د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

هند ته د جمهور رئیس غني سفر

۲۸ وږی ۱۳۹۷

جمهور رئیس محمد‌اشرف غني د چهارشنبې ورځې په سهار، ۲۸ وږی ۱۳۹۷ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د هند د لومړي وزیر په غوښتنه، ډیلي ته روان شو. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په حیدر‌آباد ماڼۍ کې د جمهور رئیس او ورسره پلاوي هرکلی وکړ. جمهور رئیس غني په دې سفر کې، د هند له لومړي وزیر سره د لیدنې او په مختلفو برخو کې پر همکاریو تر هوکړې وروسته، په هغو مراسمو کې هم وینا وکړه، چې د هند بنسټ له لوري جوړ شوي وو او اکاډمیکو او علمي شخصیتونو په‌کې برخه اخیستې وه.

 

د هند له لومړي وزیر سره لیدنه

جمهور رئیس غني هند ته د خپل سفر پر مهال ددې هېواد له لومړي وزیر سره وکتل. ښاغلي مودي له جمهور رئیس غني مننه وکړه، چې هند ته یې د رسمي سفر لپاره د هغه بلنه ومنله.

جمهور رئیس غني د هند د لومړي وزیر له رسمي بلنې او همداراز د هغه هېواد د خلکو له ګرمې مېلمه پالنې مننه وکړه او د افغانستان د حکومت او خلکو په استازولۍ یې د سیلابونو له امله په هند کې په رامنځته شویو زیانونو غمشریکي وکړه او وې ویل، چې د افغانستان او هند دوه اړخیزه دوستانه اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي.

په دې لیدنه کې، د دواړو هېوادونو مشرانو د دوستانه اړیکو او همکاریو په تقویت؛ له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې؛ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو په پراختیا؛ سیمه‌ییز اتصال؛ د افغانستان ـ هند هوایي دهلېز انکشاف؛ لوړو زده کړو، حرفوي او انلاین زده کړو او همداراز د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو په ګډې پانګونې بحث وکړ.

د هند لومړي وزیر وویل، چې هېواد یې اماده دی، چې په مختلفو برخو کې له هغې ډلې د شاه‌توت بند او کانالونو په جوړولو؛ لمریزې برېښنا؛ واټرپمپونو؛ څښاک پاکو اوبو؛ په کلیو کې د ۱۶۰ پروژو تطبیق؛ ترانسپورټي سیستم؛ د ۳۵۰ ښاري بسونو ترمیم او د زرو نویو ښاري بسونو ډالۍ کولو او همداراز د خوراکي توکو په پروسس کې، د افغانستان له حکومت او خلکو سره مالي او تخنیکي مرسته وکړي.

ښاغلي مودي زیاته کړه، چې له افغانستان سره د تحصیلي بورسونو د همکارۍ پروګرام به تر ۵ نورو کلونو دوام ومومي او همداراز هند به په مختلفو برخو کې افغان کارکوونکي وروزي.

د هند لومړي وزیر وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د هند د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر وکړي او ددې هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې به، د افغانستان او هند ترمنځ په ستراتېژیکو اړیکو بحث وکړي.

جمهور رئیس محمد‌اشرف غني په دې لیدنه کې په ممبیي ښار کې د افغان ـ هند سوداګرو او پانګه‌والو ګډ نندارتون د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم وباله او په مختلفو برخو، له هغې ډلې په افغانستان کې د زېربنایي پروژو تطبیق په برخه کې یې د هغه هېواد له همکاریو مننه وکړه.

هغه څرګنده کړه، چې د هند ارزښتناکې مرستې د افغانانو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو او هوساینې لامل شوې دي.

په دې لیده کې هوکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه دې، ژر تر ژره د عملي کار لپاره زمینه برابره کړي.

همداراز جمهور رئیس غني او لومړي وزیر نرېندرا مودي هوکړه وکړه، چې د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي کوریډور د انکشاف په موخه دې د الوتنو شمېر زیات شي او د هرات ـ امرتسر په ګډون دې دغه الوتنې نورو ښارونو ته هم پیل شي. د دواړو هېوادونو مشرانو هوکړه وکړه، چې د قېمتي ډبرو د پروسس او د درملو د صادراتو او تولید لپاره دې د افغانستان هند تخنیکي ټیمونه په ګډه کار وکړي.

 

په 'هند بنسټ' کې وینا

جمهور رئیس غني د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره تر کتنې وروسته، په هند بنسټ کې وینا وکړه، چې اکاډمیک او علمي شخصیتونو هم په‌کې برخه اخیستې وه.

هغه پخپلو خبرو کې افغانستان ته د هند له لوري د تحصیلي بورسونو ورکړې ته په اشارې وویل، چې کابل ته په ګرځېدو سره به له هغو  سلو ممتازو محصلینو سره وګوري، چې د هند له پوهنتونونو فارغ شوي دي او هغوی به په داخل او بهر کې په کلیدي بستونو وګمارل شي.

جمهور رئیس غني زیاته کړه، چې افغان ښځې تر دې وروسته د خپلو غوښتنو د بیانولو لپاره د نورو غږ ته اړتیا نه لري، بلکې اوس کولای شي پخپله خپلې غوښتنې مطرح کړي.

جمهور رئیس غني وویل، زموږ لیدلوری دا دی، چې افغانستان د سیمې او نړۍ د وصل یوه نقطه ده.

 

کابل ته راستنېدنه

جمهور رئیس محمد‌اشرف غني د هند له لومړي وزیر سره تر لیدنې او په هند بنسټ کې د افغانستان په اړه تر وینا وروسته، د چهارشنبې ورځې په ماښام، ۲۸ وږی ۱۳۹۷ نېټه، بېرته کابل ته راوګرځېد.


شریکول