د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

بهرني سفرونه

د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه فرانسې ته د جمهوررئیس غني سفر
۰۹ لیندۍ ۱۳۹۴

جمهوررئیس محمد اشرف غني د اقلیمي بدلون په یو ویشتم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه، چې د ملګرو ملتونو سازمان په نوښت جوړ شوی و، په ۸ لېندۍ ۱۳۹۴ نېټه، د فرانسې پلازمېنې پاریس ته ورسېد.

قزاقستان ته د جمهوررئیس غني سفر
۳۰ لړم ۱۳۹۴

جمهوررئیس محمد اشرف غني د قزاقستان د جمهوررئیس نور سلطان نظر بایوف په بلنه، د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر، د ۱۳۹۴ د لړم په ۲۸ ماښام د قزاقستان پلازمېنې آستانې ښار ته ورسېد.

روسیې ته د جمهوررئیس غني سفر او د بریکس او شانګهای همکاریو سازمان په غونډو کې ګډون
۱۹ چنګاښ ۱۳۹۴

جمهوررئیس محمد اشرف غني په روسیه کې د بریکس په سرمشریزه او د شانګهای همکاریو سازمان په پنځلسمه غونډه کې د ګډون په موخه دې هېواد ته ورسېد. جمهوررئیس غني په دې سفر کې، په دې دوو غونډه کې پر وینا سربېره د څو نورو هېوادونو له جمهوررئیسانو سره هم وکتل.

د عمرې حج مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته د جمهوررئیس غني سفر
۲۴ کب ۱۳۹۳

جمهوررئیس محمد اشرف غني د عمرې حج مراسمو د ترسره کولو لپاره، د شنبې ورځې په مازیګر، ۲۳ کب ۱۳۹۳ نېټه، جدې ښار ته ورسېد.

د همکاریو د پراختیا په موخه ترکمنستان ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني سفر
۰۳ سلواغه ۱۳۹۳

جمهوررئیس غني د یو دوه ورځني سفر په موخه، د پنجشنبې په ورځ، ۲ سلواغه ۱۳۹۳ نېټه، ترکمنستان ته روان شو.

له پانګه‌والو سره د لیدنې په موخه متحده عربي اماراتو ته د جمهوررئیس غني سفر
۲۴ مرغومی ۱۳۹۳

جمهوررئیس محمد اشرف غني، د سې‌شنبې په ورځ، ۲۳ مرغومی ۱۳۹۳، په دوه ورځني سفر متحده عربي اماراتو ته روان شو.

د سویلي آسیا د سیمه‌ییزو همکاریو سازمان (سارک) سرمشریزې په اتلسمه غونډه کې د ګډون په موخه نیپال ته د جمهوررئیس غني سفر
۰۵ لیندۍ ۱۳۹۳

جمهوررئیس محمد اشرف غني په ۴ لېندۍ ۱۳۹۳ نېټه، د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ د سویلي آسیا د سیمه‌ییزو همکاریو سازمان (سارک) سرمشریزې په اتلسمه غونډه کې د ګډون په موخه، د نیپال پلازمېنې کټمانډو ته ورسېد.