د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

بهرني سفرونه

قطر ته د جمهوررئیس غني سفر او د دوحې په شپاړسمه غونډه کې ګډون
۰۳ غبرګولی ۱۳۹۵

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دوحې په شپاړسمه غونډه کې، چې د ثبات او آرامي د ټولو لپاره تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، د ګډون په موخه قطر ته ورسېد.

په تهران کې د چابهار د درې اړخیز ترانسپورټي او ترانزیټي هوکړه‌لیک لاسلیک
۰۳ غبرګولی ۱۳۹۵

جمهور رئیس محمداشرف غني د چابهار درې اړخیز ترانسپورټي او ترانزیټي هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په ۳ نېټه تهران ته سفر وکړ.

لندن ته د جمهوررئیس غني سفر او د اداري فساد ضد مبارزې په نړیواله غونډه کې ګډون
۲۶ غویی ۱۳۹۵

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اداري فساد ضد مبارزې نړیواله غونډه کې د ګډون او وینا په موخه، د پنجشنبې په ورځ ۲۳ غویی ۱۳۹۵ نېټه، لندن ته ورسېد.

تاجکستان ته د جمهوررئیس غني سفر
۲۱ غویی ۱۳۹۵

جمهوررئیس محمد اشرف غني د تاجکستان د جمهوررئیس امام‌علي رحمان په رسمي بلنه د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په ۲۱ غویی ۱۳۹۵ نېټه، دوشنبې ښار ته ورسېد.

په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه جرمني ته د جمهوررئیس غني سفر
۲۵ سلواغه ۱۳۹۴

جمهوررئیس محمد‌اشرف غني د مونیخ په دوه پنځوسم امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه، د پنجشنبې ورځې په ماښام، ۲۲ سلواغه ۱۳۹۴ نېټه، مونیخ ښار ته ورسېد.

سوئیس ته د جمهوررئیس غني سفر او د اقتصاد نړیوال فورم په غونډه کې ګډون
۰۳ سلواغه ۱۳۹۴

جمهوررئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې ورځې په سهار، ۳۰ مرغومی ۱۳۹۴، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اقتصاد نړیوال فورم په غونډه کې د ګډون په موخه، داووس ښار ته ورسېد.

ترکیې ته د جمهوررئیس غني سفر
۰۵ مرغومی ۱۳۹۴

جمهوررئیس د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډو اقتصادي اړیکو د کمېټې جوړېدو چارو پر چټکوالي ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې ترکیه د استانبول ښار په متحول کولو کې کافي تجربې لري او موږ غواړو د کابل ښار په انکشافي پروګرام کې له دې تجربو څخه ګټه واخلو.