د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

بهرني سفرونه

ترکیې ته د جمهوررئیس غني سفر او د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې ګډون
۲۲ لیندۍ ۱۳۹۶

جمهوررئیس محمد اشرف غني د سې شبنې ورځې په ماښام، ۲۱ لېندۍ ۱۳۹۶ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې د ګډون په موخه، د ترکیې استانبول ښار ته روان شو.

ازبکستان ته د جمهوررئیس غني تاریخي سفر او د څو هوکړه‌لیکونو لاسلیک
۱۶ لیندۍ ۱۳۹۶

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دوه ورځي رسمي سفر په موخه (۱۳ لېندۍ ۱۳۹۶ نېټه)، ماسپښین مهال د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تاشکند ته روان شو.

آذربایجان ته د جمهوررئیس غني سفر او د آسیا زړه په اومه غونډه کې ګډون
۱۰ لیندۍ ۱۳۹۶

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ ۹ لېندۍ ۱۳۹۶ نېټه په آسیا زړه اومه غونډه کې د ګډون په موخه آذربایجان ته روان شو.

متحده عربي اماراتو ته د جمهوررئیس غني سفر
۱۸ لړم ۱۳۹۶

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د لړم په ۱۷ نېټه د یوه جګپوړي دولتي  پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته ورسېد.

متحده عربي اماراتو ته د جمهوررئیس غني سفر
۱۸ لړم ۱۳۹۶

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د لړم په ۱۷ نېټه د یوه جګپوړي دولتي  پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته ورسېد.

هند ته د جمهور رئیس غني سفر
۰۳ لړم ۱۳۹۶

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني د لړم په دویمه نېټه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یوه ورځني رسمي سفر د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته ولاړ. د سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او...

ترکمنستان ته د جمهوررئیس غني سفر
۲۶ وږی ۱۳۹۶

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د صالون په داخل کې او د رزمي هنرونو د آسیایي سیالیو پنځم دور د پرانستې په مراسمو کې د ګډون په موخه، د یکشنبې ورځې تر ماسپښین وړاندې، ۲۶ وږی ۱۳۹۶ نېټه، د ترکمنستان پلازمېنې عشق‌آباد ته ورسېد.