د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

ترکیې ته د جمهوررئیس غني سفر او د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې ګډون

۲۲ لیندۍ ۱۳۹۶

جمهوررئیس محمد اشرف غني د سې شبنې ورځې په ماښام، ۲۱ لېندۍ ۱۳۹۶ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې د ګډون په موخه، د ترکیې استانبول ښار ته روان شو.

جمهوررئیس غني په دې غونډه کې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت‌المقدس په رسمیت پېژندلو او دې ښار ته د امریکا د سفارت د لېږد په اړه د امریکا د پرېکړې تر اعلان وروسته، د بیت‌المقدس په ملاتړ وینا وکړه.

ددې غونډې په پرېکړه لیک کې، د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د قدس په رسمیت پېژندلو په اړه د امریکا د جمهوررئیس پرېکړه محکوم شوه او د هغه اعلان یې سولې او نړیوال امنیت ته ګواښ وباله.

ددې غونډې په حاشیه کې، جمهوررئیس غني د ترکیې له جمهوررئیس سره وکتل او د پنجشنبې ورځې په سهار، ۲۳ لېندۍ ۱۳۹۶ نېټه، بېرته هېواد ته راستون شو.

 

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې وینا

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ځانګړې غونډه، چې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه، لومړی په کې د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان د ځانګړې غونډې په اړه خبرې وکړې. همداراز، د فلسطین د خودمختاره تشکیلاتو رئیس محمود عباس پخپلو خبرو کې، د قدس موضوع په اړه د اسلامي هېوادونو یووالی وستایه او هیله یې وښوده، چې د اسلامي هېوادونو واحد دریځ به په سوله‌ییز ډول په فلسطین کې ددې ستونزې د حل لامل شي.

جمهوررئیس غني په دې غونده کې وینا وکړه او وې ویل، چې موږ په یوې ځانګړې تاریخي شېبه کې سره راټول شوي یوو او دا قدس، حر‌م‌شریف او د فلسطین د خلکو حقونو ته د اسلامي امت او نړۍ ګډه پاملرنه ده.

هغه زیاته کړه، چې له رامنځته شویو فرصتونو څخه په استفادې د لا زیات پیوستون لپاره باید د فلسطین له خلکو او حکومت سره د مرستې لپاره یو جامع پلان جوړ شي؛ دا ځکه چې په دې اړه کوچني او پاشلي اقدامات کافي نه دي. جمهوررئیس غني په فلسطین او سیمه کې د پایداره او عادلانه سولې د ټینګښت لپاره د «عرب نوښت» جامع لار‌نقشې ترتیب مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کلیدي غړو هېوادونو او خلکو، مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځ تعاملات او مذاکرات باید درک شي.

هغه په ټینګار سره وویل، چې د اسلامي نړۍ هېوادونو ترمنځ د شخړو ختمېدو ته جدي اړتیا ده، چې له دې لارې کولای شو خپله واقعي رهبري ثابته کړو او د همدې قوي اجماع له لارې خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کړو.

محمد اشرف غني زیاته کړه، چې زموږ اسلامي تاریخ باید د یوه روښانه تمدن په توګه بیا راژوندی شي او هغه ترهګریز او تاوتریخوالي زېږونکي اعمال باید مردود او تقبیح شي، چې د هغو اصلي قربانیان مسلمانان او په ځانګړي ډول افغانان دي.

جمهوررئیس غني، د یوه خپلواک دولت او د القدس د موقعیت تثبیت په اړه د ملګرو ملتونو له پرېکړه‌لیکونو د نړیوالې ټولنې ملاتړ ارزښتناک وباله. هغه زیاته کړه، چې د نړۍ د هېوادونو په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو ترمنځ بیت‌المقدس ته ځانګړی احترام، همپالنه او معاهدات، هېڅکله هم تر دې کچې د نورو ټولو الهي ادیانو په تاریخ کې پراخ نه و.

جمهوررئیس وویل، هغه احترام او زغم چې زموږ پخوانیو رهبرانو ښودلی، له حضرت عمر فاروق(رض) نیولې تر خلیفه عبدالملک ــ چا چې الاقصی مسجد جوړ کړ ــ تر صلاح‌الدین ایوبي او لومړي سلطان سلیمان پورې؛ د یوه تمدن او فرهنګ په توګه یې د اصلاح د پراختیا او ژورتیا په اړه خبرې کړې دي.

هغه، د اسلامي امت ترمنځ اجماع هیله بښوونکې وبلله او زیاته یې کړه، چې د نړۍ مسلمانان له رهبرانو نیولې تر دولتونو، مسجدونو، رسنیو، ښځو او نارینه‌وو، زړو او ځوانانو پورې ټولو په منسجم او متحد ډول د بیت‌المقدس په اړه غږ پورته کړی دی.

دغه غونډه، د اسرائیلو له لوري د پلازمېنې په توګه د قدس ښار په رسمیت پېژندلو د ارزونې په اړه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده. په پرېکړه‌لیک کې، د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د قدس د رسمیت پېژندلو په اړه د امریکا د جمهوررئیس پرېکړه وغندل شوه.

 

د ترکیې له جمهوررئیس سره لیدنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډې په حاشیه کې په استانبول کې، د ترکیې له جمهوررئیس رجب طیب اردوغان سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په بېلابېلو په ځانګړي ډول په سیمه‌ییزو مسایلو، سولې پروسې او دوه اړخیزه همکاریو مفصلې خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د ترکیې په نوښت د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د غونډې په بریالي ډول ترسره کېدو ستاینه وکړه او هغه یې په سوله‌ییز او مناسب ډول د فلسطین د ستونزې د حل لپاره یو فرصت وباله. هغه زیاته کړه، چې حاضردمه مدبرانه رهبرۍ ته اړتیا ده، څو د هغه پر اساس د رامنځته شوې اجماع له لارې رغاونکي مذاکرات وشي او شته ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.

جمهوررئیس له افغانستان سره په مختلفو برخو کې په ځانګړي ډول د آيساف او غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ترکیې له همکاریو او همداراز له هغو ترکي کمپنیو مننه وکړه، چې اوسمهال په افغانستان کې کار کوي.

هغه له ترکیې وغوښتل، هغه کمپنۍ چې له دې هېواد سره ثبت دي، افغان حکومت ته معرفي کړي، څو په ساختماني او د زېربنایي پروژو د تطبیق په بېلابېلو برخو کې د تدارکاتي بهیر له ترسره کېدو وروسته، برخه واخلي.

هغه زیاته کړه، چې ترکیه به د افغان دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شي او په مختلفو برخو کې به له دې هېواد سره همکاریو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې موږ به د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلو همکاریو ته زیاتوالی ورکړو او تیار یوو، چې په افغانستان کې د ښځو لپاره مولانا جلال‌الدین محمد بلخي په نوم پوهنتون جوړ کړو.

همداراز په دې لیدنه کې د استانبول په پروسې هم خبرې وشوې او جمهوررئیس غني له جمهوررئیس اردوغان مننه وکړه، چې دغه پروسه یې پیل کړې او هغه یې په عمده موضوعاتو د بحث ترسره کولو له امله بریالۍ او مهمه وبلله.

د ترکیې جمهوررئیس وویل، چې په استانبول ښار کې د استانبول پروسې راتلونکې غونډې ډېر تمرکز به د افغانستان په ودې او پراختیا وي.

د دواړو هېوادونو مشرانو، په بېلابېلو برخو کې د همکاریو تقویت د سیمې د اتصال لپاره مهم وباله او د لاجوردو لارې پراختیا لاسلیک یې د سیمې هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې ارزښتناک ګام وباله.

جمهوررئیس غني وړاندیز وکړ، چې په دې اړه دې دوه اړخیزه اقتصادي کمېټې جوړې شي او په دې برخه کې دې د عملي ګامونو اخیستو لپاره خپلې منظمې غونډې پیل کړي، چې په دې موضوع دواړو لوریو هوکړه وکړه.

د ترکیې جمهوررئیس د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا متحده ایالتونو د نوې ستراتېژۍ د اعلان هرکلی وکړ او د هغې د مهم بللو ترڅنګ یې، یاده ستراتېژي په سیمه کې د وضعیت د بدلون لپاره مثبته وبلله.

جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، چې زموږ او د امریکا د ستراتېژۍ اساسي هدف، په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت دی او افغان حکومت به له شته فرصت څخه مثبته او اغېزناکه ګټه پورته کړي.

د ترکیې جمهوررئیس، د افغانانو په مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړ او وې ویل، چې موږ اماده یوو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لپاره کار وکړو او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړو.


شریکول