د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د پوهنې وزارت

-

پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې تعلیمي نظام رهبري کوي. د اسلام مقدس دین د اساساتو او اصولو په اساس د بشري پانګې انکشاف؛ د هېواد ټولو اتباعو ته په برابره توګه باکیفیته ښوونې او روزنې ته د لاسرسي له لارې د ملي او بشري حقونو ارزښتونو ته احترام او په متوازن انکشاف کې د هغوی د برخې اخیستو لپاره تیاری، اقتصادي انکشاف، په هېواد کې سوله او امنیت؛ ددې وزارت لید لوری تعریفوي.

پوهنې وزارت د باکیفیته ښوونې او روزنې په هدف د پوهنې په سیستم کې د عالي مدیریت د تطبیق لپاره ستراتیژیک پلانونه عملي کوي.

دغه وزارت پنځه عمده پروګرامونه پرمخ وړي، چې په کې عمومي او اسلامي تعلیمات؛ د ښوونکو د روزنې او نصاب برابرول؛ مسلکي او تخنیکي تعلیمات؛ د سواد زده‌کړه؛ او د پوهنې اداره کول، شامل دي.

د افغانستان د انکشافي اهدافو په درېیمه زریزه کې د ۱۳۹۹ لمریز کال لپاره د ښوونې او روزنې نظام ته د لاسرسي په موخه، د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان په ټاکل شویو اهدافو کې ددې وزارت اوږدمهالې موخې په پام کې نیول شوې دي. ددې پلان پر اساس باید کم تر کمه ۹۵ سلنه ښوونکي د وړتیا ازموینه په بریالیتوب ترسره کړي او په هېواد کې به د سواد کچه ۵۰ سلنې ته ورسېږي. 

د پوهنې وزارت ویبپاڼه


شریکول