د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

د اقتصاد نړیوال فورم په غونډه کې د ګډون په موخه سویس ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني سفر

۰۶ سلواغه ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني، د چهارشنبې ورځې په ماښام، ۳ سلواغه ۱۳۹۷ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اقتصاد نړیوال فورم غونډې په درېیمه ورځ، داووس ښار ته ورسېد.

جمهور رئیس غني د اقتصاد نړیوال فورم په غونډه کې د ګډون ترڅنګ، ددې غونډې په حاشیه کې د جرمني له دفاع وزیرې، د انټرپول پولیسو له سکرتر‌جنرال او د بښنې نړیوال سازمان له سکرتر‌جنرال سره وکتل او له سي‌. این. این ټلویزیون سره یې ځانګړې مرکه وکړه. په دې سفر کې د جمهور رئیس غني په حضور کې، د افغانستان له پایداره پراختیا د ملاتړ لپاره د زیمنس د همکاریو هوکړه‌لیک د مالیې سرپرست وزیر او د زیمنس کمپنۍ د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

جمهور رئیس غني سویس ته تر درې ورځني سفر وروسته، د شنبې ورځې په سهار، ۶ سلواغه ۱۳۹۷ نېټه، بېرته کابل ته راوګرځېد.

د جرمنې له دفاع وزیرې سره لیدنه

د افغانستان اسلامي جمهوريت رئیس محمد اشرف غني د اقتصاد نړیوال فورم غونډې په حاشیه کې د جرمنې له دفاع وزیرې اورسولافون درلین سره وکتل.

د جرمني دفاع وزیرې اورسولافون درلین د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو صادقانه مبارزه وستایله او وې ویل، موږ د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د وړتیا، قابلیت او مؤثریت شاهدان یوو، چې ددې هېواد د پیاوړې نظامي او سیاسي رهبرۍ ښکارندویي کوي.

په دې کتنه کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پر پروسې هراړخیز بحث وشو او د جرمني دفاع وزیرې له دې پروسې د خپل هېواد د ملاتړ ترڅنګ وویل، جرمني د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې په پروسه کې، هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

جمهور رئیس محمداشرف غني د  هېواد د انکشاف په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او روزنې په برخه کې له افغانستان سره د جرمني د اوږدمهالو مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او وې ویل، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ښه‌والی زموږ د سترو اقتصادي برنامو د تطبیق لامل ګرځي.

د هېواد جمهور رئیس د افغان سولې بهیر کې د اروپایي هېوادونو رول مهم او ارزښتناک وباله او د دې هېوادونو، په ځانګړي ډول د المان له همېشنۍ همکاریو څخه مننه یې وکړه.

جمهور رئیس زیاته کړه، افغانستان د سیمې پر څلورلارې د بدلېدو په حال کې دی او امنیت ته زموږ پاملرنه په دې پړاو کې زیاته شوې ده.

د انټرپول پولیسو له سکرتر‌جنرال سره لیدنه

جمهور رئیس محمد اشرف غني د اقتصاد نړیوال فورم غونډې په حاشیه کې، د انټرپول پولیسو له سکرتر‌جنرال یورګن سټاک سره وکتل.

دواړو لوریو په دې کتنه کې د افغان پولیسو لپاره د تخنیکي همکاریو، د جرمي اقتصاد او د نشه‌یي توکو له قاچاق څخه د ترلاسه شویو تورو پېسو د مخنیوي او افغان پولیسو لپاره د روزنې د نوي نصاب د ایجاد په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني وویل، له انټرپول پولیسو سره د همغږۍ او همکارۍ له لارې کولای شو پر جرمي اقتصاد کنټرول ومومو.

د انټرپول پولیسو سکرتر‌جنرال د جمهور رئیس غني د نظریاتو هرکلی وکړ او وې ویل، انټرپول پولیس له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د افغانستان له پایداره پراختیا د ملاتړ لپاره له زیمنس سره د همکاریو د هوکړه‌لیک لاسلیکېدل

د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې، د مالیې وزارت سرپرست ډاکتر محمدهمایون قیومي او د زیمنس کمپنۍ د استازو ترمنځ د افغانستان د پایدارې پراختیا په موخه د زیمنس د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

 دغه هوکړه‌لیک، جې د سویس د داووس ښار د اقتصاد نړیوال فورم غونډې په حاشیه کې لاسلیک شو، پر اساس به یې دواړو لوري د یوې جامع ستراتېژۍ پر جوړولو کار کوي، چې پر بنسټ به یې زیمنس کمپنۍ له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې په افغانستان کې د پایداره پراختیا د ودې لپاره همکاري کوي.

د نوې انرژۍ د تولیدي ظرفیت د ایجاد له لارې د انرژۍ د زېربناو د ځنځيري ارزښت پیاوړي کول؛ د انرژۍ د وېش او لېږد د نویو سیستمونو د زېربناو جوړول، نصبول او د انرژۍ د موجوده زېربناو نوي کول؛ د افغانستان د طبیعي ګازو ارزونه او د هغې د لېږد د سیستم پراختیا ددې هوکړه‌لیک موخې دي. 

د بښنې نړیوال سازمان له سکرتر‌جنرال سره لیدنه

جمهور رئیس غني د اقتصاد نړیوال فورم غونډې په حاشیه کې د بښنې نړیوال سازمان له سکرتر‌جنرال  کومي نایدو سره وکتل.

کومي نایدو د افغانستان د محروم قشر  په ځانګړي ډول د ښځو، کوچنیانو، بېوزلو، خبریالانو او مدني فعالانو له حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د جمهور رئیس غني او لومړۍ مېرمن فعالیتونه او کړنې وستایلې. نوموړي دغه راز په راتلونکو میاشتو کې له افغانستان  څخه د کتنې غوښتنه وکړه.

د هېواد جمهور رئیس غني په بېلابېلو برخو کې د بښنې نړیوال سازمان د ملاتړ مننه وکړه وې ویل،  د افغان حکومت برنامې د ښځو او کوچنیانو له حقونو څخه د ملاتړ او بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې جامع او پایدارې دي.

دغه راز جمهور رئیس له افغانستان څخه د بښنې نړیوال سازمان د کتنې له غوښتنې هرکلی وکړ او وې ویل، د ښځو او کوچیانو له حقونو د ملاتړ فعال بنسټونه لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري.

له سي. این. این شبکې سره مرکه

جمهور رئیس محمد اشرف غني د اقتصاد نړیوال فورم، ۲۰۱۹ غونډې په حاشیه کې د سي. این. این له خبریال سره ځانګړې مرکه وکړه او په بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.

هېواد ته راستنېدنه

جمهور رئیس محمد اشرف غني د اقتصاد نړیوال فورم په غونډه کې تر ګډون او د جرمني له دفاع وزیرې، د انټرپول پولیسو له سکرتر‌جنرال او د بښنې نړیوال سازمان له سکرتر‌جنرال سره تر لیدنې وروسته، د شنبې ورځې په سهار، ۶ سلواغه ۱۳۹۷ نېټه، کابل ته راستون شو.


شریکول