د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

متحده عربي اماراتو ته د جمهوررئیس غني سفر

۱۸ لړم ۱۳۹۶

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د لړم په ۱۷ نېټه د یوه جګپوړي دولتي  پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته ورسېد. ددې سفر موخه د متحده عربي اماراتو له ولیعهد سره د افغانستان او اماراتو په اړیکو خبرې اترې، په دې هېواد کې د لوور موزیم د پرانستې په مراسمو کې ګډون او په کابل کې د متحده عربي اماراتو د شهید شوي سفیر فاتحه وه. همداراز په دې سفر کې جمهوررئیس غني په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغان سوداګرو سره هم وکتل.

جمهوررئیس غني تر دوه ورځني سفر وروسته د لړم په ۱۸ نېټه بېرته کابل ته راستون شو.

 

د ابوظبۍ له ولیعهد سره لیدنه

جمهوررئیس غني ابوظبۍ ته د خپل سفر د لومړۍ ورځې په ماسپښین د ابوظبۍ په دیوان امیري ماڼۍ کې د ابوظبۍ له ولیعهد او د عربي متحده اماراتو د وسله‌وال پوځ د اعلی سرقوماندان له مرستیال والاحضرت شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره وکتل. د ابوظبۍ ولیعهد والاحضرت شیخ محمد بن زاید ال نهیان جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پر مهال له هغه مننه وکړه، چې عربي متحده اماراتو ته د سفر لپاره یې د ده بلنه ومنله.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او عربي متحده اماراتو د اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو، ترهګرۍ د مبارزې، د سولې د تأمین، د سوداګرۍ د ودې، د کورونو جوړولو په برخه کې د پانګونې او نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

والاحضرت شیخ محمد بن زاید ال نهیان د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژي ګټوره وبلله او زیاته یې کړه، چې موږ په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو.

نوموړي وویل، په نږدې راتلونکي کې به د عربي متحده اماراتو جګپوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي، څو د شویو ژمنو په اړه د عملي اقداماتو لپاره له افغان لوري سره بحث او خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، د شویو ژمنو د عملي بهیر د چټکولو په موخه به د دواړو هېوادونو د پلاویو تګ راتګ ادامه ومومي.

د ابوظبۍ ولیعهد وویل، هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره د امنیت، سولې او اقتصادي ودې په برخه کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي او په‌کې عملي برخه اخلي.

جمهوررئیس غني د ابوظبۍ ولیعهد والا حضرت شیخ محمد بن زاید ال نهیان د تود هرکلي او مېلمه پالنې له امله مننه وکړه او افغانستان او عربي متحده امارات یې هغه دوه دوست هېوادونه وبلل، چې د ښو اړیکو تر څنګ ګڼ مشترکات لري.

جمهوررئیس د افغان حکومت او خلکو په استازیتوب په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د عربي متحده اماراتو د دولت او خلکو د همکاریو قدرداني وکړه او همداراز، په بېلابېلو برخو کې یې په راتلونکې کې د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

 

د لوور موزیم د پرانستو په مراسمو کې ګډون

جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي ابوظبۍ ته د خپل سفر د لومړۍ ورځې په ماښام ابوظبۍ کې د لوور موزیم د پرانستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

جمهوررئیس غني ته د لوور موزیم د پرانستې مراسمو په ځای کې د ابوظبۍ ولیعهد والاحضرت شیخ محمدبن زاید ال نهیان ښه راغلاست ووایه.

د لوور موزیم د پرانستې مراسمو کې پر جمهوررئیس غني سربېره د بېلابېلو هېوادونو مشرانو او استازو ګډون درلود. د یاد موزیم د لیدنې پر مهال د شېخ د کورنۍ غړي او د  راس الخیمه ولیعهد شیخ محمد بن سعود د جمهوررئیس ملتیا کوله.

ورپسې د دوبۍ حاکم او لومړي وزیر والاحضرت شیخ محمد بن راشد ال مکتوم یادو مراسمو ته د وینا پر مهال د بېلابېلو هېوادونو مشرانو او استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی د راتګ له امله مننه وکړه.

د لوور موزیم د پرانستې مراسمو ګډونوالو ته د فرانسې جمهوررئیس مانویل مکرون هم وینا وکړه. لوور موزیم اصلاً د فرانسې په پاریس ښار کې دی، چې په بېلابېلو برخو کې یې څه باندې ۳۵ زره هنري اثار ساتل کېږي. دغه موزیم د فرانسې او اماراتو د ګډې هوکړې پر اساس په لوړه کچه او نړیوال معیار په ابوظبۍ کې هم جوړ شو.

لوور موزیم د ابوظبۍ ښار په سعدیات فرهنګي سیمه کې په مصنوعي جزیره کې په ۲۴ زره متر مربع ځمکه کې د سل میلیونه یورو په لګښت جوړ شوی او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت هنري اثار په‌کې ایښودل شوي دي.

دغه موزیم کې به د افغانستان په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو هنري او تاریخي آثار نندارې ته وړاندې شي. دغه موزیم د ختیځ او لویدیځ د هنري نړۍ پُل هم بلل شوی دی.

د ابوظبۍ شهزاده او د متحده عربي اماراتو د وسله‌وال پوځ د اعلی سرقوماندان مرستیال شیخ محمد بن زاید النهیان وایي، دغه موزیم به نړۍ ته د اماراتو انځور نور هم ښکلی کړي او د کلتور او هنر لپاره به یو بنسټ وي.

 

د متحده عربي اماراتو د شهید شوي سفیر په فاتحه کې ګډون

جمهوررئیس غني ابوظبۍ ته د خپل سفر د دویمې ورځې په غرمه په ابوظبۍ کې له غدیر جمعه الکعبي سره په کتنه کې نوموړي ته د هغه د پلار د شهادت تسلیت ووایه.

په دې کتنه کې په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو پخواني مستشار مبارک سالم الساعدي، چې د کندهار په ترهګریزه پېښه کې ټپي شوی و، هم حضور درلود او جمهوررئیس د هغه په روغتیايي حالت خوښي وښوده.

جمهوررئیس غني د شهید شوي سفیر مشر زوی غدیر جمعه الکعبي ته وویل: تېر ځل عربي متحده اماراتو ته د سفر پرمهال مې په افغانستان کې د شهیدو ډيپلوماتانو کورنۍ له نږدې ولیدې او د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب مې دوی او د عربي متحده اماراتو حکومت ته د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او خوښ یم چې دا ځل تاسو له نږدې وینم او تاسو، ستاسو کورنۍ او د اماراتو حکومت ته د افغانستان د حکومت او خلکو د تسلیت مراتب وړاندې کوم.

په افغانستان کې د اماراتو پخواني مستشار مبارک سالم الساعدي له جمهوررئیس څخه په مننې وویل: په افغانستان کې دنده او ماموریت زموږ لپاره عزت و او افغانان زموږ وروڼه دي او موږ د خپل هېواد مشرتابه څخه مننه کوو، چې دغه مهم ماموریت یې راسپارلی و.

محمد اشرف غني د عربي متحده اماراتو خلکو او حکومت څخه په مننې وویل، دوی تل د افغانستان حکومت او خلکو سره درېدلي دي. هغه زیاته کړه، د افغانستان او عربي متحده اماراتو ملتونه سره وروڼه دي او د دوی دوه اړخیزې اړیکې به لا پیاوړې شي.

د جمهوررئیس وویل: د عربي متحده اماراتو پخوانی او شهید شوی سفیر د افغانستان د حکومت او خلکو ډېر نږدې دوست او همکار و، موږ یې د خدمتونو قدرداني کوو. یو ځل بیا یې د عربي متحده اماراتو شهید شوي سفیر او د ډيپلوماتانو کورنیو ته تسلیت ووایه.

په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د پخواني شهید شوي سفیر زوی د جمهوررئیس غني له غمشریکۍ او ډاډګېرنې په مننې وویل: دا زموږ لپاره لوی ویاړ دی.

 

په ابوظبۍ کې له مېشتو سوداګرو او قومي مشرانو سره لیدنه

جمهوررئیس غني ابوظبۍ ته د خپل سفر د دویمې ورځې تر غرمې وروسته په ابوظبۍ کې پخپل استوګنځي کې په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې ابراهیم محب او حاجي بختور په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو افغان سوداګرو او قومي مشرانو ستونزې او غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې. هغوی د انرژۍ او برېښنا د تولید، د کثافاتو د پروسس، ټرانسپورټ او صادراتو په برخو کې په افغانستان کې د پانګونې  د طرحو د شریکولو تر څنګ د پاسپورټونو، کابل ته د هوایي الوتنو، د خوست هوایي ډګر جوړولو، د افغان نصاب لرونکو ښوونځیو جوړولو او نورې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.

جمهوررئیس په اماراتو کې د مېشتو افغان سوداګرو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته په افغانستان کې پانګونې ته د هغوی د لېوالتیا ښودو قدرداني وکړه او  زیاته یې کړه، ستاسو د حلالې ګټې او زحمتونو له برکته په افغانستان او خصوصاً خوست کې خلک منظم او د عزت ژوند لري.

د جمهوررئیس وویل: د خوست هوایي ډګر د جوړولو کار دوام لري او په نږدې راتلونکي کې به  پرانیستل شي. هغه افغان سوداګر او پانګوالو ته څرګنده کړه: که د پانګونې لپاره له منظمو وړاندیزونو سره ورشي، نو حکومت به ورته ځمکه په اختیار کې ورکړي.

جمهوررئیس په متحده عربي اماراتو کې افغان سفیر او جنرال کونسل ته لارښوونه وکړه، چې په دې هېواد کې د مېشتو افغانانو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي. هغه زیاته کړه، چې د ښوونځیو په اړه یوه ارزونه وکړئ او خپل وړاندیز له جمهوري ریاست سره شریک کړئ چې د عربي متحده اماراتو په موافقه یې د جوړولو اقدام وشي.

جمهوررئیس غني وویل، د آریانا افغان هوایي شرکت د الوتنو ستونزه به په اساسي توګه حل شي، ځکه په اړه یې کار جریان لري. هغه له ملي سوداګرو وغوښتل چې د پانګونې او سوداګرۍ په اړه خپلې طرحې د جمهوري ریاست له اقتصادي مشاوریت او د اقتصاد عالي شورا سره شریکې کړي.

د جمهوررئیس په افغانستان کې د پانګونې ګڼو فرصتونو ته په اشارې وویل: د ودانیو جوړول په اساسي توګه تر کار لاندې دي او په دارالامان کې د وزارتونو کمپلکس ته په درې پړاونو کې د وزارتونو له انتقال وروسته به په ښار کې په ساختماني برخه کې فرصتونه لا زیات شي. هغه زیاته کړه، ساختماني سکتور کې اوس هم فرصتونه شته، که معیاري کار وشي حکومت همکارۍ او د اسانتیاو برابرولو ته چمتو دی.

جمهوررئیس وویل، افغانستان د انرژۍ د تولید کافي ظرفیت لري او موږ افغان سوداګر او پانګه‌وال په دې برخه کې پانګونې ته هڅوو. هغه زیاته کړه، حکومت د پانګونې په برخه کې د شته ستونزو اساسي حل ته پام کوي.

جمهوررئیس غني په متحده عربي اماراتو کې د خپل دوه ورځني رسمي سفر تر پای ته رسولو وروسته د لړم په ۱۸ ماښام بېرته کابل ته راستون شو.


شریکول