د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د لوړو زده کړو وزارت

-

لوړو زده کړو وزارت، د تحصیلي امکاناتو متوازن انکشاف او په عادلانه او رقابتي ډول باکیفیته لوړو زده کړو ته لاسرسي برابروي. په دې برخه کې اقدامات باید د هېواد د کار بازار له اړتیاوو سره سم وي. همدا راز لوړې زده کړې باید له داسې ښوونې او روزنې څخه برخمنې وي، چې فارغان یې ماهر، مسلکي او ژمن وي؛ او ماهر، مسلکي او ژمن پوهان د ټولنې خدمت ته وړاندې کړي. دغه وزارت د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي ستونزو د حل لپاره د علمي،  تحصیلي او هدفمندو څېړنو د ترسره کولو له لارې، برخه اخلي.

ملي او اسلامي ارزښتونه، عدالت، کیفیت، خپلواکي، ځان بسیاینه، شفافیت او ځواب ورکونه، سالم او اغېزناک مدیریت او رهبري، ښه اخلاق، هېواد سره مینه او رښتینولي او له تاوتریخوالي او فساد بېزاري؛ هغه ارزښتونه دي، چې د لوړو زده کړو وزارت په ستراتیژیک سند کې نغښتل شوي دي.

له ۱۳۹۵ـــ ۱۳۹۹ پورې د لوړو زده کړو وزارت عمده ستراتیژیک اهداف عبارت دي له:

ـ د هېواد د لوړو زده کړو د علمي ظرفیت پر لوړولو په ټینګار سره د کیفیت په ښه والي د تمرکز دوام، له هغه ډلې د علمي کادر د غړو علمي ظرفیت لوړول، د ګمارونکو د اړتیاوو پوره کولو منل شویو معیارونو ته په پام د تحصیلي نصاب ګټور انکشاف، د بشري انکشاف غښتلتیا او د حکومتوالۍ ښه والی؛

ـ  لوړو زده کړو ته د لاسرسي زیاتوالی او مدیریت، په ځانګړي ډول د محرومو او جګړه ځپلو سیمو او غوښتونکو مېرمنو لپاره؛ ددې لپاره د ډاډ ترلاسه کول، څو د لوړو زده کړو کیفیت ښه والي ته زیان ونه رسېږي؛

ـ د زېربناوو له لارې لکه لابراتوارونو، کتابتونونو او د محصلینو د شمېر زیاتوالي ته د ځواب ویلو لپاره د زده کړې بنسټونو کې په شته امکاناتو، استادانو، کارمندانو او د ملي انکشاف اړتیاوو له لارې، د کیفیت ښه والی او پراختیا؛

ـ د لوړو زده کړو د نظام او رهبرۍ د وضعیت ښه والی او د مؤسساتو ظرفیت، اصولو او د لوړو زده کړو معیارونو ته په پام د لوړو زده کړو دولتي بنسټونو خپلواکۍ زیاتوالی.

د لوړو زده کړو وزارت ویبپاڼه


شریکول