوو او زه ورپورې تړلی یم او هغه خلک چې زه یې استازولي کوم، د دولتونو ترمنځ نه دي رامنځته شوي. ځکه ځینې دولتونه د خپلو دولتي پالیسیو د وسایلو په توګه په غیر دولتي ورانکارو عاملینو تکیه کوي.

جمهور رئیس د افغانستان وضعیت په اړه وویل، افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې تر نړیوالو او سیمه‌ییزو ابهامي شرایطو لاندې د لېږد له څلورو حالتونو سره مخامخ و. دغه حالتونه عبارت دي له:

۱) سیاسي لېږد؛

۲) امنیتي لېږد؛

۳) اقتصادي لېږد؛ او

۴) د دولتدارۍ د فرهنګ لېږد.

جمهور رئیس د خپلې وینا په دوام کې د سویلي آسیا لپاره د امریکا ستراتېژي مثبته او ګټوره وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې ددې ستراتېژۍ په تطبیق سره به د سیمې په وضعیت کې بدلون رامنځته شي.

 

هېواد ته راستنېدل

جمهور رئیس محمد اشرف غني چې د لړم په دویمه سهار مهال د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته تللی و، د همدې ورځې په ماښام بېرته هېواد ته راستون شو. له راستنېدو وړاندې جمهور رئیس او ورسره پلاوی؛ په نوي ډیلي کې د افغانستان لوی سفارت ته ولاړل او د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي صلاح‌الدین رباني سره یو ځای یې د کنفرانسونو نوی جوړ شوی تالار د پټۍ په پرې‌کولو سره پرانیست.


شریکول