د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه جرمني ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني سفر

۲۸ سلواغه ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د مونیخ په کلني امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه د چهارشنبې ورځې په مازیګر، ۲۴ سلواغه ۱۳۹۷ نېټه، په څلور ورځني سفر جرمني ته روان شو.

جمهوررئیس غني په مونیخ کلني امنیتي کنفرانس کې پر ګډون سربېره د اتلانتیک شورا له اجرائیوي معاون ډیمون ویلسون سره وکتل. هغه له بي‌بي‌سي سره مرکه وکړه او همداراز د کنفرانس په حاشیه کې یې د ګډونوالو هېوادونو له چارواکو او استازو سره هم ولیدل.

جمهوررئیس د یکشنبې ورځې په سهار، ۲۸ سلواغه ۱۳۹۷ نېټه، کابل ته راوګرځېد.

 

له بي‌بي‌سي سره مرکه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په حاشیه کې د بي‌بي‌سي له خبریالې لیزو دوست سره په مرکه کې د سولې او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په خروج خبرې وکړې. جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل: موضوع دا ده، چې بالاخره طالبانو منلې، چې په اصطلاح ځمکه ګرده ده؛ په دې معنی، چې طالبانو منلې، چې له القاعده، داعش او نورو سره اړیکې لري او حاضر دي په دې اړه خبرې وکړي.

جمهوررئیس همداراز وویل؛ په داسې ډول خبرې اترې وشي، چې په عمل کې د اجرا‌ء کېدو وړ وي.

جمهوررئیس وویل: موږ غواړو، چې په سیاست کې د طالبانو د حضور لپاره د شرایطو په برابرولو او هغوی ته د سیاسي فعالیت په اجازه ورکولو سره تاوتریخوالی پای ته ورسو.

جمهوررئیس همداراز دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې افغان حکومت د سولې په خبرو کې حاشیې ته وړل شوی دی وویل؛ دا ډېره ساده مسئله ده، ټول کولای شي له هر چا سره خبرې وکړي؛ اما افغان دولت به حاشیې ته نه وړل کېږي.

جمهوررئیس غني د طالبانو د بېرته راګرځېدو پر مهال د ښځو د هغو اندېښنو په اړه، چې حقوق او آزادۍ به یې محدودې شي، وویل، دا اندېښنه بېځایه ده. نه غواړم وړاندوینه وکړم او په هر حال باید طالبان د لوبې اصولو ته غاړه کېږدي.

جمهوررئیس همداراز وویل، چې په اپریل میاشت کې د بهرنیو ځواکونو وتو کې اغراق شوی دی. هغه همداراز وویل، چې په دې اړه یې له امریکا سره رغاونکي بحثونه کړي دي او تر هر اقدام وړاندې سیاسي هوکړې ته اړتیا ده. د جمهوررئیس په وینا دا کار د امکان وړ نه دی او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅې ډډه ونه کړي.

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په حاشیه کې، د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکتر زلمی خلیلزاد خپل حضور ته ومانه.

په دې لیدنه کې د راتلونکو اقداماتو، له هغې ډلې د سولې مشورتي لویې جرګې او په سیمه کې د سولې په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

ډاکتر زلمي خلیلزاد وویل، چې امریکا د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې په پروسه کې د اسانچاري رول لري او په ګډه به وړاندې ځي.

 

د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په حاشیه کې، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پخپل استوګنځي کې خپل حضور ته ومانه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د انکشافي پلانونو د تطبیق په برخه کې په شویو پرمختګونو خوښي وښوده او د افغانستان په مالکیت او رهبرۍ یې د سولې په پروسې، د رېل پټلۍ او انرژۍ په تمدید او د سوداګریزو اړیکو په لا زیاتې غوړېدا بحث وکړ.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد د جمهوررئیس نېکې هیلې وړاندې کړې او وې ویل، چې هېواد یې د جمهوررئیس غني په مشرۍ د افغان حکومت د پالیسیو او د افغانانو په مالکیت او کنټرول د سولې پروسې ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، چې ازبکستان به د سولې د خبرو اترو د اسانولو او مشورو لپاره د افغان حکومت په همغږۍ همکاري وکړي او ازبکستان به په مختلفو برخو کې د افغان حکومت کوربه وي.

جمهوررئیس غني د ازبکستان د جمهوررئیس له نیکو هیلو د مننې ترڅنګ، افغانستان او ازبکستان دوه سیمه‌ییز او ستراتېژیک دوستان وبلل.

هغه د تاشکند کنفرانس د ترسره کولو له امله له ازبکستان د مننې ترڅنګ وویل، چې دغه کنفرانس د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره واضح میکانېزم لري او په وینا یې، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو د لا زیاتې پراختیا لپاره به عملي اقدامات ترسره کړي.

جمهوررئیس غني د ازبکستان د کوربه‌توب له وړاندیز مننه وکړه او وې ویل، چې د سولې تر هوکړې وروسته به انکشافي پروګرامونه او کارونه زیات شي او په دې پروګرامونو کې یې د اروپایي ټولنې، سیمې هېوادونو او په ځانګړي ډول د ازبکستان رول ارزښتناک وباله.

 

د مونیخ په امنیتي او دفاعي کنفرانس کې ګډون

جمهوررئیس محمد اشرف غني د مونیخ امنیتي او دفاعي کنفرانس په پنځه پنځوسمه دوره کې، د جمعې په ورځ ۲۶ سلواغه ۱۳۹۷ نېټه، ګډون وکړ.

دې کنفرانس د ۳۵ دولتونو د رئیسانو، ۵۰ بهرنیو چارو وزیرانو او ۳۰ دفاع وزیرانو په ګډون په مونیخ کې د درېیو ورځو لپاره دوام درلود.

په دې کنفرانس کې سږ د اروپایي ټولنې د ځان‌بساینې په ګډون، تر اتلانتیک هاخوا همکاریو او همداراز د لویو ځواکونو د رقابتونو پر احتمالي پایلو هم بحث وشو.

همداراز له ټولې نړۍ څخه راټولو شویو کارپوهانو هم د وسلو د کنټرول پر راتلونکې موضوع او د دفاعي سیاستونو په برخه کې پر همکاریو بحث او خبرې اترې وکړې.

د سوداګرۍ او نړیوال امنیت خپلمنځي تړون او همداراز پر نړیوال امنیت د نویو تخنیکي نوښتونو او اوبو او هوا د تغییراتو اغېز هم وارزول شو.

دغه کنفرانس هر کال په فبروري میاشت کې د جرمني په مونیخ کې ترسره کېږي. په مونیخ کنفرانس کې کومه پرېکړه نه کېږي، بلکې د نظر څرګندولو، بحثونو او سیاسي لیدنو ته ځانګړی وي.

 

د ترکیې له دفاع وزیر سره لیدنه

جمهوررئیس غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په حاشیه کې، د ترکیې دفاع وزیر هلوسي آکار خپل حضور ته ومانه. په دې دوه اړخیزه لیدنه کې پر امنیتي مسایلو، له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او د پولیسو پر روزنه خبرې وشوې.

د ترکیې دفاع وزیر وویل، چې هېواد به یې له افغانستان سره په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د پولیسو روزنه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

جمهوررئیس غني په مختلفو برخو کې د ترکیې د دوامداره همکاریو د ستاینې ترڅنګ وویل، چې پر سیمه‌ییزو همکاریو او همغږۍ کولای شو د ترهګرۍ پدیده له منځه یوسو.

 

له شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره لیدنه

جمهوررئیس غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په حاشیه کې د قطر له امیر اعلیحضرت شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل. په دې دوه اړخیزه لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

د قطر امیر وویل، چې هېواد یې د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

جمهوررئیس غني د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې د قطر د ملاتړ له امله مننه وکړه او وې ویل، چې د افغانستان خلک د څلوېښت کلن بحران د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

 

د متحده عربي اماراتو په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیر سره لیدنه

جمهوررئیس غني په مونیخ کې پخپل استوګنځي کې د متحده عربي اماراتو په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر ډاکتر انور محمد قرقاش خپل حضور ته ومانه. په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې په پروسې او په سیمه کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې بحث وشو.

ډاکتر انور محمد قرقاش جمهوررئیس غني ته د متحده عربي اماراتو د امیر د نېکو هیلو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چې هېواد یې د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې په پروسه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

جمهوررئیس غني د افغان حکومت په مشرۍ د سولې په پروسه کې د متحده عربي اماراتو له مثبت رول او ملاتړ مننه وکړه.

 

د ناټو له سکرتر‌جنرال سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د ناټو سازمان سکرتر‌جنرال ینس سټولټنبرګ، د مونیخ امنیتي کنفرانس په حاشیه کې، د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې، له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او په دې برخه کې د سیمې هېوادونو پر رول خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، چې د جمهوررئیس په استوګنځي کې ترسره شوه، د ناټو سکرتر‌جنرال وویل، چې د ناټو سازمان غړي او همکار هېوادونه به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ژمن پاتې شي.

جنرال ‌سټولټنبرګ د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغان حکومت له رهبرۍ او مالکیت پرته سوله ناممکنه ده.

جمهوررئیس غني د ناټو سازمان د غړو او همکارو هېوادونو له ملاتړ د مننې ترڅنګ وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د سولې مشورتي لویه‌جرګه جوړه شي، چې په هغه کې به د ټولو ولایتونو استازي د سولې په اړه مفصل بحث وکړي.

 

د اروپایي ټولنې له ځانګړې استازې او د بهرنیو اړیکو له مسؤولې سره لیدنه

جمهوررئیس غني د اروپایي ټولنې له استازې او د بهرنیو اړیکو له مسؤولې مېرمن فدریکا موګریني سره، د کابل پروسې، د سولې مشورتي لویې جرګې او د جمهوري ریاست ټاکنو په اړه خبرې وکړې.

مېرمن موګریني وویل، چې اروپایي ټولنه د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي او د سولې هوکړه‌لیک د تطبیق په مختلفو مرحلو کې هر ډول همکاریو ته تیار دی. هغې زیاته کړه، چې اروپایي ټولنه د ټاکنو په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته تیاره ده.

جمهوررئیس غني د اروپایي ټولنې د همکاریو د تیاري له څرګندولو او له افغانستان سره ددې ټولنې له ترسره شویو مرستو مننه وکړه او د سیمې د سولې په ټینګښت کې یې د اروپایي ټولنې رول ارزښتاک وباله.

 

د بریتانیا له دفاع وزیر سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په حاشیه کې، د بریتانیا دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن خپل حضور ته ومانه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان او سیمه کې د امنیت پر ټینګښت او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې خبرې وکړې.

د بریتانیا دفاع وزیر وویل، چې هېواد به یې د یوه ستراتېژیک دوست په توګه د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ پاتې شي او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس له افغانستان سره د بریتانیا د مرستو د ستاینې ترڅنګ وویل، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ځای لري او د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره مبارزه کوي.

 

د جرمني له لومړۍ وزیرې سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني او د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د مونیخ امنیتي کنفرانس په حاشیه کې، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو، سیمه‌ییزو همکاریو او په افغانستان کې د انکشاف او ثبات په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د جرمني لومړۍ وزیرې وویل، چې هېواد یې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د سولې د هوکړه‌لیک د تطبیق په برخه کې هر ډول همکاریو ته تیار دی. هغه زیاته کړه، چې جرمني به د یوه نړیوال ستراتېژیک شریک په توګه د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ پاتې شي.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د جرمني له سخاوتمندانه همکاریو مننه وکړه او د افغان حکومت په مشرۍ یې د سولې له پروسې د هغه هېواد د ملاتړ له امله مننه وکړه.

 

د ناروې له لومړۍ وزیرې سره لیدنه

جمهوررئیس غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په حاشیه کې د ناروې له لومړۍ وزیرې ایرنا سولبرګ سره پخپل استوګنځي کې وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزه همکاریو په پراختیا، امنیتي مسایلو، ټاکنو او سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

د ناروې لومړۍ وزیرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې د ملاتړ ترڅنګ د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسره کېدو له امله د جمهوررئیس غني ستاینه وکړه او وې ویل، چې هېواد یې تیار دی، چې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې په برخه کې هر ډول همکاري وکړي.

جمهوررئیس غني د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې په پر مخ وړو کې د هغه هېواد له مرستې او ډاډ مننه وکړه.

 

د امریکا د جمهوررئیس له مرستیال سره لیدنه

د جمهوررئیس غني او د امریکا د جمهوررئیس د مرستیال مایک پینس په لیدنه کې، د سویلي آسیا لپاره د ستراتېژۍ پر بریالیتوب، ټاکنیزو اصلاحاتو او سولې پروسې بحث وشو.

د امریکا د جمهوررئیس مرستیال د جمهوررئیس ټرمپ نیکې هیلې وړاندې کړې او وې ویل، چې د هېواد جمهوررئیس یې د جمهوررئیس غني له غوره رهبرۍ او له امریکا متحده ایالتونو سره د ګډو ګټو پر اساس د رامنځته شوي مشارکت ستاینه کوي.

مایک پینس زیاته کړه، چې د امریکا متحده ایالات ژمن دي، څو افغانستان یوازې پرېنږدي، چې یو وار بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شي. هغه په ټاکنو کې د شفافیت ټینګښت لپاره د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د جمهوررئیس غني اقدامات وستایل او په ټاکنو خپلواک کمېسیون د باور بیاجوړونې او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په برخه کې یې له افغانستان سره د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس غني د افغانستان د خلکو په استازولۍ له امریکا سره د افغانستان د حکومت او خلکو د مشارکت مننه وکړه او وې ویل، چې د سویلي آسیا ستراتېژۍ وضعیت ښه کړی دی.

جمهوررئیس غني وویل، چې د افغانستان په جګړه کې د سویلي آسیا له ستراتېژۍ څخه په ګټې اخیستو سره، دغه جګړه نور یوازې د امریکا نه ده.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د نړۍ د امنیت لپاره قرباني ورکړې او لا دغه قرباني ورکوي. جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، چې اړتیا ده، څو د پایداره سولې په اړه روان بحثونه پایله ورکړي.

 

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرېس له رئیسې سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا متحده ایالتونو د کانګرېس له رئیسې نانسي پلوسي سره په مونیخ کې پخپل استوګنځي کې وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر ټاکنو، د سولې پر پروسې، په مختلفو برخو کې د ښځو پر فعالې ونډې، له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، اقتصادي انکشاف او یو شمېر نورو مسایلو بحث وکړ.

نانسي پلوسي د جمهوررئیس غني په مشرۍ د افغان حکومت پرمختګونه او لاسته راوړنې پام وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې هېواد یې له افغانستان سره هر ډول همکاریو او له هغې ډلې د سولې په پروسه او له ترهګرۍ سره ګډې مبارزې کې تیار دی او په دې برخه کې به امریکا د یوه ستراتېژیک دوست په توګه د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.

جمهوررئیس غني د امریکا د ستراتېژیکې دوستۍ او دوامداره همکاریو د ستاینې ترڅنګ وویل، چې د افغانستان خلک د څلوېښت کلن بحران د پای ته رسېدو په تمه دي. هغه زیاته کړه، چې د سولې مشورتي لویه جرګه، چې په نږدې راتلونکې کې به ترسره شي، د سولې موضوعاتو پر هر اړخیزې پروسې به په‌کې بحث وشي.

 

د ټاون‌هال په بحث کې ګډون

جمهوررئیس محمد اشرف غني د اتلانتیک شورا له اجرائیوي مرستیال ډیمون ویلسون سره د ټاون‌هال په بحث کې، چې په لومړي ځل په مونیخ امنیتي کنفرانس کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.

جمهوررئیس په دې مرکه کې د سولې خبرو اترو په اړه وویل، چې افغانان پایداره سوله غواړي او دغه څه امکان لري. جمهوررئیس همداراز د سولې پر ښاروند‌محورۍ ټینګار وکړ او وې ویل: سوله باید ښاروند‌محوره وي، نه رهبر‌محوره. په همدې دلیل، په راتلونکې جولای میاشت کې د جمهوري ریاست ټاکنې اړینې او حتمي دي؛ نو په همدې اساس انتخاب د خلکو په لاس کې دی.

جمهوررئیس زیاته کړه، چې د سولې په خبرو کې به افغان حکومت د خلکو استازولي وکړي او تر راتلونکې یوې میاشتې به د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي. د جمهوررئیس په وینا، هغو بحثونو ته په پام، چې وړاندې ترسره شوي، د دغو خبرو اترو په تړاو د بحث «حدود» مشخص شوي دي.

هغه د حدودو په اړه وویل: موږ د یوه لنډمهالي دولت غوښتونکي نه یوو. موږ غواړو، چې منتخب دولت مو خبرې وکړي او موږ د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکي یوو. موږ نه غواړو، چې د تېرو اولسو کلونو لاسته‌راوړنې مو په اوبو لاهو شي. په ځانګړي ډول د دولت تقویت یوه بله موضوع ده، داسې دولت، چې د یوه باعزته ملت استازولي وکړي.

جمهوررئیس همداراز وویل: موږ له قید و شرط پرته د خبرو وړاندیز کړی، نه د غیر مشروطې سولې.

جمهوررئیس په دې مرکه کې له جرمني مننه وکړه، چې له افغانستان سره یې په پوځي برخه کې ډېرې همکارۍ کړې دي.

 

هېواد ته راستنېدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د مونیخ په کلني امنیتي کنفرانس کې تر ګډون او د مختلفو هېوادونو له چارواکو سره تر کتنې وروسته، د یکشنبې ورځې په سهار، ۲۸ سلواغه ۱۳۹۷ نېټه، بېرته کابل ته راوګرځېد.


شریکول