د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

بهرني سفرونه

د اړیکو د غښتلتیا په موخه پاکستان ته د جمهوررئیس غني سفر
۲۵ لړم ۱۳۹۳

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر محمد نواز شریف په بلنه، په ۲۴ لړم ۱۳۹۳ نېټه، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ اسلام‌آباد ته سفر وکړ.

د آسیا زړه څلورمه غونډه کې د ګډون په موخه چین ته د جمهوررئیس غني سفر
۱۰ لړم ۱۳۹۳

جمهوررئیس محمد اشرف غني په ۷ لړم ۱۳۹۳ نېټه، په رسمي بلنه د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د استانبول پروسې ـ آسیا زړه بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه کې د ګډون په موخه، بیجېنګ ښار ته ورسېد.