د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

بهرني سفرونه

د متحده عربي اماراتو د شهیدو ډیپلوماتانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه دې هېواد ته د جمهوررئیس غني سفر
۲۴ سلواغه ۱۳۹۵

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د یو ورځني سفر په موخه په ۲۳ سلواغه ۱۳۹۵ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ابوظبۍ ښار ته ورسېد.

د آسیا زړه ــ استانبول پروسې شپږم کنفرانس کې د ګډون په موخه هند ته د جمهوررئیس غني سفر
۱۵ لیندۍ ۱۳۹۵

جمهوررئیس غني په ۱۳ لېندۍ ۱۳۹۵ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د آسیا زړه ـ استانبول پروسې شپږم کنفرانس کې د ګډون په موخه د هند امرتسر ښار ته ورسېد.

د آسیا نړیوالې رېل پټلۍ د پرانیستو په موخه ترکمنستان ته د جمهوررئیس غني سفر
۰۷ لیندۍ ۱۳۹۵

جمهوررئیس محمد اشرف غني د آسیا نړیوالې رېل پټلۍ (آتامراد – امام‌نظر او آقینه) د پرانیستې په مراسمو او د پایداره نړیوال ترانسپورټ په کنفرانس کې د ګډون په موخه په درې ورځني سفر، ۵ لېندۍ ۱۳۹۵ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ عشق‌آباد ته ورسېد.

د قطر د پخواني امیر د مړینې په مناسبت د غمشریکۍ په موخه دې هېواد ته د جمهوررئیس غني سفر
۰۶ لړم ۱۳۹۵

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د قطر د پخواني امیر شیخ خلیفه حمد‌ آل ثاني د مړینې په مناسبت د غمشریکۍ په موخه، ۵ لړم ۱۳۹۵ نېټه، مازیګر مهال دوحې ته سفر وکړ.

د افغانستان لپاره په بروکسل کنفرانس کې د جمهوررئیس ګډون
۱۳ تله ۱۳۹۵

د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس (د سولې او بیارغاونې لپاره مشارکت) تر عنوان لاندې د بلجیم په پلازمېنې کې د جمهوررئیس غني په مشرۍ د افغانستان د یوه عالي رتبه پلاوي...

هند ته د جمهوررئیس سفر
۲۵ وږی ۱۳۹۵

د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي په رسمي بلنه جمهوررئیس محمد اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر (۲۴ ـــــ ۲۵ سنبله ۱۳۹۵) د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هند پلازمېنې، نوي ډیلي ته ورسېد.

د ناټو غړو هېوادونو ــــــ وارسا په سرمشریزه کې د جمهوررئیس غني ګډون
۲۰ چنګاښ ۱۳۹۵

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو په سرمشریزه یا وارسا کې د ګډون په موخه په یوه درې ورځني رسمي سفر (۱۳۹۵، د چنګاښ ۱۷ ـ ۱۹) پولنډ ته ورسېد.