بلجیم ته د جمهوررئیس غني سفر او د ناټو په سرمشریزه کې ګډون

۲۵ چنګاښ ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني، د سې‌شنبې ورځې په سهار، ۱۹ چنګاښ ۱۳۹۷ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون او وینا په موخه بلجیم ته روان شو. د جمهوررئیس غني ددې سفر موخه، د ناټو د غړو هېوادونو له چارواکو سره لیدنه او د ناټو سازمان په سرمشریزه کې وینا وه. جمهوررئیس غني په دې لیدنه کې د اصلاحاتو، سولې، ښځو رول، نسلي بدلون او په افغانستان کې د ناټو د حضور پر اړتیا او لاسته‌راوړنو خبرې وکړې او د افغان ځواکونو د قربانیو او همداراز له افغانستان سره ددې سازمان د همکاریو د تمدید ستاینه یې وکړه. هغه تر ۲۰۲۴ کال پورې د ناټو د ملاتړ تمدید ځان بسیاینې ته د رسېدو، سیاسي بهیر ته د طالبانو د راوستو او ګټو ته د سیمه‌ییزو لوبغاړو د راوستو لامل وباله. همداراز جمهوررئیس د آتلانتیک شورا له لوري په جوړ شوي پروګرام کې برخه واخیسته او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل. جمهوررئیس غني د جمعې ورځې په مازیګر، ۲۲ چنګاښ ۱۳۹۷ نېټه بېرته کابل ته راوګرځېد.

د ناروې له لومړي وزیر سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د ناروې له لومړۍ وزیرې ایرنا سولبرګ سره په کتنه کې د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا، د سیمه‌ ییزو مسایلو، انکشافي پروژو، د امنیت تامین او د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ناروې لومړۍ وزیرې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ د جمهوررئیس له لوري د اوربند د نوښت د قدردانۍ ترڅنګ وویل، هېواد یې د اوبو د مدیریت او د سولې د مذاکراتو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ناروې لومړۍ وزیرې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت جدي اقدامات او د اصلاحاتو بهیر وستایه او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

جمهوررئیس د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ناروې ځواکونو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې مننه او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ناروې د مرستو او ملاتړ قدرداني وکړه او په وینا یې، موږ غواړو د اوبو د مدیریت په برخه کې د ناروې له بریالیو تجربو څخه استفاده وکړو.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسؤولې سره لیدنه

جمهوررئیس غني د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسئولې مېرمن فدریکا موګریني سره په کتنه کې، د افغانستان د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو، حرفوي زده کړو، د ښځو د ملاتړ، تروریزم او جرمي اقتصادي شبکو سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.

آغلې موګریني د جمهوررئیس غني له لوري د اوربند اعلان د سولې او ثبات د تامین په برخه کې مهم ګام وباله او وې ویل، اروپایي ټولنه به د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي او د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ به پاتې وي.

نوموړې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سیمه‎ییز تحرک د ایجاد، سیمه‎ییز اتصال، ترانزیټ، اقتصادي همکاریو، لویو پروژو او سوداګرۍ د ودې په برخه کې د افغانستان د حکومت کوښښونه او لاسته‌راوړنې وستایلې.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د اغلې موګریني له ملاتړ څخه په مننې له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او د ټاکنو بهیر د شفاف ترسره کېدو لپاره یې د بین‌المللي څارونکو حضور مهم وباله او پرې ټینګار یې وکړ.

د آذربایجان له جمهوررئیس سره لیدنه

جمهوررئیس غني بلجیم ته د خپل سفر په دویمه ورځ په بروکسل ښار کې د آذربایجان له جمهوررئیس الهام علي اوف سره وکتل.

دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا، د نظامي تجهیزاتو، د تېلو د وارداتو او د کانونو را اېستلو په اړه خبرې او پر دې یې توافق وکړ چې د دواړو هېوادونو پلاوي دې له اذربایجان څخه د تېلو د واردولو او په افغانستان کې د تېلو د ظرفیت معلوملو په اړه ګډې ناستې او مشورې وکړي.

جمهوررئیس الهام علي اوف د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو څخه د ملاتړ ترڅنګ له افغانستان سره د هلیکوپترو د ترمیم په ګډون د نظامي تجهیزاتو، په افغانستان کې د تېلو د ظرفیت معلومولو او د کانونو د راېستلو په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره د اذربایجان له همکاریو څخه په مننې وویل، د افغانستان او اذربایجان ګډ تخنیکي پلاوي به د تېلو او کانونو د استخراج او پانګونې عملي پلان ترتیب کړي. هغه د نفتو او ګازو د استخراج په برخو کې د اذربایجان له تجربو څخه ګټه اخېستنه مهمه وبلله او د دغه هېواد له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د تېلو او کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د بلجیم له پاچا سره لیدنه

د جمهوررئیس غني او د بلجیم پاچا اعلیحضرت فلیپ په لیدنه کې، د اړیکو او همکارۍ په ارزښت، د هغو په لا پراختیا او د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس د کار د پرمختګ د څرنګوالي په هکله بحث او خبرې وکړې.

د بلجیم پاچا جمهوررئیس غني ته د اوربند د نوښت مبارکي وویله او د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو پروسې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. هغه زیاته کړه، هېواد به یې د مهم ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ پاتې شي.

جمهوررئیس غني په دې کتنه کې د بلجیم هېواد پاچا له ملاتړ څخه په مننې د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس جوړولو د کوربه توب قدرداني وکړه. هغه زیاته کړه، افغانستان د بلجیم په ګډون د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او دوستانه مناسباتو غوښتونکی دی.

د هالنډ له لومړي وزیر سره لیدنه

د هالنډ له لومړي وزیر مارک ‌رټ سره د جمهوررئیس غني په لیدنه کې په دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو، د بین‌الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې د پروسې، اوربند، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د هالنډ لومړي وزیر وویل، هېواد یې چمتو دی چې د اوبو د مدیریت او حرفوي زده کړو په برخه کې د افغانستان حکومت سره هر ډول همکارۍ وکړي.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره د هالنډ د له تېرو ملکي او نظامي همکاریو څخه په مننې له افغانستان سره د اوبو د مهارولو په برخه کې د همکاریو چمتووالي ته د هالنډ د لومړي وزیر د تیاري له امله مننه وکړه.

د فرانسې له جمهوررئیس سره لیدنه

جمهوررئیس غني بلجیم ته د خپل سفر په دویمه ورځ د فرانسې له جمهوررئیس امانوئل مکرون سره وکتل.

دواړو لوریو د سیمه‌ییزو همکاریو، حرفوي زده‌کړو او په سیمه کې له بین‌المللي تروریزم سره د جدي مبارزې په اړه د بحث پرمهال په دې توافق وکړ، چې دواړه هېوادونه به د عملي اقداماتو په موخه د جمهوررئیسانو او وزیرانو په کچه ناستو او مشورو ته دوام ورکوي.

دواړو مشرانو وویل، ترهګري چې د سیمې او نړۍ لپاره ګډ تهدید دی، افغانستان د دغې شومې پدیدې پر وړاندې د مبارزۍ په لومړۍ کرښه کې قرار لري او د نړۍ په ځانګړي ډول د سیمې د هېوادونو صادقانه همکاري هم په دې برخه کې حتمي ده.

د فرانسې جمهوررئیس له افغانستان سره د همکاریو د ژمنې د تازه کولو ترڅنګ د هېواد جمهوررئیس ته د اوربند د نوښت مبارکي وویله او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې او بین‌الافغاني مذاکراتو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د یاد هېواد د مرستو او همکارۍ د قدرداني ترڅنګ وویل، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات په موخه د ترهګرۍ ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې په مېړانه او زړورتیا جنګېږي.

د ناټو سازمان په سرمشریزه کې وینا

جمهوررئیس غني د ناټو په سرمشریزه کې ګډون او وینا وکړه. هغه وویل، چې زموږ مهمه دنده د جنګ، فساد او جرایمو د خبیثه کړۍ ماتول او د هغې په ځای د ګډون، برخې اخېستو، مشارکت، سولې او پرمختګ د نجیبه کړۍ جوړول او ځای پر ځای کول دي.

هغه د ناټو سازمان له ملاتړه مننه وکړه او وې ویل: دغو مرستو موږ ته دا توان راکړ چې پر تېر وخت د بریالي کېدو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو او یوې ولسواکې او ټول شموله ټولنې، یوې اسلامي او له زغم ډکې او د متحرک اقتصاد لرونکې ټولنې ته چې د آسیا د څلور لارې په توګه د سیمې د انکشاف لپاره د همکاري په بستر کې په امنیتي همکاریو عمل وکړي، ورسېږو.

جمهوررئیس زیاته کړه، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې ستاسو د ملاتړ د تمدید لپاره غور او ارزونه موږ ته دا توان راکوي چې د ځان بسیاینې لپاره هڅې وکړو، طالبان دې ته اړباسو چې هغه لار چې په مخ کې لرو یو سیاسي بهیر دی او سیمه‌ییز همکاران د دغو همکاریوو ګټو ته وهڅوو.

هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې پارلماني ټاکنې او په ۲۰۱۹ کې ولسمشریزې ټاکنې حتمي دي او د څارنې لپاره یې نړیوالو بنسټونو ته بلنه ورکړه.

محمد اشرف غني بیاځلي د انکشافي او امنیتي همکاریو رغېدو ته په اشارې وویل، چې عواید مو ۷۰ سلنه زیات شوي او د فساد ضد مبارزې د ستراتېژۍ ۱۴ شاخصونه مو عملي کړي دي؛ او په ۲۰۱۸ کال کې مو ۵۳۵ جنرالان تقاعد کړي دي. د هغه په وینا، موږ د سولې، پانګونې، سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د سیمه‌‌ییزو او نړیوالو همکاریو د پراختیا په حال کې یوو.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، موږ پر سوله د ملي اجماع له پیروي سره خپله سیاسي اراده د سولې د مذاکراتو د وړاندیز او د یو اړخیز اوربند له اعلان سره چې د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې ومنل شو، وښوده. هغه زیاته کړه، څلوېښت کاله وروسته د لومړي ځل لپاره زموږ خلکو د سولې ډالۍ تجربه کړه. دې زړور ازمېښت د پخلاینې لپاره زموږ د ملت فوق‌العاده ظرفیت، د بښنې اراده او دا چې موږ د راتلونکې خاوندان یوو، څرګنده کړه.

جمهوررئیس د څلور کلن امنیتي پلان په تطبیق کې د پرمختګونو بېلګې، د ښځو مشارکت، نسلي بدلون او په ګمارنو کې ښایسته‌سالارۍ ته پام یاد کړل او په وینا یې، اوسمهال موږ د قانون حاکمیت د تطبیق لپاره خپله سیاسي اراده نندارې ته وړاندې کوو.

هغه زیاته کړه، چې متاسفانه د تروریزم بلا ټوله نړۍ په وېره کې اچولې او دا ثابتوي چې ولې ناټو ته اړتیا ده او ولې افغانستان د مخکښ دولت په توګه د نړیوالې ازادۍ او امنیت د دفاع لومړۍ کرښه کې قرار لري. هغه مناسبات چې د سپټمبر د یوولسمې له فاجعې وروسته ایجاد شول، د ګډو ګټو او ګډو ارزښتونو پر اساس د ژورو او پراخو همکاریو په حال کې دي.

د اروپایي شورا له رئیس سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د خپل سفر په دویمه ورځ د اروپایي شورا له رئیس ډونالډ ټاسک سره وکتل.

ښاغلي ټاسک وویل، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه به د افغانستان حکومت او خلکو لومړیتوبو ته په کتو په ځانګړي ډول د ټاکنو او سولې په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او په وینا یې، د سیمې هېوادونه باید دا درک کړي چې باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

جمهوررئیس غني افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپایي اتحادیې د مرستو او د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو څخه د اروپایي ټولنې د ملاتړ مننه وکړه او وې ویل: اروپایي ټولنه دې د ټاکنو بهیر د شفافیت په موخه خپل څارونکي ډېر کړي.

د جرمني له لومړۍ وزیرې سره لیدنه

د جمهوررئیس غني او د جرمنۍ د لومړۍ وزیرې په لیدنه کې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا، د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو او ټولو پام وړ موضوعاتو په هکله بحث وشو.

د جرمني لومړۍ وزیرې د جمهوررئیس د اوربند نوښت وستایه او جمهوررئیس غني ته یې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ، د جلغوزیو د بازار موندنې او حرفوي زده کړو په برخو کې د خپل هېواد د اوږدمهالو ژمنو ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د جرمني د حکومت او خلکو د سخاوتمندانه مرستو او د سولې پروسې څخه د ملاتړ او د همکاریو د دوام مننه وکړه.

جمهوررئیس وویل، په افغانستان کې ثبات دوامدارو مرستو ته اړتیا لري او جرمني د نوییمې لسیزې له پیل راهیسې د بشري پانګونې په برخه کې له موږ سره مرسته کړې او د افغان ډاکټرانو او انجینرانو روزنه له افغانستان سره د دې هېواد د مرستو یوه ښه بېلګه ده.

د آتلانتیک شورا په بحث کې ګډون

جمهوررئیس غني د آتلانتیک شورا له لوري په جوړ شوي پروګرام کې برخه واخیسته او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل. هغه په دې پروګرام کې وویل، چې افغانستان د اجماع لپاره یوه نقطه ده، نه د اختلاف لپاره.

جمهوررئیس غني وویل، چې د ناټو ځواکونو شمېر په افغانستان کې کم شوی او افغان ځواکونه توانېدلي، چې د امنیتي خالګیاوو د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې، چې خبریالان په پېښو پسې ګرځي، خو زه په بېلګو پسې ګرځم. هغوی چې په پېښو پسې ګرځي، د وضعیت په اړه تېروتنه کوي.

محمد اشرف غني وویل، چې یوازې افغانستان له امنیتي خنډونو سره مخ نه دی او د نړیوال امنیت په تړاو هم وېره شته ده. هغه ټینګار وکړ، چې ترهګري یوه شبکه‌یي او له پولې هاخوا پدیده ده.

جمهوررئیس غني وویل، پر هغو خنډونو سربېره چې افغانستان ورسره مخ دی، داعش هم د حاکمیت ترلاسه کولو لپاره له طالبانو په سره سیالۍ کې دی او افغانستان ته د خپل حاکمیت، ایکالوژۍ او د فرصتونو د ټولګې په سترګه ګوري.

هغه وویل، چې په سیمه‌ییزه کچه اجماع جوړه شوې ده، هماغسې چې هند او چین د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده. جمهوررئیس له پاکستان سره د افغانستان د پرمختګونو په تړاو هیله وښوده، چې د کاغذ پر مخ مهم حرکتونه به په عمل کې ترسره شي.

جمهوررئیس د سولې په پروسه کې د ښځو د رول په اړه وویل، چې ښځې د سولې عالي شورا یوه برخه جوړوي او ښځې تل د اجنډاوو په لومړیتونونو کې ځای لري.


شریکول