د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

بهرني سفرونه

په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه جرمني ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني سفر
۲۸ سلواغه ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د مونیخ په کلني امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه د چهارشنبې ورځې په مازیګر، ۲۴ سلواغه ۱۳۹۷ نېټه، په څلور ورځني سفر جرمني ته روان شو.

د اقتصاد نړیوال فورم په غونډه کې د ګډون په موخه سویس ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني سفر
۰۶ سلواغه ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني، د چهارشنبې ورځې په ماښام، ۳ سلواغه ۱۳۹۷ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اقتصاد نړیوال فورم غونډې په درېیمه ورځ، داووس ښار ته ورسېد.

هند ته د جمهور رئیس غني سفر
۲۸ وږی ۱۳۹۷

جمهور رئیس محمد‌اشرف غني د چهارشنبې ورځې په سهار، ۲۸ وږی ۱۳۹۷ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د هند د لومړي وزیر په غوښتنه، ډیلي ته روان شو.

بلجیم ته د جمهوررئیس غني سفر او د ناټو په سرمشریزه کې ګډون
۲۵ چنګاښ ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني، د سې‌شنبې ورځې په سهار، ۱۹ چنګاښ ۱۳۹۷ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون او وینا په موخه بلجیم ته روان شو.

چین ته د جمهوررئیس سفر
۲۱ غبرګولی ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس، محمد اشرف غني، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزې په اتلسم کنفرانس کې د ګډون په موخه، د شنبې ورځې په سهار ۱۹ غبرګولی ۱۳۹۷، په دوه ورځني سفر چین ته روان شو.

ازبکستان ته د جمهوررئیس غني سفر
۰۸ وری ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ «د سولې، امنیتي همکاریو او د سیمه‌ییزو متقابلو همکاریو په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس» کې د ګډون په موخه د دوشنبې ورځې په ماسپښین، ۵ وری ۱۳۹۷، په دوه ورځني سفر ازبکستان ته ورسېد.

ترکیې ته د جمهوررئیس غني سفر او د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې ګډون
۲۲ لیندۍ ۱۳۹۶

جمهوررئیس محمد اشرف غني د سې شبنې ورځې په ماښام، ۲۱ لېندۍ ۱۳۹۶ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې د ګډون په موخه، د ترکیې استانبول ښار ته روان شو.